تاریخي ټاکنې


مجیب‌الرحمن ساپی - جامعۀ باز ورځپاڼه

د لمر د تودوښې، لوږې او تندې له امله شونډو یې وچې پترې نیولې وې، پر ټټر یې درې پټارې لګېدلې وې، چې له ورایه څرګندېده، د پولیسو اکاډمۍ محصل دی. په ډېر درناوی یې موټر ودراوه. له پلټنې وروسته یې په خورا درنښت بښنه وغوښته او ویې ویل: وبښه، چې وخت مې دې ونیو. دا له کابل مېشتو سره زموږ د پولیسو د ښه او غوره چلند یوه کوچنۍ بېلګه ده. یوازې په کابل کې نه؛ بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د پولیسو په ګډون امنیتی ځواکونه له خپل ولس سره همداسې ښه چلند کوی. هر هغه وخت، چې د لمر تودوښې او د کابل په دوړو کې خپل ځواکونه وینم، د ویاړ احساس مې را ژوندی شی او ورسره جوخت کورنۍ جګړې را په یادې شی؛ هغه وخت، چې کابل په شپږو برخو وېشل شوی و او هره برخه یې د یوې خپل‌سرې وسله‌والې ملېشې ډلې له‌خوا اداره کېده. په اویایمه لمریزه لسیزه کې د دغه ټول درناوی او احترام پر ځای سپکو سپورو، ربړولو او آن وژنو ځای درلود.

له هغې وروسته د طالبانو واکمنۍ پر مهال که څه هم امنیت ټینګ و؛ خو له ولسواکۍ او دا، چې ولس په‌خپله، خپل برخلیک وټاکی هېڅ هیله نه وه؛ آن په‌دې اړه فکر هم نه کېده. خو په تېر دولس کلن بهیر کې مو تر ټولو لویه لاسته‌راوړنه افغان امنیتی ځواکونه او ولسواکی ده. اوس‌مهال افغانانو دا توان ترلاسه کړی او دا فرصت یې موندلی، چې خپل برخلیک په‌خپله وټاکی.

د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې ټول افغان امنیتی ځواکونه په لومړۍ درجه احضاراتو کې ول، څو د هغو میلیونونو افغانانو امنیت ټینګ کړی، چې خپل برخلیک په‌خپله ټاکی. د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړی پړاو کې شاوخوا اوو میلیونو کسانو رایې ورکړې وې، چې ۳۶ سلنه په‌کې د ښځو ونډه وه. دا ځل د خلکو ګډون پراخ و. لاملونه یې په درېیو برخو وېشلای شو: د نوماندانو کم‌والی، د امنیت ټینګښت، او د نوماندانو ترمنځ تر وروستی بریده سیالی؛ خو یوه ستونزه وه، چې کېدای شی د خلکو پر ګډون یې اغېز کړی وی، هغه د ولایتی شوراګانو د نوماندانانو نه فعالیت و. په لومړی پړاو کې د ولایتی شوراګانو نوماندان د دې لپاره، چې توانېدلی و اوسی زیاتې رایې خپلې کړی، خلک یې رای ورکولو ته هڅول؛ خو پورتنیو درېیو لاملونو ته په کتو سره د ولایتی شوراګانو نوماندانو نه موجودیت اغېز زیات نه برېښېده.

د خلکو هڅولو په موخه رسنیو هم خپله ونډه درلوده، چې تقریبا خواله رسنۍ له غږیزو، انځوریزو، چاپی او برېښنایی رسنیو اوږه په اوږه رایې ورکولو ته د خلکو هڅولو او په ټاکنو کې د ولس پراخ ګډون په برخه کې خپله ونډه لوبولې ده. په‌دې لړ کې باور دا دی، له‌دې امله د خواله رسنۍ ونډه زیاته وه، چې له یوه لوری د خلکو لاس‌رسی ورته زیات شوی او له بل لوری د خواله رسنۍ فعالان خپلو مشخصو فکری بهیرونو او اړخونو ته فعالیت درلود او دغه چاره د دې لامل شوې وه، چې د ولس سیاسی شعور لوړ شی.

په ولسواکو نظامونو کې د ټولنې هره برخه، هر قشر او پرګنې خپل، خپل رول لری. په‌دې لړ کې امنیتی ځواکونو مو په پراخه توګه ښه او غوره امنیت ټینګ کړ، رسنیو مو خلک وهڅول، څو خپلې رایې وکاروی، خواله رسنیو د خلکو سیاسی شعوری په لوړاوی کې خپله ونډه ولوبوله او خلکو هم د خپل برخلیک ټاکلو په موخه کوټلی ګامونه پورته کړل. ټاکنې تاریخی وې او د پایلو په‌ډاګه کېدو سره دغه تاریخی ورځ افغانانو به نوی تاریخ جوړ کړی وی. خو له‌دې ټولو سربېره د امنیتی ځواکونو هغه کم شمېر غړی، چې په ټاکنو کې بې‌پرې پاتې نه‌شول، په خواشینۍ سره، چې پر ټولو امنیتی ځواکونو اغېز درلودای شی او د نوم بدولو لامل یې کېږی.