ابو بکر البغدادي

اوس داسې ښکاري،چې د داعش مشر ابو بکر البغدادي دالقاعدې له مشر ایمن الظواهري سره سیالي پیل کړې ده  دداعش پټ شوی مشر البغدادي  په عراق ، سوریه کې په زرګونو جنګیالي لري ،چې دایمن الظواهري له هغو څخه  دڅومره والي او څرنګوالي  له کبله  بیخي جلا دي .

 
داعش ،چې مشري یې ابو بکر البغدادي ته ورترغاړې ده دخپلو خونړیو تکتیکونو له کبله  مشهوره  جنګي ډله ده نوموړي په تېرو پنځو میاشتو کې  دعراق څو مشهور او مهم ښارونه لاندې کړې دي.
لویدیز حکومتونه  اندېښمن دي هسې نه،چې داعش په  وروستیو شېبو کې دالقاعدې تګلار خپله نه کړي او په  بهر کې ځینې موخې په نښه نه کړي ، خو داندېښنې او ګواښ خبره داده هغه بهرني جنګیالي ،چې اوس دابو بکر البغدادي  او داعش تر قومندې لاندې له اروپا بهر جنګیږي  که دوی چیرې خپلو کورونو او هېوادو ته راستانه شي دا هم خپله یو ګواښ دی . 
دانګلستان په استخباراتو کې له ترهګرۍ سره دمبارزې دڅانګې مشر ریچارډ باریټ وايي : دا لس کاله کیږي،چې  ایمن الظواهري  دپاکستان تر کنترول لاندې قبایلي سیمه کې پټ دی او له څو مطبوعاتي څرګندونوپرته یې بل کار نه دی کړی ، خو البغدادي بیا  ښارونه نیولي  دي ، جنګیالي یې تنظیم کړي دي ، په عراق او سوریه کې دډیرو وژنو مسوول دی.
ریچارډ له  AP خبري اژانس سره په خبرو کې وايي : که چیرته ځوان یې  او څه کول غواړئ نو البغدادي ته ورشه ، دالظواهري دواک ننګونه رښتیا هم پاموړ خبره ده .
صوفان مشورتي ډلې راپور،چې مرکز یې په نیویارک کې دی  دریچارډ له خولې وايي : اوسمهال په سوریه کې دولس زره بهرني جنګیالي پر جګړه بوخت دي،چې 3000 یې اروپایان دي .  اروپايي شنونکي وايي : نږدې 80% بهرني جنګیالي دداعش په لیکو کې ځای پر ځای شوې دي .

 
تر اوسه دداعش دمنشور او فکر په اړه هیڅ کره لاسوند نشته ځینې وايي دا سختدریځه وهابي ډله ده،چې داسلامي خلافت  درامنځته کولو خوبونه ګوري ځینې بیا وايي دا دسوریې  حکومت رامنځته کړې ده،چې دحکومت ضد پاڅون او جبهة النصرة پرې وځپي  ان داسې راپورونه هم  تر لاسه شوي دي،چې دسعودي استخباراتو رامنځته کړې ده،چې په سوریه کې دهمدې داعش پر مټ ځانته دپښې کېښودو  ځای ومومي .
لاندې کرښې دداعش اوابو بکر البغدادي په اړه دي دا مالومات  له څو مختلفو سرچینو رااخستل شوي ډي ، روهي ویبپاڼه یې یوازې ژباړه وړاندې کوي . هیله ده ،چې لږترلږه په عراق او سوریه  کې دداعش په اړه له لوستونکو سره مرستندویه ثابت شي .
دابو بکر البغدادي په اړه دعراق دکورنیو چارو وزارت  وايي : د داعش مشر ابراهیم عواد ابراهیم دی  او نوموړی په عراق کې  دالقاعدې مشر دی او لقب یې ( دولة العراق الاسلامیة ) دی. کله،چې په سوریه کې پاڅون پیل شونوموړی پورته شو د ( دولة العراق الاسلامیة  )او په سوریه  کې  (جبهة النصرة ) ترمنځ یې پیوستون اعلان کړ او (الدولة الاسلامیة فی العراق والشام) نوم یې ورته غوره کړ ، خو د(جبهة النصرة ) مشر ابو محمد الجولاني دا ډول یوه پریکړه رد کړه او ځان یې له دې ډلې جلا وباله .  
دا،چې القاعده ډیره پیکه شوې نه وي ایمن الظواهري له سعودي او یمن څخه  ځینې مهم شخصیتونه راوغوښتل ،چې دابو بکر البغدادي او ابو محمد الجولاني ترمنځ  روغه او جوړه وکړي ، خو البغدادي له  منځګړي پلاوي سره له لیدو انکار وکړ  دلته نو خبره له کنتروله ووته او الجولاني  بیا اعلان کړه،چې جبهة النصرة  له داعش سره هیڅ تړاو نه لري او پریکړه اوس دایمن الظواهري په لاس کې ده.
دڅو پرلپسې بریدونو له کبله  د2011 داکتوبر پر 4 مه نېټه دامریکا دبهرنیو چارو وزارت  ابو بکر البغدادي  دنړیوال ترهګر په لړلیک کې شامل کړ او دنوموړي په سر یې لس ملیونه ډالر جایزه کېښوده .
کله ،چې د2011 ز په می کې دالقاعدې مشر اسامه بن لادن  په پاکستان کې ووژل شو ابو بکر البغدادي یې دغچ اخستلو ګواښ وکړ .
دعراق حکومت او امریکا هڅه کړې ده،چې ابو بکر البغدادي ترور کړي خو دترور ټولې هڅې ناکامې شوې دي  په 2006 ز کې امریکايي الوتکو دسوریې پولې ته څېرمه پر یوپټنځای هوايي برید وکړ دا مهال دالبغدادي دوژلو خبره خپره شوه ،خو وروسته څرګنده شوه،چې البغدادي په وژل شوو کې نه و. په  هغه سیمه کې دنوموړي دنده داوه ،چې له سوریې او سعودي څخه  القاعدې ته نوي غړي راجلب کاندي  . ځینې استخباراتي راپورونه کاږي : ابو بکر البغدادي په القاعده کې  د(اسلامي محکمې ) مشر و .
د2012 ز په دسمبر کې داسې راپورونه خپاره شول،چې ابو بکر البغدادي نیول شوی دی عراقي چارواکو خبر ورکړ،چې ددوو میاشتو پرلپسې څار او پلټنې وروسته  امنیتي ځواکونه وتوانیدل،چې ابو بکر البغدادي ونیسي خو وروسته مالومه شوه،چې دابو بکر البغدادي پر ځای ېې بل څوک نیولی دی .
امریکايي ټایم مجله  د (تنظیم الدولة الاسلامیة فی العراق والشام/ داعش ) دمشر په اړه کاږي : دابو بکر البغدادي اصلي نوم ابراهیم بن عواد بن ابراهم البدري الرضوی الحسیني دي . یو شمېر جهادي ! ویبپاڼې زیاتوي  : البغدادي اوسمهال  دسوریې په (رقه) نومي سیمه کې استوګن دی او هلته یې خپله پاچاهي رامنځته کړې ده.
دالبغدادي او داعش په اړه پوره او کره مالومات په لاس کې نشته ، خو (الاخبار) ورځپاڼه  دابو بکر البغدادي  په اړه کاږي:
ابو بکر البغدادي  اصلي نوم  ابراهیم عواد ابراهم  بو بدري دی او دوه کنیې لري (ابو عواد او ابو دعاء ) دا لقبونه  ګوندي نومونه دي او دتنظیم دتګلارې له  مخې هیڅوک حق نه لري،چې په خپلو اصلي نومونه  څرګند کړي .
وړاندې له دې،چې ابو بکر البغدادي  له داعش سره یو ځای شي نوموړی په  دبغداد په شمال  په دیاله نومی سیمه کې دمسجد امام و .  دداعش  مشرتابه شورا غړي باید ټول 100% عراقیان وي ځکه دوی پر نورو باور نه کوي او دنظامي کمیسون غړي  د13-8 کسانو ترمنځ وي .
دنظامي کمیسون  مشران  دپخواني ولسمشر صدام حسین دواکمنۍ دمهال پخواني نظامي افسران دي  او دوی دډګروال حجي بکر  تر مشرتابه لاندې کار کوي .
کله،چې دداعش مشري ابو عمر البغدادي ته ورترغاړې وه حجي بکر  له دوی سره یو ځای شوې و ابو عمر په 2010 زکې خپل ژوند له لاسه ورکړې و. ډګروال  بکر حجي خپله ټوله نظامي  تجربه  دداعش دجنګیالیو او غړو لپاره وقف کړې ده او دوخت په تېریدو دابو عمر البغدادي نظامي سلاکار شو .
دصدام حسین دمهال له نورو نظامي افسرانو دداعش اړیکې همدې ډګروال حجي بکر جوړې کړې دي.
دابو عمر البغدادي له وژلو وروسته، حجي بکر په نظامي کمیسون کې اعلان وکړ،چې دابو عمر ځایناستی به له دې وروسته  ابو بکر البغدادي وي .  دا نو دداعش په  مشرتابه کې نوی بدلون و ابو بکر البغدادي  څرګند او حجي بکر ناڅرګند، خو دواړه ډیری پریکړې په مشوره او سلا کوي.
داعش  پر دوواساسي تګلارو ټینګار کاوه :
لومړی : دا ژمنه باید شتون ولري،چې تنظیم له منځه / داخله  درز پیدا نه کړي  له همدې کبله یې داسې میکانیزم رامنځته کړ  هر هغه څوک،چې اختلاف  ته لمن وهي باید له منځه ولاړ شي او دبسپنو او مالي سرچینو موندنه  باید له لومړیتوبونو څخه وي  ،ابو بکر البغدادي او حجي بکر پریکړه وکړه،چې له دې وروسته به  له خپلو لارویانو سره مخامخ نه ګوري او ټول پیغامونه  به  دمشرتابه شورا  له لارې وراستوي.
دویم :  دترور او وژنې  امنیتي ارګان  دا څانګه   دداعش په  چوکاټ کې محرمه / سري هغه ده په پیل کې یې شل تنه غړي درلودل دوخت په تیریدو یې شمېر 100 تنو ته ورسید  ددی ډلې مشر پخوانی نظامي افسر ابو صفوان الرفاعي دی  . ددې ډلې دنده دهغو کسانو له منځه وړل دي،چې  له داعش څخه دبیلدو نیت لري . دمالي تګلارې په برخه کې ددوی تګلاره هماغه دابو عمر البغدادي دمهال ده ، دشیعه مسلمانانو ، مسیحیانو دشتمنیو تر لاسه کول ، دتیلو او دولتي ودانیو تر لاسه کول .
ځینې راپورونه بیا وايي : دداعش رښتیني مشر عبدالله العدن دی ،چې دسوریې په حلب کې استوګن دی  او له هغه ځایه دعراق او سوریې چارې سمبالوي  دیادونې ده،چې  عبدالله العدن په افغانستان کې جنګیدلی دی او دبن لادن له  نږدې کسانو څخه ګڼل کېده نوموړی په اسلامي  زده کړو کې  ماستري لري او په دې وروستیو کې توانیدلی و،چېدسعودي عربستان داستخباراتو له پخواني رییس  بندر بن سلطان  سره پراخه اړیکې جوړې کړي.