
د شپې نهه بجې وې، مېرمنې ته مې زنګ راغی، له مقابل لوری سره د خبرو په پیلولو وارخطا شوه، کله یې چې خبرې پای ته ورسېدې ترې مې وپوښتل: څنګه چل ده؟ ویې ویل ورور مې (ساحل) ناروغ دی او په روغتون کې بستر دی. لهدې سره د روغتون پر لور روان شوم. ساحل د اندراګاندی په روغتون کې بستر و.
د دغه روغتون د کار ډبره په ۱۳۴۵ ل کال کې د محمدظاهر شاه او د هند د پخوانی مرستیال ولسمشر ذاکرحسین لهخوا ایښودل شوې، چې په ۱۳۵۰ ل کال کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. اوسمهال پهدغه روغتون کې ۵۰۰ کارکوونکی پر دندو بوخت دی. اندراګاندی روغتون څلور پوړه لری: لومړی پوړ یې عاجلې برخې، دویم داخلې، اکسرې او هډوکو برخو، درېیم د جراحۍ او څلورم پوړ هم د غوږ، پوزې او جلدی ناروغیو برخې ته ځانګړی شویدی.
زموږ ناروغ په دویم پوړ کې بستر و. دویم پوړ ته په ورتللو هر څه راته بل ډول ښکاره شول. په روغتونونو کې تر ټولو مهمه موضوع د پاکوالی او نظافت ده؛ خو په خواشینۍ سره، چې پهدغه روغتون کې پاکوالی ته زیاته پاملرنه نه وه شوې؛ د روغتون له کارکوونکو نیولې بیا تر ناروغانو او د روغتون تر چاپېریاله. حتا ډاکټران هم له ورته حالت سره مخ وو. ناروغ مو باید تر نیم ساعته عملیات ته چمتو شوی وای. د نیم ساعت له تېرېدو وروسته لومړی پوړ (عاجلې برخې) ته ښکته شو، ناروغ ماشومان زیات ول، څوک موټر وهلی و، څوک پر ډبرې ویشتل شوی و، او څوک هم… عملیاتخونې مخې ته لهدې امله ۱۵ دقیقې منتظر پاتې شو، چې ډاکټران نه ول، بالاخره ساحل عملیاتخونې ته دننه شو. پهدې وخت کې یو بل ماشوم، چې موټر وهلی و او حالت یې نازک و، عاجلې برخې ته راوړل شو؛ خو بیا هم د ډاکټرانو درک نه و، کله، چې د ناروغ خپلوانو (کېدای شی پلار به یې و) غږ پورته شو یو تن ډاکټر د عاجلې برخې له یوې څنډې را ښکاره شو. لهدې امله، چې ناروغ مو په عملیاتخونه کې و ومې غوښتل هغې څنډې ته سر ورښکاره کړم، چې ډاکټر ترې راووت. ډېره جالبه وه، چې دلته یو ماشوم له مرګ سره لاس او ګرېوان او هلته ډاکټران په بل څه بوخت دی؛ په همدې شپه د افغانستان او کوېټ ترمنځ د فوټبال لوبه روانه وه، چې د ډاکټرانو په ګډون د عاجلې څانګې ډېری کارکوونکی د ټلویزیون مخې ته ټول شوی وو.
که څه هم د تېرو کلونو په اوږدو کې په ځینو برخو کې مو پرمختګ درلودلای دی؛ خو نږدې د ټولنې ټولې برخې له شته حالت څخه شکایت کوی، باور مې دا دی، چې د ټولنې ګڼشمېر وګړی خپلې دندې ته ژمن نهدی. د روغتون کارکوونکی هم په همدغې ډله کې و؛ ځکه دلته یو ماشوم د مرګ او ژوند تر منځ پر پوله ولاړ دی او هلته ډاکټران په بېغمه زړه خپله ننداره کوی.
ناروغ مو په عملیاتخونه کې او موږ هم په دهلیز کې سرګردان و، چې د یوې مور د چیغې غږ مې واورېده: (لور مې مړه شوه، یو دانه لور مې مړه شوه) دا د هغې مور غږ و، چې لور یې د خاوند په غېږ کې پرته او دې چېغې وهلې. هېڅڅوک د دغې مور په حال و نهرحمېدل حتا… مرګ او ژوند د خدای په لاس کې دی؛ خو ډاډمن یم که د روغتون ډاکټرانو جدی پاملرنه کړې وای، دغه مور به بوره شوې نه وای. د ښځې خاوند دې ته ویل، چې لور مې ستا له لاسه مړه شوه؛ خو واضح ده، چې هېڅ یوه مور نهغواړی خپل اولاد له لاسه ورکړی. اوس هم پر ټولنې مو ناوړه دود حاکم دی او اوس هم په ډېری برخو کې ښځو ته د انسان په سترګه نه کتل کېږی. که د روغتونونو په ګډون کلتوری برخې ته پاملرنه ونهشی، دا وېره پر خپل ځای ده، چې ټولې شته لاستهراوړنې به له لاسه ورکړو. اوس هم د هغې مور غږ مې په غوږونو کې کړنګېږی.