د خوست ولايتي شورا په احتجاجي توګه خپل دفتروتاړه، د شورا وكيلان وايي ترهغې به يې خپل دفتر تړلى وي چې بهرنيوځواكونو د شپې لخوا خپل سري عمليات نه وي درولي.
له دې يوه ورځ وړاندې ايتلافي ځواكونود شپې پرمهال د خوست په ګربزو ولسوالۍ كې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې كورنۍ پنځه غړي وژلي وو.
د پنج شنبې په شپه ايتلافي ځواكونو د خوست ګربزو ولسوالۍ د علي دايې په نوم كلي د شپې پرمهال پلټونكي عمليات وكړل او د يوې كورنۍ پنځه غړي يې ووژل، په وژل شويو كې د اوو ورځو ماشوم يوه پېغله نجلۍ، يو هلك او يوه ميرمن يو سړى شامل وو، د ناټوځواكونو مطبوعاتي دفتر ويل چې وژل شوي كسان وسله وال جنګيالي دي، خو د جمعې په ورځ د خوست ولايتي شورا وكيلانو له يوې بيړنۍ غونډې وروسته په خپل پرېكړه ليك كې ويلي چې دوى د خپل ولس له حقونو څخه په دفاع كولو مسوول دي، وكيلانو وويل چې بهرني ځواكونه د شپې پرمهال د عامو اوبي ګناه خلكو كورنو ته ورځي او ښځې ماشومانو يې هم وژني، دوى ويل چې تېره ورځ هم بهرنيو ځواكونو په ګربزو ولسوالۍ كې بي ګناه او عام خلك په خپلو كورونو كې وژلي دي او ماشومان يې په سپيو ويره ولي دي.
داچې دوى د ولس استازي دي په وار وار يې له بهرنيو ځواكونو غوښتي دي چې د شپې پرمهال دې د عامو خلكو كورونو ته نه ورځي خو په خبره يې څوك پرې غوږ نه ګروي، ځكه خو دا دفتر هم د احتجاج په ډول تړي.
د خوست ولايتي شورا وكيلان وايي چې ترهغې به يې خپل دفتر تړلى وي چې بهرنيوځواكونو د شپې لخوا خپل سري عمليات نه وي درلي.
په تېرو دروو كلونو كې د امريكادفاع په ګډون يوشمېر لوړپوړو نظامي چارواكو خوست ته د خپلو سفرونو پرمهال په بيا، بيا د خپل سرو عملياتود بنديو ژمنې كړي خو تراوسه نه دي عملي شوې.