داعش؛ ځواک، موخې او راتلونکې

(الدولة الاسلامیة فی العراق والشام) یا داعش هغه وسله‌واله ډله ده، چې د افراطي سلفي نظریاتو درلودونکې ده او هڅه کوي په سوریه او عراق کې اسلامي خلافت رامنځته کړي. دغه ډله په عراق او سوریه کې فعالیت لري. داعش ترهګره ډله پېژندل شوې، چې د ابوبکر البغدادي له لوري یې مشري کېږي.
د داعش رامنځته کېدل
دغه ډله د ۲۰۰۶ کال د اکټوبر په پنځه‌لسمه په عراق کې د یو شمېر وسله‌والو ډلو مشرانو د غونډې په پایله کې رامنځته شوه. په غونډه کې ابوعمرالبغدادي د داعش مشر په توګه وټاکل شو.
په ۲۰۰۶ زېږدي کال کې یادې ډلې په عراق د ګڼو ترهګریزونو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. د ۲۰۱۰ کال د اپرېل میاشتې په نولسمه نېټه د ابوعمرالبغدادي له وژل کېدو څخه وروسته ابوبکرالبغدادي د دغې ډلې مشر په توګه وټاکل شو.
واک ته د ابوبکر رسېدو سره د دغې ډلې فعالیت پراخ شو او په ۲۰۱۱ زېږدي کال کې په سوریه کې د شخړې له پیل سره جوخت، داعش پدغه هېواد کې هم خپل فعالیت پیل کړ. 
د داعش د تاسیس موخه
په ۲۰۰۴ کال کې په عراق کې د ابومصعب الزرقاوي په مشرۍ د توحید او جهاد په نامه د یوې ډلې رامنځته کېدو او د القاعده ډلې له مشر اسامه بن لادن سره د زرقاوي له بیعت څخه وروسته دغه ډله په عراق کې د القاعدې ډلې پر یوې څانګې بدله شوه. دغه ډله په یاد هېواد کې د خپلو ورانکارو فعالیتونو په پراخوالي سره په تر ټولو ځواکمنې ډلې بدله شوه. په ۲۰۰۶ کال کې زرقاوي د یوې ويډیو په خپرولو سره د عبدالله رشید البغدادي په مشرۍ د مجاهدینو شورا له رامنځته کېدو څخه خبر ورکړ. د ۲۰۰۶ کال په وروستیو کې د زرقاوي له وژل کېدو څخه وروسته ابو حمزه المهاجر د دغې ډلې مشر په توګه وټاکل شو. بالاخره د همدغه کال په پای کې د ابوعمرالبغدادي په مشرۍ د عراق اسلامي دولت ډله جوړه شوه.
د ۲۰۱۰ کال د اپرېل میاشتې په نولسمه نېټه د عراق په الثرثار سیمه کې د عراقي او امریکايي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ابوعمر البغدادي او ابوحمزه تر برید لاندې راغلل. د نښتې په زیاتوالي سره امریکايي الوتکو د یادو دواړو کسانو د اوسېدو پر ځای بمبار وکړ او دواړه و وژل شول.
له پېښې څخه یوه اونۍ وروسته دغې ډلې په خپلې ویب‌پاڼې کې د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره د خپلو مشرانو وژل و منل او لس ورځې وروسته ابوبکر البغدادي د نوي مشر په توګه وټاکل شو. دغې ډلې ناصرالدین الله سلېمان د خپل دفاع وزیر په توګه غوره کړ.
د داعش د اوسېدو سیمې
عراق
د داعش ډلې غړي د عراق په ځینو سیمو په ځانګړي توګه د الانبار ښار کې حضور لري او په ټول عراق ترهګریز بریدونو سمبالوي. د خپرو شویو رپوټونو له مخې داعش ډلې د ۲۰۱۳ کال په دویمه نیمايي کې د عراق ۱۴۰۰ کورونه په بمونو الوځولي دي. د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۱۹۹۶ تنه وژل شوي او ۳۰۲۱ تنه ټپیان شوي دي.
سوریه
د داعش ډلې غړي د سوریې په رقه، حلب، لاذقیه، د دمشق په ریف سیمه، دیرالزور، حمص، حما، حسکه او ادلب ښارونو کې مېشت دي او د ځينو سیمو پراخ کنټرول په لاس کې لري.
د داعش ماضي
هغه مهال، چې د امریکا له لوري پر عراق پوځي برید وشو د عراق اسلامي دولت په نامه یو ډله جوړه شوه. دغې ډلې القاعدې ته ورته نظریات درلودل. د ډلې مشر ابوعمر البغدادي له اسامه بن لادن سره بیعت وکړ او خپل کار یې له یرغلګرو سره د مبارزې ترنامه پیل کړ؛ خو په واقعیت کې باید وویل شي د دغې ډلې فعالیت داسې و که څه هم د یرغلګرو (امریکا) پر وړاندې یې فعالیت ترسره کاوه؛ خو ډېری دغه عملیات د دې لامل کېدل، څو د یادې ډلې او د عراق اوسېدونکو ترمنځ واټن زیات شي. 
دغې ډلې د عراق اوسېدونکو پر وړاندې ړانده عملیات پیل کړل. له همدې امله د عراق اسلامي دولت کړنه عراقیانو ته د منلو وړ نه وه؛ یعنې د دغې فعالیت تر ډېره بریده د دې پر ځای، چې د امریکا پر وړاندې وي د واټن رامنځته کېدو په لړ کې و. یاده ډله له سیاسي او فکري ستونزې سره مخ شوې وه او عراق نوي شرایط، چې د ټاکنو په پایله کې شیعیان واک ته رسېدلي ول ردول یې.
همداراز د عراق د اساسي قانون تدوین، ټول‌پوښتنې ته د دغه قانون وړاندې کول، ولسواکي او ټاکنې یې و نه منلې. د عراق اسلامي دولت د خپلو فعالیتونو په پایله کې په ډاګه کړه، چې دغه ډله پدې لټه کې، څو خپل افراطي افکار پر خلکو ومني او د برخلیک ټاکلو حق، چې د ولس له حقونو څخه یو دی په رسمیت یې نه پېژانده. 
که د سوریې کردستان مسایلو او پدغې سیمې کې د داعش او جبهه النصره ډلو نفوذ ته وکتل شي، له یوه لوري که څه هم له سوري کردانو سره د عراق کردستان خپلواکې سیمې رمسته کولای شي د سوریې دغه سیمې له بهرنۍ لاسوهنې سره مخ کړي؛ خو لهب ل لوري پر بنسټ‌پالو ډلو فشار زیاتوي. 
د ۲۰۱۱ زېږدي کال په مارچ کې د سوریې دولت پر وړاندې د ولسي پاڅونونو په لاړ کې د عراق اسلامي دلوت د عراق او شام دولت رامنځته کېدل مطرح کړل او د داعش (الدولة الاسلامیة فی العراق والشام) په چوکاټ کې یې خپل فعالیت د القاعده ډلې تر څار لاندې پراخ کړ. 
په وروستیو کې یاد ډلې د سوریې شیعیانو، علویانو او کردانو پر وړاندې هم خپل فعالیت پیل کړی دی. هغه عام وژنې، چې د داعش له لوري د سوریې په کردستان په ځانګړي توګه په حسکه ښار او د راس‌العین په سیمه کې تر سره کړل د دې ښکارندويي کوي، چې دغه ډله یوازې دیني تعصب نه؛ بلکې قومي تعصب هم لري، چې د شاوخوا څلور سوو کردانو په وژلو سره یې خپل دغه دریځ په ډاګه کړ. د لیکوال په باور داعش ډله هغه بنسټ‌پاله افراطي ډله ده، چې د القاعده پلوي ده او له ولسواکۍ سره په بشپړه توګه مخالفت لري.
د داعش توان او موخې
په تېر یوه کال کې داعش ډلې د سوریې له بېلابېلو ډلو په ځانګړي توګه له آزاد پوځ سره د نښتو په پایله کې په ډاګه کړه، چې له لوړ توان څخه برخمنه ده او زیات شمېر غړي لري. دغه ډله د سوریې په رقه او دیرالزور ښارونو کې او همداراز د عراق او سوریې په ګډه بوله کې پراخ نفوذ لري. خو د سوریې لوېدیځ کې بیا د دغې ډلې نفوذ کم دی. په عراق کې د دغې ډلې نفوذ تر هغه بریده دی، چې هر څومره لوېدیځ خوا د سوریې پولې ته نږدې کېږو د دغې ډلې نفوذ زیاتېږي.
په بل عبارت د عراق په نینوا، صلاح‌الدین او انبار ښارونو کې د دغې ډلې نفوذ پراخ دی؛ خو په نورو ښارونو کې بیا کم دی. دغه امر د دې ښکارندويي کوي، چې د دغې ډلې نفوذ د سوریې په ختیځ او د عراق په لوېديځ کې زیات دی.
په سوریه کې د داعش ځواکونو حضور او جودیت په اړه که څه هم ویل کېږي، چې شمېر په زرګونو وسله‌والو تنو ته رسېږي، چې داعش او جبهه‌النصره له لوړ پوځي توان څخه برخمنې دي؛ خو په یاد هېواد کې د دواړو ځواکونو کره شمېر په اړه معلومات نشته او د سوریې د ناوړه حالاتو له امله حتی څارګرې ادارې هم نه‌دي توانېدلي، چې په سوریه کې د وسله‌والو کسانو کره شمېر په ډاګه کړي. 
د داعش موخو په تړاو باید وویل شي، چې دغه ډله په عراق او سوریه کې د اسلامي خلافت رامنځته کېدو په لټه کې دي.
د عراق د کردستان خپلواکې سیمې په اربیل کې وروستیو چاودنو په ډاګه کړه، چې یاده ډله پدغې سیمې کې پراخ حضور لري. دغه حضوري د دې ښکارندويي کوي، چې داعش ډله د عراق په کردستان کې د سمبالښت او تشکیلاتو له اړخه بشپړ توان لري. 
د داعش په آند ټاکنې، د خلکو نظر، د ژنو غونډې او سوله‌ییزې لړۍ د منلو وړ نه‌دي. دغه ډله مشخصې موخې (اسلامي خلافت) لري او دغو موخو ته د رسېدو لپاره یوازینۍ لار زور او جبر ګڼي او خلکو ته هېڅ راز پاملرنه نه کوي. دغه ډله په هېڅ صورت خبرې اترې نه مني او یوازې د اسلامي خلافت په لټه کې ده.
په واقعیت کې داعش د القاعده ډلې یوه برخه ده او هر چېرې، چې القاعده موجوده وي د پلویانو پیدا کول ورته آسانه دي؛ ځکه القاعده تر ډېره بریده له دین څخه د یوې آلې په توګه کار اخلي، څو خپلو موخو ته ورسېږي. البته دغه چاره د داعش د سیاسي ډګر پراختیا په معنی نه ده؛ بلکې د القاعده ډلې فکري اړخ رانغاړي. 
له النصره سره د داعش ډلې اړیکې
دواړو ډلو (داعش او النصر) له القاعده سره خپله وفاداري په ډاګه کړې ده. دغه وفاداري د دې ښکارندويي کوي، چې که څه هم له تشکیلاني اړخه ډواړه ډلې جلا دي؛ خو یو ډول جوړښت لري. 
که څه هم دواړه ډلې د سوریې په بېلابېلو سیمو کې اختلافات لري او په ځينو حالاتو کې یې نښتې هم کړي دي؛ خو په ځینو سیمو کې یې په ټول شدت سره له یوه بل سره مرستې کړي دي. دغه چاره د دې ښکارندويي کوي، چې له سازماني اختلاف پرته دواړه ډلې چندان اختلاف نه لري.
دواړه ډلې له تشکیلاتي اړخه مشخصې ځانګړنې لري. دواړه ډلې له بېلابېلو هېوداونو څخه د وګړو او پلویانو درلودلو او حاکم تفکر له پلوه ورته ځانګړنې لري. په واقعیت کې بهرني وګړي د جبهه‌النصره او داعش په چوکاټ کې سره وېشل شوي او د کورنۍ جګړې مدیریت پر غاړه لري. 
هغه کسان، چې اوس‌مهال له بېلابېلو هېوادونو څخه سوریې ته راغلي پر ویجاړیو او له زور څخه پر استفادې باور لري او دا پداسې حال کې ده، چې نورې مخالفې ډلې جلا لرلید لري. په همدې لړ کې داعش او جبهه‌النصره هڅه کړې، څو زیات شمېر بهرني ځواکونو جلب و جذب کړي؛ یعنې هغه څه، چې د سوریې دولتي چارواکو هم ویلي د نړۍ له اتیاوو څخه د زیاتو هېوادونو وګړي په سوریه کې حضور لري، چې دغه کسان په دواړو ډلو؛ د عراق او شام اسلامي دولت او جبهه‌النصر کې پراخ حضور لري.
د سوریې دولت د حمص، القصیر او ځینو نورو ښارونو کې له جبهه‌النصره او د سوریې له آزاد پوځ سره په پراخه توګه جګړه کړې؛ خو د داعش ډلې د سوریې په لوېديځ کې حضور نه لري او یا هم دغه حضور کمرنګه و. اما په حلب او ادلب کې د سوریې آزاد پوځ د پرمختګ پر مهال له داعش سره په وار وار نښتی دی
داعش او آزاد پوځ
داعش اسلامي، افراطي او بنسټ‌پاله ډله ده او د هر هغه کس وژنه جایزه ګڼي، چې دغې ډلې پورې تړاو نه لري، پداسې حال کې، چې د سوریې آزاد پوځ یوه ملي او د نظام مخالفه ډله ده. آزاد پوځ د سوریې د آزادۍ په لټه کې دی، چې غواړي د خلکو رایو ته په مراجعې سره نوی سیاسي نظام رامنځته کړي او له فکري اړخه له داعش سره زیات توپیر لري. 
په تېر کې داعش ډلې د سوریې ازاد پوځ ځواکونه په لاذقیه، حلب، اعزاز، دیرالزور، ادلب او نورو سیمو کې وژلي دي. همداراز په بېلابېلو برخو کې د دواړو ډلو ترمنځ نښتې رامنځته شوي دي. په واقعیت کې د دواړو ډلو ترمنځ نښتې او شخړې طبیعي دي او د اختلاف اصلي ټکی د داعش او آزاد پوځ ترمنځ فکري او عقیدتي اختلاف دی.
په واقعیت کې داعش عراق او سوریې ته یو ډول پلانونه لري او غواړي دواړه هېوادونو تر خپلې ولکې لاندې راولي، څو دلته اسلامي خلافت رامنځته کړي؛ پداسې حال کې، چې آزاد پوځ یوازې په سوریه کې د بشارالاسد د واکمنۍ پای او د نوي نظام رامنځته کېدل غواړي. 
له جغرافیايي پلوه داعش عراق ته ډېره پاملرنه لري او آزاد پوځ یوازې سوریې پورې محدود دی؛ پداسې حال کې، چې د القاعده ډلې تفکر جغرافیا پورې تړاو نه لري او کولای شي په ترکیه، لبنان او ګڼ شمېر نورو هېوادونو کې خپل پلویان ولري. 
داعش او د سوریې دولت 
د سوریې دولت په حمص، القصیر او ځینو نورو ښارونو کې له جبهه‌النصره او آزاد پوځ سره زیاتې نښتې درلودلي دي؛ خو په لوېدیځ کې د داعش ډلې نښته یا هم ډېرې کمې دي. خو د سوریې پوځ شمال لور ته په ادلب او حلب ښارونو کې له داعش سره نښتې درلودلي دي. د سوریې په ختیځ کې هم د سوریې دولتي ځواکونو او داعش ترمنځ نښتې شوي دي. په اوسنیو شرایطو کې د سوریې دولتي ځواکونو او داعش ترمنځ نښتې زیاتې شوي دي.
داعش، سیمه‌ییز او نړۍوال لوبغاړي
له تېر وخت څخه راپدېخوا له داعش ډلې څخه سیمه‌ییز ملاتړ موجود و. د رپوټونو له مخې سعودي عربستان په پراخه توګه ترې ملاتړ کوي او قطر هم لدغې ډلې ملاتړ کړی دی؛ خو اوس‌مهال قطر له داعش څخه خپل ملاتړ درولی دی. د سوریې شخړې په پیل کې د ترکیې دولت هم له هېڅ ډول قید او شرط پرته لدغې ډلې سره مخالفت کاوه؛ خو اوس‌مهال بیا دغه ملاتړ درېدلی دی. 
په تېر وخت کې د داعش ډلې غړي د ترکیې له لارې سوریې ته دننه کېدل؛ خو اوس‌مهال د دغو ځواکونو ډېری برخه د عراق له لارې سوریې ته راځي. په نړۍواله کچه د دغې ډلې ملاتړ په تړاو د لوېدیځو هېوادونو په اړه شک شته دی؛ خو وروستیو بدلونو ته په پام سره اوس‌مهال لوېدیځ پخپل ملاتړ کې له شک سره مخ دی. 
له هغه مهاله، چې دغه ډله د ترهګرو په ډله کې دننه شوې (د امریکا له لوري د داعش ډله د ترهګرو تور لست ته دننه شوې ده) امریکا یې پر وړاندې جدي دریځ نه‌دی غوره کړی؛ خو د افراطي تفکر پراختیا په اړه یې خپلې اندېښنې په ډاګه کړي دي.
داعش او د عراق کردستان
د عراق د کردستان خپلواکې سیمې په اربیل کې وروستیو چاودنو په ډاګه کړه، چې یاده ډله پدغې سیمې کې پراخ حضور لري. دغه حضوري د دې ښکارندويي کوي، چې داعش ډله د عراق په کردستان کې د سمبالښت او تشکیلاتو له اړخه بشپړ توان لري. په همدې لړ کې د کردستان خپلواکې سیمې په وروستیو ټاکنو کې اسلامي جماعت لس څوکۍ او اسلامي اتحاد شپږ څوکۍ خپلې کړې؛ یعنې له شته سلو څوکیو څخه شپاړس څوکۍ دغو ډلو ته رسېدلي دي. 
که څه هم یادو ډلو ویلي، چې له القاعده سره اړیکې نه لري؛ خو باید وویل شي، چې د عراق کردستان په خپلواکې سیمې کې اسلام‌پالنه له پراخې ټولنیزې ملاتړ څخه برخمنه ده. په اوسنیو شرایطو کې سېکولر او لاییک ډلې د کردستان اسلامپالي تورنوي، چې په اربیل سیمه کې چادونو او ورانکارو فعالیتونو ته آسانتیاوې برابروي؛ خو د کردستان اسلام‌پالي بیا په بشپړه توګه دغه مسله ردوي.
د داعش راتلونکې
له داعش ډلې سره د سیمې هېوادونو همکاري کولای شي په عراق او سوریه کې یې نفوذ پراخ کړي او د دغو هېوادونو نه همکاري کولای شي د نفوذ په کمولو کې یې پراخه ونډه ولري؛ خو دغه چاره د داعش د له منځه تللو په معنی نه ده. 
اوس‌مهال ترکیه پدې پوه شوې ده، چې لدغې ډلې سره همکاري تېروتنه ده او ستونزې له ځانه سره لري له همدې امله له بنسټ‌پاله سلفیانو سره په خپلو اړیکو کې له سره کتنه کوي. له ترکیې پرته د سوریې آزاد پوځ ځینو مشرانو د سوریې له دولت سره خبرې پیل کړي دي، چې دغه چاره د دې ښکارندويي کوي، چې د داعش او القاعده په څېر ګډ خطر کولای شي د سوریې دولت او ازاد پوځ سره نږدې کړي. دغه چاره کولای شي په سیمه کې نوي شرایط او حالات رامنځته کړي.
له آزاد پوځ سره د داعش او جبهه‌النصره وروستۍ نښتې کولای شي په سوریه کې د تړونو او پلویتوب ډګر ته بدلون ورکړي او پر دغو بنسټ‌پالو ډلو فشار زیات کړي. له بل اړخه که د سوریې کردستان او پدغه سیمه کې د داعش او جبهه‌النصره ډلې موجودیت ته وکتل شي که له یوه لوري د سوریې کردستان په چارو کې د عراق کردستان خپلواکې سیمې لاسوهنه د سوریې دغه سیمه له بهرنۍ لاسوهنې سره مخ کړي؛ خو له بل لوري پر بنسټ‌پاله او افراطي ډلو فشار زیاتوي.
که څه هم له تېرو کلونو څخه راپدېخوا کردي ځواکونو د سوریې په کردستان کې له مرکزي دولت سره همکاري درلودلې؛ خو پدغه هېواد کې د کردانو پر وړاندې د داعش او جبهه‌النصره فشار کولای شي د القاعده ډلې پلویانو او افراطیانو پر وړاندې د مرکزي دولت په ګډون د بېلابېلو ډلو یو ډول ایتلاف رامنځته کړي.