
كه زموږ او ستاسې په كوركې لاټين تورې شپې رڼا كوي، د نړۍ په موزيمونو كې لاټين د نمونې په ډول د نندارې لپاره ايښودل شوی دى.
څه موده وړاندې د روسيې په پلازمېنه مسكو كې يوه موزيم ته تللى وم،د موزيم ټكټ مې واخيست او د ننوتو په كتار كې ودرېدم، د يوې شېبې د درېدو وروسته موزيم ته وردننه شوم. كله چې ورننوتم نو لومړى مې پر يوه ګړي(منګي)، چې د كوزې په ډول جوړ شوى و سترګې ولګيدې، چې په يوه ښايسته شيشيي المارۍ كې د نمونې په ډول د خلكو د ليدو لپاره ايښودل شوى و. دا خو لا څه كوې، چې لږ په كې نور هم ورتېر شوم، نو مې لاټين هم وليد چې په يوه تاويدونكي شيشيي بكس كې څرخيده، د هغوی څنګ ته مې په زرينه المارۍ كې تبۍ او د مزرو څپلۍ وليدې چــــې خلك پرې راپنډ وو، د خلكو ګڼې ګوڼې نه لرې يوه كونج ته ولاړم او د هغه ځاى نه مې د دوی په ننداره پيل وكړ. خلكو ته ډېره جالبه وه ټوپۍ ټوپۍ خلك هر يوه (منګى، لاټين، تبۍ او د مزرو څپليو) تاريخي اثار ته ولاړ وو او چرت وړي وو، ما دا نه ځوروي چې لاټين، تبۍ، منګى او داسې نور زموږ د كورني ژوند اثار په موزيمونو كې ايښودل شوي دي، بلكې دا مې ژړوي چې دا ټول زموږ د ورځيني ژوند د كارولو عمده توکي دي، هغه دا، چې ابۍ تبۍ ته ناسته هره ورځ ډوډۍ پخوي، نجونې هر مازديګر د منګيو سره له ګودره اوبه راوړي، لاټين مو هر تور ماښام تورې شپې رڼا كوي . دا هر افغان ته مالومه ده، چې په زرګونو نورې داسې بېلګې شته چې ښايي نړۍ ته تاريخي اثار وي ، خو زموږ د ژوند عمده شيان دي.
دا ولې موږ په ۱۵ مه يا ۱۷مه پېړۍ كې اوسيږو؟ولې نور خلک تر موږ ښه ژوند لري؟
ولې موږ د خلكو په ډول برېښنا، ګاز، نفت او تيل نه لرو؟
ولې په هېواد كې فابريكې نشته؟
ولې موږ ټول عمر د ورور وژنې په رنځ اخته يوو؟
ولې مو اوسنۍټولنه د علم او هنر نه لرې په تورو تيارو كې لويږي؟
داسې په زرګونو نورې پوښتنې هم شته چې بې ځوابه دي ؟