جنرال عبدالفتاح السیسي

نن  ورځ دجنرال عبدالفتاح السیسي په ژوند او تاریخ کې  هغه یوه ده، چې نوموړي له ډېره ځنډ وروسته دکودتااو دسیسې له لارې د ډاکتر محمد مرسي مشروع حکومت  ړنګ او ځان واک ته ورساوه . په منځني ختیځ کې امریکا په هغه هېوادو کې ډیموکراسي غواړي، چې د دوی خوښه  وي نه هغه، چې ولس یې غواړي ښه بېلګه یې په فلسطین کې دحماس او په مصر کې د ډاکتر محمد مرسي واک ته  رسیدل و، چې دامریکا او دنورو زبرځواکونو خوښه  نه و بیرته یې رانسکور کړل په دې مانا ،چې دلته صندوق تر اوسه خپل ارزښت او واک نه لري . په منځني ختیځ او سیمه کې له هند پرته په نورو ټولو هېوادو کې ټاکنې هسې ملنډې دي دلته او هلته دخلکو رایه هیڅ مانا نه لري .

نن عبدالفتاح السیسي دهغو ټاکنو له لارې دمصر ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوت، چې ډیری مصریانو ورسره خپل پریکون اعلان کړې و یو مهم ګوند، ډله له خپل سیاسي حق څخه بې برخې و ، اخوان المسلمین  دپایلو له اعلان وروسته د ( انقلاب پر ضد مبارزه ) تر شعار لاندې خپل مخالفت ته  ادامه ورکوي . 
لومړنۍ پایلو وښوده، چې عبدالفتاح السیسي د 93% په ترلاسه کولو وتوانېده ،چې یوازیني سیال حمدین صباحي ته ماته ورکړي  په مصر کې 53 ملیونه وګړي حق لري، چې رایه ورکړي،خو 47% خلکو خپله رایه کارولې ده خپله السیسي او ډلې یې هیله درلوده ،چې 30 میلونه وګړي به درایو مرکزونو ته ولاړ شي، چې هغه انګیرنه له منځه یوسي، چې السیسي دانقلابیانو پر اوږو واک ته رسیدلې دی . په مصر دټاکنو دقانون له مخې  ټاکنې په دوو ورځو کې ترسره کیږي ، خو دا ځل ،چې دخلکو ونډه کمه  وه حکومت ټاکنې درېیمې ورځ ته هم وغځولې .
ټاکل شوې ده ،چې دټاکنو رسمي پایله به دجون پر پنځمه نېټه اعلان شي ، خو دټاکنو کمیسون دې پریکړې دیو شمېر خلکو غبرګونونه  او غوسه راپارولې ده ځکه دا هغه ورځ ده ،چې اسراییلو د1967 ز دجون پر پنځمه  دسینا دښته  ، جولان غونډې او دفلسطین ډیری برخې تر خپل کنترول لاندې راوستې وې .
په مصر کې له ډاکترمحمد مرسي پرته نور ټول ولسمشران له  پوځه راغلي دي  په دې مانا ،چې دمصر پوځ هم کټ مټ دپاکستان دپوځ په رول کې دی  ځکه خو محمد مرسي خپله پنځه کلنه دوره پوره نه شو کړای .
السیسي په هغه ورځ  دفاع وزیر وټاکل شو، چې لوی درستیز جنرال  محمد حسین طنطاوي او مرستیال یې جنرال سامي عنان  تقاعد شول دا تقاعد که دهر لامل له مخې و، خو موخه  یې په سیاست کې دپوځ درول کنترولول وو .
السیسي هم  څو میاشتې له  سیاسته لرې و او خپل ټول پام یې دوسلوالو ځواکونو دانضباط او دسپلین ته اړولې و د پوځ دلاروزنې  او وسایلو په لټه کې و، خووروسته بیا هماغه عبدالفتاح السیسي  داسې  ګام پورته کړ ، السیسي د2014 ز دمارچ پر 26 په بله مانا دمحمدمرسي ( دمصر له خپلواکۍ راهسې لومړنی منتخب ولسمشر )له ګوښه کېدو لس میاشتې وروسته رسمي اعلان کړه، چې زه به دولسمشرۍ له کاندیدانو څخه یو یم.  لاندې کرښې دعبدالفتاح السیسي دژوند لوړې او ژورې  رااخلي :

 
عبدالفتاح السیسي  دسعید حسین زوی  د1954 ز دنومبر پر 19 مه په (حي الجمالیة ) کې دې نړۍ ته سترګې پرانېستې دي . لس وروڼه او خویندې لري . السیسي له خپلې ترور انتصار عامر سره خپل ګډ ژوند پیل کړی  درې زامن  او یوه لور لري .
السیسي دمصر 44  ددفاع وزیر دی . السیسي له نظامي پوهنتون څخه  په 1977 ز کې فارغ شوې په 1987 ز کې یې خپله ماستري پوره کړې ده اودبلې هغې د تر لاسه کولو په موخه په 1992 ز کې انګلستان ته تللی دی پردې سربېره په 2003 ز  دناصر دلوړو نظامي اکاډیمکیو زده کړو پوهنځي کې دمیلمه استاد په توګه درس ورکړې دی او په 2006 ز کې یې په امریکا کې هم ځینې درسونه تر لاسه کړې دي . عبدالفتاح السیسي امریکا دزده کړو پرمهال  ( په منځني ختیځ کې دیموکراسي ) تر سرلیک لاندې خپل تیزس لیکلی دی .
دمصر په پوځ کې عبدالفتاح السیسي خپله دنده دکشف له څانګې پیل کړې ده بیا ورپسې دځمکنیو ځواکونودقومندان ، په سعودي عربستان کې نظامي اتشه  ، دمصر په شمال کې دپوځ دقومندان  ، دپوځ داستخباراتو درییس ارکان  بیا دهمدې څانګې دمرستیال  دیو څه وخت په تیریدو دنظامي استخباراتو درییس په توګه  دنده ترسره لاسه کړې ده .
دپخواني ولسمشر حسني مبارک  ترمشرۍ لاندې یې  دوسلوالو ځواکونو درهبرۍ شورا تر ټولو کشر غړی همدا السیسي وکله، چې حسني مبارک له  واکه ګوښه کېده السیسي دومره مشهور او دپاموړ نه و . نیوزویک مجله دالسیسي په اړه کاږي : (ارام جنرال ، پیچلی کس  دی کټ مټ  لکه دهغه لمرضد عینکو په څېر ،چې السیسي یې کاروي )
دمحمد مرسي ګوښه کول :
د2011 ز دجنورۍد25 دپاڅون پرمهال، چې السیسي کومه چوپتیاغوره کړې وه هغه یې سوکه سوکه ماته  او د خبري رسنیو پام یې دځان لور ته ورواړوه . نوموړی لومړنی پوځي چارواکی و ،چې له دې یې پرده پورته کړه ،چې نظامي پولیسو پر  ښځینه زندانیانو دزور له لارې هغه معاینات ترسره کول ،چې وګوري دا نجونې باکرې دي او کنه  دې خبرې په ګرد مصر کې یوه غوغا رامنځته کړه ، السیسي غوښتل ،چې دحسني مبارک دواکمنۍ پرمهال دزندانونو دوضعیت په اړه مصریان خبر کړي .
د2012 ز اګست پېښه دالسیسي لپاره بیا یو چانس و او نوموړی یو ځل بیا دمطبوعاتومهم خبر وګرځید په همدې میاشت کې نامعلومه وسلوالو په  سیناء کې دپوځ پر یوه مرکز برید وکړ او نږدې 16 تنو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ . السیسي په هغه غونډه کې ،چې دسیاسي ګوندونو مشرانو په کې ونډه درلوده دسیناء پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې .
که محمد مرسي نه وای  ، عبدالفتاح السیسي به دومره پرمختګ او شهرت نه و تر لاسه کړې، خو همدې السیسي د 2013 ز دجون پر 30 مه یو شمېر دیني او مدني مخور وهڅول ،چې دمحمد مرسي دحکومت ړنګیدو غوښتنه وکړه او یو شمېر مصریان یې وهڅول ،چې دلاریون له لارې داغوښتنه وکړي .
دجولای پر لومړۍ نېټه  وسلوالو ځواکونو ولسمشرۍ دفتر او سیاسي ګوندونو ته 48 ساعته وخت ورکړ ،چې دخبرو له لارې ستونزه حل کاندي  که چیرې دوی کومې پایلې ته  ونه رسیدل  بیا پوځ اړ دی ،چې دراتلونکې لپاره لارنخچه اعلان کړي .
دهمدې کال دجولای پر درېیمه  السیسي دمطبوعاتي کنفرانس له لارې  دلومړي منتخب ولسمشر ګوښه  کېدل اعلان کړ ، اساسي قانون یې وځنډوه اودسترې محکمې رییس عدلي منصور یې دلنډمهال ولسمشر په توګه  وګوماره.
 دلنډمهاله ولسمشر عدلي منصور دریاست پرمهال  ټول واک او صلاحیت  دعبدالفتاح السیسي په مشرۍ له پوځ سره و او عدلي منصور  دپوښ رول  لوباوه . عبدالفتاح السیسي د 2014 ز دمارچ پر 26 له خپلې دندې استعفا وکړه او پر ځای یې  صدقي صبحي دلوی درستیز او دفاع وزیر په  توګه  وټاکل شو .
رسنیو په مصر کې دولسمشرۍ ټاکنو ته پاملرنه کړې وه دبیلګې په توګه ډیلي بیسټ  مجله کاږي : دمصر ټاکنې بدرنګه  او دقناعت وړ هغه  نه دي ځکه کومو کسانو، چې رایه کارولې ده دا ټول دالسیسي پلویان دي  ، دپوځ هلیکوپټرې  او خپله پوځ هڅه کوله ، چې دالسیسي پلویان وژغوري  دخلکو کمه ونډه دټاکنو او دراتلونکي حکومت مشروعیت پر پوښتنې لاندې راولي .
دا ځل ټاکنې له تېرو هغو سره توپیر لري  هغه مهال څو تنه کاندید وو ، خو دا ځل دعبدالفتاح السیسي پر وړاندې یو ازې حمدین صباحي و  ځینې بیا په دې اړه وايي : حمدین صباحي هم دپروسې برخه وه ،چې  السیسي ته لار هواره کړي . لویدیز حکومتونه ،چې  دوه مخی سیاست لري دخلکو دونډې په اړه اندېښمن دي .
ډیلي بیسټ  کاږي : مصریان  ویشل شوې دي  یو شمېر درایو صندوقونو ته ولاړل، خو دمحمد مرسي پلویان بیا په زندانونو کې دخپلو ملګرو په اړه اندېښمن دي  مجله زیاتوي دا ټاکنې او دالسیسي بریا  دپخواني ولسمشر حسني مبارک دمهال  ادامه ده ځکه ډیری پانګوال غواړي، چې دالسیسي په شتون کې خپل واک او پانګه  بیا تر لاسه کړي .
اخوان المسلمین  په عربي نړۍ هغه سیاسي دیني جریان دی ،چې  ولسي رېښې لري اوس، چې پوځ په لوی لاس دا جریان  له ډګره ویستې دی او مشران یې زنداني کړې دي  فکر نه کیږي ،چې عبدالفتاح السیسي به دا وړتیااو ځواک ولري ،چې مصر ارام کړي .