
لنډۍ د پښتو د ولسي سندرو یوه ستره او مهمه برخه ده او د خلکو په سندرو کې ځانګړی جوړښت او لار لري. لنډۍ د انسان د غوټه شویو فریادونو ريښو ته ځان رسوي. لندۍ له سترو زړونو څخه راوتلي چې نمونه يې هم ستره ده. لنډۍ د عشقونو او رنځونو ژبه ده او په تورو شپو کې سندرې بولي، په ګلابونو کې خاندي، په غوټیو کې سپړېږي او د دښتو له بادونو سره ناڅي او ژاړي.
د پښتو لنډیو اغېز او تاثیر دومره زیات دی چې په نورو شعرونو کې دېر کم پیدا کېږي، په تیره بیا هغه وخت چې پښتانه زلمیان او پښتنې پېغلې او یا پښتانه شپانه په دنګو دنګو غرونو کې ګرځي او دغه لنډۍ په خوږو خوږو اوازونو او طبیعي شوق او ذوق سره وايي، نو اورېدونکي ته ښکارېږي چې د خلکو د سندرو اوډل څومره خوند لري او د شعر په نړۍ کې څومره د قدر وړ دي.لنډۍ په پښتو شاعرۍ کې تر ټولو کوچنی شعري فورم دی،خو د مانا د ځواک او لیږد له پلوه نه یوازې په پښتو شاعرۍ، بلکې په نړیواله شاعرۍ کې یې ساری لیدل شوی نه دی. لنډۍ هغه ځانګړی دایروي سر تړلی (سربسته) زنځیر دی چې هیڅ سر یې په بلې لنډۍ پورې تړل شوی نه دی، یانې هره لنډۍ پر لومړۍ مسرې پیل او پر دویمه مسرې پای ته رسیږي چې په دې ترتیب یو مستقل او ځانګړی مطلب په لنډ ډول په کې ځای شوی او تمام شوی وي. د لنډۍ کمال په دې کې دی چې مجموعآ په (۲۲) څپو یا دوو مسروو کې دروند مانیزبار او ښکلا لیږدوي،د لنډۍ لومړښ مسره (۹) او دویمه (۱۳) څپې لري، لکه:
لومړۍ مسره
چې
د
خا
لو
لښ
ک
رې
را
غلې
دویمه مسره
زه
به
ګو
مل
ته
د
خپل
یار
دي
دن
ته
ځ
مه
لنډۍ عموما قافیه نه لري ، خو د دویمې مسرې په پای کې یوه اهنګینه کلمه لري چې د لنډۍ ټول اهنګ بشپړوي . هره لنډۍ باید د زور (ه) په واول یا غږن اواز پایته رسېدلې وي او که په پای کې دا زور (ه) رانه شي نو اهنګ يې نیمګړی ياتې کېږي . همدارنګه د لنډۍ په پای کې ځینې حروف او کلمې د اواز د اوږدېدو لپاره او یا ځينې ردیفونه لکه (مه ، ونه ، دینه ، مینه ، وینه) هم راځي ، کله هغه لنډۍ چې د (مه) په تورو پای ته رسېدلې وي .
ماته ګېدۍ ګلونه راوړه
زه د وربل د پاسه څپر جوړومه
هغه لنډۍ چې د پای توری يې (ونه) وي .
په لوړو غرو د خدای نظر وي
پر سر يې واورې وروي چاپېر ګلونه
داسې لنډۍ چې په پای کې يې (مینه) راغلې وي .
خدای به په خپله مازیګر کړي
د چینارو سرو ته مه خېږه مینه
هغه لنډۍ چې وروستی توری يې (وینه) وي .
د سپینو غاښو دې برېښنا شوه
چا ویل ږلۍ ده په تیرا يې وروینه
او دا هم هغه لنډۍ چې په پای کې يې (دینه) راغلی وي .
یا دې د زلفو خوشبويي ده
یا دې د عطرو په چینه لامبلي دینه
ځینې داسې لنډۍ هم شته چې د دواړو مسریو سیلابونه يې د لنډۍ په قانون برابر وي ، یانې لومړۍ مسره يې (۹) او دویمه يې (۱۳) سېلابونه وي ، خو پای يې له پورتنۍ قاعدې او قانون سره سمون نه خوري ، یانې په پای کې يې (مه ، ونه ، دینه ، مینه ، وینه او نور) نه وي راغلي چې دغه لنډۍ که څه هم بشپړ مطلب لري خو د لنډیو د ویلو په ټولو طرزونو ښه نه ویل کېږي ، په ځانګړي توګه له اکثرو سروکو سره د ویلو په وخت کې سکته پيدا کوي او وزن له لاسه ورکوي ، خو دغه ډول لنډۍ دېرې کمې دي ، لکه :
د ازل برخې يې وېشلې
د چا يې ښې کړې د چا شولې لوغړنې
د زړه له سوزه به نارې کړم
په اوسېلي به د اسمان ستوري نینې کړم
لنډۍ له سروکو سره هم ویل کېږي او ډېر زوړ او په زړه پورې دود دی ، لکه :
لونګ کرمه که لو مې ګډ کړو
یاره تا به راولمه لونګ کرمه
لاس به دې وتړم په زلفو
لونګ کرمه ، په لونګین به دې وهم چې مړ دې کړمه
لونګ کرمه که لو مې ګډ کړو
یاره تا به راولمه لونګ کرمه
همدارنګه د هرې لنډۍ د لومړۍ مسرې څلورمه او اتمه څپه او د دویمې مسرې څلورمه ، اتمه او دولسمه څپه خجنه وي ، لکه :
غم دې راځيَ بې غمه نهَ یم
بې غمه خدَای دی بنده تَل په غم کې ویَنه
لنډۍ ته ورته د نورو ملتونو ولسي شعرونه لکه د دري ژبې دوبیتې ، د روسي ژبې چستوشکی او د اسپانیايي ژبې (Cante ,Jondo) زیادتره بې منظرې اوازونه دي ، په دې اوازونو کې د انسان په تېره بیا د عاشق او رټل شوي انسان اوازونه راغبرګ شوي دي . په دې شعرونو کې د منظرې او تصویر جوړولو لور ته پاملرنه نه کېږي ، د هغو لپاره نه باران شته ، نه ږلۍ ، نه توده غرمه ، نه شین سحر ، نه غرونه او نه بیابانونه .
لنډۍ لکه اسپانیايي (Cante , Jondo) مطلق بې منظرې اوازونه دي ، بلګې کله کله د انسان په څېړلو کې له طبیعت او د هغه له ښکلو منظرو څخه مرسته غواړي او د همدې موخې لپاره د منظرې په جوړولو لاس پورې کوي ، خو په دې منظرو کې نه حل کېږي او هغه د انسان د باطني غوښتنو او د ننیو شخړو د افهام د بشپړاوي لپاره استعمالوي او ښکلې منونکې مجسمه دومره رابرسېره کوي چې د لنډۍ اصلي موضوع (انسان) او د هغه د احساساتو بیان د شکلونو او منظرو تر جسمه جار کړي او فرعي موضوع د اصلي موضوع ځای ونیسي .
همدارنګه د پنجاب (ماهیا) د تحقیق له پلوه تر ډېره حده له (لنډۍ) سره لګي ، دا دواړه صنفونه په یوه نیمه مسره کې پوره کېږي . په دواړو کې زیات د مینې اظهار او هم د دواړو موضوع له بنیادي پلوه یوه وي او دواړه اصناف په خپله په عوامو کې له پخوا څخه بې حده ښکلي دي . د دواړو د وینا طرز هم یو دی خو له دې سره سره په دواړو کې څه خبرې بېلې دي ، لکه په پښتو لنډۍ کې همیشه یوه قافیه چلېږي ، خو د پنجابي په ماهیا کې د قافيې هيڅ قید نشته ، دویمه د لنډۍ په یوه نیمه مسره کې د لومړۍ نیمګړې مسرې د دویمې پوره مسرې سره پوره تړون وي ، خو په پنجابي ماهیا کې په عام ډول د لومړۍ نیمګړې مسرې له دویمې پوره سره هېڅ اړیکه نه شته . په هر حال د پنجابي ماهیا او پښتو لنډۍ د صنف له پلوه یو تر بله ورته دي ، خو د لنډۍ د قدامت په اعتبار دا ویلای شو چې پنجابي ژبې دا صنف له پښتو څخه اخیستی دی ، نو ویلای شو چې په کومه زمانه کې چې د پښتو د شاعرۍ ابتدا کېدله په هغه زمانه کې لا د پنجابي ژبې نوم او نښان نه و .
لنډۍ په پښتو کې په مختلفو نومونو یادېږي او په هر چاپېریال کې بېلابېل نومونه ورته ايښودل شوي دي ، لکه : د کندهار او پکتیا پښتانه يې لنډۍ بولي ، چې دا اصطلاع د اکثریت په توګه په دوی کې موجوده ده ، دا تسمیه ښايي په دې بنا وي چې لنډۍ خلک یو ډول لویشتکي مار ته هم وايي او زیاتره د پاړوګرو تر اودې لاندې نه کېږي . بل دا چې د لنډ (کوتا) په مانا دی او لنډۍ د لنډ مغز دی چې مونث ته يې لنډۍ ویل کېږي او هم د دې ډول نظم لومړۍ مسره په سیلاب کې تر دویمې مسرې څلور سېلابه لنډه وي .
قلم په لاس ګوتې مې رېږدي
د عاشقۍ لنډۍ (مار) په زړه وهلی یمه
همدارنګه یوسفزي ، پېښوریان او ځينې نور پښتانه مسره او ټپه ورته وايي چې دا نومونه (اصطلاح) سره له دې چې په دوی کې مروجه هم ده د هر ځای باسواده او تعلیمیافته پښتانه ورباندې پوهېږي ، مسرې ځکه ورته وايي چې مسرې د یو شعر نیم بیتي ته وايي ، لنډۍ ته هم پوره بیت نه ویل کېږي ، ځکه پوره بیت هغه ته وايي چې دواړه مسرې يې سره برابرې وي ، خو د لنډۍ لومړۍ مسره (۹) او دویمه يې (۱۳) سېلابه ده یانې د بیت له یوې مسرې سره تشبې شوې ، نو ځکه ورته د مسرې نوم ايښودل شوی دی .
پښتو لنډۍ لنډه او اغېزناکه ده او د پښتو د لرغوني فولکلور په زړه پورې برخه ده . څرنګه چې د پښتو فولکلور زیاتره برخه د ننګ او جنګ پېښې دي او د پخوانیو جنګونو ښه وسله توره وه او بیا مصرۍ توره چې د ډېر مشهورتیا له کبله يې د مصرۍ تورې پرځای یوازې مصرۍ بولي ، نو پښتو لنډۍ چې تورې ته ورته خاصیت لري که توره یوازې څرګند ټپ جوړولای شي نو لنډي هم تر تورې کمه نه ده ، لنډۍ د پټو او څرګندو ټپونو لامل کېدی شي .
زما په زړه دې پرهار وکړ
په تا دې وشي د مصرۍ تورې وارونه
څرنګه چې لنډۍ د ولسي سندرو په زړه پورې برخه ده ، نو پښتانه هم ورته په زړه پورې اوازونه او طرزونه لري . اکثره وخت يې په لوړ ، اوچت او اوږده اواز وايي چې په دغسې ویلو ارومرو اواز ټپېږي ، نو ټپ ورته وايي او هم دا چې لنډۍ د پټو او څرګندو ټپونو لامل کېدلای شي ، نو له همدې کبله په ټپه نومول شوې ده او همدارنګه څنګه چې مور په ټپولو خپل ماشوم ویده کوي ، د دغسې ټپو په واسطه ویونکي خپل دردېدلی زړه قراروي او ده ته تسلي او سکون وربښي . په کورنیو مجلسونو یا اټنونو کې له ټپو ویلو سره لاسونه هم پړکول کېږي او له دغسې ټپ ټپ اواز سره چې کوم ساز پيدا کېږي هغه د ټپې له روح سره ډېر لوی تړون لري .
بېلتون ټوپک شو راته ډک شو
ناڅاپه ټک شو په تندي يې وویشتمه
همدارنګه د وردګو ، ننګرهار او د کابل شاوخوا پښتانه ټيکۍ ورته وايي څرنګه چې لنډۍ عموما له ډېرو اوږدو پېښو ، سوچونو ، خیالونو او تصوراتو هغه د مقصد ټکی په لنډو ټکو کې څرګندوي نو له همدې امله په ټیکۍ نومول شوې ده .
ټيکۍ مې ډېرې ورته وکړې
په لااله الا الله يې ختمومه
ډېری پښتانه چې کله د لارې ملګری ورسره نه وي او یا یوازې کار کوي ، نو ښه ملګری يې د همدغه د پښتو لنډۍ ده ، بیا نو له ځانه سره په ورو او ټيټ اواز لنډۍ وايي چې ځینې خلک يې غړانګې بولي . کله چې غم او اندېښنه ډېر زور پرې وکړي نوبیا د خپل غم خلطولو لپاره يې په یوه خاص غمجن او ټيټ اواز ځان سره زمزمه کوي چې دې ډول ویلو ته يې غریبي وايي .
ځينې پښتانه لنډیو ته سندرې او بدلې وايي خوسندرې او بدلې د لنډیو لپاره ځانګړی نوم نه شو بللی ، ځکه چې دغه نومونه د پښتو د ټولو ولسي شعرونو لپاره استعمالېږي ، نو یوازې د لنډۍ لپاره يې خاصولای نه شو .
لنډۍ زیاتې د پښتنو مېرمنو د جذباتو اظهار دی او هم دوی ویلي دي ، خو هر کله چې پښتنه مېرمن د خپلې حیا پړونی نه غورځوي په دې وجه دا ټولې ټپې د چا نوم ته نه شي منصوبېدلای دا په دې خاطر چې د ویونکي د زړه د کیفیت له تاثر او درده څوک خبر نشي . د دوی پر خولو د پښتو مهرونه لګېدلي وي ، د پېغور له وجې يې د داسې قسم د خیال اظهار سره خپل نوم تړل مناسب نه دي ګڼلي . پښتنه میرمن د نړۍ د ټولو مېرمنو په څېر د احساس ، وجدان او ذوق مېرمن ده او د ښه مناسب او نامناسب لپاره معیارونه او قضاوت لري ، خو د فیوډالي او ماقبل فیوډالي شرایطو چوکاټ هغې ته د دې موقع نه ده ورکړې چې د خپل وجدان حکم او قضاوت د خپل ژوند په عمل کې څرګند او اغېزمن کړي ، نو د خپلو لنډیو (ښځمنو لنډیو) یوه مهمه برخه د (نرینه سالارۍ) پر ضد او د ښځې د اوږده اسارت او بېواکۍ د بیان په باره کې وايي او په بېلابېلو مواردو کې د دې ناروا (سالارۍ) د افشاکولو او رسوا کولو لپاره خاص اصطلاحات او سمبولونه استعمالوي او په دې وسیله د ازادۍ او ځانواکۍ پر لوري د خپلې تندې او تلوسې افاده ښيي . د دغو مصطلحاتو له جملې څخه یو هم د (موزي) او (موزیګي) کلمات دي ، دا سمبولونه په لنډیو کې د بې غیرت ، نامرد ، ډارن ، بې پښتو ، بې وجدان ، بې انصاف ، دسیسه کار او شیطان نرینه په مانا استعمالېږي او زیاتره په ښځمنو لنډیو کې د استعمال موارد لري او په هغو ښځمنو لنډیو کې چې د (موزي) او (موزیګي) پر ضد ویل شوي دي د محکومې او اسیرې پښتنې مېرمنې نهايي نفرت ، بېزاري او حسد انعکاس مومي او په عمومي توګه د (پلارواکۍ) د ستم د پاتې شونو ضد انساني او د وحشیانه نتیجو خیرنه او ناپاکه څېره ښيي ، لکه :
که مې نصیب د بدو نه وای
چېرې موزي چېرې د لګو صورتونه
همدارنګه د (ستي) د دور له احکامو سره سم به هره کونډه ښځه د خاوند له مړینې سره یوځای ژوندۍ اور ته اچول کېده ، په ځینو نورو لرغونو مذهبونو کې د مړي د سوځولو پر ځای د خښولو عنعنه دود وه ، هغوی به ښځه له خاوند سره ژوندۍ ګور ته سپارله ، دې عنعنو غالبا په هندي اريايي قبایلو او مشایرو کې زیات دوام کړی دی . د پښتو په عامیانه شعر په تېره بیا په لنډیو کې د (ستي) د لفظ او دود انعکاس او پراخ استعمال دا اټکل منځته راوړي چې د پښتنې ښځې لرغونې میندې هم (ستي) شوې دي او د دې بشري ضد منسوخ درد رنج يې ګاللی دی .
ګودر دې ونیو تومتي شوم
په اور ستي وای تومتي مه وای مینه
د ستي کېدلو او ژوندۍ ښخېدلو احکام یوازې او یوازې ښځې ته اړم وو او نرینه پر دې احکامو محکوم نه وو ، خو په وروستیو پېړیو کې د (ستي) کلمې له عامیانه ادبیاتو نه خاصو ادبیاتو ته لار کړې ده . د لنډیو اساسي مضمون انسان دی ، لنډۍ له (انسان) څخه ځان نه بېلوي هغه موضوع چې لنډۍ له خپل اصلي مضمون (انسان) نه بېلوي ، لنډۍ هغه یسته غورځوي او نه يې زغمي . لنډۍ یوازې د انسان د غمونو ، ناهیلیو ، بارانونو او برېښناوو نړۍ ته پاملرنه کوي ، انسان تصویروي او د هغه د هیجان توپانونه ، د هغه د اوښکو باروانونه د هغه د قهر او غوسې تندرونه او د هغه د صبر او زغم سمندرونه ښکاروي ، نو له همدې امله لنډۍ د انسان د احساساتو ، عواطفو ، دردونو ، رنځونو او انګېرنو ډېره عالي او دقیقه درجه بندي کړې ده او هغه يې د ډېر خواږه ظریف بیان په موسیقۍ کې بیان کړي دي ، په لنډۍ کې د محروم انسان غم د اوښکو د ناپایه سین مساپر دی ، داسې غم چې د انسان د غریزې ښکلا او د ده د ازادۍ پر خلاف پر ده باندې تپل شوې دي اوښکې د همدې اوږده او ناپایه غمونو د اسانولو او حلولو په خاطر د لنډیو څپو ته ځان سپاري او په دې توګه د پېړیو په اوږدو مزلونو کې د ځپل شویو او رټل شویو انسانانو د ژوند تراژیدي له لومړیو څخه وروستیو ته او له پېړیو نه پېړیو ته رسېږي .
زما د زړه ناپایه غمه
اور دې چې هر څو پټوم لوګی دې ځینه
لنډۍ د اهنګ یا غږ د هر ډول وزن تابع وي ، په هر ډول چې اړوې اړول کېږي. غالبا د پښتونخوا په هر ګوټ او په هره قبیله کې بېلابېل اهنګ او وزن لري ، لکه تیرايي ، شلګري ، ګرم سیري ، پېښوري ، کندهاري ، وردګي او داسې نور او هم په مختلفو سیموکې دا بېلابېل طرزونه ویل کېږي چې تقریبا شاوخوا (۵۰) طرزونه لري ، لکه :(یکه زار) ، (یاقربان) ، (راځه راځه) او داسې نور . د لومړۍ مسرې د لنډوالي د دویمې مسرې له اوږدوالي سره د برابرولو لپاره ویل کېږي او دا يې یو قسم د پېژندنې لار هم ده .
په لنډیو کې (باد) شخصیت پېدا کوي داسې شخصیت چې کولای شي چې اوږدې لارې په لنډ وخت کې پرې کړي ، هغه کولای شي د ګلونو وږمې او د لونګو خوشبويي د نړۍ یوې برخې ته ولېږدوي او یا دا چې له هر ځایه هر ځای ته ، له هرې خوا څخه هرې خوا ته د غرونو ، بیابان ، سین ، سمندر ، صحرا د لوړو څوکو له لوري زموږ خواته او زموږ د کلیو کېږدیو ، کروندو خواته تلای او راتلای شي هغه نه ستومانه کېدونکي وزرونه لري ، د مینې او رفا استازی دی او د هر چا محرم ګڼل کېږي ، له هغه نه هيڅوک خپل راز نه پټوي او هر څوک رښتیا ورته وايي له همدې کبله (باد) په ولسي ادب کې د انسان د ټولو اسرارو عشقونو ، غمونو او خوښیو شریک او شاهد دی .
یو وارې بیا په دې لار راشه
د سهار باده غرمې مړاوي کړل ګلونه
همدارنګه د تورو شپو او بې څراغه کېږدیو او جونګړو شاعران تر هر چا د سپوږمۍ او ستورو د رڼا او ځلا په ژبه ښه پوهېږي ، نو له همدې امله په عاشقانه لنډیو کې سپوږمۍ هم د باد په څېر ژوند پېدا کوي او د لنډيو د بې نومه شاعرانو د عواطفو نړۍ ته لار باسي او د عواطفو لطیفو انځورګریو په افاده او شکل موندلو کې مرسته کوي .
زما او ستا تر منځ شول غرونه
سپینې سپوږمۍ ته سلام کړه سلام به کړمه
د لنډیو د زېږېدو او مرګ د چټکتیا او پراخیتا اندازه د ټولنې د اجتماعي اقتصادي بدلون په سرعت او وسعت پورې اړه لري ؛ هر څومره چې اجتماعي اقتصادي وده ګړندۍ او انقلابي وي هماغومره د نویو لنډیو د راپېدا کېدو او د زړو لنډیو مرګ او یا بدلون هم ګړندۍ کېږي ، خو د دې خبرې مانا دا نده چې لنډۍ په مشخص تاریخي فورماسیون کې په یوه میزان او بې بدلونه پاتې کېږي ، البته دا یوه اصلي او قانونمنده خبره ده چې کله یو اجتماعي اقتصادي فورماسیون بل اجتماعي اقتصادي فورماسیون ته ځای نه پرېږدي ، د ټولنې په روبنايي قلمرو کې د ژورو انقلابي بدلونونو او تغیراتو لپاره زمینه برابرېږي ، خو دا حتمي نده چې په اجتماعي سیمه کې دې ټول تغیرات حتی سطحي او جزيي تغیرات یوازې او یوازې هغه وخت منځته راشي چې یوه تاریخي مرحله بلې تاریخي مرحلې ته ځای پرېږدي . د فولکلور د ټولو برخو په ځانګړي توګه لنډیو په دې مشخص دوران کې د رازېږېدلو له وخته بیا تر ننه پورې د یو روبنايي تابع جز په توګه پرله پسې توګه تغير موندلۍ دی . په دې مشخص فورماسیون کې ډېرې لنډې هست شوي او ډېرې نشت شوي دي ، نوي مضمونونه لنډیو ته ننوتي او ډېر زاړه اصطلاحات او لغات او ژبني علایم له لنډيو څخه لویدلي او پر دې سربېره هغه لنډۍ چې مدلول بها يې له منځه تللي او یا د خلکو له نظره لوېدلې دي په خپله هم هېرې شوي او مړې شوي دي . په دې جریان کې د ځینو لنډیو د ساقطېدو پروسه اوږده شوې او تر قطعي مرګ پورې يې اوږده لاره وهلې ده . په همدې ردیف کې په قوي احتمال هغه لنډې شاملې دي چې د لنډيو هستوونکو او یا د غاړو ایجادګر اخلافو د هغو په لومړۍ یا دویمه فقره کې تغیر راوستی دی او د اصلي لندۍ یوه مهمه برخه يې غورځولې ده ، لکه :
زما د زړه صدف دې مات کړ
ځکه مې وینې په سینه وهي موجونه
زما د زړه صدف دې مات کړ
زه به تر سترګو مرغلرې تویومه
په دې دوو لنډیو کې چې واحده لومړۍ مسره لري یوه خامخا تر بلې مخکې ویل شوې ده او د دویمۍ لنډۍ خپله لومړۍ مسره له هغه نه اقتباس کړې ده ، دا احتمال ډېر کمزوری دی چې دواړه لنډۍ دې د ویلو شاعرانو په عین وخت کې ویلي وي او که چېرې دغه مهال فرض د دې دوو لنډيو په باره کې ومنو ، نو دغه دوه لنډۍ خو په خپله نوع کې یوازینۍ دوه جوړه شوې لنډۍ نه دي ، بلکې داسې لنډۍ ډېرې دي چې دوه دوه ، درې درې او حتی څلور یا تر هغو زیاتې په لومړۍ یا دویمه فقره کې سره یو دي . پر یادو شویو مثالونو سربېره داسې لنډۍ هم شته چې په دویمه مسرې کې سره یو شوي دي ، لکه :
سترګې دې دواړه رانږدې کړه
چې په ژړا شي مرغلرې تویوینه
تر خماري سترګو دې جار شم
چې په ژړا شي مرغلرې تویوینه
عالمه سترګو ته يې ګورئ
چې په ژړا شي مرغلرې تویوینه
له دې مثالونو ځنې معلومېږي چې دا یو تصادفي شاعرانه توارد نه دی ، بلکې د دې راوړل شویو فقرو مانا داده چې د هر مثال او هرې نمونې په لنډيو کې یوه لنډۍ تر نورو پخوا ویل شوې ده او دویمه ، درېیمه ، څلورمه او نورې لنډۍ وروسته راپېدا شوي دي . د وروستیو لنډيو شاعرانو د لنډۍ لومړۍ برخه راخیستې ده او د لنډۍ دویمه برخه يې حذف کړې ده او په خپله يې له خپل ذوق او غوښتنې سره سمه هست کړې او وراچولې ده . د دې تصرف لپاره ډېر علتونه اټکل کېدی شي ، مثلا د لنډیو هستوونکو د ذوق توپیر ، د ټولنیز موقف توپير ، د دردونو او اجتماعي کورونو توپير ، د زمان توپير ، د عمومي ټولنیز انکشاف توپير ، د کلي او کېږدۍ ، فقر او رفاه او د طبیعي چاپېریال توپير او داسې نور د دې سبب شوي چې د لنډیو په دویمه مسره کې لاس ووهل شي او د دې منل شوي علمي اصل پر بنا چې انسان د خپل مادي چاپېریال مخلوق او د هغو طبیعي او اجتماعي مظاهرو بیانونکی دی چې دی يې راچاپېر کړی دی په پخوانۍ لندۍ کې لاس وهي او هغه د خپلې مشاهدې او تجربې او روحي غوښتنو د بیان چوپړ ته راکاږي ، کله کله د لنډیو په فقرو کې توپير او بدلون د محلي او قبایلي یا داسې نورو توپيرونو او ملحوظاتو په رعایت منځته راځي او قانوني عمق نه لري ، لکه په دغو لنډیو کې :
یار مې د خوست زه د تیرا یم
خدایه خوست وران کړې چې جوړه تیرا له ځونه
او یا :
یار مې د کوټ زه د تیرا یم
خدایه کوټ وران کړې چې جوړه تیرا له ځونه
په دې لنډيو کې (خوست) د (کوټ) ځای نیولی یا د دې برعکس ، خو په دې راز تصرف کې د لنډیو د هستوونکو محلي تمایلات داخل دي او د داسې ترمیمونو په لړۍ کې ناسخ او منسوخ د نوي او زاړه ، د راتلونکي او تلونکي د تسلسل قانونیت نه شي مطالعه کېدی . دا ډول لنډۍ ډېرې دي چې خلکو د اصلي لنډۍ په اعلامو او نومونو د خپلو محلي تمایلاتو پر بنا بدلون راوستی دی او د دغه راز بدلون د لنډیو د مرګ او ترک کېدو په چاڼولو او حتمي کولو کې اغېزه نه لري . ځینې داسې لنډۍ هم شته چې سره ورته مضمون لري خو الفاظ او ترکیب يې توپير ښيي ، یانې داسې توپير چې په محلي قبایلي او ټولنیزو مشخصاتو پورې اړه نه لري ، بلکې داسې ښکاري چې دا توپيرونه د لنډیو د شاعرانو له ذوق ، ادبي سلیقې او ذهني انګېرنو څخه راپېدا شوي او دا تغیر او بدلون کې څه هم د بشپړې فقرې (مسرې) تر بدلون محدود او جزيي دی ، خو د لنډیو د تاریخي او نه دردېدونکي تحول د پروسې یوه جلوه اټکل کېدی شي ، لکه :
نصیب تقدیر ته ګناه نه شته
بخت چې کوټه شي تندی تل ډغرې خورینه
عالمه ماته ګناه نه شته
بخت چې کوټه شي تندی تل ډغرې خورینه
کاکړۍ غاړې (کاکړۍ):
کاکړۍ غاړې چې کاکړۍ لنډۍ يې هم بولي ، د پښتو ولسي ادبیاتو یو خوږ ډول دی ، چې راز راز موضوعات (رزم او بزم) د پښتو ټولنیز ، اقتصادي شرایط ، کولتوري پابندي ، دیني او عقیده يي مسایل ، ساده ولسي افکار ، ټوکې او ټکالې او د پښتني کولتور بېلابېل اړخونه ، خویونه او رواجونه په خپله لنډه غېږه کې رانغاړي .
کاکړۍ لنډۍ که څه هم له نامه څخه يې له کاکړو سره تړلې معلومېږي ، خو د ټولو پښتنو اصیل مال دی او په پښتنو کې داسې قبیله نه شته چې د دې لنډیو په جوړولو کې يې لږه یا ډېره ونډه نه وي اخیستي ، دغه ډول له نورو ټپو څخه یو جلا او بېل شی دی ، چې لومړی وار کاکړو نښلولي دي او تر ننه به زیات او کم پنځوس زره کاکړۍ لنډۍ جوړې شوې وي . کاکړۍ لنډۍ له دوو مسرو څخه جوړې وي ، چې کله کله يې د دواړو برخو سېلابونه سره برابر او کله کله توپیر سره لري او د دواړو برخو وروستي توري يې سره یو رنګ وي . هغه کاکړۍ غاړې چې هره مسره يې اته سېلابه وي :
ښایستې که ستا رضا ده
ستا د قام بدي پر ما ده
د جوړښت د څرنګوالي له مانا دغه غاړې پر پنځه ډوله وېشلای شو :
۱ـ کږې غاړې : دا يې هغه ډول دي چې نه ردیف ، نه قافیه او نه هم د څپو برابروالی په کې مراعتېږي ، لکه :
زه نرۍ پاتو له ځمه
د ږوب لوړې که دي لیار راکه
۲ـ هغه ډول غاړې دي چې د څپو شمېر يې برابر وي او ردیف هم لري خو قافیه نه لري ، لکه :
ازلي قلم مې خوار دی
سپينه ژوند مې په زوال دی
۳ـ هغه ډول غاړې دي چې د څپو شمېر يې برابر وي او قافیه هم لري خو ردیف نه لري ، لکه :
په اور دي ستي کورونه
خدای دې ژلګي کې لوی نذرونه
۴ـ هغه غاړې دي چې قافیه او ردیف دواړه لري او د څپو شمېر يې هم سره برابر وي ، لکه :
په ربه ارمان به مړه سو
که به ګډ په پښتانه سو
۵ـ ازادې غاړې دي چې پرته له وزن څخه ، نه قافیه لري او نه هم ردیف ، لکه :
تر ساړه شمال دې جار شم
ترپۍ پورته خراسانه
باید ووایو چې ولسي ادب ټاکلی تاریخي بنسټ نه لري او دژبې ، کلمو ، رواجونو ، انځورونو او یادولو څخه يې د وخت او لرغونتوب ښه اټکل کېږي . لکه موږ چې په لنډیو کې نمونې لرو :
که د خالو لښکرې راغلې
زه به ګومل ته د خپل یار دیدن ته ځمه
څنګه چې خالو د غزنوي محمود یو سرلښکر و او د ګومل پر لاره هند ته تلو راتلو او د خالو د لښکر پر یوه سرتېري مینه د خپل اشنا د دیدن لپاره ګومل ته ورتله ، نو له دې څخه څرګندېږي چې دا لنډۍ د غزنوي محمود په زمانه کې جوړه شوې ده . دغه ډول ولسي ادب نور ژانرونه او کاکړۍ غاړې هم په دې توګه پېژندل کېدلای شي ، د بېلګې په توګه یوه غاړه :
ونه کېږېږي د مڼو
تېر شول ډیلي له براسو
دلته د ډیلي د کلمې په یادونه کې ډيلي ته د لوی اتل احمد شاه بابا د تګ یادونه شوې ده ، یانې دا غاړه هماغه مهال ویل شوې ده . په کاکړیو غاړو کې د خبرو اترو او ډراماتیکو غاړو ترڅنګ کله کله د یوې موضوع په اړه څو غاړې پرله پسې هم راځي لکه د کاکړو د یوه اتل او د انګرېزانو په مقابل کې د تکړه جنګیالي شېرجان کیسه چې د هر کاکړ تر غوږونو رسېدلې او تر خولې وتلې ده :
چې پاسنۍ تې خېژاوي
شېرجان سګرېټ ولګاوي
شېرجان خوی د غازي وکئ
د کاکړو رنګ يې ښه کئ
د نورو پښتو ولسي شعري ژانرونو په څېر په کاکړیو غاړو کې هم د ښځې ونډه ډېره ده ، دا ځکه چې له یوې خوا په پښتني ټولنه کې ډېرې محکومې او خوارې دي ، له بلې خوا په کاکړیو نارو کې د شاعر نوم ته د یادولو اړتیا نه شته .
مجبوري ده ناست یم
زړګی مې غوټ پرې کي ستا غم
له جانانه بېله سومه
لکه ګل ورژېدمه
لیکواله: وسیله حبیب بیان