
ل. سمیع الله ایلم، کابل
زرملوال صاحب:
له لیکوال، ژباړن، مشر ژورنالیست څخه د زړه له کومې مننه چې ۴۴ کم و زیات کتابونه یې داسې یوې ټولنې ته وړاندې کړیدي چې نه کتاب لولي، نه یې اخلي؛ داسې یوه ټولنه کې چې کتاب لیکونکی پکې له معنوي ارزښت څخه (هغه هم په مرګ) پرته نور هیڅ ډول ارزښت نلري.
د زرملوال مرحوم انګیزې ته سلام چې پښتنې ټولنې ته یې پنډ، پنډ کتابونه ولیکل، او وژباړل! د پیریانو جګړې ژباړه او ددغه کتاب (افغانستان تر وروستي افغانه) چې په لاس کې مې دی لیکل هیڅکله اسانه کار نه دی.
زموږ په ټولنې کې به کتاب هم ژباړې، د خپرندویې ټولنې نازونه به هم په غاړه اخلې؛ تمویلوونکی به هم مومې او د توزیع کولو لارې چارې به یې هم پخپله پیداکوې!
د زرملوال د ژباړې او تألیف له مرکز څخه به مې هیله دا وي چې د کتابونو د چاپ، تمویل، توزیع په برخه کې ښه او سالم میکانیزمونه رامنځته کړي.
دغه پنډ کتاب مې څنګه ولوسته؟
یو امریکایي لیکوال او د ښوونې و روزنې متخصص بیل کاسبې وایي: "که غواړې چې پنډ کتابونه په کم وخت او زر ولولې نو له پریویو (Preview) میتود څخه استفاده وکړه." پریویو میتود څنګه باید عملي شي:
الف: د هر څپرکي دوه لومړني پاراګرافونه ولوله
ب: د هر پاراګراف لومړنۍ جمله ولولئ!
ج: د هر څپرکي اخري دوه پاراګرافونه ولوله!
په دې ډول سره که ټکي په ټکي مالومات او یا هم پایله نشې خپلولې، په عمومي ډول سره کولای شی چې د څپرکي او یا هم د ټول کتاب نظریات ترلاسه کړې.
د کتاب ښيګڼه په څه کې ده؟
دا چې زرملوال له بي بي سي سره دنده ترسره کوله نو زیاتره راپورونه او خبرونه یې له کره او یا هم له داسې ادارو څخه ترلاسه کړي چې خلک ورته څه نا څه درناوی لري او یا یې هم په کره توب باور لري!
ده پخپل کتاب کې د بیلابیلو پیښو په اړه له همدغو زیرمو ګټه پورته کړیده.
د کتاب بله ښیګڼه په دې کې ده چې راخیستل شوې مراجع یې په هماغه ځای کې ذکر کړیدي چیرې یې چې یادونه شویده—نغد ثبوت!
د لیکوال یادداښتونه ښيي چې مطالعه یې ډیره غښتلې ده. ده پخپل کتاب کې د بیلابیلو کتابونو یادونه کړې چې ده لوستي او یا یې هم ځینې روایتونه ترې کړیدي لکه:
د عظیمې، نبي
د پنجشیري، دستګیر
د غوربندي، عبدالقدوس
د کشتمند، سلطان علی
د حکمتیار، ګلبدین
د کیرو، سرجان الِف
کتابونه!
کله چې یو څوک ژباړې او یا هم لیکل کوي نشي کولای چې ډیره مطالعه وکړي خو ده دلیکلو برسیره بیا هم خپلې مطالعې ته ادامه ورکړیده.
د کتاب بله ښیګڼه په دې کې ده چې د افغانستان ټولو پیښو ته یې اشاره کړیده:
- پخوانۍ پیښې
- د شیرعلي اصلاحات
- له انګریز سره لومړۍ، دویمه او دریمه جګړه
- د ډیورنډکرښه
- د افغانستان د تجزیې لومړی او دویم پلان (که ژوندی وای نو دریم پلان به یې هم راخیستی و!)
- د پاچاخان مبارزه: په دې برخه کې یې دا هم ویلي چې کانګرس څنګه د پاچاخان له مشورې پرته له انګریزانو او پاکستانیانو سره معامله وکړه! ده دغه خبره یو څه په پوښ کې کړیده او د ګاندي خیانت ته یې ښکاره اشاره نه ده کړې. ما چې کله د پاچاخان "زما ژوند او زما جدوجهد" ولوسته او د ګاندي خیانت په اړه مې د هغه خپل لیکلي مالومات ولوستل نو له ګاندي مې بد راغلل او اوس د یوه مشر په توګه هیڅ اهمیت راته نه لري—خیانت، خیانت وي!
- پاکستان څنګه او چا رامنځته کړ؟
- د آی ایس آی اناتومۍ په اړه یو عنوان یې جالب دی! په دې یې خبره کړي چې ددې ادارې وسیله او تاریخچه څه شی ده!
- په ۱۹۷۰ز کې یې د ضیاالحق تر مشرۍ لاندې په اردن کې د فلسطینیانو په ضد د اسراییلو په پلوۍ د پاکستاني فوځ له کړنو، وحشت او نامسلمانۍ پرده پورته کړیده.
- د افغانستان د شاهي کورنۍ د زوال په اړه هم یو بحث لري
- د ډاکټر نجیب الله خلاف د ستمیانو د توطیو په اړه یې هم مستدللې خبرې کړیدي.
- د حکمتیار کله شخي یې هم نه ده هیره کړې!
- له نجیب وروسته د مجاهدینو د راتګ ترمنځ کومه ستونزه چې رامنځته شوې په هغې یې هم خبرې کړیدي.
- په دې یې هم یو بحث کړی چې څنګه د مجاهدینو د لومړي ولسمشر مجددي د بیا رغونې وزیر برهان الدین رباني د امریکایانو په سلامشورې د بهرنیو چارو وزیر شو او څنګه بیا پخپل سر بې له دې چې د انتقالي ادارې له ولسمشر سره سلا مشوره وکړي، مسکو ته لاړ او پټې معاملې یې وکړې.
د کتاب ستونزې:
الف: کتاب ټایپي غلطۍ ډیرې لري؛
ب: "یاګانې" یې هم غلطې دي. کیدای شي یو څوک دغه غلطۍ وړې وبولي خو د یوه مشر لیکوال شخصیت ته زیان رسوي. زه هم په "یاګانو" کې ستونزه لرم!
ج: که کوم بل مناسب فونټ د کتاب د چاپ پرمهال کارول شوی وای نو فکر کوم چې د کتاب حجم به په دې اندازه نه و!
samiullahelam@gmail.com
- See more at: http://rokyan.com/zarmalwal-book-millieghorzang#sthash.dB7qcqLh.dpuf