
د نړۍ يو مشهور ناول ( الکمېسټ) چې د برازيلي کيسه ليکونکي ( پاولوکوېلو) اثر دی ، په پښتو ژبه کې د کيمياګر په نامه له چاپه راووت. دغه ناول، چې پر کال 1988 کې له چاپه راوتی او د نړۍ په څه باندې 60 ژبو ژباړل شوی،د ښاغلي راشد خټک له خوا په روانه پښتو ژباړل شوی دی.کيميا ګر په 150 هېوادونو کې لوستونکي لري اوتر اوسه يې شاوخوا 65 ميليونه نسخې پلورل شويدي.
په ناول کې د سانټياګو د يوه بې وزلې ځوان کيسه راغلې ، چې د راشد خټک په وينا حالات يې زمو د پښتنو حالاتو ته ډېر ورته دي ، او د ژباړې يو دليل يې هم دا ښودلی دی. راشد خټک تر دې دمخه د استاد سعدالدين شپون، عبدالوکيل سوله مل شينواري کيسې اردو ته او د ماکسيم ګورکي کيسې پښتو ته ژباړلي دي.