ګنده او سپین سترګې لوبه

  داسیاست هم ډیره ګنډه او سپینسترګې لوبه ده،په دې ګنده لوبه کې ترهرڅه وړاندې او مهم، هدف دی،موخه ده او مقصد دی. هغو ته درسیدو لارې او وسیلې ارزښت نلري. که اړتیاشوه او هدف دا ایجابوله نو باطل ته به حق، تور ته به سپین او بد ته به ښه وایې. همدارنګه برعکس . دانتخاباتو دکمپاینونو پدې روان غوبل کې،کله چې یو سیاستوال دخپلو شخصي ګټو لپاره د کوم بل لوري نه پلوي یاملاتړ اعلان کړي،نو ولو که شین کافرهم وي،وطن او ولس یې لوټلی او داملاتړ یې هم ددې لپاره کړی وي چې نوریې هم ولټوي،خو دهغه لوري انډیوالان چې ده ورنه دخپلو ګټو لپاره ملاتړ کړی دی، راپورته کیږی او غواړي دا ولس ته ثابته کړي چې نومړی دسالم عقل خاوند دی، حق له باطله ؛ښه له بدو بیلولی شي او بس فرشته ورنه جوړه کړي. دایې هم هیرشي او پکر کوي چې ولس خو هسې هم نه پوهیږي، چې یو څو شیبي وړاندې همدا دی وو چې نوموړي یې توره بلا، خایین ، وطنپلوری، ... باله.که دامرالله صالح په شان یو کس چې تل به یې دخپلو ګټو لپاره سیاست کړی وي،ددوی په پلوي، بیاهم دخپلو ګټو لپاره او دمقابل لوري نه دامتیاز دترلاسه کولو په خاطر، یو څو خوږې خبرې وکړې نو دوی به یې ستاینې او معقولې په هرځای او ناځای کې خپروي، خو  کله چې هغه مقابل لوری نوموړي ته دامتیاز په ورکولو راضي شي،نو  بیرته خپل اصلي لوري ته وګرځي، نو همدغه کسان چې صالح یې څوشیبي وړاندې دیوویشتمې پیړۍ تیوریسن او د منطق سمبول باله، ورپسې به نورې ببولالې پیل کړي. ددوی بیا هیرشي چې همدا اوس یو څوشیبې وړاندې یې دهغه په اړه او هکله څه ویل !؟ همدارنګه دنوروسیاسي لوبغاړو په اړوند چې دخپلو شخصي ګټو لپاره کله دیوه اوکله دبل سره یوځای کیږي، ورته چلند روان دی. اوس موږ  خو پوهیږم چې  دلته هریو دخپلو ګټو اوخپل هدف لپاره سیاست کوي او داکومه دحیرانتیا خبره نده چې پرونۍ هغسې او دغسې حضرت صیب نن بیا هغسې او دغسې شو او ویناوې یې د مقولو او شعارونو په بڼه رانکل کیږي، هغو کسانو چې پرون یې ویل له دې مرضه باید ځان خلاص کړو، نن یې ددوی خواته ورتګ ته هرکله وايي او دسترګو لیمه ورته په لار ویړوي. خو زما زړه په هغه عام ولس باندې سوزي چې لدغو سیاسي لوبه په بشپړه توګه بې خبره او نابلد دي او پکر کوي چې همدغه دسیاسي ډګرلوبغاړي به دوی ته سمه اوناسمه لاره ښيي، دویته به د ښو او بدو، تور اوسپین، حق اوباطل توپیر ورښي او همدوی به یې له کندو او ګړنګونه ساتي او باسي.ددې معصوم او ساده ولس نه مو نوره لاره ورکه کړیده چې چاته ښه ووایي او چاته بد؟
څوک تور وبولي او څوک سپین؟ 
څوک حق وګڼي او څوک باطل؟
دالله روی مې دروړی، سیاست وکړی، یو دبل سره یوځای شﺉ او بیلی شﺉ، لاکن د تور نه راته سپین او له باطل نه راته حق مه جوړوﺉ.
له غله نه راته اتل مه جوړوﺉ!
که څوک دخپلو ګټو لپاره راسره یوځای کیږي او موږ یې هم دخپلوګټو لپاره په خپل څنګ کې دروو، نو پروا نه کوي، لکن یوازې باید په همدې بسنه وکړو چې دهغه دیوځای کیدو اعلان وشي او بس. که نه نو تل غولول شوی او تیرایستل شوی ولس به ،چې په مټکڼې یې باور او اعتماد په راپيدا کیدو کې دی، دتل لپاره پرهر سیاستوال که هغه ډیرښه انسان هم وي او غواړي دولس لپاره کار وکړي، بې اعتماده او بې باوره شي. وايي په دنیاکې هرڅه په لاس راتلی شي، خو تللی باور او اعتماد په ډیر مشکل بیرته راستانیږي. ورستیاڼ