
ب ــ د ملت جوړونې لار:
۱ــ اسلام: د اسلام مبارک دین په عموم کې د ټولو مسلمانانو او په خاص ډول د افغانانو د یووالي، همغږۍ او را ټولیدو غوره لار ده. زمونږ ټولنه پدې ټینګه عقیده لري چې زمونږ ژوند او کلتور په ټوله مانا سره اسلامي رنګ راوړی او اسلام مو په ټولنیزو اړیکو، ناستو ولاړو، کاروبار، معاملاتو او ...... باندې واکمن دی، نظام مو د اسلامي احکامو په اساس ثبات او پایښت موندلای شي. که چېرې تاریخ ته وکتل شي، نو ویلی شو چې افغانانو تل د بهرني دښمن په وړاندې د خاورې څخه د اسلام د مبین دین تر شعار لاندې په میړانه دفاع کړي او دښمن ته یی غاښ ماتوونکی ځواب ویلی؛ کله چې زمونږ نظامونو د اسلامي شعایرو او احکامو مخالف ګام پورته کړی، نو ولسونو د نظامونو په وړاندې د مخالفت سنګر نیولی او تر هغې یې ورسره مخالفت او مبارزه کړي چې یا یې د اسلامي احکامو تطبیق ته بیرته مخه کړي او یا یې سقوط کړي؛ په تاریخي لحاظ که وکتل شي نو ټولو واکمنانو په په افغان ملت باندې د اسلام تر چتر لاندې ښه واکمني کړي او ولسونه یې د اسلام د احکامو د تطبیق په اساس په ځان را ټول کړي. همدارنګه افغانانو ټول خپلمنځي مخالفتونه او ستونزې د اسلام د مبین دین د احکامو په اساس فیصله کړي او د اسلام د مبارک دین په اساس زمونږ ولسونه سره نږدې شوي او په ټولنه کې یې یووالی او همغږي رامنځته کړي او هر وخت یې نظامونو ته د اسلامي شریعت له مخې متابعت کړی.
زمونږ ټولنه له یوې خوا پوره بدلون ته اړتیا لري او له بلې خوا لازمه ده چې د بدلون لارې په ګوته شي؛ خو بدلون هغه وخت په اسانۍ سره راتلای شي چې پیاوړی ملت ولرو، ځکه د پیاوړي ملت په موجودیت کې زمونږ ګټې په اسانۍ سره خوندي کیدلای شي. نن ورځ د هر افغان سره د وطن پالنې، ملتپالنې، سولې او ثبات او ښه ژوند کولو فکر پیدا شوی، نو د ملت جوړونې او په یوه ټغر د را ټولیدو ښه لار د اسلام سپېڅلی دین دی، ځکه اسلام خلک سولې، دوستۍ او وروروالۍ ته رابولي، نو ځکه ویلی شو چې زمونږ هیواد وال په خپل ټولنیز ژوند کې باید د یو موټی کیدو لپاره د اسلام مبین دین ته مخه کړي او لکه څرنګه چې اسلام یو او بل ته د ورورۍ بلنه ورکوي، نو اړینه ده چې افغانان خپلو اسلامي شعایرو او احکامو ته پوره پاملرنه وکړي او هغه باید په ټوله مانا سره تطبیق کړي. د اسلامي احکامو په تطبیق سره زمونږ په منځ کې مینه، دوستي، خواخوږي، ورور والي، یووالی او همغږي پیاوړي کیږي او بالاخره مونږ د دې جوګه کیږو چې د یوه پیاوړي او یو موټي افغان ملت په توګه خپل شتون ته دوام ورکړو. په حقیقت کې اسلام زمونږ ترمنځ ټولو ناخوالو، ستونزو او بې عدالتیو ته د پای ټکی کېښودلی شي او مونږ ته د ملي یووالي، او ملي دریځ مفکوره را کولای شي، نو ځکه اړینه بولو چې د ملت جوړونې لپاره د اسلام په مبین دین تکیه وکړو.
دیني علماوو ته باید دنده وسپارل شي چې هره جمع په خطبو کې د اسلام د اساساتو او حکمونو له مخې د ملت جوړونې او اسلامي وروروالۍ لوري ته بلنه ورکړي.
۲ــ افغانیت:زمونږ د ملي هویت د تثبیت یو بل غوره اصل افغانیت دی؛ په افغانیت سره زمونږ ملت د پیړیو پیړیو را پدیخوا راټول شوی او دا اصل د افغان ملت په جوړونه کې ژور اغیز لري. د اساسي قانون له مخې د افغان کلمه د افغانستان په هر فرد اطلاقیږي، نوپدې اساس سره افغانیت د افغانانو د ټولنیز جوړښت یو مهم رکن ګڼل کیږي.همدارنګه هره ټولنه او هرملت د خپل شتون او جوړښت لپاره خاصې ځانګړتیاوې لري، چې دهغې په اساس یې ملي هویت د نورو ملتونو څخه بیلیږي اوهمدا ځانګړنې دي چې د یوه ملت په ټولنیز جوړښت اوټینګښت کې مهم رول لوبوي، نوافغانیت هم د افغاني ټولنې هغه مهم او تاریخي رکن دی چې د افغان ملت د ملي هویت په تثبیت او ټولنیز ټینګښت کې اغیزمن واقع شوی.
په همدې ترتیب سره ویلی شو چې افغانیت زمونږ پرملي روحیه او ملي یووالي ژور تاثیرات غورځولي او ددې رکن په اساس مونږ تل د بهرني دښمن په وړاندې ملي پاڅونونه کړي او دښمن ته مو هر وخت تاریخي او شرموونکي ماته ورکړي ده.
افغانستان د افغانو ګډ کور دی او د افغان ملت اتباع د یوې سکې دوه مخونه دي، خو افغانیت ددې ویاړلي ملت لپاره هغه سکه ده چې دسکې دوه مخونه یې سره نښلولي دي، نو پدې اساس سره افغانان یو له بل سره وصل دي او د یوه وجود په مانا دي او افغانیت ددې ملت لپاره هغه د رګ وینه ده چې وجود پرې ژوندی دی.
زمونږ ټولنیز ژوند ډیر تاریخي دی او پدې خاوره کې مو د یوې ځانګړي روحیی په اساس چې هغه افغانیت دی، یو له بله سره دوستانه ژوند کړی او ددې روحیی په اساس مو یو له بله سره ټولنیز مناسبات ټینګ کړي، نو په راتلونکي کې یو ځل بیا هم ددې افغاني روحیی په اساس کولای شو چې یو له بل سره خپل مناسبات ټینګ کړو او د ملت په جوړونه او د ملي روحیی او ملي یووالي په پیاوړتیا کې یې د ځانګړي رکن په ډول فعال او ژوندی وساتو.
که څه هم افغانیت یو قانوني چوکاټ او حقوقي قاعده نده، ولې زمونږ د ملت په ټینګښت او ټولنیز جوړښت کې یې د یوه اصل په توګه تل فعال رول لوبولی او افغانانو ته یې د ملتپالنې او هیوادپالنې یو ویښ او ژوندی احساس وربښلی.
۳ــ تاریخي اړیکي:د افغان ملت ټولنیز ژوند په قبیلوي جوړښت ولاړ دی او دا قبیلوي جوړښت د ډیرو پخو او لرغونو اړیکو په اساس را ژوندی شوی دی. لکه څرنګه چې دا خاوره تاریخي ده، همدا رنګه دا ملت هم یو تاریخي ملت دی او ددې ملت ټولو قومونو په تاریخي لحاظ سره د وروروالۍ په فضاء کې د یو او بل ترڅنګ صمیمانه استوګنه کړي ده. زمونږ د ملت تاریخي اړیکي د ژوندانه په هر ډګر کې څرګندې دي او دا اړیکي زمونږ هیوادوالو په هر عصر کې یو له بله سره پاللي دي او هغې ته یی پوره وده ورکړي ده.
د افغانانو ترمنځ دوستۍ کول، د یو او بل په غم او ښادیو ګې ګډون، د بهرني دښمن په وړاندې په مشترګ ډول دفاع، په بازارونو کې ګډ کاروبار، په کلیو او ښارونو کې ټولنیزه استوګنه، په اداره کې د یوه ټیم په توګه ګډ کار او دیته ورته نور مناسبات هغه څه دي چې زمونږ د ټولنیز ژوند کړۍ یې سره وصل کړي ده. داچې نوموړي اړیکي مونږ په پیړیو پیړیو یو له بل سره پاللي، نو د افغانستان د شتون تر وروستۍ ورځې پورې به په همدې ډول سره دوام ولري. خو ددې سره سره بیا هم ویلی شو چې په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه هر وخت ډیرې هڅې او کوښښونه شوي چې د افغانانو د ګډو اړیکو تاریخي هسته ماته کړي، خو دښمن پدې پلان کې ناکامه شوی او نوموړی ارمان یی له ځانه سره ګور ته وړی، داځکه چې تاریخي مناسباتو، ګډې استوګنې او ملي ګټو زمونږ وینه او پیوند سره یو کړی. په حقیقت کې دا تاریخي او ټولنیز پیوندونه دي چې افغان ملت یی د تجزیی او ویش څخه ساتلی. خو باید یادونه وکړو چې ددې هرڅه سره سره بیا هم ځینو قومي ټیکه دارانو دخپلو شخصي او تنظیمي ګټو په خاطر زمونږ د ملي دریځ په منځ کې درز اچولی او دې لوبې زمونږ ملي شتون او ګډ جوړښت ته خطر متوجه کړی؛ څرنګه چې قومي تمایلات یو موټي ملت د نفاق او ویش سره مخامخ کوي، نوپدې اساس سره زمونږ لپاره لازمه ده چې ملت پالنه خپل هدف وګرځوو او د ګډ تاریخي شتون په موجودیت باندې عقیده ولرو.
په حقیقت کې تاریخي اړیکي او ګډ ټولنیز ژوند مونږ نور هم سره نږدې کولای شي او په کار دي چې ددې نږدې والي لپاره یو ملي حرکت په لار واچوو، ترڅو په راتلونکي کې دیوه غښتلي، پیاوړي او واحد ملت په توګه په سوله او ثبات کې نیکمرغه ژوند وکړو.
۴ــ ګډې موخې:لکه څرنګه چې ټولنیز ژوند په اړیکو ولاړ دی، او په ټولنه کې د یو او بل د مرستو او ملاتړ پرته ژوند کول ستونزمنه خبره ده، نو پدې اساس سره هره ټولنه ګډې موخې لري او د شریک هدف لپاره په ټولنه کې د یو او بل ترڅنګ ژوند کوي. زمونږ ټولنه هم د دې اصل په نظر کې نیولو سره ټولنیز ژوند لري او افغانانو تل د یو او بل په مرسته او ملاتړ په خپلو کې سوکاله او ښیرازه ژوند سره کړی دی؛ خپلې اړتیاوې او هدفونه یې په شریکه سره ترلاسه کړي او نن ورځ زمونږ هیواد وال یو ځل بیا هم د یو او بل په شتون، یووالي، ملاتړ، مرسته او سوکالۍ کې خپل ژوند او راتلونکی موندلی شي. په وطن کې سوکالي، سوله، پرمختګ، ټولنیز عدالت، د علمي سطحې لوړتیا، د ښوونې او روزنې وده، پیاوړی اقتصاد، د ملي او اسلامي ارزښتونو خوندیتوب او دې ته ورته نور څیزونه زمونږ د ټولو افغانانو ګډې موخې دي، هر افغان غواړي چې په کور دننه ښه پرمختللی، ارام او په ثبات کې ژوند ولري؛ همدارنګه د جګړو، خپلمنځي مخالفتونو، بهرنیو لاسوهنو، نفاق او نفرتونو پای ته رسول د ټولو افغانانو ګډ ارمان او هیله ده. افغانان غواړي چې ثابت او عادلانه نظام ولري، ترڅو حق د حق څښتن ته وسپاري او د وګړو د حقوقو څخه د مدافع په توګه دفاع وکړي. نو پدې اساس سره ویلی شو چې افغانان سره سکني وروڼه دي او د افغان تاریخي ملت په ژوندي ساتلو کې ټولو فعال او پرځای رول لوبولی؛ سوکالي او پیاوړي افغانستان موجودیت د ټولو ګډ ارمان دی او د دې لوی ارمان لپاره لکه څرنګه چې ټولو قربانۍ ورکړي او په راتلونکي کې به هم په میړانه مبارزه کوو او هېڅ بهرني او د بهرنیانو ګوډا؛ي ته به اجازه نه ورکوو چې زمونږ په سرنوشت لوبې وکړي. څرنګه چې زمونږ پلرونو او نیکونو د سرلوړي افغانستان او د پیاوړي، خپلواک او یو موټي سوچه اسلامي افغان ملت د شتون لپاره د دښمن په وړاندې په میړانه دفاع کړي او دښمن ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی، په راتلونکي کې هم هیله ده چې د یوه ملي هدف او ملي دریځ لپاره یو او بل ته د ورورۍ لاسونه سره ورکړو، ترڅو سرولوړی افغان ملت او پیاوړی افغانستان ومومو.
۵ــ ملي ویاړنه او ملي ویاړونه:د افغان ملت تاریخي شتون او د افغانانو ګډه استوګنه د ځانګړو ارزښتونو په اساس ولاړه ده او دا هغه ملي ارزښتونه دي چې زمونږ د ټولنیز ژوند د ځنځیر کړۍ یې سره وصل کړي دي.
زمونږ د ملت ترټولو غوره اصل اسلام دی، چې بیل بحث به ورباندې وشي.خو ددې ترڅنګ زمونږ د ملت ملي کارنامې او ملي ویاړونه هغه ژوندي حقیقتونه دي چې زمونږ ملت ته یې د ملي یووالي، ټولنیزې استوګنې، ګډې مرستې، او د ملي دریځ د پیاوړتیا او غښتلتیا روحیه یې ورکړي.
دهیواد څخه دفاع او د بهرني دښمن په وړاندې په یوه سنګر کې دهیواد پالنې لپاره جګړه او بالاخره د دښمن ماتي او زمونږ بریاوې زمونږ ملي ویاړنې دي او ټول ولس ددې ویاړنو ګټونکی دی. همدارنګه ابومسلم خراسانی، سلطان غیاث الدین غوري، سلطان شهاب الدین غوري، سلطان محمود غزنوي، ابوریحان الیروني، ابو علي سینا بلخي، میرویس نیکه، محمود هوتک، لوی احمد شاه بابا، ملا مشک عالم، میر مسجدي خان کوهدامني، وزیر محمد اکبر خان، غازي امان الله خان، سید جمال الدین افغان او همدا ډول دهیواد نور علمي، سیاسي، قومي او روحاني شخصیتونه زمونږ لپاره هغه ملي ویاړونه دي چې ټول پرې نازیږو.
سند او هند ته د اسلام مقدس دین خپرول، د ایراني ښکیلاکګرو له جغ څخه د ملت ازادول، د انګریزانو، روسانو او نورو بهرنیو یرغلګرو په وړاندې مقدس ملي پاڅونونه او د هیواد د خپلواکۍ لپاره په هر عصر کې ګډې قربانۍ او سرښندنې هغه څه دي چې زمونږ هیلې، موخې او ارمانونه یې سره یو کړي دي. په همدې استدلال سره ویلی شو چې مونږ یو موټی ملت یو، لکه څرنګه چې نوک او ورۍ سره نښتي دي، همدا ډول زمونږ ټولنیز جوړښت هم سره وصل دی او هیڅ وخت یو د بل پرته سره ژوند نشو کولای، ځکه زمونږ دښمنان ډیر تاریخي دي او هر وخت هڅې کوي چې یو یو مو غرغره کړي.
دې پورته حقایقو ته په پام سره دې نتیجې ته رسیږو چې زمونږ شتون یو له بل پرته ناشونی دی او زمونږ ملي ویاړنې او ملي ویاړونه هغه ارزښتونه دي چې زمونږ په ټینګښت کې یې مهم او پرځای رول لوبولی دی، نو زمونږ وړاندیز همدا دی چې مونږ باید دملت دیووالي او ټینګښت لپاره یوه ملي ستراتیژي په کار واچول شي او ملت پالنه زمونږ ټولنیزه وجیبه ده.
۶ــ ګډ کلتور