مين پر ژوند ، مين پر ګل يمه زه
دشــــنه ځنګله فطري بلبل يمه زه
څه نيمګړتيا به وي ضرور په ما کې
دا چــــا ويـــــل چــــې مکمل يمــــه زه
دوخت ناخوالو زه بې وخته سپين کړم
دپـــــښتنې پـــــــېغلې اوربــــل يمــــه زه
ما مې دخپلو هيلو قتل کړی
خلـکه ما ووژنئ قاتل يمه زه
دمينې راز مې په هربيت کې پټ دی
ديــــو مــــــــين شـــــاعر غــــــزل يمه زه
وروستي