ملت جوړونه:په  افغانستان کې



 افغان ملت د نړۍ یو ډیر تاریخي او لرغونی ملت دی او ډیر د برمه ډک او ویاړلی تاریخ لري. پښتون، ترکمن، بلوڅ، هزاره، تاجک، ازبک، پشه یی، نورستاني، ایماق، قرغیز، عرب، ګوجر، براهوی، قزلباش او نور قومونه د دې ملت د ملا تیر جوړوي او دغه قومونه د افغان ملت لپاره د یوه سیستم بڼه لري. پښتانه چې د دې ملت اکثریت جوړوي، په افغانستان کې یې د نوروقومونو د نږدې او صميمانه ملګرتيا اوګډې همکارۍ په اساس دولتي او سياسي واک په لاس کې لرلی، نو پدې اساس سرهد افغانستان د دولت بنسټ ايښودونکي ګڼل کېږي. ناپښتنو قومونو په تاريخ کې هېڅ وختهم له دغه واکمن عنصر سره دسياسي واک لپاره يو جدي وسله وال رقابت نه دى کړى او نه يېدا مورچل غوره کړى دى، تل يې د هېواد د ادارې په برخه کې دويم رول منلى او د نظام د پیاوړتیا اوساتنې په برخه کې یی تل لازمه مرسته کړې ده، چې دې وضعېد هېواد سياسي او ټولنيز ثبات تضمين کړى. همدارنګه افغان ملت یو له بل سره ګډې موخې او ګټې لري او د دغو ګډو موخو او ګټو په اساس یی تل د بهرني دښمن په وړاندې په شریک ډول په میړانه دفاع کړي.
افغانیت او اسلامیت د افغان ملت د ملي هویت د تثبیت او ملي غرور د تحقق دوه مهم بنسټونه دي؛ او دغو دوو بنسټونو د افغان ملت په یووالي، ملي دفاع او د ټولنیز جوړښت په ترتیب او تنظیم کې لویه ونډه اخیستي.همدارنګه ملي سیاست او ملي اهدافو هم د دې ویاړلي ملت په ټینګښت کې په خپل وار سره مهم رول لوبولی دی؛ خو په ډیرې خواشینۍ سره چې پدې وروستیو کې دځینو معرضو کورنیو او بهرنیو کړیو د لاسوهنو او سازمان شوي پلان له مخې زمونږ ملي یووالی سخت زیانمن شوی. د ظاهر شاه او داوود خان د واکمنیو تر وروستیو کالونو پورې د هیواد ملي یووالی او د وطن پالنې احساس په خپل حال ټینګ پاتې وو، خو تردې وروسته کله چې د ملي سیاستوالو پر ځای قومي سیاستوال را ډګر ته شول او ملي سیاست یې په قومي سیاستونو ووېشه، نو زمونږ د ویاړلي ملت تاریخي ویاړنه او ملي یووالی هم ورو ورو کمزوری شوی، اما بیا هم ویلی شو چې ستونزه په ملت کې نه بلکې ستونزه په ناسالمه رهبرۍ او غیر ملي سیاست کې ده او ترڅو پورې چې دغه قومي ټیکه داران د واک پرګدۍ ناست وي ترهغې به ستونزې په خپل حال پاتې وي او زمونږ ملي دریځ او ملي روحیه به همداسې زخمي وي.
قومي او سمتي سیاستونه په حقیقت کې یو موټی ملت د تجزیی او ویش سره مخامخ کوي او د وګړو ترمنځ لویی ستونزې او ناخوالې  رامنځته کوي. زمونږ په هیواد کې د افغان ملت د وېش او د لوی افغانستان د تجزیی لپاره دغه طرحه لومړۍ ځل برتانوي ښکیلاکګرو ځواکونو په کار واچوله. د لوی احمدشاه بابا او د تیمورشاه دراني د واکمنیو د پرځیدو وروسته کله چې په اسیا کې د نړیوالو سیالیو لړۍ پیل شوه نو بهرني دښمن هڅه وکړه چې افغان ځواک د زور له لارې مات کړي، خو دوی په دغه پلان کې پاتې راغلل او بیا یی هڅه وکړه چې په افغانستان کې وروڼه د واک او قدرت د ترلاسه کیدا په موخه سره په مخالفت کې واچوي چې دا کار دوی عملا وکړ، خو دې کار هم د ملت په ملي یووالي او وطنپالنې کوم منفي اغیز ونکړ او بالاخره دغه جابر دښمن د لوی افغانستان د تجزیی او په  هیواد کې د مذهب، ژبې، سمت او قوم په نوم د وېش او نفاق طرحه په کار واچوله، چې پدې کار کې دوی تر یوې اندازې پورې بریالي هم شول. د دې تجربې څخه په تقلید سره په ١٩٧٩م کال د دسمبر پر مياشت، کلهچې شورويانو پر افغانستان يرغل وکړ، پرهمدې وخت کې یې ځينې قومي اقليتونه د پښتنود سياسي واک  پر ضد او د افغانستان د ټوټه کیدو په خاطر وښورول، چې دې کار زمونږ ملي یووالي او ملي دریځ ته سخت زیان واړوه، خو د ټولو هڅو سره سره بیا هم روسان او د دوی ګوډاګیان پدې بریالي نه شول چې ګران افغانستان تجزیه کړي او یو موټی ملت سره وپاشي، داځکه چې افغانان ګډ دین، ګډ کلتور او ګډې موخې لري او دې مشترک جوړښت زمونږ وینه او مینه سره یوه کړي ده.
پدې ورستیو کې یوشمیر نورو هیوادونو لکه: پاکستان، ایران، امریکې او ....هم د سرو لښکرو ترخه تجربه تکرار کړه او هڅه یې وکړه چې افغانستان یو ځل بیا د ژبې، مذهب، قوم او سمت په نوم سره ووېشي ترڅو د دوی اوږدمهاله استعماري اهداف ترلاسه شي، خو افغانانو د دوی دغې سپین سترګۍ ته د کرکې په سترګه کتلي او هغه یې د افغان ملت د ورکیدا لپاره یو پلان شوی کار بللی، نو پدې اساس یې دغه کار بد ګڼلی، داځکه چې اوس وخت نړۍ او ملتونه د سیاست، اقتصاد او کلتور په نړیوال کیدو سره، سره یو کیږي او د مشترکو ګټو کړۍ جوړوي خو نړیوال په پوره سپین سترګۍ سره زمونږ یو موټی ملت سره بیلوي. مونږ هیڅکله هم د بهرني دښمن دغه  سازمان شوی پلان نه شو زغملی او مونږ به په پوره جرئت او میړانه سره د دښمن دغه خوب بې حقیقته کوو. خو باید یادونه وکړو چې زمونږ دولت باید دغه ستر مکلفیت ترسره کړی وای او د ملت جوړونې لپاره یی باید یوه ځانګړي ملي ستراتیژي په کار اچولي وای، ترڅو د کالونو کالونو تربګنۍ او ناخوالې په دوستۍ اوښتي وای، خو دولت دغه ستره ملي وجیبه تر سره نکړه او په راتلونکو حکومتونو بیا هم سر له مخه غږ کوو چې د ملت دغه ستر ملي ارمان ته ځانګړي پاملرنه وکړي او د دې هدف د تر لاسه کیدا لپاره باید یوه ملي ستراتیژي په کار واچوي او د قومي ټیکه دارانو کمبله دې نور ورټوله کړي.