دامریکا له وتلو وروسته  دافغان ژباړونکو برخلیک !

 

 ژباړن سلیمان دامریکادویزې په تمه 
  طالب جنګیالیو دلومړي ځل لپاره هغه مهال دسلیمان دوژلوهڅه وکړه کله ،چې نوموړې له کوره دخپل بیس  پر لور روان شو .  وسلوالو یې موټر په نښه کړ او  ژورې کندې ته وغورځیده . طالبانو یې موټر ، دموټر شمیره پیژنده او له دې مهمه داده ،چې  طالبانو ته دسلیمان دنده هم معلومه وه ،چې  له ځانګړو امریکايي ځواکونو سره  د ژباړن  په توګه دنده ترسره کوي .
په 2011 زکې ،چې دا پېښه رامنځته شوه  طالبانو ګومان وکړ ،چې سلیمان  ووژل شو ، خو دوه پښتې او ورمیږ ېې مات شوې و .سلیمان  دوه ځل  وروسته هم دطالبانو له برید څخه  بچ شوې و .
دسلیمان امریکايي  څارونکي اجازه نه ورکوله ،چې نور ځانته  تګ وراتګ وکړي او یا له  بیس ووځي او دخپلې کورنۍ لیدو ته ولاړ شي .  که څه هم سړی داسې انګیري ،چې دا ډول امنیت ساتنه  دومره اغیزمنه ځکه نه ده ،چې طالبان دهغو افغانانو نښه کولو ته  زښت زیات ارزښت ورکوي ،چې له بهرنیو ځواکونو سره دندې تر سره کوي .
دسلیمان داهیله نه ورژیده ، ډېرې هڅې یې وکړې ،چې دامریکا ویزه تر لاسه کړي  ، سلیمان  له زرګونو افغانانو له ډلې یو هغه دی ،چې  له  بهرنیو ځواکونو سره  دنده ترسره کوي ټول دا هیله لري ،چې دامریکا دبهرنیو چارو وزارت موافقه تر لاسه کړي ،چې دګډوالۍ ځانګړې غوښتنلیک تر لاسه کړي .
په عراق کې پارلمان  له  زرګونو هغو عراقیانو سره مرسته وکړه ،چې ژوند یې له ګواښ سره مخ و او له خپل هېواده ووتل ، خو افغانان په سخت وضعیت کې دي  ځکه دویزو شمېر کم دی او دوی ډېر دي .
اوس ، چې له افغانستان څخه دامریکا دوتلو اوازې دي ، نظامي بیسونه تړل کیږي  ورسره افغانان خپلې دندې له لاسه ورکوي  او امنیتي اندېښنې یې زیاتیږي .
رښتیني ګواښ هغو 8 زرو ژباړونکو ته مخامخ دی ،چې له امریکايي ځواکونو سره کار کوي اوس خو د دوی پر ضد دکوم ځانګړي برید په اړه معلومات نشته ، خو په تېره فبرورۍ کې  دوه تنه افغان ژباړونکي  کابل ته څیرمه په لوګر ولایت  کې په برید کې ووژل شول  . سلمان هم دلته په لومړي ځل په نښه شوې و . وروسته کوم بل ژباړن ،چې په جلال اباد کې یې له امریکایانو سره دنده  درلوده  . له بیس څخه کور ته روان ،چې  و په لار کې دطالبانو تر برید لاندې راغی خپله او دوه ورورڼه یې ووژل شول .
شپږویشت کلن  سلیمان  ( دا یې مستعار نوم دی   خپل نوم ځکه  نه  یادوي ،چې کورنۍ یې له ګواښ سره مخ نه شي )  په نسبي توګه نیکمرغه  دی ځکه  امریکايي ملګري یې  ورسره مرسته کوي . سلیمان په 2008 ز کې دویزې لپاره غوښتنلیک ورکړې و ، خو داسې ښکاري ،چې دبیروکراسۍ له کبله یې غوښتنلیک ورک شوې دی .بیا یې  بل غوښتنلیک په 2011 ز کې ورکړ او ایله تېر کال ورسره سفارت  مرکه  (interview ) وکړه ، خو کوم ځواب یې نه دی تر لاسه کړې . او دامریکا بهرنیو چارو وزارت   دسلیمان دموضوع په اړه  له څرګندونې ډډه کړې ده .
په ځانګړو امریکايي ځواکونو کې دسلیمان ملګرو دبهرنیو چارو وزارت  ته سپارښتلیک استولی  دی او دسلیمان د مسلکیتوب اوزړورتیا ستاینه یې  کړې ده . دسلیمان  امریکايي څارونکی ،چې خپل نوم دامنیتي لاملونه نه ښيي ( که خبره پسې اوږده شي او په اجرااتو کې څه تیروتنه وه ،موږ به  سلیمان او دده کورنۍ ته تاوان ورکوو ، خو داسې انګیرو ،چې  ستونزه او ګواښ زموږ  تر دروازې رارسیدلې دی ) .
افغانان ډېره لیوالتیا لري ،چې امریکايي ویزې تر لاسه کړي . په عراق کې  نظام چمتو و ،چې دویزو له غوښتنلیکونو سره  وړ چلند وکړي  ان ،چې  د اډوارډ کینډي  په ګډون ځینو امریکایانو سناتورانو یې هم سپارښتنه کوله .
بله ستونزه د ویزې دپروګرام ده افغانستان ته یې 7500  او عراق ته یې 25 زره ځانګړې  کړې دي  له افغانستان څخه  ژباړن ، مېرمن  او کوچني ماشومان یې  تللې شي، خو له عراق څخه  بیا دژباړن  / کارمند دموروپلار په ګدون ټوله کورنۍ  له دې پروګرام څخه ګټه اخستلای شي . پردې سربېره د دواړو نظامونوترمنځ هم توپیر شته  دبیلګې په توګه عراقیان کولای شي ،چې دګډوالۍ  پر ځای  بله کومه لاره غوره کړي ، خو افغانان نه شي کولای ،چې له ګډوالۍ پرته بله هغه غوره کړي  ان عراقیان کولای شي ، چې له امریکا  څخه دسیاسي پناه غوښتنه وکړي .
به کانګرس کې دځینو غړو دمعلوماتو له مخې  نږدې 22% عراقیانو  دامریکا ویزې تر لاسه کړې ، خو دافغانانو 12% نه اوړي . د( لیسټ پروجیکټ ) دټولنې  بنسټګر ،چې له عراقیانو سره د ویزې  ترلاسه کولو په برخه کې مرسته کوي  وايي : زما له انده  دافغانستان کېسه  دردونکې ده ).
دوه کاله کیږي ،چې زرګونه افغانان دویزې انتظار کوي . په تېر مني کې نږدې 5 زره افغانانو انتظار ویستلې و ،چې دا پروسه پیل شي .
دامریکا دبهرنیو چارو وزارت  دموضوع په اړه له څرګندونو ډډه وکړه نه یې د غوښتنلیکو شمېر په ډاګه کړ او نه یې وویل ،چې پر څومره غوښتنلیکونو کار شوې دی .
ځینې سناتوارن وايي : موږ نیت  لرو ،چې  په عراق او افغانستان کې  ددې پروسې دپیل په موخه  دویزې دپروګرام نېټه  یو څه  وغځوو او په دې اړه به  یوه لایحه  کانګرس ته وړاندې کړو او دهغو کسانو شمېر به هم زیات  کړو ،چې دغوښتنلیک له څښتن سره راتللې شي .  ددې پروګرام اصلاح  زموږ دملي امنیت مسله  ده  او دا په افغانستان کې زموږ دنظامي ماموریت یوه برخه ده . 
سناتوران نه شي کولای ،چې دافغانانو لپاره د نورو ویزو غوښتنه وکړي اویا یې  ونډه (سهمیه ) زیاته کړي ځکه د منل شوو ویزو ورکول خپله سخته چاره ده . دبهرنیوچارو وزارت   وايي : موږ اړ یو،چې  د7500 ویزو دپروګرام دبشپړولو په مخه  باید  دمیاشتې 1200 ویزې ورکړو .
په بهرینو چارو وزارت کې چارواکي وايي : ځینې غوښتنلیکونه لومړیتوب لري ، خو دا به سخته وي ،چې  له ټولو سره دې  له نیاوه ( عدالت ) ډک چلند وشي . دسلیمان  دوسیه  یو څه سخته  ده  نوموړي لس کاله له امریکايانو سره دنده ترسره کړې ده  سلیمان دشپاړلسو کلونو و ،چې په خپل کلي کې ورسره ځانګړي امریکايي ځواکونه مخ شول او ده ورسره  په انګلیسي کولې . له دې هر څه سره  دسلیمان نهیلي زیاتیږي  نوموړي په کابل کې دامریکا سفارت  ته په یوه برېښنالیک کې کښلي و : څو میاشتې کیږي ،چې خپل کلي ته  له ډاره نه یم تللې . غواړم ،چې زما پر غوښتنلیک یو ځل بیا له سره فکر وکړئ .