
لیکوال: براهما چلني
د هند ولس مودي ته پرون د نوي حکومت واک وسپارلو.ویل کیږي مودي د جاپان د لمړي وزیر شینزو ابې سره ډیر ورته والی لري او د هغه په څېر قاطع او پریکنده دریځ لري.شینزو ابې په 2012ز کې هغه مهال واک ته رسیدلی و چې جاپان کې شپږ کلنه سیاسي ناکراري تازه پای ته رسیدلې وه، شینزو ابې په دې وتوانېد چې په نړیواله کچه جاپان ته یو پیاوړی او کلک دریځ وټاکي او د نورو ملتونو سره یې د سیالۍ په لور رهي کړي. هندیان هم له مودي څخه غواړي چې د خپل پیاوړي مشرتابه په مټ د هند اقتصاد او ملي امنیت پیاوړی کړي.
د شینزو ابې په څېر، مودي هم غواړي چې د هند اقتصادي برخلیک ته خپله پاملرنه زیاته کړي او په ورته مهال کې د هندي دفاعي ځواک پیاوړی کړي او د یو لړ هم فکره هیوادونو سره سترتیژیکي ملګرتیا پیاوړې کړي. یو شمېر کارپوها ن وایې چې مودي به هڅه وکړي د هغه فکر په ضد ګامونه پورته کړي چې وایې چین د اسیا مرکز دی. په هند او بهرنۍ نړۍ کې مودي سوداګرو او پانګوالو ته نږدې ګڼل کیږي له همدې امله هغه ژمنه کړې چې د هند چټکې اقتصادي ودې په موخه د پانګوالو لپاره د پانګونې چاپیریال رامنځته کړي.
د مقالي لیکوال وایې چې مودي خپله څېره په ښیښه کې د شینزو ابې په څېر ویني. دواړه په اقتصادي چارو کې په ازاد بازار عقیده لري او هڅه کوي چې د Asianism لپاره کار وکړي مودي پتیلې ده چې په اسیا کې د سترو دیموکراسیو سره پیاوړې ستراتیژیکې ملګرتیا رامنځته کړي. په هند کې په ځانګړي ډول د سیاسي مشرانو او هندي وګړو تر منځ د عمر واټن خورا پراخه دی مګر مودي د هند د ازادۍ څخه را پدیخوا لومړی مشر دی چې د هند د ازادۍ څخه وروسته پیدا شوی دی؛ د جاپان شینزو ابې هم د ددویمې نړیوالې جګړې وروسته پیدا شوی دی.د دواړو تر منځ یو ستر توپیر دادی چې مودي د هندي ولس په ټیټ پاړکي کې خپل ژوند تېر کړیدی مګر شینزوابې په دې حساب په بډایه کورنۍ کې ژوند کړی دی او د جاپان په سیاسي ډګر کې د شتون مخینه لري.او دوه مشران یې پخوا هم د جاپان لومړی او د بهرنیو چارو وزیران تیر شوي دي.
مودي د شینزو ابې په څېر داسې مهال واک ته رسیږي چې هند د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې د سترو ننګونو سره مخ دی د نړۍ شپږمه برخه وګړي د هند په دیموکراسۍ کې ژوند کوي مګر تر اوسه پورې یې په دې تناسب دیموکراتیک برم نه دی پیدا کړی په 2013 کې (د هند بیکاره بهرنۍ پالیسۍ) په نوم یوه مقاله کاږی چې هندوستان د خپل پرمختګ سره داسې لاس ګریوان دی لکه نوی ډیلی چې د سیاسي پیکه توب په مټ لګیا وي او د ټول هند وګړي د ځان سره دښمنۍ ته کاږي. ډیری هندیان له مودي څخه غواړي چې د هند بهرنیو اړیکو ته نوی مسیر ورکړي؛ داسې په داسې مهال کې ده چې په نړیواله کچه د چین او هند تر منځ د اړیکو واټن خورا پراخه شوی دی او په دې سربیره په د هند په نفوذي هیوادونو، سریلنکا، نیپال او مالدیف کې د هند نفوذ راکم شوی دی.
د دوه اتومي ځواکونو (چین او پاکستان) تر منځ د پیاوړي کیدونکو اړیکو بله هغه مسئله ده چې هند ورته ناکراره دی. دواړه هیوادونه د هند سره په پولو جغرافیوي ستونزې او کړکېچونه لري. ددې دواړه هیوادونو سره په معامله کې به مودي هم د تیرو حکومتونو په څېر د زړه نا زړه توب ښکار وي. د چین بهرني پالیسي د کمونیست ګوند او پوځي ادارو له لورې جوړیږي مګر پاکستان تر ډیره بیا په خپل پوځ او استخباراتي ادارو باندې تکیه کوي. په هند کې داسې سیاسي انګیرنې کیږي چې ښایي مودي به د پاکستان له لورې د ممبيی په څېر د پیښو تکرار ته غلی پاتي نشي.
په دې وروستیو کې د هند او امریکا اړیکې د یو لړ دیپلوماتیکو او سوداګریزو مسئلو په اړه کړکېچن شوي دي، د دواړو لورو تر منځ د اړیکو بیا رغول بله هغه ستره مسئله ده چې مودي به ورسره مخ شي. مګر داسې ویل کیږي چې د مودي اقتصادي لید لوری ددې خبرې پخلی کوي چې نوموړی به د امریکا سره د سوداګرۍ به برخه کې نوي فرصتونه رامنځته کړي ځکه چې مودي پلان لري چې د هندي دفاعي ځواک د معاصرې نړۍ د غوښتنو سره سم کاندي، دا هغه برخه ده چې امریکا به پکې په پوره لیوالتیا سره پانګونې ته زړه ښه کړي ځکه امریکا د من موهم سنګ د حکومت سره هم د دفاعي سوداګرۍ په برخه کې ستره ونډه لرله، امریکا غواړي چې په دې ډول د دفاعي وسایلو پلور زیات کړي او د دوه اړخیزه دفاعي همکاریو ته لار هواره کړي. د دفاعي همکاریو په مرسته کې امریکا د هند سره تر نور هیوادونو ډیر پوځي مشقونه تر سره کړي دي. کار پوهان وایې چې په همدې ډول به د دواړه لورو تر منځ اړیکې د پرمختګ یو بل پړاو ته ننوځي.
مودي هغه څوک دی چې کولای شي امریکا سره اړیکې نورمال حالت ته راولي مګر د خپل مشرتابه په پیل کې کیدای شی چې امریکا سره د مودي اړیکې ډيرې تودې نه وي؛ په 2005 کې امریکا نوموړي ته د بشر د حقوقو د سپکاوي په پلمه له ویزې ورکولو څخه ډډه کړې وه، امریکا وایې چې مودي په 2002 کال کې په ګجرات کې د هندو-مسلمان په ناکراریو کې لاس لرلو چې په پایله کې یې یو شمېر مسلمانان وژل شوي وو که څه هم په دې قضیه کې د هند سترې محکمې نوموړی سپین اعلان کړ. بل خوا، مودي به د جاپان او اسرایلو هیوادونه له یاده و نه باسي؛ سره له دې چې هغه مهال مودي د امریکا هدف و مګر اسرایل او جاپان نوموړی په ښه نوم یاد کړی و. په 2007 او 2012 کې مودي جاپان ته سفر کړی و او په ترڅ کې یې د ګجرات ایالت ته ستره پانګونه را ماته کړې وه. په دې سربیره، مودي د شینز و ابې سره شخصي اړیکې هم لري.
د مودي بری به د په اسیا کې د جاپان او هند تر منځ د اړیکو په برخه کې د چټک پرمختګ لامل وګرځي. د هندي سیاست په ډګر کې د (look east) په نوم ستراتیژي مهم ځای لري. مودي به له همدې امله د ختیځې اسیا یو شمیر نورو هیوادونو سره هم اقتصادي او ستراتیژیکې اړیکې پیاوړې کړي.د هند ددې تګلارې په اړه شینزو ابې ویلي چې جاپان په دې برخه کې د هند سره سترو اړیکو ته ژمن دی. د شینزو ابې او مودي تر مشرۍ لاندۍ د هند او جاپان اړیکې کولای شی چې د اسیا د ستراتیژیکي سناریو بڼه بدله کړي.
Lutfullah44@gmail.com
ژباړن: لطف الله لطف، نړیوال اسلامي پوهنتون-اسلام اباد