اخوان المسلمين په 1928 ز کې په مصر کې حسن البناء رامنځته کړ ا و ځان ( هر اړخيزه اصلاحي تنظيم) بولي. په نوره نړۍ کې ددغه تنظيم فکرډېر زر خپور او دې ته ورته ډلې او تنظيمونه راوپنځيدل اوس دنړۍ په 72 هېوادو کې پلويان او ملاتړي لري . لومړی دغه خوځښت د مصر په الاسماعيليه ښار کې رامنځته شو ، دوخت په تيريدو پلازمينې القاهرې ته وليږديده او دشلمې پيړۍ په دېرشمو کلونو کې داخوانيانو سياسي او ټولنيز فعاليتونه ډېر شول اوله سياسي او ټولنيز اړخه پر اغېزمن خوځښت واوښت ، په 1942 ز کې ددوهمې نړيوالې جګړې پر مهال اخوانيانو هڅه وکړه ،چې خپل فکر په اردن او فلسطين کې خپور کړي او په 1944 ز کې دسوريې څانګه هم پلازمينې دمشق ته وليږديده . له دوېمې نړيوالې جګړې راوروسته اخوانيانو په 1948 ز کې دفلسطين دازادۍ په جګړه کې برخه واخېسته داخوان المسلمين جبهې له مصر څخه دالصاغ محمود لبيب ، محمد فرغلی وسعيد رمضان ، له سوريې څخه مصطفی السباعي له اردن څخه دعبداللطيف ابو قورة او کامل الشريف له عراق څخه دمحمد محمود الصواف په مشرۍ ورغلل .
کله چې داخوان المسلمين جبهې له فلسطين راوګرځيدې نو دوخت لومړي وزير محمود فهمي النقراشي اخوان المسلمين ناقانونه وګرځاوه او دا تور يې پرې ولګاوه ، چې دوی دمصر ملي امنيت ته ګواښ دی او خلک يې دنظام پر ضد راپارولي دي . له دې وروسته بيا محمود فهمي النقراشي ترور شو اخوان المسلمين دغه ترور وغانده. حسن البناء وويل : وژونکي نه اخوانيان دي او نه مسلمانان . دلومړي وزير قاتل، عبدالمجيد حسن دويترنرۍ دپوهنځي محصل و دپوليسو ينوفورم يې اغوستی و او دکورنيو چارو وزار ت ته ننوت ځکه پرې ساتونکو پوليسو شک ونه کړ کله ، چې النقراشي له وزارته راووت عبدالمجيد پرې ډز وکړ پوليسوسمدلاسه عبدالمجيد ونيوه او زندان ته يې وليږه دالنقراشي له تروره څو مياشتې وروسته حسن البناء هم، چې داخوان المسلمين بنسټګربلل کيږي، د 1949 ز د فبرورۍ پر 2 مه نېټه سهار مهال ترور شو .
داخوان المسلمين جوړښت
اخوان المسلمين دکار او غړيتوب لپاره يوه داخلي تګلار لري ،چې د تنظيم له مشره نيولې تر عادي غړي پورې يې دهره يوه دندې او مسووليتونه شرحه کړي، د تګلارې د9 مادې له مخې داخوان المسلمين مشرد تنظيم مشري اوورسره د مکتب الارشاد او مجلس الشوری العام د دواړو برخو مسووليت هم لري .
داخوان المسلمين مشران
۱ ـ حسن البناء (1949-1928 ز)
۲ ـ حسن الهضيبي (1973-1949 ز)
۳ ـ عمر التلمساني (1986-1973 ز)
۴ ـ محمد حامد ابو النصر(1996-1986 ز)
۵ ـ مصطفی مشهور( 2002-1996 ز)
۶ ـ مامون الهضيبي (2004-2002 ز )
۷ ـ محمد مهدي عاکف ( 2004 زـ )
المرشد العام / عمومي لارښود يا مشر
په اخوان المسلمين کې لارښود يا مشر د عمومي شورا( الشوری العام ) په لويه غونډه کې ټاکل کيږي نوموړي بايد په تنظيم کې په هجري قمري کال پوره 15 کاله د ( ورور) په توګه کار کړې وي له ټاکنې وروسته ورسره دتنظيم نور غړي بيعت کوي له دې وروسته المرشد العام نشي کولای ، چې له علمي او ادبي کارو پرته په نورو کارونو کې ونډه واخلي په بله مانا ځان به دتنظيم کارو ته وزګاروي دمشردکار موده شپږ کاله ده او د يو ځل لپاره بيا ټاکل کېدای شي. المرشد العام دځان لپاره يو مرستيال او يا دمکتب الارشاد له غړو څخه يو څوک ټاکلی شي دده دمړينې په صورت کې به دبل مشر تر ټاکنې پورې مرستيال دتنظيم چارې سمبالوي . په اخوان المسلمين کې مجلس الشوری دا صلاحيت لري ، چې مشر له دندې ګوښه او پر ځای يې بل څوک وټاکي .
مکتب الارشاد العام
په اخوان المسلمين کې مکتب الارشاد اجراييوي مشرتابه کميسون دی له دندو څخه يې د اخوان المسلمين دتګلارو ، ادارو او نور وچارو څارنه او سمبالونه ده ، غړي يې د پټورايو له لارې ټاکل کيږي او دغړيتوب موده يې څلور کاله ده .
مکتب الارشاد له المرشد العام څخه پرته 16 غړي لري او په دغه بڼه ټاکل کيږي
v 8 کسه مجلس الشوری له خپله منځه ټاکي او دهغې سيمې وي په کومه کې ، چې المرشد العام استوګن وي.
v 5 کسه مجلس الشوری له خپله منځه ټاکي ، په ټاکنه کې سيمه یيز اړخ ته پاملرنه کيږي .
v المرشد العام دمکتب الارشاد له منځه دماليې چارو او امين السر ټاکي .
v كه چيرې د مکتب الارشاد کوم غړی په خپله سيمه کې څارونکې و دغه مهال به دې سيمې ته بل څارونکې ټاکل کيږي .
دمکتب الارشاد غړي
۱- محمد مهدي عاکف داخوان المسلمين اوسنی مشر
۲- ډاکتر محمد حبيب دمرشد لومړې مرستيال داسيوط پوهنتون دځمکپوهنې دڅانګې استاد .
۳- خيرت الشاطر د مرشد دوېم مرستيال ، پخوانی اکاديمسين او بډايه سوداګر دټيکنالوژۍ او پروګرامونو په برخه کې يې پانګه اچولې او پردې سربېره يو شمېر کارخانې هم لري په 2006 ز کې يې پانګه دحکومت لخوا ضبط شوه او د7 کلو پربند محکوم شو .
۴- ډاکتر حسن هويدي دسوريې دی ، په لندن کې مېشت دی او په بهر کې دمرشد مرستيال دی پخوا په سوريه کې داخوان المسلمين عام څارونکې و ، دعصبي ناروغيو متخصص ډاکتر دی .
۵- ابراهيم منير مصری دی په لندن کې مېشت دی په اروپا کې داخوان المسلمين وياند دی او ددې ترڅنګ درسالة الاخوان دويبپاڼې مسوول دی .
۶- پوهاند ډاکتر محمود عزت داخوان المسلمين عمومي منشي دی او دالزقازیق پوهنتون د طب پوهنځي دويروس دڅانګې مشر دی .
۷- پوهاند ډاکتر محمد علي بشر په المنوفيه پوهنتون کې دانجينرۍ دڅانګې استاد او دمصري انجينرانو داتحاديې مشر او په اسلامي هېوادو کې دانجينرۍ د اتحاديو مشر ، داخوان المسلمين دغړيتوب په تور په 2006 ز کې پر 3 کاله بند محکوم شو .
۸- الشیخ محمد عبدالله الخطيب داخوان المسلمين مفتي .
۹- پوهاند ډاکتر محمد بدیع دبني سویف پوهنتون دويترنرۍ دپوهنځي استاد ، په عربي نړۍ کې دساينسي دائرة المعارف ،چې په 1999 ز کې هیئة الاستعلامات المصریة خپره کړې ده په سلو پوهانو کې شمېرل شوې .
۱۰- ډاکتر جمعة امين داخوان المسلمين مفکر او رسمي تاریخ ليکوال او د ( تاریخ جماعة الاخوان المسلمين ) ، چې په مصر کې داخوانيانو په اړه مستند کتاب بلل شوې او همده کښلې دی .
۱۱- پوهاند ډاکتر محمد مرسي د الزقازیق پوهنتون دانجينرۍ دڅانګې استاد ، دپارلمان غړی او د 2005-2000 ز ترمنځ په پارلمان کې داخوان المسلمين دوکيلانو وياند او داخوان المسلمين له مشرتابه څخه ګڼل کيږي .
۱۲- پوهاند ډاکتر رشاد بيومي په اخوان المسلمين کې دمحصلينو دڅانګې مشر او په مصر کې دښوونکو داتحاديې مشر او د القاهرې پوهنتون کې دجيولوجي څانګې استاد .
۱۳- پوهاند ډاکتر محمود غزلان داخوان المسلمين پخوانی عمومي منشي او د الزقازیق پوهنتون دکرنې دپوهنځي استاد .
۱۴- ډاکتر عبدالمنعم ابوالفتوح دعرب ډاکترانو داتحاديې مشر نوموړې هغه مهال ډېر مشهور شو ، چې له ولسمشر انور السادات سره يې بحث وکړ .
۱۵- پوهاند ډاکتر محمود حسين په اسيوط پوهنتون کې دانجينرۍ دپوهنځي استاد .
۱۶- پوهاند محمد هلال دمامون الهضيبي له مرګ وروسته داخوان المسلمين لنډمهاله مشر او په سعودي عربستان کې دامام محمد بن سعود دپوهنتون قانوني سلاکار او وکيل .
۱۷- لاشين ابوشنب دعربي ژبې استاد دالقاهرې پوهنتون له دارالعلوم څخه فارغ شوی په کویټ ، سعودي عربستان کې دعربي ژبې استاد تېر شوی .
۱۸- صبري عرفة .
داخوان المسلمين معاصر مشران
۱- سلاکار قاضي فیصل مولوی په لبنان کې دجماعت اسلامي مشر او داروپايي کميسون دفتوی او څيړنو دمشر مرستيال .
۲- يوسف ندا ، په اخوان المسلمين کې دنړيوالو اړيکو مسوول ، دالتقوی بانک مشر دی .
۳- خالدمشعل دحماس دسياسي څانګې مشر او په سوريه کې دحماس استازی .
۴- اسماعيل هنیة د فلسطين لومړې وزير او دحماس دمشرتابه جرګکۍ غړی .
۵- ډاکتر عصام العريان دمصري داکترانو داتحاديې مشر او په اخوان المسلمين سياسي او فرهنګي مشرتابه او داخوان المسلمين دسياسي څانګې مسوول .
داخوان المسلمين تاریخي او علمي څيرې
۱- حسن البناء پلويان يې ( الامام الشهيد ) بولي داخوان المسلمين بنسټګر او دخپلو يو شمير کتابو له لارې يې خپل پيروان له ځان څخه ډېر اغيزمن کړي دي .
۲- قاضي او فقيه عبدالقادر عودة نوموړې په قانون کې لوی لاس درلود دپوهنتون استاد و دجمال عبدالناصر دواک پر مهال اعدام شو داعدام دحکم دمخنيوي په موخه دسعودي عربستان پاچا فیصل او دعراق ولسمشر عبدالکريم قاسم له عبدالناصر غوښتنه وکړه ،چې نوموړې اعدام نه کړي خو مصري چارواکو يې خبره ونه منله .
۳- سيدقطب معاصر اسلامي انديال ، اديب کره کتونکې په متحده ايالاتو کې يې زده کړې تر لاسه کړې له متحده ايالاتو ، چې کله راوګرځيده نو داخبره يې ډېره مشهوره شوه « امريکا ته مسلمان تللې وم خو مومن ورڅخه راستون شوم » سيدقطب څو کتابونه کښلي لکه فی ظلال القران ، التصوير الفني فی القران ، العدالة الاجتماعیة فی الاسلام او... دجمال عبدالناصر دواکمنۍ پر مهال اعدام شو .
۴- ډاکتر مصطفی السباعي په سوريه کې داخوان المسلمين مشر او له مصر بهر داخوان المسلمين ددفتر اجرایيوي مشر او د دمشق دپوهنتون دشرعيانو دپوهنځي ریيس .
۵- الشیخ سعيد حوی په سوريه کې داخوان المسلمين دمشرتابه غړی .
۶- زينب الغزالي په مصر کې داسلامي دعوت مخکښه دجمال عبدالناصر دواکمنۍ پر مهال په 1965 ز کې زندان ته وليږدول شوه او سخته وځورول شوه نوموړې دغه ټولې پېښې او کړاونه د ( ايام من حياتي / زما دژوند ورځې ) په نوم کتاب کې ځای پر ځای کړې دي . داخوان المسلمين دټولو غړو شمير ، چې يوسف ندی د2008 ز دمی پر 27 نېټه له ( المصري اليوم ) ورځپاڼې سره په خپله يوه مرکه کې ياد کړې دی سل ميلونه 100,000000 ښودلې دی .
v مجلس الشوری العام
دغه شورا په اخوان المسلمين کې تر ټولو باصلاحيته او يا بنسټ اېښودونکې کميسون دی ، پريکړې يې لازمي دي ، دکار موده يې څلور کاله ده له دندو څخه يې داده ،چې دتنظيم چارې څاري او المرشد العام ورته ټاکي .
دمجلس غړي
v مجلس الشوری له 30 غړو څخه جوړه شو ې ده ، چې دمختلفو سيمو استازيتوب کوي او په همدغه سيمو کې دمجلس الشوری له لورې ټاکل کيږي او هرې سيمې ته داستازو شمېر مجلس الشوری ټاکي .
v مجلس الشوری ته 3 تنه نور ، چې په مختلفو برخو کې د تخصص څښتن وي دمکتب الارشاد له لورې ورپيژندل کيږي .
v که دمکتب الارشاد له لورې کوم نوې اخواني تنظيم دباور وړ شي نو استازی يې دمجلس الشوری غړی کېدای شي .
v داخوان المسلمين فکر او ليد
امام حسن البناء په پنځمه ګنګره کې ( داخوان المسلمين اسلام ) تر سرليک لاندې کاږي : اسلام ګروهه ، عبادت ، هېواد ، نژاد ، روحانيت ، کار ، قران او توره ده . نوموړې زياتوي : داخوان المسلمين فکر داسلام په اړه هراړخيزه فکر دی او داصلاح او سمون ټولې خواوې په خپل بر کې رانيسي دا سلفي دعوت ، سني طریقت ، صوفی حقیقت ، سياسي ارګان ، ورزشي ډله ، کلتوري او علمي ټولنه ، اقتصادي شرکت او ټولنيز فکر دی . البناء په همدغه کتاب کې حسن البناء زياتوي داخوان المسلمين د دعوت ځانګړنې ،چې نورې ډلې يې نه لري په دې توګه دي .
v داختلاف له ټکو ځان ژغورنه .
v دمشهورو مشرانو او متنفیذينو له اغيزه ځان ساتنه .
v له ګوندونو او ډلو ليرې والې .
v په پړاونو کې دجوړښت او تدریج اصل ته پاملرنه .
v په اعلان او تبلیغاتو کې پر علمي اړخ ټينګار .
v دځوانانو راجلبول .
v په کليو او ښارونو کې خپريدل .
v اخوان المسلمين او لويدیځ
اخوانيان په لويدیځ کې له هر ډول رسمي موسسو سره خبرې اترې دمصر دبهرنيو چارو وزارت تر څارنې لاندې کوي ، خو په لويدیځ کې په علمي ، حقوقي او سياسي ناستو ولاړو کې له ورته موسسو سره مرسته کوي لکه د کارينګي دسولې دڅیړنو نړيوال مرکز ، دبنسټپالو حرکتونو دڅيړنو موسسه ، او يا لکه مشهور څیړونکې مارک لينش ، عمرو حمزاوي په دې اړه اخوان المسلمين دڅيړنو په اړه مرسته کوي . اخوان المسلمين اسرایيل په رسميت نه پيژني محمد مهدي عاکف په دې اړه وايي : « داخبره اوس زموږ د ډلې له اصولو څخه ده په دې اړه بحث ، خبرې اترې هیڅ شونې نه دي » اسرایيل زموږ له انده يو صهيوني جوړښت دی زموږ عربي او اسلامي سپیڅلې ځمکې يې غصب کړي دوينو او ککريو پر انبار رامنځته شوې موږ به يې دليرې کولو په موخه کار کوو که څه هم ډېر وخت وغواړي
پراخوان المسلمين نيوکې