
نړيوالو، سيمه ييزو او محلي رسنيو، سياست والو، دولتي او نادولتي موسسو او افغانانو ته د اپريل شپږمې په ټاکنو کی د پراخه ګډون او امنيتي ځواکونو ته د امنيت په ساتلو کی مبارکي وويله خوځينو کړيو او افرادو په لوی لاس هڅه وکړه چې د خلکو له رايو سره لوبې وکړي او په ډير بې شرمانه ډول يي د خلکو پر برخليک ملنډې ووهلې.
اوس چه ټاکنې دويم پړاو ته لاړې په هر افغان لازمه شوه تر څو هغه نيمګړتياوې چه په اول پړاو کې يي ترسره کړي بيا تکرار نه شي او هغه سيستيماتيکه درغلي چه په لمړي پړاو کې ترسره شوه بايد ترې مخنيوی وشي
څو پوښتنې دي چې بايد ځواب شي .
څه وشول ؟ څه به وشي ؟، ولې کيږي؟، ګاونډيان او نړيوال څوک غواړي؟.
د ټاکنو پايلې ولې د توقع خلاف وې؟
۱. د ټاکنيزو کمپاينونو او د کانديدانو برنامو ته په کتو اولس او د غني پلويان پدې خوش باورۍ کی ډوب وه چه راتلونکی دولت د غني د ټيم دی حال دا چه د عبدالله ټيم د خپلو پخوانيو تجربو او سيمه ييزو کړيو په کمک لا پخوا د سيستماتيکو درغليو لپاره تابيا نيولې وه. د غني پښتانه پلويان پدې باور وه چه د ازبکانو ټولې او د هزارو ډيری رای به د غني بکسونو ته ولیږي حال دا چه داسی ونه شوه.
۲.د عبدالله ټیم د ټول مادي او معنوي سرچینو نه په استفادي سره دا کوشش وکړ تر څو ټاکنی په اول راونډ کې دده په ګټه تمامې شي، د ټاکنو په کمسيون کی يي په ايډيالوژي سمبال غړي ځايي پر ځای يي کړل، د ټاکنو د کميسون محلي استازي (ډی اف سي) يي ډير يي د خپلې اغيزی لاندې وه (ځينو سره يي په تقرر کی مرسته کړې وه، ځينې يي په مادياتو، غوړو وعدو او په خارجي سفرونو نازولي وه) تر څو د کمک تر څنګ د درغلۍ مخنيوی ونکړي. داسی ويل کيږي چه ۶۵ ميليونه ډالر يي تر اوسه په مصرف رسولي دي چه د يو بډايه هيواد د ټولو ټاکنو د لګښت څخه زيات دي. د مصرف د يو مثال په ډول داسی ويل کيږي چه په کنړ کې يي چا ته ۴۰۰۰۰ زره ډالر ورکړل چه په نتيجه کی يي يواځې په يوې اولسوالۍ (څوکۍ) کی څه د پاسه دوه زره رايې ورته راټولې کړې.دعبدالله ټيم خپلو وفادارانو ته مشوره ورکړې وه چه د رايو راټولولو لپاره تر هره حده لاړ شي، تاسې د وهلو، ټکولو ، اخطارونو او حتی د مرګونو شاهد وای.
۳. د پښتنو په سيمو کی د ۱۰۰۰ څخه زیات مرکزونه وتړل شول، د کلتوري محدوديتنو له امله ښځېنه رايی استعمال نه شوی، د ناامنیو د ويری اه امله خلکو رایه ورنکړه. په ځینو سیمو کی د نظار شورای ټاکل شوي قمندانانو نه په استفادی ورته صندوقونه ډک شول چه ژوندی مثال یی د وردګو دی.
۴.اته واړو کانديدانو کی يي اوه ۷ پښتانه وه چه پدې سره د پښتنو رايه تقسيم شوه. او په کمپايننو کی تر ټول زیات پښتنو د یو بل خپې وهلې. حتی یو بل د شخصي حریم څخه تیر شول او یو بل لپاره یی د مولایانو څخه د کفر فتوایی پیدا کړي.
۵.د ټاکنو د کميسون ناسم مديريت او د څارونکو ادارو کمزوری نظارت چه يو مليون يا دې ته نژدې تقلبي رايی صندوقونو ته لاړې.
۶. په ځينو محلونو کی د ناظرينو نه موجوديت اويا هم کمزوری نظارت ددی لامل شو چه د عبدالله ټيم په پراخه ډول او ډاډه زړه درغلي وکړي. او یو څو نور واړه فکټورنه هم موجود وه.
ګاونډیان او نړیوال څوک غواړي؟
۱.پاکستان: پاکستان وار له مخه پدی هڅو کی و چه د شمال ټلوالېسره اړیکی ټینګې او په پوره کوشش د بریا تر سرحده ورسوي. په لمړي ځل دا هڅی هله ګړندۍ شوې چه کله په ۲۰۰۹ کال کې د کرزي او عبدالله تر منځ ټاکنی دویم پړاو ته لاړې. د اوسنیو ټاکنو څخه د مخه د پاکستاني خبریالانو یو ټیم کابل ته راغلی وه او عبدالله سره یی کتلي وه، د ټاکنو په بهیر کې پاکستاني رسنیو کوشش کاوه چه عبدالله مخکښ وښایی.اوس پوښتنه داده چې پاکستان ولې د عبدالله ملاتړ کوي؟
الف.د وینسټن چرچل هغه نظریه چه هغه هیواد په اسانۍ غلام کیدای شي چه بی تفاوته اکثریت او خاین اقلیت ولري، د طالبانو د پرځیدو وروسته پاکستان د افغانستان په اړه په خپله ستراتژۍ کی دومره توپیر راوستو چه باید اقلیت حاکم شي تر څو خپلو موخو ته په اسانۍ ورسیږو. په وروستیو کی ددوۍ تر منځ پټ ملاقاتونه او د استاذو لیږد رالیږد یو پر بل باور زیات کړی دی. پاکستان د طالبانو په واسطه د یو منظمی توطیی لاندی د پښتنو مشرانو ترور د ټلوالېکار نور هم اسان کړی. د ټاکنو څخه د مخه د دولت د مخالفینو مسلسلې حملې او رسنیز اخطارونه چه اثر یی د پښتنو په سیمو دی خلک دې ته اړه کړه تر څو رایه وانه چوي او ټاکنو کمیسون هم په زرګونو محلونه وتړل.
ب. د پاکستان ډیفنس ورځپاڼې د ۲۰۱۰ کال د مارچ په ۱۱ ګنه کې پدی اعتراف کړی چې ۲۰۰۹ کال کی شمال ټلوالې سره د پاکستان پټې اړیکي زیاتې شوي چې په ترڅ کې له عبدالله سره ژمنه شوې وه تر څو په اولسمشرۍ ټاکنو کی یې ملاتړ وکړي او عبدالله پدی ډیر ژیات خوشاله وه. دا اړیکې هله نورې هم قوی شوې کله چه محمد صادق د سفیر په توګه کابل ته ولیږل شو. د ډان ورځپانه (۱۵/۲/۲۰۱۳) د پاکستان د استخباراتو د خولې لیکي چه د ۲۰۱۴ کال د ناټو د وتلو وروسته اوضاع ته په کتو مونږ نه یواځې د ملا عمر یا حقانی سره په خبرو بوخت یو لیکن د شمال ټلوالې سره مو هم کلکې اړیکې ټینګې کړي دي او طالبانو ته مو صرف د شمال ټلوالې سره د خبرو اجازه ورکړی دی.
ج. طالبان چه د پاکستان د کړیو جنګیالي دي هم د شمال ټلوالې ته ډیر لیواله دي ځکه چه د دواړو مشران د نظریو پر ځایی مادیاتو ته ډیر اهمیت ورکوي او په اسانۍ سره کولای شي چه قوت خپل منځ کی تقسیم او حتی هیواد د تجزیی لور ته بوځي چه پدی سره به یواځي د پاکستان نه مګر ټولو ګاونډیانو موخې پوره شي.
د. د ټلوالې په راتګ سره به پاکستان ته اسانه شي تر څو د ډیورنډ مسله حل او ځان د دایمی سردردۍ نه خلاص کړي، او دا هغه ټکی دی چه شمال ټلوالېته پاکستان وار له مخه شین سګنال ورکړی دی.
۲.ایران: د ټلوالې په نظر ایران هغه هیواد دی چه دوی ورسره ډیرې ژورې ژبنۍ، قومي او مذهبي اړیکي لري او د ټلوالې د تاسیس څخه تر اوسه یی تر شا ولاړ دی، د کرزي په ۱۱ کلنه دوره کې ټلوالې په مرسته ایران ډیری خپل اهداف تعقیب کړل او کرزی یی همیشه د خپل اثر لاندی وساته. د شیعه لویو مدرسو او جوماتونو جوړول، د پټو استخباراتي پروګرامونو جوړول، د شیعه ګانو لپاره د پوهنتونو جوړول، د ایراني شیعه مشرانو لپاره په کابل کی د تلین او ستاینی لوې غونډې جوړول او همیشه غونډو ته داسی خلک رابلل چه د ملی وحدت او یا ملي ویاړونو پر ضد خبری وکړي.د ټاکنو د مخه د ایران په قم کی ملایانو د عبدالله عبدالله په ملاتړ فتوه ورکړه خو لنډ به ووایو چه ایران عبدالله غواړي ځکه چې:
الف. د هلمند د سیند اوبه به بغیر د کوم خنډه او په قانوني ډول د ایران په واک کې ورکړل شي.
ب. لکه څرنګه چه ایران فرهنګي یرغل ته ډیر لیواله دی او تر ډیره په خپل کار کی مخکې تللی هم دی او همیشه د قومونو تر منځ د شخړو په پیداکولو او توطیو بوخت دی نو بیا به په اسانۍ وکوالۍ شي چې خپل اثر زیات او موخو ته په اسانۍ ورسیږي. د ژونديو مثالونو څخه یی د دانشګاه مسله او یا افغانۍ رسنۍ په دی خاطر حمایه کول چه ایراني لهجه یا لغات استعمال کړي لکه د طلوع او ځینې نورو تلویزیونو له لوري د ملي ترمینالوژۍ تر پښو لاندې کېدل،بالاخره لویې لارې، څلورلارې، پوهنتونونه او نوری ملي وداني به د ایراني اخوندانو په نامه شي.
ج. د لبنان او یا سوریی په شان به د نظایمانو داسی برخه جوړه کړي چه د شیعه مذهب په ملاتړ جګړه، د سنیانو په ترور او یا داسی پټو توطیو بوخت کړي تر څو د افغلنستان ګاونډی هیوادونه هم د خپلی اغیزی لاندی راولي.
د. لکه څرنګه چه ټلواله د ایران ګټو ته ډیر ژمن دي نو طبعی ده چه والیان او وزیران به یی هم د معلم عطا، بهزاد او یا پدرام په شان وي په اسانۍ سره به وکړای شي خپلی ګټې خوندي او د نورو هیوادونو لکه امریکا ، سعودي عربستان...په مقابل کی خنډ وګرځي. د ګاونډیانو څخه د پورته دوو مغرضو اودوه مخو پالیسیو لرونکو هیوادونه بسنه کوې ځکه چه نور ګاونډیان ډیر د پام وړ اثر نه لري، باید یادونه وکړم هندوستان چه د شمال ټلوالې نږدې ملاتړی وو لیکن په اوسني شرایطو کی د ټلوالې او پاکستان نږدی اړیکو په اندیښنه کی اچولی دی.
۳.امریکا او اروپا: د افغانستان اوسنی نظام چه لمړیتوبونه یی اداري فساد، ناامني، مخدره توکي او بی کفایتي ده امریکا تر پوزې راوستې ده او د ۲۰۰۹ کال نه پدې هڅه کی ده چه د کرزي ښه بدیل پیدا کړي خو تر اوسه لا بریالۍ شوۍ نده او پدی هم پوهیږي چه د پورته بدبختیو لوۍ لامل خپله ټلواله ده چه ۸۰ سلنه په دولت کی ښکیله ده. عبدالله عبدالله په مستفیم او غیر مستقیم ډول کوشش وکړ ترڅو د امریکا ملاتړ تر لاسه کړي خو بریالی نشو. امریکا پدې پوهیږي چه عبدالله او د هغه ټیم ددی وړتیا نه لري تر څو افغانستان پدی وخت کی اداره کړي، عبدالله او د هغه د ملګرو متزلزل، په قومي، سمتي او ژبني بنیاد ولاړ سیاست، د ایران او روسي سره نږدې اړیکې او بی تجربې ټیم د امریکا او ځینی اروپایی هیوادونه پدی ندي قانع کړې ترڅو یې بشپړ ملاتړ تر لاسه کړي. ځینی اروپایی پټو کړیوپدې هڅه کې دي چه د افغانستان تجزیی طرحې وړاندط کړي او ښه پلې کونکي یی ټلواله ده (ډیری ځل یی په بهر او داخل کی غونډی کړې دي) او د دې لارې خپل اقتصادي مافیا حاکمه کړي مګر تر اوسه پدی ندي قادر شوي، نړیوالې ټولنې تر اوسه په څرګنډ ډول د چا ملاتړ ندی کړی خو د اشرف غني ټیم او پراخ اولسي ملاتړ ته په کتو پدی لیواله وه چه د کامیابیدو په صورت کی به پراخه اقتصادي او سیاسي اړیکې جوړې کړي، داسی اوازې هم وې چه امریکا په دوستم نیوکې لري مګر تر اوسه پدی اړه څه ندي ویل شوي.
د ټاکنو دویم پړاو(وروستی چانس):
څرنګه چه د لمړنیوپایلو څخه ښکاري چه ټاکنی دوهم پړاو ته لاړې، دوه مخکښو کاندیدانو عکس العمل وښوده، اشرف غني د کمسیون نه د ستاینی تر څنګ غوښتنه وکړه تر څو شکایتونو ته رسیده ګي وکړي او پاکی نهایی پایلی اعلان کړي، مګر عبدالله بیا کمسیون په درغلیو تورن کړه او د دویم پړاو د نه تر سره کیدو ګواښونه یی وکړل ځّکه چه.
۱.عبدالله پدی پوهیږي چه د تقلب هغه لارې چارې چه په اول پړاو کې استعمال شوې په دوهم کی به ورته ستونزمن وي.
۲.اولس ته اسانه شوه ځکه د اته کاندیدانو پر ځای به د دوه څخه یو انتخابوي او عبدالله پدی پوهیږي چه د شپږو ناکامو پښتنو کاندیدانو رایی د اشرف غني دي.
۳.هغه پیسی چه په اول پړاو کی مصرف شوې فکر نکوم چه باداران یی بیا په اسانه ورکړي.
۴.د اشرف غني ناظرین به دا ځل د تیر نه په تجربې سره جدي او دقیق نظارت کوي، او د اننخاباتو کمیسیون به هم بیا په خپل مدیریت د سره غور وکړي.
۵.اشرف غني ملاتړي شاید یوه شبکه رامنځته کړي تر څو د نظارت منظم سیستم جوړ کړي، عام خلک، ښځینه دی ته وهڅوي تر څو ټاکنو کی برخه واخلي، د شپږو ناکامو کاندیدانو ملاتړو سره وګوری تر څو د اشرف غني ملاتړ وکړي او تیرې تیروتنې دوباره تکرار نشي.