ستومانه مزل

 زما ژوند يو ستومانه مزل دی، چې  روٍح مې پر خپلو اوږو تر لحده رسوي . لحدته تر رسيدو پورې څو څو ځلې لوېدلې يم اولا به څومره لوېږم ،او څو ځلې پورته شوې يم او دا دی يوځل بيا ژوند، چې د مجبوريو  ساحل ، د غمونو سلسله او د نا هيليو کاروان دی، په مخه کړې يم.
 
هو!  ژوند،  چې لکه بې وسي مې په تقدير کې لېکل شوې او لکه سمندرچې دغمونو او دردونو  له افسانو ډک دی،  بيا په مخه کړې يم او روانه يم. شا او خوا لالهانده په يوې وړې هيلې پسې هم ګرځم ،چې ښايې  په حقيقت بدل شوی وي خو هغه هم نه مومم .
او زه اوس په داسې پړاو کې يم چې نه پر ځمګه لويدلې پاتې کېدای شم او نه مې هم د پورته کېدو همت شته.
يو وخت چې زه لوېدلې وم او ماته شوې وم تا ما ته  د بېرته پورته کېدو هيله راکړه ، زما د پښو توان شوې، ما ته ﻻرښود شوې او ستومانه ژوند ته مې سکون شوې. ستا ﻻس می نيولی و او ستا پر ښودلي ﻻر روانه وم. ما يواځې ستا نيولی ﻻس لېدو، ستا په  پله به مې ګام اېښودلو، سترګو مې يواځې په تا کې ويسا لېدله او بس.
 څه پېښ شول،  چې ته  زما د ﻻس پرېښودو ته اړ شوې؟
تا ويل، چې  تر محشره به راسره وې او تر هغې وروسته به هم!
خو،
تا زه داسې په ځمکه ګوزاره کړم چې نه يواځې ماته شوم،  بلکې له ډېره درده وسوځېدم، ايره شوم  اود نېستۍ توپان د هستۍ په پښو کې ونڅولم او له ځان سره يې محوه کړم.