ستاسې رايه ستاسې راتلونکی!

  ژبه هم ښه وینا کاندي چې یې وینه
د خاوند په لاس کې زر او درهمونه
دا بیت د هغه شعر مطلع ده، چې له نن څخه دولس سوه کاله پخوا په (۲۲۳ ه ق) کال کې ابو محمد هاشم سرواڼي له عربي ژبې څخه ژباړلی و، چې د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې لومړنی ژباړل شوی شعر دی او د هغه وخت د دوه وو اسلامي هېوادونو د سیاسي،اقتصادي او ټولنیز ژوند تصویر راښیي،  چې څرنګه د زرو او درهمو خاوندان د خپلو سرمایو په واسطه په ټولنو کې خپل موقف لوړوي.
ښایي د دغه بیت له لفظي معنا څخه مونږ په دې پوه شو،  چې د دغه بیت مفهوم څه دی.  دغه بیت  د زر او درهم اهمیت راښیي، هغه خلک چې سرمایې لري، هغوی خلک څرنګه ستایي.
سرمایه دولس سوه کاله پخوا هم د سرمایه دارو او زور واکو زور او واک راښیي او دولس سوه کاله وروسته هم همدغه بیت په هماغه شان د اوسني وخت تصویر راښیي.
د عربستان له تاریخ سره زمونږ کار نشته،  خو د دغه بیت له راوړلو څخه هدف دا دی،  چې آیا زمونږ د هيواد وګړو په تېرو دولس سوه کلونو کې په خپل ژوند کې بدلون راوړی؟  ښایي د دغې پوښتنې ځواب منفي وي،  ځکه نن هم زمونږ هېواد د سرمایه دارانو له زور واکۍ سره مخ دی او زمونږ د هېواد وګړي ځان د دوی پروړاندې بې وسه ګڼي. علت څه دی،  ولې زمونږ په ټولنیز ژوند کې بدلون نه راځي؟ او هغه خلک چې سرمایې لري په څه ډول یې لاس ته راوړي؟  د دغو پوښتنو ځواب به په لاندې څو کرښو کې پیدا کړو.
ننني سرمایه لرونکي د قدرت خاوندان دي.  سربېره پردې،  چې خپل روا او ناروا سوداګري پر مخ وړي،  دوی د ایمان پلورنې او پېرودنې ټګماران هم دي
ایمان پلورل او پېرودل دا مانا نه لري، چې خپله عقیده بل کس ته ورکړي، ځان کافر او بل مسلمان کړي، بلکې د ایمان پلورل او پیرودل په ایمان پورې تړلي حقونه دي، چې دغه سرمایه داران د دغه کار و بار دلالان ګرځېدلي دي . دا چې دوی دغه سرمایه څرنګه لاس ته راوړي، دا خو حتمي خبره ده چې تر ځانه غټو سرمایه دارانو ته له خپلو ایماني حقونو څخه تېر شوي دي او په مقابل کې یې یو څه لاس ته راوړي دي، د دوی مشرانو به هم همدغه چل کړی وي، چې سرمایه داران شوي دي او دا لړۍ له ښکته پورته او له پورته ښکته د یوه نه شلېدونکي زنځیر په توګه پاتې ده، د بېلګې په توګه دغه سرمایه داران د بې وسه خلکو له مجبوریتونو څخه استفاده کوي، د یو څو ناڅیزو پیسو په ورکړه د هغوی رایې (ملاتړ) پیري . دوی دغه کار ته ځکه اړ دي، چې نه شي کولای د منطق او استدلال په مرسته واک ته ورسېږي چې ځیني همدغه سرمایداران د ولسمشرۍ او زیاتره یې د  ولایتي شوراګانو نوماندان دي او له کمپانیزو شعارونو څخه یې معلومېږي چې د سیاست الفبا یې  لا سمه نه ده زده بلکې هسې غواړې سرمایه لږه مصرف کړي او قدرت ته ورسېږي او بیا چې ورسېدو نو دوباره مصرف شوې سرمایه دوه برابره کړي.
اوسنۍ بشري ټولنه د مادیات خوښونکو ځاله ګرځېدلې ده، په خاص ډول هغه هېوادونه، چې د خان او خانۍ نظامونه یې په ظاهره ړنګ دي. خو د دغو زور واکو زور واکي د پخوانیو خانانو غوندې تر ځانه په ښکته طبقو لا هماغسی چلېږي ، عامه اصطلاح ده کله چې یو کس د بې وسۍ او تنګ لاسۍ په وخت کې وایي: څه وکړم هېڅ مې د لاسه نه دي پوره، غریب یم. دوی تل خپلې بې وسۍ ته د غریبۍ نوم ورکړی دی.
که دا بې وسه خلک د خپلې بې وسۍ په معنا پوه شي او هغه خبره چی ځان پرې بې وسه ښیي له خولو څخه وغورځوي، نو ښکاره خبره ده، چې د دوی په ژوند کې به هم بدلون راشي . ځکه همدغه بې وسه خلک دي، چې د زور او ظلم پر وړاندې لاس په ټټر ولاړ دي، د زورواکو د زور څوکۍ پر اوږو ګرځوي او لوړو مقامونو ته یې رسوي.
همدغه د دوی بې وسي له سیاست څخه لریې والی دی، چې زور واکي پر دوی ظلم کوي ځکه هغوی واک ته د رسیدلو پر مهال د دوی بې وسي او غریبي پیرلې ده، هغوی د دوی  د دغې بې وسۍ پر اوږو لاسونه ایښي، چې لوړو مقامونو ته رسیدلي دي. که دوی د خپلې بې وسۍ په معنا پوه شي نو هېڅ وخت به ونه وایي، چې غریب یم ځکه د دوی غریبي د سرمایه دارانو سرمایه ده. سرمایه داران خپله سرمایه څرنګه  چې غواړي ژوند نشي پرې کولای، خو واک ته د رسېدو لپاره خپله سرمایه پکار اچوي، د بې وسو بې وسي پیري او د ټولنې واکداران کیږي.
نو ته اې بې وسه! غریب نه یې، چې سرمایه نه لرې بلکې غریب دوی دي چې ستا بې وسۍ ته یې د غریبۍ نوم ورکړی دی ،ستا بې وسي په خپله غریبي پیري او د زرو او درهمو خاوندان کېږي، نو راځﺉ چې دا خبره له خولو څخه وغورځوو ، چې هېڅ مې د لاسه نه دي پوره، څه وکړم غریب یم. که ته خپلې بې وسۍ ته د غریبۍ نوم ورکړې او خپله غریبه رایه (ملاتړ) دې یو ظالم او ناپوه د واک څوکۍ ته ورسوي، هغه زور واکي چې ستا د بې وسۍ پر اوږو یې لاسونه ایښي او تر لوړ مقامه رسېدلي دي، هغه په خپله سبا ستا اوږه ماتوي او تا ناتوانه کوي، ترڅو هغه څه ترې ونه غواړې، چې د بې وسۍ د پلورلو په بدل کې یې ځینې غواړې.
هغه به هر ځل ستا اوږه ماتوي، ستا پر بې وسۍ او غریبۍ به پښې ږدي او واک ته به رسېږي او تر هغو به دا کار کوي،  چې هېڅ بې وسه او غریب د دوی پر وړاندې سر پورته نه کړي، نو راځئ، چې د خپلې بې وسۍ څخه ځان خبر کړو او له ځانه دا پوښتنه وکړو، چې ولې بې وسه یو. همدغه زمونږ بې وسي او غریبي ده، چې سرمایه داران زېږوي، پر څوکۍ یې کېنوي او د دوی سرمایه ده.
نو هغو ولسونو چې ژوند کې په دولس سوه کلونو کې بدلون  را نه شي، هغه ولسونه به راتلونکې وخت به د ځمکې د نقشې پر مخ پاتې وي؟ مړه دي هغه ولسونه چې خپل ژوند ته تغیر نه شې ورکولی!    
خپله غریبي او بې وسي مجبوري او عار ونه ګڼو، بلکه خرڅونه یې عار اوبې ننګي وګڼو، ځکه چې نن د دغې خرڅونې په بدل کې چې څه لاس ته راوړو په همدغه ورکړه هغه څه چې مو خرڅ کړي دي بېرته یې نشو پیرودلای.
پاکیزه آرزو