دایران کیهان ورځپاڼه داشرف غني او عبدالله په اړه څه وايي ؟


یادونه : دا لیکنه  کټ  مټ دهمدې ورځپاڼې له ویبپاڼې څخه  راژباړل شوې ده په ځینو برخو کې د(ژ) توری له  تبصرې وروسته زیات شوې دی .
دولسمشرۍ یا پارلماني ټاکنې  یوازې دهغه هېواد لپاره مهمې نه  دي ،چې ټاکنې په کې ترسره کیږي ، بلکې دټولو لپاره  مهمه پېښه بلل کیږي  په ځانګړې توګه  چې دا هېواد مو ګاونډې وي . دا ،چې کوم سړی  دکومې ګروهې یا فکر پر بنسټ  دهېواد په لوړه څوکۍ ډډه لګوي  ، دا نو له دې سره تړاو لري ،چې دنورو هېوادو له ګټو سره څومره اړخ لګوي .
دبېلګې په توګه  پرون په  عراق کې پارلماني ټاکنې  پیل شوې  دا نو طبیعي ده ،چې  دولة الائتلاف  ، حزب الدعوة  ،چې مشري لومړی وزیر نوري المالکي کوي  دا زموږ لپاره ،چې دعراق ګاونډې هېواد یاستو دا غوره ده  ،چې دوی په ټاکنو کې بریالي شي  نه  لویدیز پلوه  سیاسي بهیرونه .
زموږ چارواکو لکه څرنګه ،چې مناسبه وه  ددې ټاکنو دښه ترسره کېدو په موخه مرسته کړې ده  د خپرو شوو خبرونو له مخې  زموږ چارواکو په ډېره ښه توګه  دا چاره ترسره کړې ده  دوی په ایران کې له هغو عراقیانو سره مرسته کړې ده ،چې زموږ په هېواد کې استوګن دي ، تېره ورځ  ډیری هېوادونه ددی ورځې  ددی ټاکنو کوربانه  وو ان ،چې ځینې هېوادونو خو ورسره  دټاکنو په لګښت کې هم ونډه اخستې وه .
دوري په شپاړلسمه  په مسلمان او ګاونډي افغانستان کې دولسمشرۍ  او ولایتي شوراګانو ټاکنې  ترسره شوې . دخپرو شوو راپورونو له مخې دا ټاکنې له ډېرو ننګونو ، ترهګریزو بریدونو  او امریکايي لاسوهنو سربېره  دخلکو له پراخ هرکلي سره مخامخ شوې . دافغانستان له دیرش میلونو وګړو له  ډلې نږدې دوولس میلونو یې په  ټاکنو کې ونډه اخستې ده ، دسیاسي چارو کارپوهانو دڅرګندونو له مخې امریکا ډېره هڅه کړې ده ،چې دټاکنو پر پایلو خپل اغیز پریباسي  ځکه دوی  پردې ډېر ښه پوهیږي ،چې کوم سړی او دکومې ګروهې سړی  به په دې مهم هېواد کې دچارو واګې په لاس کې نیسي .
دهغو دلایلو له مخې ،چې وړاندې ورته اشاره وشوه  هیڅ یو کاندید ونه توانېده ،چې په  لومړي پړاو کې 50+1 پوره کړي او ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې .
عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني هغه دوه کاندیدان دي ،چې  په ترتیب یې  45% او 31.5 ( دواړه ناسم : ژ )  رایې تر لاسه کړې دي  او دوېم پړاو ته  ولاړل .
عبدالله  له جهادي ځواکونو څخه  دی او دافغانستان له ملي اتل (!) احمدشاه مسعود سره دکار مخینه  هم لري  هغه پاړسيوان  دی او له پاړسي ژبو هېوادو په ځانګړې توګه  له ایران سره ځانګړې مېنه او لېوالتیا لري  نوموړي دا خبرې څو ځل پخوا هم تکرار کړې دي . پردې سربېره عبدالله  له  جمعیت اسلامي افغانستان سره هم تړاو لري  . جمیعت اسلامي هغه بهیر دي ،چې  مشري یې برهان الدین رباني کوله  دا بهیر او مشران یې  زموږ له هېواد سره ښې او پیاوړې اړیکې لري .
په مقابل کې یې  اشرف غني احمدزي  دی ،چې په افغانستان کې  دیو امریکايي او غربي په توګه  پيژندل شوې دی  دبیلګې په توګه  په افغانستان کې "8 صبح ورځپاڼې" ( دافغانستان دتاریخ نابشپړه فصل )تر سرلیک لاندې لیکنه  کې دنوموړی له امریکا سره تړلی دی او دڅو دلایل له مخې یې داشرف غني  امریکایتوب  ثابت کړې دی .
اشرف غني  دوه( امریکايي او افغانی ) تابعته دی  له امریکا سره ډیرې نږدې اړیکې لري  پردې سربېره  داسلام او مسلمانانو په  اړه  سخت او ماناداره  دریځ لري .
له اشرف غني څخه دافغاني  همجنسبازانو ملاتړ ،چې هغه مهال یې په هېواد کې شوروځوږ هم راپورته کړ  کولای شي ددی سړی په  ښه پیژندلو کې له موږ سره مرسته وکړي  څه موده وړاندې  افغاني او اسراییلي رسنیو خبر ورکړ ،چې  احمدزي په  اورشلیوم کې  ددیوال  په مراسمو کې ونډه اخستې وه .  ځکه خو امریکا په ټوله مانا هڅه کوي ،چې  دا سړی واک ته ورسوي .
دمخکینو سوابقو له مخې  په دې دوو کاندیدانو کې  دکوم یوه بریا  دافغانستان او ګاونډیو په ګټې  تامینولای شي ؟  تر لاسه شوې پایلې په ډاګه کوي ،د لومړي پړاو پایلې دا ښيي،چې  عبدالله   په ډېر زیات توپیر  له احمدزي څخه وړاندې  دی او په همدې پړاو کې بریالی دی .
اوس مهمه پوښتنه دا رامنځته کیږي ،چې  دښاغلي روحاني په حکومت کې په ځانګړې توګه دبهرنیو چارو وزارت  چارواکي ،چې په داخل کې دبهرنیو هېوادونو د ټاکنو مسوولیت هم ورترغاړې دی ددی هېواد دټاکنو په اړه یې څه ترسره کړي دي ؟  دټاکنو د دویم پړاو په اړه  ،چې دمی پر 28 به ترسره شي حکومت  څه  پروګرام لري ؟



دلومړۍ پوښتنې په  ځواب کې باید وویل شي :  له بدمرغه   دولت  د 5.2 میلونو  افغانانو ،چې په ایران کې استوګن دي  داڅه  نه دي کړي ،چې په ټاکنو کې ونډه واخلي  دا دافغانستان د 30 میلونو نفوس 8%  سلنه جوړوي .
دشته مالوماتو له مخې ددې  وګړو ډیری برخه ،چې له څو کلونو راهسې دلته  استوګن دي  په دې موده کې یې له  جمهوري اسلامي ایران سره  تړاو پیدا کړې دی  یو زیات شمېر نور  دجمهوري اسلامي ایران له سپیڅلي نظام سره  لېوالتیا لري  دهمدې مالوماتو له مخې ،چې دموضوع داهمیت له کبله  خپاره شوې دي  زموږ چارواکو اعلان وکړ ،چې  موږ د ټاکنو لپاره لګښت نه شو پوره کولای نو ځکه یې  په دې برخه کې هیڅ اقدام نه دی کړې .
عبدالله ،چې په ټاکنو کې یې 45% رایه  ترلاسه کړې دي  او یوازې 6% رایو ته یې اړتیا درلوده  که چیرې دولت  په ایران کې  دهغو څو میلونو افغانانو لپاره ،چې ځینې ځانګړتیاوې هم  اړین  امکانات برابر کړی وای  دوی  نه شو کولای ،چې په لومړي پړاو کې یې دعبدالله بریا  باوري کړې وای . اوس ولې زموږ دهېواد چارواکي په دومره سادګۍ له دې مسالې سره چلند کوي ؟ (دیادونې ده  په ایران او خپله افغانستان کې دنفوسو په اړه ارقام  تخمیني دي ، ځکه کره ارقام  شتون نه لري)
دافغانستان دولسمشرۍ دټاکنو له لومړي  پړاو وړاندې مو له څو تنو افغان کارپوهانو سره خبرې کولې  دهغوي یو شمېر وویل : دافغانستان دخلکو ترمنځ دعبدالله  پراخه  محبوبیت او ملاتړ امریکایان  سخت اندېښمن کړې دي . امریکااو ملاتړي به یې  په پوره مانا هڅه  وکړي ،چې هر څنګه کیږي ټاکنې دویم پړاو ته بوځي . ددی ټولو هڅو سربېره عبدالله  وتوانیده ،چې خپل سیال ته  په ډېر تفاوت  ماته ورکړي ، خو ټاکنې په دې توګه دویم پړاو ته ولاړې .
ټاکل شوې ده ،چې دویم پړاو دمی په وروستۍ اونۍ کې ترسره شي ، دهغه څه په بنسټ ،چې وویل شول امریکایانو ددې هېواد په اړه ډېر خوبونه لیدلي دي .
زموږ هېواد باید هغه اړین امکانات برابر کړي ،چې په ایران کې استوګن افغانان دخپل برخلیک  په ټاکلو کې ونډه واخلي  بل  په  سیمه کې به زموږ دقسم خوړلي دښمن  نفوذ او اغیز نور هم پسې راکم شي  .
کېدای شي ځینې  اقتصادي  ستونزې پلمه کړي  او ووايي ،چې دددې ټاکنو لپاره  موږ لګښت نه لرو . په ځواب کې باید ووایو : که چیرې دګټې او تاوان  له مخې له دې مسالې سره چلند وکړو  ایا دا څومره ګټوره ده ،چې په سیمه کې ( دشیطان بزرګ ) د نفوذ مخه ونیول شي .
په پای کې دژباړن  په توګه  وایم  : هغه څوک که  دا فکر کوي ،چې ایران او امریکا سره وران او دښمنان دي  فکر کوم سیاسي بصیرت او مطالعه  یې ډېره کمه ده زه  دهغې مطالعې له مخې ،چې دایران  په اړه مې کړې ده وایم ،چې ایران او امریکا دیوې سکې دوه مخه دي او بس .