ملاتړ لیک

فیدرالی روسیه  د سانکت پیتربورګ ښار
د افغانانو یووالی مرکزدفتر
31.05.2014 کال . دماښام مهال 6بجی او 30دقیقی
دغونډی اجندا
1-په افغانستان کی دولس مشری دټاکنو په هکله نظر
2-دیووالی مرکز دمالی چارو په هکله تصمیم نیول
 د فیدرالی روسیه سانکت پیتیربورګ ښار د افغانانو یووالی مرکز اجتماعی سازمان   
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د ولس مشری دټاکنو دوهم پړود کاندیدانو دتګ لاری په باب یوه پلانی غونډه وکړه .په عونډه کی دسازمان دمشرتبه  اونورو مخاورو غړو ګډون کړی و په غونډه کی د ولس مشری دکاندید ډاکټر اشرف غنی  دملی ثبات اوبدلون لپاره یوه لاره د ځان اوټولنی د مثبت بدلون اجندا او د ولس منفی لیدلوری .اثار مطالعه  اوبیا   ترډیرو ژاور و خبرو وروسته داسی پریکړه وشوه چی:
 1-دغونډی  ګډونکو او دسازمان نورو غړوته سپارنه کیږی چی په افغانستان کی دخپلو خپلوانو سره یوواری بیا اړیکی ونیسی ترڅود ولس مشری په ټاکنو کی فعاله ونډه واخلی اوپه دی ډول با خپله ملی او بااحساسه  دنده په ښه توګه سرته وراسیږی .
2- دغونډی ګډونکو غړود طرحه کړی ملاتړ لیک  یو متن  د ولس مشری کاندید ډاکټرصیب  اشرف غنی دفتر ته ولیږل شی .
دافغانستان داسلامی جمهوریت دولس مشری کاندید ښاعلی ډاکټر صیب اشرف غنی احمدزی  اسلام علیکم !
محترمه!
 په فیدرالی روسیه سانکت پیتیربورګ ښارکی افغانی علمان ،استا‌ذان،انجنران ،ډاکټران ،ملکی او نظامی قدرونه ژوند کوی چی هریوي اقتصادی ، سیاسی او نظامی دکار ښه تجربه هم لری .په غونډه کی دغو میشته افغانانو ستاسو ټاکنیر پروګرام په ژوره توکه مطالعه کړ، موږ دغه پروګرم  دافغانی ټولنی  دداخلی پالیسی په هکله اوس مهال برابراو په هیواد کی دغمه ایزو ستونځو دحال پروګرم وباله  نو پدی اساس زموږ دمنلو وړدی  اوددغی داخلی پالیسی څخه اوس مهال ملاتړکوو.
په راتلونکی مهال کی موږ ددولت د اداری څخه غواړو اودا تمه هم لرو چی دهیواد دچاپیریال دزیرمو کانونو، ځنګلونو ،اوبو په هکله چی د د ولت ملکیتونه  دی په اول کی وساتل شی اود دولت دټینګی اداری کنترول لاندی راوستل شی اوبیاد دولت په چوکات کی دپلان له مخی دهیواد دوادی لپاره کار تری واخیستل شی .
اوهم  د بهرنی پالیسی  په هکله دبهرنیو هیوادو سره دامینیتی تړونونود ټولو مادو په هکله د افغغنستان د ټولو خلکو څخه نظر واخیستل شی او هغه مادی چی زموږدملی مادی اومعنوی ګټوسره په ټکرکی دی باید لاسلیک نه شی. بریالیتوب مو غواړو.
 
په فیدرالی روسه سانکت پیتربورګ ښارکی د افغانانو دیوالی مرکزاجتماعی سازمان مشر
ډاکټر نعيم ګل ځدراڼ