
د ملت جوړونې په وړاندې شته خنډونه:ملت جوړول د افغانستان ژغورلو یو غوره فکتوردی، څومره چې زمونږ جنګ ځپلي هیواد دپاره امنیت او ثبات اړین دی، هغومره ملت جوړونه لازمه ده؛ ملت جوړونه بې له منلو نه کیږي، که مونږ وغواړو چې یو پیاوړی ملت رامنځته کړو نو یو اوبل باید ومنو، د افغانستان ټول مېشت قومونه د دې خاورې اصلي وارثان دي او دا خاوره د ټولو مشتره که، نو پدې اساس سره ټول قومونه باید د یو او بل د منلو زغم ولري او هر قوم ته د دې ملت د یو جز په حیث باید احترام وکړای شي او د هر قوم ژبه باید د درناوي وړ وبولي، ځکه ملت حوړونه بې له منلو نه کیږي او تر څو چې مونږ د یو او بل د منلو زغم ونلرو تر هغې به ملت پاشلی وي او د یو موټی کیدو په وړاندې به خنډونه همداسې په خپل حال پاتې وي. نن ورځ ډیرې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ هڅې کوي چې افغانان د قوم، ژبې سمت او مذهب په نوم سره ووېشي او په دې کار کې تر یوې اندازې بریالي شوي هم دي، او لا هڅې کوي چې تاجک د ازبک، هزاره د ترکمن، پښتون د پشه یي .... په وړاندې سره وجنګوي او ددې لارې خپلې موخې تر لاسه کړي.
نن ورځ چې نړۍ سره یو کیږي، پولې او سرحدونه د منځه وړي، خو په افسوس سره چې زمونږ ځینې قومي ټیکه داران او نړیوال استعماري ځواکونه پدې هڅه کې دي چې افغانان سره تجزیه کړي او د افغان ملت تاریخي غرور مات کړي او په نړۍ کې یې یا دیوه نوم ورکي ملت په توګه او یا د یوه کمزوري او غلام ملت په توګه نیم ژوندی وساتي. مونږ منو چې افغان ملت په ټوله مانا سره پاشلی ندی، خو یو موټی هم ندی؛ نو دلته لومړۍ باید هغه حقیقتونه او ستونزې په ګوته کړو چې د ملت جوړونې په وړاندې خنډ ګرځیدلي او بیا باید دهغې د حل لارې په ګوته کړو.
ستونزې او خنډونه په هره ټولنه کې وي، په تېره بیا په یوه جنګ ځپلي ټولنه کې د ستونزو که ډیره لوړه وي، خو هره ټولنه د ستونزو د هواري لپاره معقولې لارې چارې هم لري او کوښښ کوي چې د ور پېښو ناخوالو مخه ونیسي.
په افغانستان کې ستونزې او ناخوالې یو بل پسې لا زور اخیستی، دا ځکه چې د ملي سیاستونو پر ځای په قومي سیاستونو تکیه کول لویه بلا ګرځیدلي. مونږ دلته یو شمیر هغه لاملونه په ګوته کړي چې د ملت په پاشلو کې یې لویه ونډه اخیستي، نو کله چې ددغو لاملونو منفي اړخونه په مثبتو اړخونو بدل کړو نو یقیناً چې د ملت جوړونې پروسه ټکنۍ کیږي او ملت د یو موټی کیدو او وطنپالنې په لور حرکت پیل کولای شي.
۱ــ قومي سیاستونه:قومي سیاستونو نن ورځ زمونږ ملت زیات سره وېشلی او نوره یې هم سره وېشي. قومي ټیکه داران په ډیر جرئت سره دملي روحیې او ملي یووالي پرځای قومي روحیې ته ترجیح ورکوي او د خپلو شخصي ګټو په موخه د قوم او په ټوله کې د ملت ګټې او راتلونکی په خطر کې اچوي. مونږ دا نه وایو چې څوک دې خپل قوم ته خدمت نه کوي او د دې څخه هم سترګې نه شو پټولی، ځکه قومي جوړښت زمونږ د ټولنې واقعیت دی، خو هغه څه چې مونږ درد وي هغه د قومونو ترمنځ بې اتفاقۍ ته لمن وهل او په مختلفو نومونو د افغانانو په مخالفتونو کې اچول دي، چې دا کار دځینو بهرنیو کړیو په اشارې سره قومي ټیکه داران په ډیر مهارت سره په مخ وړي.
د قومي ساستونو په شتون کې یو پیاوړی او واحد ملت نه شي جوړیدلی، ځکه قومي سیاستونه واحد او یو موټی ملت نور هم سره وېشي او کله چې په کومه ټولنه کې ملي هویت د قومي هویتونو ښکار وګرځي، نو یقیناً چې لوی ملت د تباهۍ او بربادۍ کندې ته غورځي او د ملت په پښو ودرول بیا ډیر وخت نیسي. مونږ په تیرو څو لسیزو کې ولیدل چې په افغانستان کې قومي هویتونه تر ملي هویت او قانون لوړ ګڼل شوي او له دولتي اماناتو څخه د یوه قوم په ګټه او د بل قوم په ضد کار اخیستل شوی، چې دې کار زمونږ د ملي یووالي او ملت جوړونې روح سخت ټپي ګړی. زمونږ غوښتنه دا ده چې زمونږ ملت جوړونه باید په وطن او وطنپالنه بنأ وي او یوه داسې مفکوره باید وړاندې شي چې پر اساس یې په عمومي ډول ولس او په ځانګړي ډول ځوانان خپل ملي هویت وټاکي. دلته د ستونزو زیږنده عوامل قومونه نه بلکې یو څو تنه قومي ټیکه داران دي چې نفاق او تربګنیو ته لمن وهي او زمونږ هغه تاریخي دوستانه روابط سره بېلوي چې د پیړیو پیړیو مو سره پاللي دي.
قومي سیاستوالو تر اوسه پدې هم فکر ندی کړی چې قوم واله یې بې روزګاره دي، د لوږې خپل ماشومان پلوري او د بې وزلۍ له امله در په در ګرځي او په ښارونو کې یې نورو ته د سوال لپاره لاس نیولی؛ فقر، غربت او ناپوهۍ یې د ولس او په تیره بیا د ځوان نسل ملا ور ماته کړي. باید زیاته کړو چې قومي ټیکه داران ددې په غم کې هم ندي او دا تمه هم باید ور څخه ونه شي بلکې د دوی یوازینی هدف د شخصي ګټو او د واک ساتل او د بهرنیانو د پلانونو تطبیق کول دي او ملت به همدا سې خوار او بې روزګاره ګرځي، نو لازمه ده چې د قومي سیاستونو پر ځای ملي سیاست ته مخه کړو، ځکه په قومي سیاستونو زمونږ ستونزې نه حل کیږي بلکې د ستونزو د حل یوازینۍ لار ملي هویت او د قانون تطبیق دی. دقانون په تطبیق سره یو غښتلی او سوکاله ملت رامنځته کیږي او د ټولو بې عدالتیو او ناخوالو مخه نیول کیدای شي.
زمونږ په ټولنه کې د قومي سیاستونو د پراخیدو مهم دلیل هم بې قانوني او د قانون تر پښو لاندې کول دي، قومي زورواکان چې نظام یې انخصار کړی په لوی لاس قوانین ماتوي، نو کله چې په یوه ټولنه کې زورور او کمزوري د قانون په وړاندې برابر نه وي او زورواکان د کمزورو حقوق تر پښو لاندې کوي نو بیا ټولنه به هېڅکله هم دولت خپل ونه بولي او د نظام په وړاندې به همېشه مخالف چلند کوي. په لنډ ډول باید ووایو چې د قومي سیاست پرځای باید ملي سیاست ته مخه شي، ځکه په ملي سیاست سره له یوې خوا ملت ژغورل کیږي او له بلې خوا د قانون حاکمیت را منځته کیږي او ټولنه د سوکالۍ خواته ځي.
۲ــ ژبني مسائل: که مونږ ووایو چې ژبه یوازې د افهام او تفهیم وسیله ده، نو دابه سمه او پرځای خبره نه وي، ځکه ژبه د افهام او تفهیم ترڅنګ د ملي ګټو د ساتنې وسیله هم ده، همدارنګه همدا ژبه ده چې خلک سره نږدې کوي او یو پیاوړی ملت رامنځته کوي. د ژبې په اساس ډیر ملتونه ویښ ساتل شوي او خپل تاریخي شتون یې ثابت کړی، اما یو شمیر پیاوړي قومونه چې خپله ژبه یې د لاسه ورکړي، نن ورځ یا د منځه تللي او یا ډیر کمزوري او محکوم پاتې شوي.
تاریخ ته په کتو سره کله چې نړیوال استعماري ځواک پتییلي چې یو قوم د منځه یوسي او یا یې محکوم وساتي نو د نورو استعماري وسائلو ترڅنګ یی کوښښ کړی چې د نوموړي قوم ژبه دمنځه یوسي؛ کله چې د یو قوم ژبه دمنځه لاړه شي، نو بیا دهغې سره جوخت د هماغه قوم ادبیات او کلتور دمنځه ځي او په ټوله کې هماغه قوم بې هویته پاتې کیږي.
نن ورځ نړیوالو تجربو ښودلي چې مورنۍ او ملي ژبه د یوه ملت په ټینګښت او د علمي پانګې په بډاینه کې ستر رول لوبوي. هغه ملتونه چې ژبه یې محکومه او د نورو ښکار شوي هغه کمزوري او بې هویته پاتې شوي؛ ځینې هیوادونه واحده ژبه لري چې دا کار د ملت په جوړښت او ټینګښت کې زیات اغیزمن واقع شوی، اما یوشمیر هیوادونه بیا دوه یا څو ژبې لري، چې دا هم په خپل وار سره د یوه هیواد لپاره ستره مادي او معنوي پانګه بلل کیدای شي، خو ستونزه هغه وخت را پیدا کیږي چې په یوه هیواد کې په زور یوه ژبه د معتددو ژبو ویونکو ټولنه باندې حاکمه وګرځول شي او نور قومونه د خپلې مورنۍ ژبې له نعمت څخه په اداره او اکاډمیکو ځایونو کې د ویلو، تحریر او زده کړو په ساحه کې بې برخې شي.
زمونږ ټولنه هم د بیلابیلو ژبو ویونکي ټولنه ده، او اړینه ده چې په هیواد کې ټولې شته ژبې د ژوندیو ژبو په قطار کې وساتو، ځکه که ټولې ژبې په ژوندیو ژبو بدلې کړو نو دا به زمونږ د هیواد لپاره ستره مادي او معنوي پانګه وي او زمونږ په کلتوري بډاینه کې به یې مهم نقش لرلی وي او د هیواد په سیاسي او اقتصادي ډګر کې به یې د پام وړ ځای خپل کړی وي.
د دې لپاره چې له یوې خوا خپله کلتوري پانګه وساتو او له بلې خوا په هیواد کې علمي پانګه بډایه کړو نو اړینه ده چې په هیواد کې ټولې موجوده ژبې ژوندۍ وساتو او هیوادوالو ته په مورنۍ ژبه د لیک، لوست او زده کړو زمینه برابره کړو، ځکه په مورنۍ ژبه زده کړې د هر انسان حق دی او په مورنۍ ژبه زده کړه کول د ډیرو ګټو لرونکي ده.
څرنګه چې مالوماتو ته لاسرسی یوه انساني اړتیا ده، نو کله چې یو چاته په مورنۍ ژبه د زده کړې زمینه برابره وي نو په اسانۍ سره مالومات تر لاسه کولای شي، خو په ډیر افسوس سره چې زمونږ په هیوا کې تر اوسه عادلانه قضاوت ندی شوی، نه تر اوسه ټولو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړې زمینه برابره شوي او نه یې ژبو ته د هیواد په اداري سیتم کې پاملرنه شوي.
مونږ منو چې د هیواد په اساسي قانون کې پښتو او دري رسمي ژبې دي، خو دلته یوه لویه تشه چې تر سترګو کیږي هغه د ملي ژبې نشتوالی دی؛ ملي ژبه یو ملت سره نږدې کوي، خو زمونږ په اداره کې د یوې ژبې مطلق حاکمیت د نورو ژبو ویونکو لپاره د خطر په مانا دی، او دې مسئلې په هیواد کې تبعیضي چلند رامنځته کړی. زمونږ ډیری سیاستوال او چارواکي په ټولنیزو اړیکو او اداراتو کې د نورو سره تبعیضي چلند کوي او د بلې ژبې ویونکو ته د پردي په سترګه ګوري، چې د دوی دا عمل په ټولنه کې په عقده بدلیږي او مقابل جانب اړکیږي چې د ځانه ورته غبرګون وښيي؛ چې دا عمل د هیواد او ملت لپاره ډیر ناوړه عواقب لري.
لکه څرنګه چې زمونږ لپاره د وطن ټولې ژبې د اهمیت وړ دي او ولس مو غواړي چې په خپلو ژبو تحریر او تکریر وکړي، نو لازمه ده چې دې برخې ته جدي پاملرنه وشي اوکه چیرې دې برخې ته جدي پاملرنه ونه شي نو ستونزې به د یو موټي ملت ترمنځ لا زیاتې شي، له یوې خوا به بهرنی دښمن د دې وضعې څخه پرځای ګټه پورته کړي او له بلې خوا څخه به همدا قومي ټیکه داران د موقع څخه په استفادې خپل قدرت ته دوام ورکوي او ولسونه به د ژبني محکومیت تر شعار لاندې په خپلو کې سره په لانجو او شخړو کې اچوي او خپلې ګټې وټې به په لاس راوړي.
د دې لپاره چې یو موټی ملت رامنځته کړو او خپلمنځي ستونزو ته د حل منطقي لار پیدا کړو، په کار ده چې ټولو ژبو د ودې لپاره کار وشي او د افهام او تفهیم په موخه باید په ټولو رسمي ادارو او اکاډمیکو ساحو کې ملي مصطلحاتو ته پاملرنه وشي او ملي ترمینالوژي باید خوندي وي، ځکه ملي مصطلحات زمونږ د ملي ارزښتونو له جملې څخه ګڼل کیږي او د ملي مصطلحاتو په خوندیتابه سره زمونږ ټول خواره واره ولسونه سره نږدې کیدلای شي او بالاخره دا کار د یوه پیاوړي او یو موټي ملت په را منځته کیدو کې لویه ونډه لرلای شي.
۳ــ د عادلانه نظام نشتوالی:لوی خنډ چې د ملت جوړونې په وړاندې پروت دی هغه د یوه عادلانه نظام نشتوالی دی او تر څو پورې چې زمونږ په هېواد کې بې عدالتي روانه وي تر هغې به شتونزې هم په خپل حال پاتې وي. عدالت په حقیقت کې د انساني ټولنې اساس دی او کومه ټولنه چې پرعدالت ولاړه وي، هلته دستونزو او مخالفتونو کچه ډیره ټیټه وي او خلک د عدالت په شتون کې دسولې، نېکمرغۍ او ارامۍ احساس کوي، چې زمونږ په ټولنه کې دا یو هم نشته. خو باید ووایو چې عدالت په ټولنه کې د نظام په اساس رامنځته کیږي او دعدالت تطبیق هم دولت دنده ده، او دعادلانه نظام په شتون کې د وګړو ټول حقوق رعایت کیږي، چې ددې کار په کولو سره د خلکو باور په نظام لا زیاتیږي او خلک د دولت په خواخوږۍ اړ کیږي. زمونږ نظام نن ورځ یو عادلانه نظام ندی او د دولت همدغه غیر عادلانه تګلاره او بې عدالتي ده چې په کور دننه یې زیاتې ستونزې را ټوکولي او قومونه یې د یو اوبل په وړاندې د مخالفت په سنګر کې سره ودرولي.
مونږ به هغه وخت یو موټی او هوسا ملت وا وسو چې پیاوړی دولت او عادلانه نظام ولرو، ځکه د عدالت او پیاوړي دولت په شتون سره پیاوړی ملت رامځته کیږي. زمونږ په ټولنه کې دفقر شتون او د سیمه ییز محرومیت مفکوره د نظام د بې عدالتۍ په اساس رامنځته شوي او د خلکو ترمنځ د شخړو او مخالفتونو د منځته راتګ علتونه هم د دولت کمزوري پالیسي او د کمزوري دولت شتوالی دی. دملتونو د جوړښت اساس ژبه، نژاد، مذهب او کلتور ندی بلکې د ملتونو دجوړولو اساس ګډې ګټې، تاریخي اړیکي، او د ګډ سیاست کولو اصول دي، چې دا هر څه د یوه پیاوړي دولت په شتون سره تر لاسه کیدای شي، خو دا هم باید ووایو چې که چیرې کوم ملت واحده ژبه، ګډ کلتور، ګډ نژاد او ګډ مذهب ولري، نو هغه ملت به ډیر پیاوړی او غښتلی وي، چې زمونږ ملت د دې څخه ګډ کلتور، ګډ نژاد، ګډ دین، ګدې ګټې او د ګډ سیاست کولو اصول لرو، خو د دولت دکمزوري سیاست له امله هرڅه شړیدلي دي. په کور دننه په لوی لاس خلک ملي شخصیتونه او قومونه سپکوي او دولت ورباندې چوپه خوله پاتې وي، چې د دولت دنه غبرګون په اساس سپکوونکي لا زړور کیږي او نور قومونه هم عقده اخلي او اړ کیږي چې د افرادو پرځای دقوم سره ورته چلند وکړي، چې دا کار د افغان ملت ملا ماتوي او پدې لوبه کې بهرني استخبارات په ډیره سپین سترګۍ سره لاسوهنه کوي او دولت هم سړه سینه چوپ پروت دی او دهغې مخه نه نیسي.
د ستونزو د حل اصلي مرجع دولت دی، دولت باید په ټولو هغو مسائلو کې مداخله وکړي چې د ملت په وېش او ټوټه کیدو کې رول لوبوي او هېچا ته باید اجازه ورنکړي چې دا ډول مسائلو ته لمن وهي. که چیرې څوک دا ډول پېښو ته لمن وهي نو لازمه ده چې هغې ته درنده جزا ورکړل شي، تر څو نور ورڅخه پند واخلي. خو په ډیر افسوس سره چې باید ووایم چې دولت دا ډول مسائلو ته تر اوسه جدي پاملرنه نده کړي، تر څو چې دولت د دا ډول مسائلو چې ملت سره پاشي مخه ونه نیسي او د ملت جوړونې دپاره یوه ځانګړي تګلاره په کار وانه اچوي، تر هغې به تش په نوم ملت وو، خو پیاوړی او یو موټی ملت به نشو، لکه څرنګه چې اوس په کور دننه او دباندې د زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان یو په راتلونکي کې به هم د ستونزو او ګواښونو کوربانه وو.
۴ــ بهرنۍ لاسوهنې:بهرنۍ لاسوهنې هم په خپل وار یوه لویه ستونزه ده چې زمونږ نظام او ملت ور سره مخامخ دی. نړیوالو استخباراتو هڅې کړي چې له یوې خوا نظام کمزوری کړي او له بلې خوا افغانان په خپل منځ کې سره په مخالفت کې واچوي، ترڅو د دوی په وړاندې پراته خنډونه هوار شي. بهرني دښمن تل هڅه کړي چې افغانان سره ووېشي او د افغان ملت د یووالي بنسټ وران کړي، چې د دې هدف لپاره یې ډیره ماهرانه لوبه په لار اچولي او په هر عصر کې یې کوښښ کړی چې یا افغانستان په ټوله مانا سره تجزیه کړي او لږ تر لږه د خپلمنځي شخړو او مخالفتونو په اساس مرکزي نظام کمزوری کړی. په ۱۸۹۳ م کال کې انګریزانو د ځانګړي پلان په اساس د لوی افغانستان په زړه د بېلتون چاړه راکش کړه او په ډیره سپین سترګۍ سره یې د افغانانو ترمنځ په نفاق لاس پورې کړ؛ چې ددې کار په کولو سره د افغانانو تاریخي غرور ته سخت زیان واوښت. ددې تجربې څخه په استفادې په دې وروستیو کې یو شمیر نورو دولتونو هم هڅې کړي چې افغانان د ژبې، قوم، مذهب او سمت په نوم سره ووېشي، څو افغانستان په څو کوچنیو دولتونو سره تجزیه کړي، چې پدې لوبه کې پر بهرنیانو برسېره یو شمیر کورني افغان دښمنه عناصر هم شامل دي او وخت نا وخت یې کوښښونه کړي چې د افغانستان ځینې برخې د خراسان، باختر او یا په کوم بل نوم سره بېلې کړي، چې دا او دې ته ورته هڅې دافغانستان او د افغان ملت د وجودي فلسفې څخه د انکار او بې هویته کولو په مانا دي.
په دې وروستیو څو لسیزو کې روسیې، پاکستان، ایران، امریکې او یو شمېر نورو هېوادونو هم په خپل وار سره وخت ناوخت کوښښ کړی چې افغانستان تجزیه کړی او افغان ملت سره ووېشي، چې د دوی دغه شومې دسیسې نه یوازې پای ته لا ندي رسیدلي بلکې تر ننه پورې هلې ځلې کوي چې افغانستان تجزیه او افغانان بې هویته کړي.
نړیوالې ټولنې هم په خپل وار هڅه کړي چې د افغان ملت د یووالي ملا ماته کړي، چې امریکایي او یو شمیر نورو سیاستوالو ددې طرحې د پلي کولو لپاره وخت نا وخت د سولې او پخلاینې تر شعار لاندې چیغې کړي چې د افغانستان ځینې برخې د وسله والو مخالفینو ته او یو شمیر ولایتونه د نورو زورواکو په لاس کې ورکړل شي، چې ددې کار په کولو سره نه یوازې سوله او ثبات نه شي رامنځته کیدای بلکې دا او دې ته ورته شعارونه او هڅې د مرکزي نظام د کمزوري کولو او د افغان ملت د بې اتفاقۍ او تجزیې کولو څخه بل کوم مفهوم او مانا نلري.
د افغان کور په کور جګړه یوه بله تپل شوي بهرنۍ دسیسه ده چې افغان ملت یې سره په اخ او ډب ککې سره اچولی، چې دا هم د ملت د ملت د وېش او کمزوري کولو لپاره ده اوبس. په افغانستان کې دبهرنیو استخباراتو لاسوهنې ډیرې په سپین سترګئ سره ترسره کیږي او د ډیر عجیب تکتیک څخه کار اخلي؛ هغه د چا خبره چې د لیوه سره یې ماتوي او له شپانه سره ویر کړي. نړیوالو استخباراتو نه یوازې په افغانستان کې د ژبې، قوم مذهب او سمت په نوم تطبیق کړل بلکې خپل منځي مخالفتونه یې تر کلو او کورونو هم ورسول. نړیوال استخبارات او افغان دښمنه عناصر به نور هم کوښښ وکړي چې افغان ملي او اسلامي هویت مو وځپي او بې هویته مو پاتې کړي، خو زمونږ لپاره لازمه ده چې د بهرني دښمن سره په شعوري ډول چلند وکړو.
نن ورځ بهرنۍ لاسوهنې زمونږ د نظام او ملت جوړونې په وړاندې لوی خنډ ګرځیدلي، خو مونږ به نه نهیلې کیږو، ځکه د یوه ځواکمن نظام په رامنځته کیدو سره له یوې خوا د بهرنیو لاسوهنو مخه نیول کیدای شي او له بلې خوا د ملت جوړونې لپاره برابرولی شي او د ټولو کورنیو تضادونو او بې اتفاقیو جرړې ایستلی شي. خو مونږ به هغه وخت وکولای و چې یو باوړی ملت رامنځته کړو چې، تر څو یو پیاوړی ملي او په اسلامي ارزښتونو ولاړ نظام رامنځته کړو. که چیرې مونږ یو پیاوړی نظام رامنځته نکړو نو ستونزې به نه یوازې حل نشي بلکې خپلمنځي مخالفتونه به لا زیات شي. خو هیله داده چې د یوه ملي بحث په ترڅ کې لومړۍ په یوه نظام باندې کار وکړو او وروسته دیوه پاوړي ملت د جوړونې لپاره مټې راونغاړو. د ملت جوړونې لپاره به لومړۍ ستونزې تشخیص کړو او وروسته بع د ستونزو په حل کولو باندې په ګډه توګه پیل کوو او د پیاوړي ملت په منځته راتګ سره کولای شو چې د ټولو کورنیو او بهرنیو افغان دښمنه عناصرو مخه ونیسو.