
یوه ټولنه هغه وخت د پرمختګ په لوري اوچت ګامونه پورته کوي چې د ټولنې هر وګړی که نارینه دی یا ښځینه ځان د خپل مسولیت مسول وګڼي خپل مسولیت په ښه توګه سر ته ورسوي خپل وجایب وپېژني او د یوه فعال وګړي په توګه د ټولنیز نظام په سمبالولو کې ځان شریک کړې د ځان او د نورو د حقونو مدافع اووسېږي د نورو په حقونو تیری ونه کړي د خپلو حقونو څخه دفاع وکړي.
په تېرو ۱۲ کلونو کې په هیواد کې رسنۍ که هغه برښنایي، انځوریزې، غږېزې که چاپي دي د پام وړ پرمختګ کړې دی او د یوې باخبرې ټولنې په جوړلو کې تر یوه حده خپل رسالت سرته رسولی دی. چې لوستونکی، اورېدنکی او لیدونکی د خپل ذوق په مطابق د خپل تفریح او یا د پوهوي د کچې د لوړولو لپاره په ورځني ژوند کې کې یو څه وخت ورته بېله وي. دا چې دا رسنۍ څومره لوستونکې لري او د ورځپاڼو، مجلو او نورو رسنیو لوستلو ته لوستونکې وخت لري او که نه په د ې خبرې نه کوم بلکې د په دغو رسنیو کې د لیکوالو په لیکنو به خبر وکړم چې په دغو لیکوالو کې څومره فیصدي د ښځینه وو ده او څومره دې نارینه وو ده. که ورځپاڼې، مجلې، سایټونه د کمیت له پلوه ښه دي او لیکنې هم خپروي خو زیاتره دا لیکنې د نارینه وو دي. په ورځپانو مجلو او که په سایټونو کې فیچرونه ، کالمونه او مقالې لیکل کېږي زیاتره یی نارینه لیکوال لیکي او ښځې لیکوالې که لږې دي خو د لیکنو د فیصدي په اساس په نشته برابرې دي.
په زموږ په ټولنه کې ښځې د بیلا بیلو ستونزو سره مخ دي او د دغو ستونزو د را برسیره کولو لپاره تر ټولو ښه لاره رسنۍ دي او که خبره دې ښځو د ستونزو یی نو بیا یوه ښځینه لیکواله په دې برخه کې موثره تمامېږي خو له بده مرغه چې دغه لیکوالې ډېرې کمې لرو او پرته له ادبه په نورو برخو کې له نشت سره مخامخ یو.
موږ سیاسي نقادانې لرو خو سیاسي لیکوالې نه لرو دا نقادانې خبرې دېرې کوي او خو خپلې خبرې لیکلی نه شي.ځکه لیکل تر خبرو کولو دېر ګران کار دی، همدا ستونزه زه په پښتو ښځینه لیکوالۍ کې وینم. زه به دا ووایم چې ادب پالې ، ژورنالېستانې، وکیلانې دېرې لرو دوی خبرې کوي خو لیکل یې نه کوي. په ادبي برخې کې دا ګیله نه لرو خو د ژوند دایره یوازې په ادب هم نه راڅرخي نورې دېرداسې مسایل دي چې په لیکلو ارزي. د بېلګې په توګه د ښځو په ټولنیزو ستونزو تر ټولو ښه لیکنه یو ښځینه لیکواله کولای شي خو په برخه کې موږ لویه تشه لرو.
افغانې لیکوالې که هر څومره د یوې کاري دورې تجربه ولري او کله چې تقاعد شي بیا هم دوی د یوې عامې مېرمنې په توګه په کورني کارونو مصروفې شي . موږ داسې مېرمنې هم لرو چې تر ۳۰ کالو د ژورنالیزم په برخه کې کار کړی وي. دوی ته ښایي چې د یوې قوي سیاسي ششنونکې او په ټولنیزو مسایلوکې د یوې کارپوهې په توګه راڅرګنده شي په د دغه برخه کې په ځینو سیاسي مسایلو لیکنې ولري خو له بده بدمرغه دوی په دغه برخه کې هیڅ هم نه لري او د ورځپاڼو ، مجلو او نورو چاپي رسینو کې د دغه تشه دېره لیدل کېږي. داسې مېرمني هم لرو په نورو علومو کې د ماسترۍ او دا کترۍ تر کچې زده کړې لري چې په بیلابیلو دولتي او شخصي ادارو کې دندې کوي او د مدني ټولنو غړیتوب لري د پارلمان غړې دي په رسنیو کې دېرې څرګندېږي خبري کوي او ښه په زغرده یی کوي خو کله چې ووته ووایې دا خبرې راته ولیکه وایي د لیکلو حوصله نه لرم. زما په اند که که لږه حوصله پیدا کړو خپلې ستونزې د لیکنو په په واسطه څرګندې کړو ښه به وي ځکه غږیزو او انځوریزو رسنیو ته خلک لاس رسۍ نه لري که لري یی هم کیدای شي وخت ونه لري چې یې وګوري یا یی واوري او دا خبرې بیا له دغو رسنیو یو ځل خپرېږي خو لیکنۍ خبرې به لوستونکی یې چې هر وخت وغواړي به یې لولي او لیکنۍ خبرې تل پاتې په هغې مرجعې خوندي پاتې وي.
زموږ په ټولنه کې که ښځو ته خواري ور برخه ده له بیلابیلو اقتصادي ، فرهنګي، صحي او کورني ستونزو سره مخ دي او د غو ستونزو په لیکنۍ بڼه رابرسیره کول او تر خلکو رسول یې هم له خواري سره مخامخ ده.پکار ده چې د یوې لوې ستونزې په توګه ورته وکتل شي.
پاکیزه ارزو