د ډاکتر نجیب  له لور (هیله نجیب ) سره مرکه

 هیله  نجیب 
 دافغانستان د کمونستي رژیم د وروستي ولسمشر لور ( هیله نجیب الله) یوازې لس کلنه وه چې پلار یې د افغانستان ولسمشر شو، د هیلې له انده پلار یې په دې هڅه کې و چې په افغاني کشاله کې د ویشل شوي افغان ملت تر منځ د پخلاینې زمینه برابره کړي. د هیلې له انده پلار یې افغاني کړکېچ ته د له منځه وړلو لپاره د هر اړخیزې لارې پیدا کولو په لټه کې و، د نویمې کلیزې راهیسې د داکتر نجیب الله په اړه د خلکو په ذهنیت کې ستر بدلون راغلی دی؛ اوس ځینې خلک د داکتر نجیب سره د خپلې مینې د څرګندولو په موخه کمونیزم ته د پخواني ژمن نجیب انځورونه په خپلو موټرو او دوکانونو کې راځړوي. الجزیرې سره په یوه مرکه کې د داکتر نجیب لور (هیله) د دپخواني شوروي اتحاد ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان   او د خپل پلار په اړه د خلکو د ذهنیت په اړه څرګندونې کوي.
الجزیره: تاسو د خپل پلار د ولسمشرۍ په مهال څو کلن واست؟
هیله: زه لس کلنه وم چې پلار مې ولسمشر شو، زه اتلس کلنه وم چې هغه ووژل شو موږ  له  هغه سره څلورنیم کاله نه و لیدلي.
الجزیره: تاسو چې کله  راڅرګندیږئ ، چې د داکتر نجیب الله لور یاست، په دې اړه د خلکو غبرګون څه وي؟ ستاسو په اند د تېرو کلونو په بهیر کې خو به په دې اړه کوم بدلون نه وي رامنځته شوی؟
هیله: په عمومي ډول زه دا نه په ډاګه کوم چې د چا لور یم، څه وخت وړاندې ما داسې یو کس سره ولیدل چې پلاریې  د سړې جګړې پر مهال مجاهد و، په هیښېدونکي ډول هغه دا منلې ده چې د داکتر نجیب الله سره نه پخلا کېدل د یو ستر فرصت له لاسه ورکول و. هغه د افغانستان په سیاسي وضعیت پوره پوه و، د نړیوال زبرځواک او سیمه ییزو ځواکونو يه نظر کې نیولو سره هغه د افغانستان لپاره خپل لرلید درلوده . هغه   اصولو ته ژمن او په افغانستان کې یې سوله او ثبات غوښتله، هغه د راتلونکي افغانستان په اړه د جنګ او کړکېچ وړاندوینه کړې وه، نوموړي وړاندوینه کړې وه چې په دې کړکېچ کې به د افغانانو وینه او ناموس تر پښو لاندې کیږي، له بده مرغه دا ټولې وړاندوینې سمې وختلې.
الجزیره: د داکتر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال عامو وګړو د هغه په اړه څه فکر کولو؟
هیله: د هغه واکمني او افکار په افغاستان کې د هغه مهال زبرځواکیزې سیالۍ له امله خورا اغېزمن شوي وو؛ هغه مهال د افغانستان په ځانګړي حالاتو کې  د نوموړي حکومت او نوم په عمومي ډول د خلکو په ذهنو کې ښه نه ځلېد.  هغه د افغانستان د خلکو دیموکراتیک غورځنګ سره تړلی و، د با ثباته افغانستان لپاره د هغه د پخلاینې هڅې او هیلې د سړې جګړې پر مهال د پروپاګند ښکار شوې.مګر د سور پوځ له وتلو وروسته د داکتر نجیب الله حکومت یو څه محبوبیت ور خپل کړی و همداراز د وطن ګوند د د غړو مورال هغه وخت پیاوړی شو کله چې حکومت د مخالف لوري د پرله پسې فشار سره ــ سره یو څه وخت دوام وکړ.
الجزیره: ستاسو په اند، څه شی ددې لامل شوی چې ځینې سیاسي څېرې او حتی عام افغانان د نجیب د حکومت مخالف و؟
هیله: زه ډاډه یم چې دوی د نجیب د حکومت مخالفت واک ته د خلک دیموکراتیک ګوند د راتګ نه مخکې پیل کړی و. نن ورځ موږ ګورو چې هغه سیاسي مخالفین اوس هم له بهر څخه ملاتړ تر لاسه کوي. د افغانستان ټولنیز جوړښت خورا پیچلی دی، ددې اندازه ډیره ستونزمنه ده چې څومره عام  افغانان د نجیب د حکومت مخالف دي.
الجزیره: د هغه د واکمنۍ په اړه ستاسو څه نظردی؟ آیا د وخت په تېرېدو سره ستاسو په نظر کې کوم بدلون راغلی که یه؟
هیله: کله چې هغه واک تر لاسه کړ نو زما لپاره ډیره سخته وه چې د هغه مهال بدلیدونکی چاپیریال مې منلی وای. ما به تل دا دعا کوله چې پلار مو سیاست پریږدي او زموږ کورنۍ سره ژوند وکړي. ما به تل د پخلاینې د بهیر په اړه فکر کوو په ځانګړي ډول راسره دا اندیښنه وه که د هغه وخت مخالفین واګي تر لاسه کړي نو زموږ ژوند او  برخلیک سره به څه پیښیږي.  د نا امنۍ له امله زمونږ تګ راتګ خورا محدود شوی و؛ ښوونځي ته تګ مو هم ټکنی شوی و؛ ما د خپل لومړي ټولګي یو ښوونکی او زده کونکي د جنګ له امله له لاسه ورکړل، زما ځینې دوستان هېواد پرښودو ته اړ شوي و. زما پلار به ما ته دا را په یادول چې موږ د نورو افغانانو سره توپیر نه لرو، موږ ته به یې ډاډ راکولو چې د ملګرو ملتونو په  وسیله  به موږ او د افغانستان راتلونکي نسل ته تلپاته سوله راولي.
الجزیره: تاسو هغه سره نږدې ژوند کړی دی، په عام او شخصي ژوند کې د هغه د شخصیت کوم توپیر وو؟ 

هیله: زه او زما خور د هغه سره ستر شوي، هغه موږ د قرانکریم لوست راښود، موږ سره به یې لوبې کولې او کتلې، همداراز د خلفاو او فاتحینو کیسې به یې راته کولې. په شخصې ژوند کې هغه د ساده ژوند څخه خوند اخیست، په ملګرتیا کې ډیر منندوی و. په عام ژوند کې ما هغه تل د یو ژمن مشر په توګه لیده. نوموړي د باثباته افغانستان لپاره سپیڅلې هیلې لرلې.
الجزیره: ستاسو د پلار د شخصیت په اړه به څه شی خلک حیران کړي؟
هیله: زما پلار ډير نرم زړی او ارام و مګر په عین حال کې قاطع، پیاوړی او سرتمبه و. کله به چې یې پریکړه وکړه نو بیا به یې د پایلو زیانونو پرته عملي کوله. د داکتر نجیب الله حکومت د سیاسي ګوندونو پیاوړی سیستم  درلو د دکرزي حکومت ائتلافي  دی، د واک دلالان په سمتې او توکمي کرښو ویشلی دی.
الجزیره: تاسو هغه د یو سیاسي مشر او پلار په څېر څه ډول پیژنۍ؟
هیله: د پلار په څېر، هغه زما د ویښتابه لپاره لارښود و. د سیاسي مشر په څېر، هغه زما لپاره باثباته افغانستان و.
الجزیره: تاسو ولې دا فکر کوۍ چې خلک باید د داکتر نجیب الله لار خپله کړي؟ ولې باید د داود خان، ظاهر شاه یا آن د امان الله فکر و نه کړي؟
هیله: کله چې د سیاسي مشرتابه په اړه خبرې کوو نو داکتر نجیب الله یوازینی  مشر وو چې د سولې لپاره یې مبارزه کوله؛ هغه د سیاسي واک یا د ځمکې لاندې کولو په لټه کې نه وو. هغه په زغرده اعلان وکړ چې د شخړې د سوله ییز حل لپاره د وادک پریښودو ته چمتو دی.
الجزیره: ځینې خلک وایې چې حامد کرزی او داکتر نجیب د یو ډول حالت سره مخ دي، آیا تاسو ورسره موافق یاست؟
هیله: زه فکر نه کوم چې دواړه دې د یو ډول حالت سره مخ وي؛ د داکتر نجیب الله حکومت د نړیوالې ټولنې ملاتړ د ځان سره نه  درلود او د حامد کرزي حکومت ځینې ستراتیژیکي معاهدې لاسلیک کړې چې د ایساف او ناتو ځواکونو د وتلو وروسته به هم پایښت ومومي.  د ناتو ځواکونو وتل اوس هم د بحث لاندې دي او د شوروي ځواکونو د وتلو پریکړه د یو کال دننه پلې شوه. د داکتر نجیب الله حکومت په خپلو پریکړو کې خورا پیاوړی همداراز نظامي ظرفیتونه یې هم پیاوړي وو. ددې په پرتله د کرزي حکومت په دې برخه کې د سترو ستونزو سره مخ دی. د داکتر نجیب د واکمنۍ پر مهال د پخلاینې تګلارې ملي یووالي او ګډ سیاسي ژوند ته پرمختګ ورکړی وو. همداراز د هغه د واکمنۍ پر مهال سخت دریځي او کمزوری اقتصاد د ملي ګټو وژونکي بلل کیدل.د کرزي د دورې په لمړیو کې د بن کانفرانس په سمتي او توکمي کرښو د یوې ویشلې افغاني ټولنې بنسټ کیښود.
هغه څه چې د دواړو دورو تر منځ ګډ لیدل کیږي په افغانستان او سیمه کې د نړیوالې سیالۍ دوامداره حضور او د افغانستان په کورني سیاست کې د ګاونډیانو لاسوهنه ده.