د نظر او ذهني تجربو مخنيوی د ابتکاراتو مخنيوی دی


 
موږ په خپله ټولنه او علمي ډګرونو کې خپل نظر او ذهني تجربې د تهديد له ويرې نه شو څرګندولی. کله چې موږ د خپل نظر، خيال او ذهني تجربو اظهار ونه کړو نو څنګه کولی شو چې په يو کار او مسلک کې پرمختګ وکړو! که د خپل ذهن ثمره وړاندې نه کړو او خپله ذهني تجربه له چا سره شريکه نه کړو نو زموږ وړتيا به په ذهن کې پټه پاتې شي! همدا سبب دی چې موږ په ډېره کمه اندازه او حتی د نشت برابر مخترعين او مفکرين لرو!
زموږ په ښوونيزو مرکزونو کې غير مستقيم داسې روحيه او ذهنيت ورکول کېږي چې کوم کار د استاد او پوهاند په نوم چا ترسره کړی وي په هغه کې بيا ستا نظر څه شی دی چې مداخله کوې؟
که له پوهنتونه فارغ پوی شي چې د ده په مسلک کې له ده وړاندې ځې نو بيا درته وايي چې د پوهانو خلاف کار کول پکار نه دي!
يو وخت مې د (حقوق؟) په نوم يوه ليکنه کړې وه چې د اساسي حقوقو د ټاکلو حق مې يواځې الله تعالی ته منسوب کړی و او دلايل مې هم وړاندې کړي و خو د حقوقو يو فارغ راته وويل: ستا ليکنه مې وکتله! مګر د حقوقو په برخه کې چې نړېوالو کوم کتابونه ليکلي او کوم کار يې کړی د هغې مخالفت خو موږ نه شو کولی!
ما د بحث د نه کولو په نيت وويل:
حقوق مې هسې د ادبې نکتې له نظره څيړلي وو!
ده وويل: ښه ښه بيا خو سمه ده! ما وې که کوم نظر مظر دې وړاندې کړی!
موږ ته خپلې ټولنې او ښوونيزو مرکزونو دا په ميراث پرېښې چې د پخوانيو په کارونو کې مداخله او نظر وړاندې کول بيخي له کفر سره سم دي! مثلاً: که څوک د رحمان بابا په شعر باندې پر ځای او مدللله نيوکه وکړي نو ټولنه ورته وايي چې عقيده کې يې فرق راغلی! ګني داسې يې څنګه کول؟
موږ له ماشومتوبه تر زړښته مقلدين يوو. په ماشومتوب کې خو اړ يوو چې له خپلې کورنۍ څخه ژبه او اخلاق زده کړو خو په لويوالي کې مو بيا خپله ټولنه او چاپېريال نه پرېږدي چې له تقليده ځان خلاص کړو!
ولې دې ته مو بايد پام وي چې ځينې شيان او مسايل په تقليد بنا وي. په هغه کې تغير او تخير نه شو کولی. دا ډول مسايل ترډېره په دين پورې اړوند دي خو په حقيقت کې دغه ديني تقليد هم تقليد نه بلکې يو نوی نوی عمل وي چې ترسره کېږي! ولې زموږ بحث پر دا ډول مسايلو نه دی!
تقليد دې ته هم نه شو ويلی چې د پخوانيو پر کار باندې نوی کار ورزيات کړو! په واقعيت کې پرمختګ په همدې ډول کېږي چې د پخوانيو په کارونو کې ښه والی راولو! خو له بده بخته زموږ په ټولنه کې دا کار نه کېږي او که څوک يې کوي، په يو نه يو ډول يې مخه نيول کېږي!
زرګونه کاله وړاندې يوه پخواني عالم په لومړي ځل د کلال په لاس کې ګېلاس وليدو نو پوی شو چې ګېلاس د کلال له لاسونو وړاندې د ده په ذهن کې و. بس همدا وو چې [صوري] نظريه يې وړاندې کړه!
که دغې عالم خپل نظر نه وی وړاندې کړی نو تر موږ به يې نظريه څنګه رارسيده!
د نظر، فکر، خيال او ذهني تجربو د وړاندې کولو مخنيوی د پرمختګونو، ايجادونو او ابتکاراتو مخنيوی دی!



۲۲جدي ۱۳۹۲
حيدرآباد
خوست