له مړو ډک کانټینرونه او دجنوبي ولایاتو  وضع

 
ابله ورځ له کویټې نه د افغانانو لپاره یو ډیر زړه بوږنوونکی خبر راغی، هلته څه باندې شپیتو تنو هغو کسانو په کانټینرونو کې ساه ورکړه چې غوښتل یې له هیواد نه بهر په قاچاقي توګه ولاړ شي. په دغو کانټینرونو کې ټول یو سلو لس تنه له کندهاره  د ایران په لور خوځیدلي وو او د بلوچستان د کویټې ښار په هزارګنجي سیمه کې یې سم نیمایي مړه او پاتې نور بې هوشه وموندل شول. دوی په کانټینرونو کې د ساه بندۍ له امله په حق رسیدلي دي. یاده شوې شمیره رسمي سرچینو تایید کړې ده، خو عیني شاهدانو ویلي دي، چې د مړو شمیر تر دې ډیر دی.
د هزارګنجي د سیمې اوسیدونکو رسنیو ته ویلي، چې کله دلته یو کانټینر راغی نو بوی ترې راغی، دوی پرې شکي شول او کله چې یې دروازې پرانستلې نو ټول سپاره کسان پکې مړه او بې هوشه ول، د دوی په وینا د کانټینرونو چلوونکي له سیمې تښتیدلي وو، خو پاکستاني چارواکي وايي، نیولي یې دي.
په لومړي سر کې خو دا پیښه جنايي اړخ لري چې د افغانستان دولت یې پر وړاندې مسئولیت لري. ددې پیښې د عاملینو محکمې ته راکش کول د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ګډ مسئولیت دی چې ښايي ددغو کسانو اړیکې په ایران کې میشتو قاچاقبرانو پورې هم ورسیږي.
اوس دا زموږ په حکومت پورې اړه لري چې څرنګه کولای شي د خپلو خلکو پوښتنه وکړي او د شهیدانو د وارثانو قناعت ترلاسه کړي . دا د خلکو په وړاندې د افغان حکومت د پرستیژ او ازمویښت یوه مسئله ده. د نړیوالې ټولنې لپاره هم یوه ستره ننګونه کیدای شي، چې د دومره نړیوالو ځواکونو له میشتیدو او ملیونونو ډالرو مرستې له اعلان سره دوی بیا هم ونشو کړای ، چې د افغانانو لپاره د یوه ابرومندانه ژوند زمینه برابره کړي. دوی ته ځکه دغه مسئولیت راجع کیږي، چې په زرګونو پوځیان یې دلته په همدې موخه میشت شوي دي.
که د مسئلې له جنایي اړخه تیر شو او سیاسي او ټولنیز هغو ته یې راشو، نو بیا هم دغه پیښه زموږ د بې سارو کورنیو ستونزو څرګندويي کوي. لومړی داچې دغه خلک د هیواد له هغو سیمو کوچیدلي وو، چې هلته امنیت نشته، د بیارغونې کارونه په ټپه ولاړ دي او د خلکو ځان او مال د دولت پلوو او وسلوالو مخالفینو له خوا په خطر کې دی. دا ښايي د هغو ځوانانو له ډلې څخه وو، چې په هیواد کې یې د خپلو کورنیو د معشیت لپاره هیڅ لاره چاره نه درلودله او نه یې هم غوښتل چې وسلوالو مخالفینو، القاعده او طالبانو ته تسلیم شي.
 
دا د یو شمیرهغو مغرضانه څرګندونو پر وړاندې یو بوږنوونکی ثبوت دی، چې وايي، د بیارغونې ټولې پیسې په جنوبي ولایتونو کې مصرفیږي.
داسې ښکاري چې په جنوبي ولایتونو کې د ځوانانو پر مخ همدا دوه لارې پاتې دي، یا به له وسلوالو مخالفینو سره یو ځای کیږي او یا به هم له هیواده پښې سپکوي، چې اکثره یې بیا ایران او پاکستان ته ځي، په پردیو ملکونو کې د مزدورۍ او غلامۍ ژوند ته ډيره ترجیح ورکوي له دې چې په خپل هیواد کې دې په رواني ناروغیو او جګړو کې اخته شي.
يادو شویو کسانو په داسې حال کې ایران ته د تلو هوډ کړی و، چې د هغه هیواد حکومت د کډوالو له منلو څخه انکاري دی او هره ورځ ډله ‌ډله راشړي. دوی به په دې خبر وو، خو ښايي د خپلو سیمو شرایط ورته د ایران تر هغو ډير ناوړه ښکاريدل، ځکه خو یې له کوره خدای په امانی راخیستی و، د ځینو میندو به یې ورپسې اوبه هم شیندلې وي، چې په مخه یې ښه شي.
په جنوبي ولایتونو کې ناامني او وسلوال مخالفت له بې کاري او د خلکو له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مستقیم تړاوو لري. هلته چې څومره د حکومت او د پراختيايي پروګرامونو غیاب پراخیږي او اوږدیږي، د وسله والو  مخالفینو نفوذ ژوریږي او عام خلک د جګړې د لارې خپلولو ته اړ کیږي.
 
د افغانستان دولت ددغو سیمو د امنیتي او ټولنیز وضعیت د ښه کولو لپاره د اوږدمهالو پلانونو له پلي کیدو پرته اړ دی چې د وضعیت له لا خرابیدو څخه د مخنیوي لپاره په ځینو سملاسي اقداماتو هم لاس پورې کړي.
لومړی داچې حکومت کولای شي، په سیمو کې د پراختیايي پروژو د پلي کیدو له هلو ځلو سربیره په هیواد کې دننه او بهر ځوانانو ته د کار موندنې اضافی منابع ولټوي. د ساري په توګه دوی په ایران او عربي هیوادونو کې د هغوی له حکومتونو سره د رسمي قراردادونو له لارې دغو مجبورو ځوانانو ته د کار زمینه برابرولای شي.
څه موده مخکې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معینیت په هیواد کې دننه یو ابتکار وکړ او له څو کورنیو خصوصي پوهنتونونو سره یې داسې تړونونه لاسلیک کړل چې له مخې یې د ناامنو سیمو یو شمیر ځوانانو ته په وړیا توګه د لوړو زده کړو زمینه برابریږي.
په همدې توګه په هیواد کې دننه له ځینو کورنیو او بهرنیو موسسو سره هم د جنوبي ولایتونو خلکو ته د کار موندنې په برخه کې ورته تړونونو ته لاره هواریدای شي.
 
دا له سیاسي او پوځي هلو ځلو سربیره هغه لارې چارې دي، چې په خنوبي ولایتونو کې د وضعیت د لا خرابیدو په مخنیوي کې پوره مرسته کولای شي.