محمد رضا بهرامي بیا کابل ته راوګرځید



د"اهل بیت" سخت دریځه  ولاړل ، خو دفتنې او شر ډیران یې په افغانستان کې دیادګار په توګه پرېښودل ایران داړتیا له مخې  بیا محمد رضا بهرامي کابل ته دخپل سفیر په توګه راواستوه ، خو په سلګونو سمونپاله  او روڼ اندي  په ایراني زندانونو کې  دبوډاتوب لور ته  روان دي .
په کابل  کې  دایران نوی سفیر محمد رضا بهرامي دپخواني ولسمشر محمد خاتمي او دوه کاله وړاندې دمحمود احمدي نژاد دواک په لومړۍ دوره (1384-1381 ل )کې  په کابل کې دایران سفیر و .
وړاندې له دې ،چې بهرامي  سفیر شي  نوموړی دطالبانو د واکمنۍ پر مهال  په ننګرهار او کندهار کې  دکونسل او سر کونسل په توګه دندې ترسره کړې دي .
په 1384 ل کې وړاندې له دې ،چې په افغانستان کې یې د ډیپلومات په توګه  دنده پای ته ورسیږي  حامد کرزي دخدای په امانۍ په مراسمو کې نوموړي ته د(احمدشاه مسعود) دولتي نښان ډالۍ کړې دی .
پخوانیو سفیرانو هر یو فدا حسین مالکي او ابو الفضل ظهر وند  دسپاه پاسدارانو له بنسټپالو او سختدریځو کړیو سره اړیکې درلودې ،چې تګلارې یې دافغانستان او ایران  دګټو پر ضد وې  دوی  دمذهبي ملایانو او مذهبي عبادتځانو څخه نااسلامي ګټه پورته کوله  ، پخوا داسې سفیران دلته رااستول شوې و ،چې دافغانستان دخلکو په اړه یې ګومانونه درلودل او یا یې فکري روغتیا دومره کمزورې وه ،چې  پر حقایقو نه پوهیدل .
دبیلګې په توګه  فدا حسین مالکي په سیستان او بلوچستان کې له مذهبي لږکیو سره د ناسم چلند له کبله دوسیې درلودې ، پر مخدره موادو روږدې و  ددې پر ځای ،چې دخپل هېواد له بهرنیو چارو وزارت څخه لارښونې تر لاسه کړي مستقیما یې له احمدي نژاد او سپاه پاسدارانو څخه  سپارښتنې او لارښونې تر لاسه کولې .
ابو الفضل ظهروند  له ولسمشر کرزي سره په داسې بڼه خبرې کولې ،چې له ګستاخۍ پرته  بل څه نه شي بلل کېدای ، چلند او دریځ یې له ډیپلوماتیک عرف سره اړخ نه لګاوه د تاوتریخوالي او نښتو پر مهال یې څو ډوله رول لوباوه .
محمد رضا بهرامي دخپلو اسلافو په پرتله یو څه  بدل دی . نوموړی  دافغانستان دچارو کارپوه دی  له سیاسي ومذهبي مشرانو سره پوره پيژندګلوي لري  پردې سربېره بهرامي دافغانستان او سیمې دچارو شنونکی دی او  دافغانستان او پاکستان په اړه یې  څو لیکنې هم کړې دي .
بهرامي دښاغلي مالکي برعکس ،چې تریاک یې کارول یوازې سګرټ څکوي ، خو دبهرامي ستونزه بیا داده ،چې داسې مهال بیرته کابل ته راګرځي ،چې اوس دایران په اړه دخلکو نظر ډېر بدل شوې دی په وروستیو څلورو کلونو کې دافغانانو اعدامونه ، دمړو دجسدونو پلورل ، دافغان ګډوال ځورول هغه څه دي ،چې دایران لپاره یې یو څه ستونزې راپنځولې دي .
بهرامي په سیمه کې دایران درسمي سفیر په چارو کې د(سپاه قدس ) له لاسوهنو سره جوړ نه دی  او دا شونتیا شته ،چې له دې وروسته افغاني الاصله  ایرانۍ کړۍ ،چې په دې وروستیو کې یې بازار ګرم دی له دې وروسته خپل فعالیتونو ته  په رسمي چوکاټ کې ځای ورکړي ،چې په اړه یې تور او شک رامنځته نه شي ،چې ګویا ایران دافغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي .
جهادي او ناجهادي رهبران  له ښاغلي بهرامي ښې خاطرې لري په ایران کې دډاکتر روحاني په مشرۍ نوی حکومت غواړي ،چې دنړۍ او سیمې په کچه دمحمد خاتمي په څیر نرم ډیپلوماتیک چلند راخپل کړي او هغه پلونه بیا له سره جوړ کړي ،چې داحمدي نژاد دواک پر مهال ړنګ شوي وو .