عبدرب الرسول سیاف

له روسانو سره دجګړې پرمهال له اوو مشهورو نومونو يو هم دعبدرب الرسول سیاف یادیږي. دارواښاد داودخان سیاسي مخالفین،چې وروسته  د ذوالفقار علي بهټو او جنرال نصیرالله بابر په هڅو  پر وسلوالو هغو واوښتل  دا مهال نو استاد دڅرخي پله  په زندان کې  دخپل اعدام شېبې شمېرلې. لا  تراوسه هم دا مالومه نه ده،چې استاد څرنګه  له  زندان خوشی او په دې تور سړک تورخم او له تورخمه بیا پېښور ته ورسید. له هماغه پیله  داستاد رول شکمن و او اوس هم دی . 

 
 دولسمشرۍ دټاکنو ددویم پړاو په اړه،چې  ائتلافونه جوړیدل  زما په ګډون ډیری  پردې باور و،چې استاد به دملت خوا نیسي او دا ځل به له خپلو ګټو تیریږي، خو داسې ونه شول  نه پوهیږو،چې ولې . شمال ټلوالې پر استاد څه کوډې کړي دي،چې استاد له دومره استادۍ او زیرکتیا سره ترې ځان نه شي خلاصولی . له طالبانو سره دجګړې پرمهال استاد دټلوالې خوا نیولې وه،  د استاد دې دریځ  دټلوالې جګړې ته  دطالبانو پر ضد دافغان شموله جګړې نوم ورکړې و، خو کله ،چې ټلواله او استاد دواړه دامریکا په زور تر کابل راورسول شول  او دډیموکراسۍ  عصر پیل شو همدې ټلوالې بیا استاد ته د دوو توتو ارزښت ورنه کړ او خپل  اساسي غړی یونس قانوني یې دپارلمان څوکۍ ته ورساوه  داستاد پر نورو دریځونو نه غږیږم دا ځل ،چې داستاد په ګډون ټول پوهیږي  په ټاکنو کې دعبدالله عبدالله بریا  دافغانستان دبربادۍ په مانا ده استاد بیا هم ځانته دومره زحمت ورنه کړ،چې  په جرات سره دهغه چا تر څنګ ودریږي،چې لږ ترلږه که دا هېواد اباد نه کړي  نو دویجاړولو خو پوښتنه نه رامنځته کیږي. داسې کره رېپوټونه شته، چې استاد سياف په ليکلي ډول له ډاکتر اشرف غني احمدزي، د امتيازاتو غوښتنه کوله، چې د ډاکتر غني لخوا و نه منل شوه او له هغه وروسته د سياف ډلې زياتره کسانو د عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړ.
  راځې  دا استاد نور هم ښه وپیژنو او له روسانو سره دجګړې دمهال دوه دریځه  به له  ګرانو لوستونکو سره شریک کړو .
دعبدرب الرسول سیاف ژوند او فعالیت :
زیږیدنه او ژوند

عبد رب الرسول سیاف دپخواني اتحاد اسلامي مجاهدین دتنظیم مشر دکابل په پغمان کې  په 1944 ز کې  زیږیدلی دی. دنوموړي په خپله وینا یتیم راستر شوی دی  هغه مهال یې نوم عبدرسول و ( دا نوم دافغانانو ترمنځ دود دی ) کله ،چې یې په مصر کې زده کړې وکړې او له عربانو سره لاندې باندې شو نوم ته یې پام ش،چې له اسلامي مفاهیمو سره په ټکر کې دی نو هماغه و،چې عبدرسول پر عبدرب الرسول سیاف واوښت. نوموړی  په 1967 ز کې له  کابل پوهنتون فارغ او له  عسکرۍ وروسته  بېرته په همدې پوهنتون کې  داستاد په توګه ومنل شو. بیا یې په 1971 ز کې دحکومت دتحصیلي بورس  له لارې مصر ته ولاړ او هلته یې  خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړ او له الازهر پوهنتون څخه یې دحدیثو په برخه کې ماسټري ترلاسه او بیرته افغانستان ته راستون شو.
استاد سیاف له هماغه ځوانۍ له  اخوان المسلمین څخه اغیزمن و او ورسره یو ځای شوی و . په 1974 ز کې استاد غوښتل ،چې  دروزنیز کورس لپاره  دیو لنډ تحصیلي بورس له لارې امریکا ته ولاړ شي  په کابل هوايي ډګر کې دپولیسو له لخوا ونیول شو او زندان ته واستول شو، شپږ کاله  په زندان کې و او بیا په 1979 ز کې په ناببره توګه له زندان خوشی او دپېښور لار یې ونیوله .
پاکستان خپلې موخې ته درسیدو لپاره په پېښور کې اوه جهادي ډلې رامنځته کړې وې او هرې یوې  په جلا بڼه فعالیت کاوه.  په 1980ز کې دا ډلې داتحاد اسلامي مجاهدین افغانستان تر چتر لاندې یوازې شوې او مشري یې استاد سیاف ته ورترغاړې شوه ،خو اتحاد دوام ونه کړ  او استاد په همدې نوم ځانته تنظیم جوړ کړ او وسلوال فعالیت ته یې  دوام ورکړ. داستاد سیاف په مشرۍ اتحاد اسلامي  له عربي نړۍ  بېساری بسپنې تر لاسه کولې ان دا مرستې او بسپنې دکورنیو جګړو پر مهال له  استاد او نورو سره کېدې.
استاد سیاف دکورنۍ جګړې اساسي لوبغاړی و  دپلازمینې په لویدیز کې یې دعبدالعلي مزاري  له جنګیالیو سره خونړۍ جګړې کړې دي. کله،چې طالبان تر پلازمینې راورسیدل استاد سیاف داحمدشاه مسعود لمن ونیوه  او له طالبانو سره جنګیده  دلته دا هم دیادونې ده،چې سعودي  له شورویانو او طالبانو سره دجګړې پرمهال پر استاد هر ډول لورینه کوله .
کله،چې دطالبانو واکمني ړنګه  استاد او ټلواله بیا کابل ته راستانه شول او په پغمان کې یې واړول  او دافغان سیاست  مهمه  سیاسي څېره شوه . استاد پخوا ویل زه کوم  حکومتي منصب نه غواړم  نو ځکه یې ځان پارلمان ته کاندید کړ، خو دپارلمان دمشرتابه  لپاره یې ټولې هڅې ناکامې شوې  دچارو ځینې شنونکي وايي : دا،چې استاد په خټه پښتون دی ځکه ونه توانیده،چې دپارلمان مشر شي او دانډول ساتنې په موخه یې یونس قانوني  دمشر په توګه غوره کړ .
استاد،چې تېر ځل کوم حکومتي منصب نه غوښت خو دا ځل یې غوښتل،چې ټول حکومت  ونیسي او دهمدې موخې لپاره دپخوانیو جنګسالارانو له منځه  په  اسمعیل خان لاس کېښود، خو بخت یاري ورسره ونه کړه اسمعیل خان خپله لاره ونیوله او استاد تراوسه  دسیاست  په  څلورلاري کې لاس تر زنې ناست دی  له طالبانو پرته،چې استاد یې په اړه پریکنده او غوڅ دریځ نیولی دی دنورو ټولو پېښو او مسایلو په اړه استاد او دریځ ېې پیچلې دی  داستاد دهمدې پیچلي دریځ په اړه به دپیریانو جګړې کتاب،چې مشهور امریکايي لیکوال سټیو کول لیکلې  دوه دریځه را واخلم  فکر کوم استاد،چې اوس هم  له سپکاوي  ډک چلند وریادوي په زړه به یې  څه تیریږي .
لومړی :
کله ،چې دسعودي عربستان استخباراتو په 1980 ز کې افغان جهاد ته دننه لار وموندله، داسلامي کنفرانس سازمان – چی داسلامي هېوادو یو اتحاد و- دسعودي عربستان په طائف ښار کې یوه لویه سرمشریزه راوبلله. سعودیانو له غونډې څخه غوښتل،چې په افغانستان کې دشوروي مداخله وغندي.
یاسرعرفات،چې په هغه وخت کې یې د ګڼ شمېر چپي داعیو ملاتړ کاوه، پلان درلود،چې دمسکو په دفاع خبرې وکړي. افغان باغیان  له پېښور څخه ورغلي وو، چې دخپلې داعیې لپاره مرسته وغواړي. احمدبادیب  ته دنده سپارل شوې وه،چې دمجاهدینو دمشرانو له منځه  یو تن غوره کړي چې،په عرفات پسې جوخت ،وینا وکړي او پکې دشوروي یرغل  اسلام ته  اهانت  وبولي .
دافغان یاغي مشرانو څو تنو دپوهیدو وړ عربي ویلای شوه ، خو بادیب  ته څرګنده شوه چې سیاف،چې هغه وخت دیوه بل مشر مرستیال و، تر ټولو زیاته روانه او اغیزمنه  عربي ویله. بادیب وايي چې (موږ هغه وټاکه  چې وینا وکړي خو بله درنګه افغان مشرانو په خپل منځ کې په جګړه کولو پیل وکړ. عجیبه کسان وو ... هره یوه ادعا کوله،چې دافغانانو استازی و او له دی کبله باید دی وینا وکړي ) .صحنه دومره ګډه وډه شوه،چې بادیب هغوي دطائف په یوه بندیخانه کې واچول تر څو په خپل منځ کې په یوه ویاند سلا شي .
په جیل کې له شپږ کړیو وروسته، افغانانو سیاف دویاند په توګه ومانه. بادیب  بیا پدی فکر شو، چې مشتري [لاسپوڅی ]یې دسټیج لپاره ښه نوم ته ضرورت درلود. دنوموړي  په  وینا سیاف ده ته دعبدالرسول سیاف  په نامه وروپيژندل شوی و .
دلومړيو دوه نومونو د(پیغمبردبنده) مانا ورکوله  . ددې مفهوم  دا و،چې ګواکې دسیاف اسلاف  تړل شوي مریان وو. په نوم  کې یې د (عبدالرب ) له زیاتولو سره ، بادیب دسیاف نوم عبدالرب رسول سیاف یانی دپیغمبر دخدای مریې ) کړ ،چې دین ته دوقف مانا یې درلوده، نه دښکته ټولنیز ځای مانا.  داوږدو کلونو په بهیر کې بادیب پدې ویاړل ،چې سیاف  ته دا نوم دسعودي استخباراتو ورکړی و.
له همدې کبله  زړور شوی سیاف سیاف کله ،چې پېښور ته راستون شو، خپل تنظیم یې جوړ کړ او دسعودي پیسې یې ځانته راماتې کړې .
دویم :
کله،چې  بن لادن  دشهزاده ترکي دا خبره ونه منله،چې دسعودي په ملاتړ دعراق پر ضد ورسره ودریږي دا خبره سعودیانو ته دمنلو نه وه حکمتیار او سیاف هم دهغو کسانو په ډله کې و،چې دسعودي عربستان دا وړاندیز او سپارښتنه یې له څېرمې رد کړې وه؛  سټیو کول په دې اړه دخپل کتاب په  323 مخ کې کاږي :
( حکمتیار او سیاف  دهغو سلګونو میلون ډالرو له اخستلو سره سره، چې دسعودي له جاسوسي ادارې څخه یې اخستلې وې، نوموړی (ترکی الفیصل ) شوک کړ  داقغان منځمهال حکومت دلومړي  وزیر په توګه سیاف په پېښور کې په عامو غونډو ته په وینا کې دسعودي ټولواکه  کورنۍ داسلام ضد وبلله. دبوش ادارې پاکستان او سعودي عربستان ته ډیپلوماتان واستول چې ورڅخه دخپلو افغان لاسپوځیو د تړلو غوښتنه وکړي. دبهرنیو چارو دوزارت  په یوه یاددښت  کې ویل کیږي، چې ( پداسې حال چې دهغوی امریکايي ضد[ ویناوو]له افغان چوکاټ څخه بهر کومه اغیز ه نه درلوده، خو دروان  بحران  پرمهال دوی په افغانستان او پاکستان  او له  هغوي نه شاته  دامریکايي ضد روحیې  راپنځولو ته پکې وهي ) په غوسه شوي ترکي الفیصل ، احمد بادیب  پاکستان ته واستوه . 
کله ،چې پاکستان ته ورسید بادیب خپله غوسه نه شوه پټولی نوموړی وايي :
کله چې په غوسه شم، نو هر څه مې هیر شي. بادیب داسې یوې غونډې ته ولاړ چیرې، چې سیاف له امریکايي شیطان سره دمعاملې له کبله په هغې کې دسعودي غندنه کوله  په[غونډه ] کې بادیب وویل :
ته اوس راځې  او موږ ته وایې چې په خپل دین کې څه وکړو ... حتی ستا خپل نوم هم ما دربدل کړ! چې دمسلمان نوم شي.که افغان منځمهال حکومت غواړي، چې دمجاهدینو  یو پلاوی دعراق  په مقابل کې دسعودي عربستان ددفاع لپاره راواستوي دا به ممکن دهغه څه  له رسمي پيژندلو سره  مرسته وکړي، چې ګنې په نړۍ کې دافغان اسلامي جمهوریت په نامه هم یو څه شته، خو سیافه ! که دا ونه منې نو زه به دې په رښتیا سره پر هغه څه توبه ګار کړم چې ویلي دې وي .
ددی لپاره،چې خپله خبره یې ښه جوته کړې وي دسعودي دجاسوسي ادارې لوی درستیز سیاف ته مخامخ وویل : تا وغ....م کورنۍ دې وغ..م او افغانان  وغ.....م .
دسړی جګړې دجهادي اتحاد تارونه په  سپخیدو وو .
افغان جهادي مشران او جنګسالاران کلونه  دنورو په  وړاندې  ددومره سپکاوي ښکار شوي و، خو امریکا او نړیوالې ټولنې اوس پر هغه ولس یو ځل بیا د دیموګراسۍ تر چتر لاندې  واکمن کړي دي، چې اوس یې له سیاست څخه  کړیږي .