
اوسمهال په ایران کې دنشې لپاره مختلف ډوله رامنځته شوې دي ،چې تر ټولو ګرانبیه یې کریسټال دي ،چې بډایه خلک ، محصلین او دښوونځیو شاګردان یې په پراخه کچه کاروي .
دهرې ورځې په تیریدو په ایران کې دکریسټال کارونه ډېریږي د13 کلنو هلکانو نیولې دپوهنتون د محصلینو( ښځینه او نارینه ) ، ښوونکي ، ان ځینې کارپوهان او پوهنتوني استادانو پورې ټول کریسټال کاروي دا ټول داسې انګیري ،چې دنورو ټولونشو په پرتله دا کریسټال دي ،چې حافظه او ذهن پیاوړي کوي دسړی سستي او ستوماني له منځه وړي .
دکریسټال دکارولو بل لامل دادی ،چې دنورو مخدره توکو لکه پوډر ، افیونو په پرتله کریسټال بد بوی نه لري ، خو کله ناکله سړی له عصبي او رواني ستونزو ، لیونتوب او وهم سره مخ کوي .
په ایران کې له مخدره توکو سره دمبارزې پولیس او روغتیا وزارت وايي : په ایران کې څه دپاسه دوه ملیونه وګړي پر مخدره توکو روږدي دي ،چې %9 یې ښځې دي ،خو دڅیړنیزو مرکزونو شمېرې او ارقام وايي : په ایران کې دروږدو وګړو شمېر له دې هم ډېر دی .
کریسټال له (Amphetamine) له مادې څخه جوړیږي او دا ماده عصبي سیستم ، حافظه پیاوړې کوي او ځینې وخت روږدی کس اړباسي ،چې مختلف خیالات او خوبونه وګوري .
دشپې بنډارونه : د
په ایران کې دکریسټال 45 ګرامه 70 زره تومنه ،چې 25 ډالره کیږي بیه لري دا اندازه یو کس دورځې لس ځلې کارولې شي . کریسټال څلور ډوله کارول کیږي : دپوزې ، دسګرټ ،خوړل / ژوول او پیچکارۍ . پردې سربېره دځوانو نجونو او هلکانو دشپې بنډارونو کې هم کارول کیږي ځکه دا ماده جنسي ځواک لا پسې پیاوړې کوي په پلازمینه تهران داصفهان او شیراز په څېر سترو ښارونو کې اوس دشپې بنډارونه دیوې پدیدې په توګه رامنځته شوې دي .
په تهران کې کریسټال د30-10 دقیقو ترمنخ کولای شې ،چې تر لاسه شي او ډیری خلک یې دمخدره موادو له سوداګرو څخه ترلاسه کوي .
دکریسټال سوداګر
ځینې راپورونه وايي دکریسټال سوداګر د45 ورځو په ترڅ کې نږدې دوه میلونه ډالر ګټه تر لاسه کوي او لامل یې دخلکو له اړخه ددې مادې پراخه کارونه ده . اوس پوښتنه داده ،چې دا ماده ولې ډېره کاریږي؟ ځکه دا دنورو مخدره توکو په پرتله سړی نه روږدې کوي همدا لامل دی ،چې دهرې ورځې په تېریدو یې دکارونکو شمېر لوړیږي .
ایرانی ښځې یې ډېر کاروي
په ایران کې دپولیسو شمېرې په ډاګه کوي ،چې دهرې ورځې په تیریدو دښځو ترمنځ دکریسټال کاریدنه ډېریږي اساسي لامل یې دوزن کمښت ښودل شوې دی ځکه کریسټال دبدن غوړ سوځوي ، اشتهاء له منځه وړي . که ډېر وکارول شي کېدای شي دمغزي سکتې لامل شي .
دکریسټال دکارونې اغیز تر 72ساعتونو پورې پاتې کیږي او په دې وخت کې سړی لا ارادي کارونه کوي او کېدای شي دځانوژنې ، پر نوروتیری وکړي او یا کېدای شي ځان له کړکۍ راوغورځوي .
له ستړیا ، بې خوبۍ کېدای شي یو کس 48 ساعته او یا دوه ورځې پرلپسې بیده شي . له خوبه دپاڅیدو وروسته سړی د درد د بدن دلړزې احساس کوي . که شپږ میاشتې په پرلپسې توګه وکارول شي کېدای شي پر سړی بد اغیز وکړي .
دیادونې ده دلومړي ځل لپاره کریسټال په 1919 ز کې چاپان کې کارول شوې دي ددوهمې نړیوالې جګړې پرمهال په پوځ کې تجربه شوې دي پیلوټانو ته به یې ورکول ،چې په پرلپسې توګه ویښ پاتې شي او اوږدې مسافې په اسانۍ سره ووهي .