cia په پنجشېر کې ( پنځلسمه برخه)

 
پنځلسم څپركۍ
كه څه هم زموږژوند په پنجشېركې په عمومي ډول دومره ارام نه ؤ،خوهغه لوى مېلمستون چې په استنه کې دچورلكې دكيناستلو ډګر ته مخامخ و، ډير ښکلی و اوحتى د لويديځوالو پام يې هم ځان ته اړولی ؤ، دغه مېلمستون د يوڅولويديځوالوژورنالستانو لخوا چې درې ته راتلل،كارول كيدۀ. .
مسعود د ښه شهرت لرلو په زورپوهېده اودهمدې لپاره شمالي ټلوالې د۱۹۸۰ كال له نيمايي څخه راپدېخوا دګڼ شمېر ژورنالېستانو كوربه توب کړی و.
دغه ميلمستون له څوهغوودانيوڅخه ؤ،چې شمالي ټلوالې به ژورنالېستان او درې ته بهرني چارواكي د ملاقات پروخت پکې مېلمانه کول ،دامنيت له نظره موږبايدپه خوندي ځاى كې واى نوله دې امله موږد درې په پورتنۍ شمالي خواكې پراته وو.
د بارك كوچنى كلى دغربي غرونواودسيندترمنځ كوچنى تړانګې ته غېږوركوله ،د درې خولۀ دكلي په جنوب  كې سره تنګېدله ، نوپدې اساس كه هرچاغوښتل چې درې ته دشمال لخوا ننوزي اړ ول چې دپاټك له تلاشۍ څخه تېر شي.
د بارك په سيمه كې دپنجشېرسيندنږدې درې سوه متره پراخيږي ،  يخ او ژور دی اوښه تېزبهيږي، چې دكلي ختيځې برخې لپاره يوطبيعي ساتندوى دى ،سربېره پردې ددرې ختيځ لوري اودكلي مخامخ غرونه لغړاوډبرين دي چې په اسانه توګه خوځښت پكې كشف كيږي ،شمال ته چې دسيندختيځ لورى ؤدكلي هاخوادټلوالې هغه غولى ؤچې دطالبانونيول شوي ملايان به يې دزندانيانو په توګه پكې ساتل ، په ښكاره توګه دغه جګپوړي ملايان ؤل چې شمالي ټلوالې لپاره يې ارزښت درلود، ګڼ امنيتي تدابيرنيول شوي ؤ اودكوټې پرسريې -۲۳ZSU ډوله دالوتكې ضدتوپ مؤجودؤچې كولاى يې شول ددرې لمن هم له دغه ځايه تراورلاندې ونيسي .
زموږغولى دغونډۍ په سرؤ، چې شپږسوه فوټه جګوالی يې درلود او ورپسې د غونډيو دوهم او درېيم کتار هم ؤ. اودكلي د شمالي څنډو  خواوشا ډېركورونه، چې بېل بېل جوړښټ  يې درلود، موجود وو.
جان محمدوويل ، چې شورويانود خپل  يرغل په وخت كې اتۀ ځله كوښښ وكړچې درۀ ونيسي اومسعوداودهغه ټلواله ماته كړي.
بارك کلی د دغه يوناڅاپي بريدونونښې  څرګندولې،كه څه هم چې شورويانوشپږځله دغه كلى ونيو،خوهېڅ واريې له کلي څخه شمال لوري ته پرمختګ و نه کړ.هرځل يې له دغه ځايه ددرنې مرګ ژوبلې سره پسې اخيستي وؤ!
ددرې اودكلي شااوخوااوس هم دروسي زغره والوټانكونوپرپاتې شونواوزنګ وهليو ټوټولړلې ده ،او دجنګ دبېرحمۍ يوبربنډ او بې شرمه ثبوت ؤ.
جان محمدوويل، چې په دره كې ټولې ودانۍ يوځل ړنګې شوې دي اويوځل روسانودرې مياشتې دغه كلى اود درې خوا وشا غونډۍ دورځې څلوراوپنځه ساعته په پرلپسې ډول بمباراو په توپ وويشتل !
جان محمد ډاډ راكړچې په نږدې خواوشاكې كوم ناچاودي توكي نشته ، هغه شمېرماشومانوچې زموږدكورخواوشاكې يې لوبې كولې، دغه خبرې تصديق كولې.هغه وويل چې دتېرو دريوكالونوراپدېخواكومه پېښه (دماين پېښه،  ژ) دغونډۍ په ښکته برخه كې نه ده شوې ،خودغونډۍ پورتنۍ برخې ته موږبې له كومې لارښوونې څخه نه تللو.
دافغان كلتورله مخې زموږكوربه ټينګاروكړچې ټول خواړۀ بۀ دوى تياروي ،هلته يونيمګړى پخلنځى وچې خام اوپه لاس جوړشوى كانګريټ پكې كارول شوی و اودلرګي سولوبخارۍ اوتنوريې لرلو، په پورتنۍ برخه كې يې ګړدى سورى ؤچې دكړايي لوښى يې داورپه لمبوسره پوښلى شو، خواړه داورلمبواو لوګي په منځ كې پخېدل ، لوګی له سوريوڅخه تېرېدۀ اودكوټې په چت پورې د ډبل پوښ په ډول سرېښېدۀ ،كله كله به لوګی دومره پنډ ؤچې داشپزاودهغه دمرستيالانويوازې پښې ترې ليدل کيدلې ،چت به زيات وخت  په سترو لګنو(ستل) کې دلوښودمنيځلوله امله لوندؤ،دلوګي دزيات والي له امله به زيات وخت خواړۀ دمځكې په مخ تياريدل ،له پخلنځي څخه د څو ځله ليدنو وروسته موپرېكړه وكړه چې په پخلنځي كې دحالاتوله خبريدلوڅخه نه خبريدل بهتردي .
هغه خواړۀ چې موږته يې تيارول  د كوربه په ټول توان سره تياريدل ، موږدسټمبرپه وروستيوكې هلته ورسيدلو،نوپدې اساس په دره كې تازه پياز،سره باټينګړ،كوچني شنۀ مرچ ،ګازرې اومولۍ پيداكېدلې .
ورېجې دخوړلومهمه برخه وه ،موږبايدپه احتياط سره خوړلې واى ،ځكه زيات وخت له اشپزڅخه يوه ياودوې شګې دپاكولوپرمهال پكې پاتې كيدلې ،له كلي څخه هرسهارتازه ډوډۍ راوړل كيده ،ډوډۍ به هواره دتېږې په تنورپخېدله ،ترماښام پورې به دغې ډوډۍ خپل خوندبايلۀ ، زماانتخاب هرسهارله دغې وچې اوګرمې خوندورې ډوډۍ سره دمومپلي كوچو او مربا خوړل ؤ.
هګۍ هرسهارجبري په غوړيوكې پخېدلې ،دغه ډول غوړي په ټوله اسياكې مروج دي ،دابه دګيلن په اندازه په اوسپنيزوقطيوكې راتلل چې نږدې په ټولوهغوخوړوكې چې موږته تيارېدل كارول كيدل .
غوښه به دغرمې ياشپې لخواتياريدله ،خوهروخت به پټه او بېله بڼه  پخېدله ،هېڅ وخت موسره كړايي يادكباب په ډول غوښه پخه ونه ليدله ،هروخت به دغوښې ټوټې چې بندونه ،كوچني هډوكي اوشحم يې درلوده راوړل كيده ،دغه غوښه دكورنۍ ساتل شوي خوارواوكمزوروچرګانوچې دكورپه شاوخواكې په ازاده توګه هاخوا دېخوا منډې وهلې لاسته راتله ،ځكه داسې ښكاريده چې دغو چرګانوزموږدتشنابونولاندې ويالوڅخه خوراك كاوۀ ، نو موږ به چې کله پوه شوؤ چې همدغه چرګان يې حلال او تيار کړي دي، نوله خوراک څخه به مو ډډه کوله.
دغرمې اودشپې دډوډۍ لپاره به ښوروا هم تياريدله ، زيات وخت به زيمنه وه ، په لوښي كې به يوڅوډوله سبزي ښكاريده ،زماپه ګومان چې دپخلنځي كسانودسبزي زياته برخه دځانونولپاره ځكه ساتله چې دغوښې ښې ټوټې چې موږهېڅ ونه ليدلې له هغوسره يې وخوري ،خوددې ادعالپاره موږكوم ثبوت نه لرلو!زماځانګړې غذا دغرمې اوبېګاه لخوا ټوټه شوى رومي،  باتينګړ،پياز،ښوروااوڅوقاشوغې ورېژې وې .
جان محمدله تاجكستان څخه دهوږې اوترخومرچوڅخه جوړه شوې چكني راوړه چې دخوړوخونديې ډېرښه كاوۀ ،له ډوډوۍ وروسته خوراك يوه مڼه وه اوكه زه به  بيا هم وږى وم نودممپلي مربا به مې  د محلي وچې ډوډۍ سره خوړله.د همدغه پرهېزاوزمادخېټې اوكولمود دوامداره تكليف له امله مې په څلوېښتو ورځوکې شل پاونډه وزن  له لاسه وركړ،ديادونې وړده چې هغه څوك چې غواړي ډنګړوجودولري هغوى ته ددغه ډول پرهېزمشوره نه وركوم!
ځان مينځل هم يوه بله زړورتياوه!دحمام كولوسيمه د لس په لس فوټوپه اندازه وه ،چې ټول ښوينده كانکرېټ ؤ، له مځكې څخه يوه نلكه ،چې جګوالۍ يې ۱۸ انچه ؤ راوتلې وه. په لومړيوڅو ورځوكې به دپخلنځي ځوان افغان كارکوونکو په موقتي جوړه شوې بخارۍ باندې اوبه ګرمې اوپه لګن كې به يې دګروپ هرغړي ته په جلاډول راوړلې ،اوبه هروخت خړې وې ،اودلوښي په تل كې به يې خړه راټوله وه ،يوه پلاستيكي پياله به موپه اوبوكې دننه كړه ترڅوځان پرې لوندكړو،بيابه موصابون وهلو،اوپاتې اوبه موپرځان تېرولې ،دڅوروځوله تېريدو وروسته مو په محلي ماركېټ كې يوه برقي منقل واخيست ،دغه منقل په لسودقيقوكې كولى شول چې يولګن اوبه برابرې غوندې ګرمې كړي ،كله به چې دغه منقل  كاورل كيده ،په دهليزكې ګروپونه به يوناڅاپه تت (ډيم) شول ، زه به هروخت دبرېښنا له ټكان څخه په وېره كې وم ،خوپه حيرانيتاسره ترې بچ شوؤ،دڅواوونيوپه تېريدوسره هوااو ورسره کانکرېټ نور هم ساړه شول اوحمام ته تلل نور هم مشكل شول اوموږبايدپه نوبت كې ناست واى ،ترڅوحمام موكړى واى .
جان محمدپه كلي كې زموږدجامودمينځلوترتيبات نيولي وو، زموږداوسيدلوپه تنګ چاپېريال  كې داوبوله  کموالي سره دجامومينځل ناشوني و.
جامي به په تنكي ګهيځ كې راوړل شوې اودورځې په وروستۍ برخه كې بياراوړل كيدلې ،جامې به لمدې وې ،خويوڅه به يې سره ټولې اونښتځيلې وې ،جامې يې حتماً په سيندكې مينځلې،ځكه زموږسپين بنيانونه او نيكرونه دوخت په تېردوسره خړېدل .
په لومړيو دوو ورځو کې موخواړۀ په هغه لويه كوټه كې چې د دفترلپاره موخوښه كړې وه وخوړل ،له دې امله به دفتر ډېرناارامه اوككړؤ،دخوړو په وخت كې اړ ؤچې كاربند اوكوچني ميز،كمپيوټرونه او نورسامان له مخې لېري كړو، زموږكوربه به په بيړه سره دسترخوان اواركړاوكاسې به يې پرسركېښودې ،بيابه ترې تاوكيناستواوپه قاشوغوسره به موخواړۀ  په ډېرمهارت سره را اچول ترڅوككړتيا ونه كړو .
ددويمې ورځې په پاى كې مې له جان محمدڅخه وغوښتل هغه لويه كوټه چې ماپكې شپه تېروله دخوراك اودليدنوكتنولپاره بېله كړي ،په راتلونكي سهارممتازكوټه وزګاره كړله ،زماسامان يې نږدې كوټې ته يووړ،هغۀ دڅارګره دفتركوټې ته لاړ او هلته ويده کېده،له مالوچوڅخه نوی جوړ شوی ليمڅی چې په هېواد کې هر چېرې موجود وي، د قالينې په توګه کارېده.
كړكيوته يې درخت له ټوټوڅخه پردې جوړې كړې وې اوالمارۍ يې هم پاكې کړې وې .
يولوى مېزچې په يوځل يې دوولس كسان ځايولى شول د يوڅو چوكيوسره ددسترخوان اودغونډې دميزپه توګه كارول كيدۀ ،دكوټې بله برخه چې يوڅوپايې چوكۍ چې له سامان ډكې پكې وې له څوميزونوسره  زموږاودعارف دليدنواوكتنو ځاى ؤ.
خواړۀمو هم په پرتليزډول ارام خوړل  اوكارموهم دورځې درې ځله له مداخلې خوندي ترسره كاوه .
موږپوهېدوچې دڅښاك لپاره د پاكواوبوپيداكول ګران ؤ، نوپدې توګه موله ځان سره داوبوپاكوونكي الات لرل اودځانګړې اړتيالپاره موساتل .
جان محمدهم هغه دېرش كارتنه اوبه، چې تېرځل د(CTC) دترورېزم پروړاندې دمبارزې مركزله غړوڅخه پاتې وې ، رواړې وې ،او دهغې اوبواندازه چې موږله ځانه سره راوړې وې ،دوه برابره كړه .
ډاكټروويل چې كه چېرې دبوتل سر، سرغوچ وي او داوبورنګ نورمال وي نوكولاى شودڅښاك لپاره ترې ګټه واخلو.كه څه هم چې دوخت په تېريدوسره موږله حالاتوسره روږدي کېدلو،خويوشي چې ډېر ځورولو، هغه دتشناب ستونزې وې! كله چې موږ درې ته لومړی راورسيدو، نو لس كسان ووخودڅواونيوپه تېريدوسره دوه نورافسران هم رازيات شول ،په دې ماناچې دوولس نارينه اوبالغوكسانوله يوۀ كوچني تشناب څخه ګټه اخېستله ، تشناب خپله له اته په لسو فوټوڅخه زيات پراخوالى نه درلود اودكوټې په ښۍ خواكې يوه زنګ وهلې داوبوبرقي بخاري اېښودل شوې وه ،او ورسره يولاسومينځی ( دست شويي) ،چې يو دسړواوبونل اويوه ماته ائينه يې لرله ، هم موجودوو.
د اسانتياودكارولولپاره بايد  په تشناب کې درېدلي وای، پرتوګ موښكته اوپه منګولوكې كلك نيولى واى  ،څو په کكړو لوښوپورې  له ليګدلوڅخه خوندي وای ، بيابه دپښوپه ګوتوكيناستو اوشاته به مو زوركاوۀ ،ځان به مو په ديوال پورې نښلاوۀ ،له كيناستو وروسته به مو دلنګيوترمنځ كتل اود هدف منځ  به مو په نښه کاوه،څودچټليو دشيندلومخنيواى شوي وي .
دغه ډېربې رقمه په مشكلاتوډك اونا ارام ځای ؤ، په ځانګړي ډول په هغه وخت كې چې اسهال به دې كولمې سره تاوولې . اصلي مشکل د تشناب سوری ؤ، د تشناب په مخ نږدې څلور انچه قطر يې درلود خو دوه فوټه لاندې د سوري قطر سره تنګېده، که چېرې دوه يا دريو کسانو له  تشناب خخه کار اخېستلای، ښايي چې د بدرفت کوچني پايپ  مشکل نه وای پيښ کړای خو تشناب د لسو کسانو او بيا د دولسو کسانو، هغه هم ټول نارينه او بالغو کسانو لپاره ،چې  د ګروپ په منځ کې د کولمو تکلیف هم مخ په زياتېدلو ؤ، زور نه درلود. د تشناب  کارول هغه څه و، چې سړی ترې وېرېده، په ځانګړي ډول د سهار پر مهال. د پايپ بندېدل عام و او د ګروپ يو يا دوه غړو خو د خرسانو غوندې وو. د وخت په تېرېدلو سره پوه شوم چې سهارنۍ ملاقات مې بايد له ټولو وړاندې وي. موږ د ډاکټر د کلورينو مخلوط د کړکي په ژۍ باندې د مکروبو او د بوی د کنترولو لپاره کېښودل. ما په لاسمينځي باندې  د مکروبو ضد صابون اېښی و او د هرځل ملاقات وروسته مې د جراح په ډول لاسونه پرې موښل. که چېرې مې له کلا څخه بهر د مورچل په ډول  نرۍ اوږده کلا جوړولی شوای، ما به کړې وای خو د کلي ماشومانو له کلا څخه د بهر لیدلو پر مهال پرده يا خصوصيت نه راپرېښود.
دتشناب سهولت دګروپ په منځ كې دټوكولامل ګرځيدۀ ،ځكه له دې چې ددغه حالاتوڅخه وژاړې ،خندابهتره وه.په ځانګړي ډول د تشناب د بندېدو په وخت كې كله به چې دپېښې مسؤل وپېژندل شو نوګروپ به ټولوپرې ټوكې كولې ، د کولمو پر خوځښت مو د خبرو کړل عادت وګرځېد. د اکمالاتو د راغوښتلو يوه تلګراف ته د ګروپ کوم يوه د قرارګاه څخه د کوچنيو ايينو چې چليپا پرې رسم وي، غوښتنه وکړله څو وکولی شو په بهتر ډول نښه برابره کړو.( اينې تر پايه راونه رسيدلې.) د اکتوبر په لومړيو کې په تشناب باندې د وړو ربړوونکو مچانو لښکر دغه بدمرغي نوره هم پسې ناوړه کړله.  سټان په کلي کې پخوانۍ ډول د مچانو د رانيولو لپاره سرېښناکه رېتاړه پيدا کړله او نوموړو رېتاړو د مچانو نفوس يو څه کنترول کړ.
زموږدسفرپه بهير كې يوبل مشكل ، چې موږ يې ځورولودا و چې پاپي دمعدې دګازله زياتوالي څخه سرټكاوۀ ،دغه سړي به سهارله خوب د ويښيدلو سره سم د تيزونو اچول پيل کړل ان ترشپې ويدۀ كيدلوپورې .موږبه ټولوپرې ټوكې كولې ،حتى هغه ته به  په قهرشو،خوهغه به يوازې مټونه وښورول او وبه يې ويل چې: (( زه څه وكړم مشكل لرم )) او يوه دقيقه وروسته به يې بيا  بې سده کونکی ګاز خلاص کړ. په دغه درد برسېره پاپي ترټولوتكړه ساحوي ارتباطي افسرؤاودعمرتردغه وخت پورې يې دتكړه افسرشهرت ساتلى ؤ،د(سي ،آی ،اې) ارتباطي سيستم له هغه تليفون اوانځور او مالومات ليږدوونكى كوچنى ترانسميتر څخه چې تاسويې په فلمونوكې ګورىء ،ډېرلوی او کارول يې ډير ستونزمن دي.
پاپي دسفر دبكس په اندازه رسيور(Receiver) ماشين درلود، چې دمحرمواوخوندي مالوماتواو غږ لپاره يې د کړکي په ژۍ(څنډه) باندې اېښی او د دوو لپ ټاپ كمپيوټرونو په واسطه يې كنټرولاوۀ،موږبه له خپلوكمپيوټرونو سره برېښناليكونه ليكل اوبيابه موپه فلافي (يوډول  کمپيوټري كسېټ چې دمالوماتودليږدولولپاره كارول كيږ ي.ژ) ډېسک كې اچول ،پاپي به په وارسره دټولونه كېسټې ټولولې اوبيايې له يوې بشپړې پروسې وروسته قرارګاه ته ليږدولې ،د مالوماتو له ليږدولو وروسته به يې سييستم ته بدلون وركاوۀ ،ترڅومالومات له واشنګټن څخه لاسته راوړي ،زموږدګروپ اړوندټول پيغامونه چې له هرې منبع څخه به ؤ،قرارګابه زموږدارتباط ترنيولوپورې ځنډول .
نږدې دسلوپه شمېر برېښناليكونه به موله واشنګټن څخه ترلاسه کول  اودېرش ياڅلوېښت كاري اوڅارګرراپورونه به موږ په يوۀ ورځ كې ليږل او له دې امله دپاپي لپاره دېرستونزمن كارؤ،پدې سربېره دۀ  جنرېټرونومسؤليت هم پرغاړه اخيستى ؤ،دجنريټرونو دپاكوالي ،په ورځ كې ديويا دوه ځلې دتېلواوفلترونوبدلون په شمول، همدارازدكمپيوټرونوجوړول ، په دوامداره توګه توکي له دوړو څخه پاکولو له امله دپاپي لپاره هره ورځ شل ساعته كارؤ.
ماله ځانه سره له پخوا فکر كړی و، چې ددۀ دمعدې دګازمشكل له امله چې کوم تکليف موږ ګاللو، ددۀ دزياتې تجربې او خدمتونو په بدل كې ډېركم قيمت ؤچې موږيې اداكوؤ.