
جګړه هرڅه ته زيان رسوي تيرو جګړو او ناخوالو افغانستان ته په هره برخهکې ژور زيانونه ورسول ،دجګړې له امله دبشري ناورين ترڅنګ په کې ډير فزيکيبنسټونه هم ونړيدل ان تر دې چې ددې هېواد طبعي شتمنيو او ښکلاته په کېزيان ورسيدلو ،هرڅه چور اوتالان شول،دهرچاپه خپل سرې واکمنۍ کې داسېناروا کړنې ترسره شوې چې په بشري تاريخ کې يې ډيرې کمې بېلګې ليدلکيږي.انسانان حيوانات او نباتات په کې تباه شول.
ددې خاورې دښمن په دې هېواد کې گڼ شمير ډلې پيدا کړې هرډلې ته يې ځانګړېدندې ورکړې ،چا انسانان وژل ،چا دهېواد بنسټونه نړول ،چادهېواد ملي شتمنۍلوټلې ،چادهېواد ملي اثار پلورل ،چا دنفاق اچونې لپاره کارکولو ،چا دولتيځمکې غصب کولې ،چا ځنګلونه وهل اوچا ددې هېواد ښکلي او تاريخي زرغونېسيمې تخريب اوتالان کولې.
که تيرو جګړو ته دعبرت په موخه کتنه وشي هغه مهال ګڼ شمير تاريخي باغونهتالان او يا وسوځول شول ،خوست دافغانستان په سرحدکې پروت ولايت دى ،ښکلېاو زرغونه جغرافيه لري ،په جغرافيه کې يې يو شمير تاريخي باغونو لکهبېلاووټ باغ ،مېلمه کوټ باغ ،فارم باغ،وزيرباغ،پروژې باغ،سيګۍ باغ،سمواتباغ او بادام باغ شتون درلود ، دا داسې باغونه وو چې له نورو ولايتونوڅخه به خلک ورته دليدو په موخه راتلل په ټوليزه توګه هر بڼ ټولنيز ،اقتصادي او تاريخي اهميت درلود په دې وروستيو جګړو کې ورته له هر اړخ څخهزيات زيان ورسيدو يوشمير باغونه خو په هراړخيزه توګه تخريب او تالان شويدي خو کوم يې چې پاتې دي ،اوس رغول کيږي.يو هم دبېلاووټ ښکلى اوتاريخي بڼ دى دغه ښکلى تاريخي بڼد١٣٣٥تر١٣٤٣لمريزو کالونو په جريان کې دپکتيا دانکشافي پروژې په چوکاټ کېدالمان هېواد په مالي تمويل سره په ٨٥جريبه ځمکه کې زرغون شوى،چې په کېميوه لرونکې او زينتي ونې لکه الوکاټ ،نارنج،زيتون ،مڼې،الوچې ،زردالو اوناک روزل کيږي ،په دې وروستيو جنګونو کې يې سخت زيان وليد ډيرې برخې يېغصب شوې وې چې په دې وروستيو څلورو کالونو کې ترډير بريده له غصب خلاصېشوې.
دڅلورو کالونو راپدې خوا خوست ولايتي ادارې دنورو لومړيتوبونو ترڅنګدتاريخي باغونو احياء ته توجه زياته کړه ،په دې تړاو يې دکرنې اومالدارۍوزارت ته ګڼ شمير وړانديزونه وکړل ،مګر دکرنې اومالدارۍ وزارت په دې برخهکې پاتې راغى ،خو ولايتي ادارې خپل تلاشونه ګړندي وساتل ،دهمدې تلاشونوپه پايله کې دټولنې نښلونې موسسه دې ته وهڅول شوه ترڅو دتاريخي باغونودرغونې په برخه کې همکاري وکړي،هماغه وو چې په دې وروستيو کې يې دبېلاووټتاريخي بڼ ورغولو چې په دې سره دخوست اداره او ولسونه ډير خوښ شول.
دخوست تاريخي باغونه ټولنيز ،اقتصادي او تاريخي اهميت لري، ځکه همېشهددغه ولايت ولسونو ترې ديووالي ،سولې او خوښيو دټغرونو ،دځوانانو دلوبوبلکې په ګڼ شمير نورو ګټورو پروګرامونو کې ګټه پورته کوي ،څوک په کېدخوښۍ پروګرامونه جوړوي ،څوک په کې مېلې کوي ،څوک په کې دجمعې ورځې تفريحکوي ،څوک په کې قومي جرګې کوي،څوک په کې دعامه پوهاوي غونډې جوړوې اوڅوک
مېلمانه ورته دسياحت په موخه راولي اوڅوک په کې يادګاري انځورونه اخلې،دخوست هربڼ خوست ته ځانګړې ښکلا ورکړې ده، همدا لامل دى چې دخوست ادارهددغه باغونه احياء او رغونه خپل کاري لومړيتوب ګڼي.دخوست اداره او ولسونه دکرنې اومالدارۍ له وزارت او ټولوهغه مرستندويهټولنو څخه چې دکرنې په برخه کې کارکوي غوښتنه کوي چې ديادو باغونود اساسياحياء په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.
واکمن