اجمل هوډمن
په دې خاوره د افغان په نوم یو ژوندی ملت اوسي، هغه ملت، چې چا یې د وېشلو هڅه کړې خپله وېشل شوي.دا ملت افغان پاتې شوی او افغان به وي او د دې خاورې، چې افغانان پرې اوسیږي نوم به یې تر هغو افغانستان وي،چې دا نړۍ شته.
هغه کسان چې په خپل افغاني هویت منکر دي او د افغانستان له ملي هویت او نوم سره مخالفت کوي دملي خاین تر عنوان لاندې د محاکمې اوسختې جزا وړ دي. د افغانستان اساسي قانون ټولو افغانانو ته د بیان د آزادی حق ورکړی، خو له دې حق او ازادۍ نه ناوړه ګټه اخستل او د افغانانو ملي هویت ( افغانیت ) او د هیواد تاریخي نوم ( افغانستان ) ته سپکاوی کول جرم او ملي خیانت دی. حتا دنړۍ په پرمختللو هیوادونو کې چې دبیان د آزادۍ او ولسواکۍ بریالۍ تجربه یې کړې څوک حق نلري، چې په خپل ملي هویت او د هېواد په نوم باندې انکار وکړي.
دلته د نړۍ ټول ښکېلاک ګړ راغلل، خو موږ یې په وړاندې ودرېدو. ان زموږ جغرافیه یې دوه ټوټې کړه، خو زموږ په زړونو کې یې مینه ونه شوه وژلای .په موږ کې یې د بېرته یو کېدو هیلې مړې نه شوې کړای . موږ يې ۳۵ کاله په وینو کې ولمبولو خو د افغاني هویت ګډ احساس يې زموږ له زړونو ونه شو توګلای. په تېرو دوو لسیزو کې زموږ لرې او نږدې ماتې خوړلو دښمنانو زموږ له منځه ځینې کسان استخدام کړل، چې زموږ د ملي هویت د لا ټینګښت مخه ونیسي او بیا مو له ملت څخه په قومونو ووېشي، خو بریالي نه شول. دا هڅې تر ننه پورې روانې دي. موږ د افغانستان د نوي اساسي قانون د تسوید او تصویب پر مهال وليدل، چې پردي پالونکي لاهم کرار ناست نه دي او د دې ستر ملت د وېشلو هڅو ته دوام ورکوي.
په دې ورستیو کې، چې د نفوسو د ثبت د احوالو قانون په ملي شورا کې تر بحث لاندې دی، پردي پالو یوځل بیا موقع تر لاسه کړې، چې زموږ سیاسي او حقوقي ملي یو والی او ملي هویت تر پوښتنې لاندې راولي، خو بې له دې چې له خپلو مخونو به نقابونه لرې کړي هیڅ به لاسته رانه وړي.
په افغانستان کې دملي یووالي او ملي هویت په اړه روان بحثونه او د عامو افغانانو احساس دا په ګوته کوي، چې موږ له همدومره لوړو ژورو سره سره د افغانیت ګډ احساس لرو، سیاسي آدرسونه هم که د ځینوحاکمو کړیو له وېرې او یا له هغو سره د لنډمهالو ګټو د شراکت په دلیل په ښکاره د هغو د ملت ضد هڅو څرګندمخالفت نه کوي د تاریخي قضاوت له ویرې یې ورسره تاییدولای هم نه شي، له څو محدودو وړو اتنیکي ډلو ته له منسوبو کسانو پرته، چې د پردیو په لمسون د افغان ملت تر منځ د نفاق اور ته لمن وهي، غوڅ اکثریت سیاسي ډلې او ټول عام افغانان د خپل ملي هویت په درک سره د ټول هېواد پر وړاندې ګډ احساس او دریځ لري.
په خواشینۍ سره، چې په هېواد کې د قانون د واکمنۍ او د قانون د پلي کوونکو ادارو کمزوري د دې سبب شوې، چې یو شمېر پردي پال له ځینو فرصتونو په استفادې سره هڅه کوي، زموږ یووالی او عمومي هویت له پوښتنې سره مخامخ کړي. ولسمشر او ور پورې چاپېرې ډلې په هېواد کې د افغانانو د سیاسي او حقوقي یووالي لپاره نه یوازې د قانون پر پلي کېدو او د عدالت د تامین لپاره تګلاره نلري، بلکې پر قومي ادرسونو د واک او څوکیو د وېش له لامله یې ځینو چارواکو ته د قومي دریځ موقع په لاس ورکړې، هغه قومي دریځونه، چې که یې مخه ونه نیول شي کېدای شي عمومي یووالي ته زیان ورسوي. د دې ډول ملت ضد دریځونو پر وړاندې کله کله دملتپالو ډلو غبرګونونه هم تر اړتیا زیات جدي وي. همدا دلیل دی، چې په افغانستان کې سیاست له دې، چې د ملي ګټو په درک ولاړ وي پراحساساتو بنا کیږي. په داسې یوه حالت کې، چې افغان ضد ډلې په خپلو څرګندونو کې هیڅ راز اخلاقي او حقوقي اصول نه رعایتوي، د ځینو ملتپالو ډلو دریځونه هم که څه په ښه نیت به وي، ناوړې پایلې رامنځ ته کولای شي.
زماپه اند د ملي هویت د ټینګښت په مخنیوي کې زموږ ستونزه له دې، چې ډېره سیاسي وي، حقوقي ده. زه د یو شمېر کسانو هغه خبره، چې وايي موږ ملت نه یو د افغانانو پر ملي هویت یو ناځوانمردانه او یا دښمنانه ګوزار بولم .موږ د افغانستان په نامه د یوه هېواد د بقا او پایښت لپاره بایدپه دې باور اوسو، چې موږ یو ملت یو. په دې خاوره یو ملت ژوند کوي، خو دا ملت لکه د نړۍ د نورو ملتونو په څېر له اتنیکي پلوه بېلابېل قومونه لري دا قومونه بې له دې، چې ګډ ژوند وکړي بله چاره نلري، خو د ګډ ژوندانه لپاره اصول او قواعد په کار دي، دا قواعد په اساسي قانون او نورو قوانینو کې تنظیمیږي. که هر څوک دا قواعد نه مني او سرغړونه ترې کوي د ټول ملت پر وړاندې خاین دی! موږ له تاریخي پلوه افغانان وو او یو به د افغانستان ټول تاریخي اسناد او اساسي قوانین په دې ګواهي ورکوي، چې موږ افغانان یو. د افغانستان د اوسني اساسي قانون له مخې د افغان ملت پر هر وګړي د افغان اطلاق کیږي، که څوک د ټول ملت هویت ته سپکاوی کوي. ملي خاین دی. ملي خاینان باید محاکمه شي. زموږ حقوقي ارګانونه، څارنوالي او قضا باید د دې توان ولري، چې ملي خاین ته سزا ورکړي. د عدلیې وزارت باید دا توان ولري، چې د هغو ګوندونو دروازې وتړي، چې د قومي، سیمه ییز او مذهبي عنوان لاندې د نورو قومونو او سیمو ير ضد موقف نیسي.
ملي یو والی پر قانون او عدالت ساتل کیږي. په کوم هېواد کې، چې عدالت نه وي د قانون واکمني نه وي او د قانون پلي کوونکي د قانون ماتوونکو ملي خاینانوپښو ته ټیټیږي هلته د ملي یووالي پایښت دوام نه شي کولای. د ولسمشر ښاغلي کرزي په ګډون ځینې مضر مصلحت پالونکي سیاست وال دې په دې نه ویاړي، چې دا ۱۲ کاله یې پښتو او دري ګډه وډه وویله. له دوی څخه چايېرو جنګسالانو او تش په نامه قومي ټېکه دارانو په خپلو عقده یې خبرو، او پردي پالو رسنیو د یو شمېر کسانو ذ هنونه داسې توګلي، چې له رواني پلوه د افغان ملي هویت منلو ته نه دي تیار، ته یو دوه افغان دښمنه تلویزیونونه وتړه، ته یو دوه افغان دښمنه ورځپاڼې بندې کړه او یو څو ملي خاینان د محاکمې میز ته یې ودروه. څرخي پله ته یې ولېږه او یا یې په دار وځړوه. له غیر مسوولو څېرو دې حکومت پاک کړه بیا به وګورې، چې هیڅوک به د افغان ملي هویت پر وړاندې خپلې ناولې خولې نه شي پرانیستی.
بله موضوع په ځانګړو سیمو یا خلکو د زور زیاتي پر مهال د مدني بنسټونو او فعالانو له دریځونو ناوړه پوهاوي ځان ځانۍ ته لاره خلاصه کړې. که تاسو خپل غږ پورته کوی ، دخپل کلي ، سیمې یا ولایت پر اوسېدونکو د ظلم د مخینوي فریاد کوی نو یو شمېر پردي پالونکي به دې په سیمه ییز توب تورنوی خو د یو چا لپاره د حق غوښتل د بل پر وړاندې د دښمنۍ په توګه نه شي تعبیرېدای. که څوک د ټول ولس درد خپل درد بولي نو رادې شي د هغو تر څنګ دې ودریږي، چې ظلم پرې کیږي خو که دا کار نه کوي لږ ترلږه دې د دوی غږ په ستوني کې نه خفه کوي. دلته د روڼ آندو مسوولیت تر بل هرچا زیات او دروند دی ، دوی باید د ناوړه ګټه پالو له سیاسي انحصاره راووځي.
خو پوښتنه داده،چې د دې ملت روڼ آندي به څنګه سره یو شي. د واکمن حکومت شریکو قومي ټېکه دارانو دوی له رواني او ذهني پلوه وېشلي دی. په حکومت کې د واکمنو ډلو او د ارګ په تصامیمو کې مطرح قومي ټېکه دارانو د خپلو ګټو د ساتلو لپاره په قومي سیاستونو او دریځونو په ځوان نسل کې د یوه واحد ملت د شتون احساس د له منځه تلو تر بریده رسولی دی. موږ هره ورځ په هېواد کې دیوې تراژیدۍ شاهدان یو. له هلمند، ننګرهار ، کونړ، خوست ،غزني، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ ، لوګر، لغمان او کندهاره نږدې هره ورځ دلس ګونو تنو افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبرونه راځي. په کابل کې په میاشت کې یو یا څوځلې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو له امله د وینو ویالې بهیږي، خو هیڅوک یې په اړه خبره نه کوي. دهلمندیانو ، کندهاریانو او ...... غم یوازې د دوی خپل دی. خو د نورو هېوادونو د سیاسي تحولاتو د قربانیانو لپاره په کابل کې مظاهرې او اعتصابونه کیږي، دغندلو لپاره یې د قومي ګوندونو او په اصطلاح مذهبي ټولنو د غمشریکۍ اعلامیې خپریږي.
له حکومته خو هسې را ورانه ده دلته هر څوک د دې لپاره په واک کې شریک شوي، چې دیوه ځانګړي قوم استازي ګڼل شوي، هغه کسان، چې حتا په خپله سیمه اوقوم کې له یوه جنګي قوماندان پورته مطرح نه وو، د تېرولسو کلونو په اوږدو کې یې د واک دقومي وېش د فورمول له مخې خپله ټېکه داري په یوه نه یوه قوم کې ثابته کړې. په خلکو یې ځانونه ومنل . او دخپلو ځانونو دپړسولو او ساتلو لپاره یې خپل اړوند قوم ته دښمنان وتراشل، خپل ځانونه یې دهغه قوم مدافعین وبلل ، قومونه هم ورسره قومي شول ، دلته د سیاستوالو لپاره هرڅه قومي یاسیمه ییز دي ، هرې پېښې ته له قومي دید نه کتل کیږي، دحکومت هر سهمدار په هره بده یا مثبته پېښه کې دخپل قوم تقدیر ګوري. په مسایلو باندې دې ډول فکري طرز په سیاسي ، ټولینزو او فرهنګي ډګر کې بوختو کسانو ته هم سرایت وکړ ، قومي رسنۍ دا فکر په عوامو کې خپرول غواړي، دا چې زموږ ملي سیاسي شعور وده نه ده کړې حتا اوس ځینې عوام ځینو پېښو ته له قومي لیدلوري ګوري. که په چاظلم وشي فکرکوي چې ځکه دا ظلم ورباندې شوی، چې دی په یوه ځانګړي قوم پورې اړه لري. او که چاته ګټه ورسیږي ویاړي، چې یوه ځانګړي قوم ته د منسوب والي له برکته یې ګټه کړې، خو داولې .؟
دا دتېرو لسو کلونو دسیاستونو پایله ده. افغانستان دافغانانو هېواد وو دلته له هرڅه مخکې افغانان اوسېدل، خو اوس هڅه کیږي،چې افغانان په پښتنو ، تاجکانو ، هزاره ، ازبک ، ترکمن او نورو ووېشل شي، دا ذهنیت ورځ په ورځ دودیږي. له ارګه رانیولې تر ولسوالۍ پورې همدا حال دی ، هرقوم د ګوند په نامه سیاسي تنظیم لري ، هر قومي تنظیم یو تلویزیون لري ، په چاپی رسنیو کې دهر قوم هغه معلومه ده . دلته یوازې دهغه چا فساد ته ګوته نیول کیږي، چې دچا له قومه نه وي ، دخپل قوم فاسد ته دهغه قوم مدافع ویل کیږي . هر قوم ځان ته اتل لري، هر څوک لګیا دي خپل ځان ته تاریخ لیکي. دلته ښه ، بد، غمونه، خوښۍ دهر چاخپلې دي . ګډ درد ، ګډ ارمان او ګډې هیلې د له منځه تلو په حال کې دي . داسې یوه حالت د فساد لمنه نوره هم پراخه کړې اولابه یې پراخه کړي. قومي دریځونه د فاسدو چارواکو دملاتړ سبب شوي. که دکوم فاسد فساد ته ګوته نیول کیږي هغه ته منسوب ځینې یې له خپل ځان سره د دښمنۍ په معنا تعبیروي او په همدې روحیه یې ملاتړ کیږي.
خوله دې ټولو سره سره به موږ ونه وېشل شو. دا ملت به افغان پاتې وي او دا وطن به افغانستان پاتې وي، خو دوه حقوقي او سیاسي نسخې په کار دي، د قانون واکمني او د وطنپالنې ريښتینې هڅه.