د خدای په خاطر هغه اور چې په سړيدو دی بيا يې مه تازه کوي

 ليکنه: پوهيالی اسدالله حامد پياروخيل
 
         ډيره د تاسف او افسوس خبره ده چې نن لا په ويب پاڼو کې هم جنګونه کيږی او پّه مړو او ژوندیو پسې بدې او سپکې ويل کيږي. نړی چيرته روانه ده، خلک څه کوي او مونږ تاسې افغان څه کوو او په څه مصروف يوو. د سقاو له ځوی سره مو څه راخیسته ده، څوک وو او څه يې وکړه ټولو ته مالومه ده، د الله (ج) په دربار کې به خپل ځواب پخپله وايي، که دعا ورته کوی يو ښه او که یی نه ورته کوی بل ښه. بله خبره دا چی نن د جګړو او شخړو وخت نه ده، ډير حساس حالات دې، مونږ او تاسې بايد هغه بيلابيل تبعیضونه چې نن د دې شخړو او بد بختيو اصلی لاملونه  دې له ياده وباسو او هيڅ اهمیت ورته ورنه کړو، بس ده چې نن ټوله نړی په تيره بيا ګاونډيان راپورې خاندي او زمونږ له دی تفرقې او منفي پاينټونو څخه ناوړه ګټه پورته کوي. نور به  نو ډير د شرم ځاې وي چې په يو کور او يو ملت کې بيا  د ژبې، سیمې  او نژاد لپاره خپلې  ګرانې مور (افغانستان) سره جفا وکړو.. وخت د دې دي  چی  مونږ افغانان بايد لاس سره يو کړو او د راتلونکی لپاره د يو نظام او واقعي حکومت  د جوړيدو په تکل کې واوسو تر څو هغه بد حالات او ناندری چې په تيرو لسيزو او د تاریخ په اوږدو کې شوې وې بيا تکرار نه شي او بیچاره او بې وزله ملت بيا په دې او په هغه ونه ځوريږي.
         زمونږ د افغانانو په تيره بيا د پښتنو دا يو ډير لوي  مشکل دی چې خپله کاميابی د نورو په ناکامی کی وينو او همیشه دې ته ناست يوو چې په دې او په هغه پسې خبرې او تبصري وکړو او د دې لپاره چې ځان سوچه او پاک وښيو د نور غيبت او سپکاوی وکړو، ولې د عمل په ميدان کې هيڅ نه شو کولای، هر څه راڅخه پاتې دي.
         همدا بې ځایه او بې بنياده  تبعیضونه او کيني دي چی نن مونږ افغانان پخپل منځ کې سره لاس په ګريوان يو او يو بل ته په کمين کې ناست يوو، پښتانه څوک دي؟ تاجکان  څوک دي؟ هزاره ګان څوک دي؟ ټول افغانان دي او د همدي خاورې بچيان دي، دا به ډيره له امکان نه لرې او بعيده خبره وي چې که ووايو پښتانه ددې خاورې ندي، تاجکان افغانان  ندي او يا هم هزاره ګان په حکومت کې حق نلري او... نو ولی خپل وخت په هسې تشو خبرو تيروو، دا چې هر قوم څه کړي او په تيرو لسيزو کې یی څه وکړل، هر افغان ته مالومه ده حتی زمونږ او تاسی ماشومان هم په دې پوهيږي. دا هم نه شو ويلای چې پښتنو ظلم نده کړی او سوچه خلک دي او يا تاجکانو ښه خدمت کړی او د جرمونو ريکارد نلري او يا هم هزاره ګانو او يا نور وړو قومونو په  بدبختيو او جنګونو   کې لاس نه درلوده او داسی نور...
         د افغانستان د مشکلاتو  د حل لاره دا نده چې هر څوک په يوه حزب  او يوی ډلې پوره ځان وتړي او هماغه حزب يا ډله  لکه ملايکې پاک وګني او نورو حزبونه ته د توهين په سترګه وګوري. دا ښه خبره ده چې ښه ته ښه وويل شي او بد ته بد، ولی انتقادونه او نيوکې هم خپل اصول لري، که چيرې مونږ پدې بحثونو خپل وخت تير کړو او يو بل ته سپکې او بدې ووايو، نو واضح خبره ده چې اصلي هدف به راڅخه پاتې وي او د ټولټاکنو دا ښه چانس به هسې خوشې  د لاسه ورکړو او يو ځل بيا به نړيوالو او ګاونډيانو ته په طمعه  ناست يوو چې زمونږ کور را جوړ کړي او عزت مو وساتي. نو زه له ټولو درنو ملګرو څخه په کلکه غوښتنه کوم چې د خدای په خاطر نور د  تبعيضونو ته لمن نه وهي او هفه اور چې مخ په سړيدو دی بيا دې نه تازه کوي او ګران افغانستان دې ّپه پښتو، فارسي، شمالي، جنوبي او داسې نورو بې ارزښته کلماتو او ګروپونو نه ويشي.