غبرګون

په هېواد کې د ترهګریزو پېښو پر وړاندې د غبرګون اندازه  له یوې پېښې تر بلې پېښې توپیر لري او کله چې کومه داسې  پېښه وشي، چې عام وګړي پکې ووژل شي، په ټولنیزو رسنیو کې یې پر واړندې سخت غبرګون راوپارېږي او د دغو پېښو په غندولو کې  ډلې رامنځته شي او هر یو یې  پېښه د خپل فکري ایډیالوژي پر بنسټ غندي، چې کله یوه وړه پېښه ډېره غټه او یوه غټه پېښه وړه ښکاره کوي.  
په هېواد کې هر ورځ په لسګونو داسې پېښې رامنځته کيږي، چې عام وګړي په کې وژل کېږي خو ځیني پېښې یې د نورو په توپیر ډېر غبرګون سره مخ شي، د بېلګې په توګه د سرینا د هوټل د نوروز د شپې پېښه، چې د یوه ژونالیست د کورنۍ غړې په کې ووژل شول او دا پېښه په  رسینو او په خاصه توګه ټولنیزو رسینو یا فیسبوک کې ډېره  د بحث لاندې راغله  او دا وویل شو، چې د ژورنالیست ماشومان د ترهګرو له خوا قصدا ووژل شول  خو ښایي داسې به  نه وي، که  چېري دا کار قصدي وای نو د ژورنالیست یوه زوی روغ پاتې شو نو که قصد وای نو دا ماشوم به یې هم وژلی و.  ښایي دا ماشومان هم د نورو په وګړو په شان د ترهګرو د بريد په وخت کې په مرمیو لګېدلي وي.
کله چې په  پاکستان کې په ملاله یوسفزۍ د طالبانو لخوا برید وشو دا مسله دومره وغندل شوه او له ملالې سره دومره همدردي  وشوه، چې ډېرو خلکو د انتقاد وړ شوه او ان دا چې ځینو خو ګیلې هم وکړې چې ملالې پوښتنه هر څوک کوي او هغه افغانې چې د سلګونو په حساب له ښوونځیو را ګرځول کېږي څوک یې  نه یادوي او نه یې څوک پر وړاندې عکس العمل ښي. همدارنګه نورې او نورې پېښې شوي دي، چې  پر وړاندې یې غبرګون یا خو ډېر قوی وي او یا یې سرسري تیر کړي. د ملالې او یا هم د سرینا د پېښې د ماشومانو په څېر ډېر داسې ماشومان مري چې څوک پرې خبر هم نه وي او نه یې څوک پوښتنه کوي.
د دې خبرو څخه موخه دا نه ده چې ګوندې د انسانانو تر منځ توپیر دی او  یو چې مړ شي د هغه مرګ به خوشالۍ وي او د بل په مرګ غمجن یا د یو په  نورو برتري ولري بلکې د بشري نړۍ د ټولو انسانانو مړینه غمیزه ده او که هغه د نړۍ په هر ګوت کې وي او په هر دین او توکم پورې اړه ولري مرګ یې د زغم وړ نه وي خو ځینې وخت د دغو مړینو او وژنو په منځ کې توپیر لیدل کېږي او بیا یې د غندلو انداز هم بیل وي.
د پېښو غندل په هر ډول چې وي یوه ښه دود دی  او که دا دود د یوې ټولنې عام وګړي خپل کړي او د پېښو د پېښوونکو پر وړاندې قوي عکسل العمل ښکاره کړي حتمي خبره ده، چې د نړیوالو او د حکومت پام به وراوړي او عامیلن به یې سزا وویني.  له بدمرغه د پېښو په غندلو کې د ځینې خلک احساساتي چلند کوي او کله خو تعصب مخ کړي، په کنځلو لاس پورې کړي او بیا دا غندل نه وي بلکې یوه سیاسي قضیه شي او هغه خلک، چې متعصب دي هغوی ته دا موقع ورکوي چې اور نور هم  بل وساتي. د بېګناه انسانانو مړینه که په هره موخه  وي د غندلو وړ ده  او پکار ده چې غندل یې د انساني همدردۍ پر بنسټ وي.
پاکيزه ارزو