
څوارلسم څپركى
زما لپاره راتلونکې ورځ تر ماسپښينه بې ګټې وه ، په هغه سهار وختي تربلې ودانۍ پورې د ډاکټر د پيداکولو په هيله کوږ وږ ولاړم .
بك له دوو پيلوټانو،سټان او ميوري سره دچورلکې دبيارنګولولپاره په استنه كې دچورلكې ډګر ته لاړل. چورلكه له خپل اوسني رنګ سره په دره كې ښكاره نښه وه اوداهغه څه و، چې موږنه غوښتل . د چورلكې نوي رنګ بايد دشمالي ټلوالې دشنه كموفلاژ(هغه وسيله چې ددښمن دغولولولپاره كارول كيږي.ژ ) له نمونې سره سمون درلودلای، زه د تګ لپاره ددوی د تيارۍ او بيا تللو په اړه ډير لږ وپوهيدلم.
ډاكټردمعاينې داسې وسيله نه درلوده چې زمادناروغۍ لامل څرګندكړي ،هغه وويل چې سپېرو(يوډول مکروب ضد دارو) چې بازارته نوی راوتلی و،وکاروم اوهرڅه چې وي له منځه به يې يوسي . يوه ګولۍ مې وخوړله اوكوټې ته مې ځان وروڅکاوه د ايموډيم په کارولو سره يې د ناروغی علايم يو څه کم کړل او يوه اندازه مايعات مې هم ورپسې وڅښل.
سهارناوخته راويښ شوم ،که څه هم يوڅه ښۀ شوی وم ، خوبياهم يا خو تشناب ته اويا هم پريکړي بوتلانو ته نږدې اوسېدلم.
له غرمنۍ وروسته (كه څه هم چې زه يې له خوړلو تير شوم) مې له ريك سره دراتلونكوڅو ورځولپاره دپلان جوړولوپه هكله وليدل اومهم ټكي موطرح كړل ، موږبايدله جنرال فهيم خان سره ليدلي وای ، څوله سي،آى ،اې سره دهغه دهمكارۍ هوكړه اودعارف هغه څرګندونې چې دامرېكاځانګړي ځواكونه كولاى شي دپنجشېردره دخپلوعملياتودمركزپه توګه وكاروي، تصديق كړي واى . مادعارف خبروته دشك په سترګه نه كتل خوماغوښتل چې همدغه څرګندونې له فهيم څخه په مستقيم ډول واورم .
موږدشمالي ټلوالې له لومړيوكرښوڅخه چې دكابل په شمال كې پرتې وې ،د GPS كوردينات داخيستلولپاره دفهيم هوكړې ته اړتيادرلوده .
دګډڅارګره دفتردجوړولولپاره موكريس په خبرواتروكې راګډكړ،له هغه څخه مې دبهترينومشورو هيله درلوده .
كريس اوممتازپه لاندينۍ ودانۍ كې يوه مناسبه كوټه خوښه كړې وه اودكوټې لپاره د څو لويو مېزونو دپيداكولوكارهم روان ؤ، كريس وويل چې دديوالونودپراخه ساحې (تشې) په درلودلوسره كولاى شوچې دعملياتودسيمې نقشې ورسرېښ کړواوممتازيوه اندازه لوى مقياسه نقشې چې شمالي ټلوالې درلودلې، راوړې .
ممتازد شپې په لسوبجوراغى اوخبريې راكړچې جنرال فهيم ،انجينرعارف اودشمالي ټلوالې دبهرنيو چارووزيرعبدالله عبدالله زموږسره دليدنې لپاره ، چې يو ساعت وروسته بايد ترسره شي، راروان دي.
عارف تېرماښام وويل چې دپيژندګلوۍ غونډې به د شپې ناوخته پيل شي ، ما هيله درلوده چې ترهغې به مې ناروغي يو څه صبر وکړي. که څه هم زه ډېرستومانه اوكمزورى شوى وم اوارام ته مې اړتيادرلوده ، خو له فهيم سره ليدنې ته ليواله وم.
سره له دې چې عارف ته مې يوه شپه وړاندې پنځه سوه زره ډالروركړل ، خومابياهم غوښتل چې فهيم ته يوه اندازه نورې نغدې وركړم ، څودلومړيوكرښوځواكونه دجګړې لپاره تياركړي .
زما په اند دغه د پام وړ پيسې به دشمالي ټلوالې مشران خوښ كړي، سي ،آی ،اې له دوى سره دمرستې په كولو کې جدي وه اودابه زموږله ګروپ سره په همكارۍ كې مستقيمې اومثبتې پايلې ولري .
ريك اوزه ولاړو او له توربكس څخه مو يوميليون ډالر په کاغذ کې تاو او تيار کړل. غونډه له ټاكلي وخت سره سمه پيل شوه، ددوى د دريو موټرو كاروان دخړو دوړو ترمنځ راورسيد.
له فهيم سره دستړي مشي اوداخل ته دهغۀ دبدرګه كولولپاره افغان کارکوونکو منډې رامنډې پيل كړې. غونډه دودانۍ په لانديني پوړكې چې ممتازپكې اوسيدۀ پيل شوه . په كوټه كې ارزانبيه ليمڅی ، پنځه ياشپږچوكۍ اوڅودانې محلي جوړشوي بالښتونه پراتۀ ول . دكوټې كړكۍ خلاصې وې او ارامه وږمې له مالوچوڅخه جوړې شوې پردې دبېړۍ د د بادبانونو په څېركوټې دننه راټېل وهلې.
ماله فهيم سره تر دې وړاندې هېڅ نه و ليدلي ،اوكه رښتياووايم له مسعوداوشمالي ټلوالې سره دټولوكلونودكارپه بهير كې مې ددۀ نوم يو يادوه ځلې اوريدلي ؤ.
فهيم منځنۍ ونه نېږدې ۵،۹ فوټه، دربلى (هډور) اوكلك جوړښت لري ،ګردى مخ اوپوزه خويې په ښکاره ډول څوځلې ماته شوې اوبيابېځايه پيوندشوي ښکارېدل ،چترالي پكول يې په ټنډه راټيټ اودګڼو وروځودپاسه يې ايښى وي . هغه دمسعوداو انجينرعارف ترټولوخوښ رنګ خړ پتلون اغوست ،دهغۀ مخ به همېشه خريېلی او دپنجشېر د مشرانوپه منځ كې غيرعادي ښكاريده . د غږيدلو پرمهال عادت لري، چې د سړي سترګوته ځيرځيروګوري اونږدې زيات وخت بې له هېڅه سترګې پټوي اودخبرې كوونكي له غبرګون سره په سم ډول زمبي، په چوکۍ کې لږ رامخکې اوخبروته پوره پاملرنه وركوي .
هغه په انګليسي ژبه نه پوهيږي ،حتى په نيمګړي انګليسي هم نه پوهيږي ، دا هغه څه ؤ چې عارف اوعبدالله دځان دګټې لپاره له فهيم سره د دغې او نورو غونډو پرمهال ترې کار اخيست . ممتاز زموږ د ليدنو لپاره درسمي ژباړن په توګه کارکاوه.
دڅواونيوپه تېريدوسره پوه شوم چې كله مسعودپر كال ۱۹۸۰ كې راوګرځيد، فهيم له هغه سره يوځاى شو، هغه دمجاهدينودكوچنۍ ډلې چې په شمالي كې دتاجكستان له پولې سره څېرمه يې فعاليت کاوه، مشري په غاړه درلودله .
هغه يوکلک اوسرټمبه جنګيالی ؤ، نوپه دې اساس هغه دمسعوداحترام ځان ته اړولی و اودۀ ته يې ترټولولويه دنده، چې مسعود تردغه مهاله چاته نه وه سپارلې، وركړه.
د ۱۹۸۰ كال په وروستيوكې فهيم دجنرالۍ رتبې په درلودلوسره دمسعود ترټولولوړپوړى سيمه ييز قوماندان ؤ، ماته داهم وويل شول، چې كه څه هم مسعود دفهيم له شخصيت سره په ځانګړي ډول مينه نه درلوده خوددۀ دسيمه ييز وړتيا له امله يې پرې پوره باوردرلود، پدې اساس يې هغه ډيراړين باله .
وروسته انجينرعارف اوعبدالله دواړوپه جلا ډول وويل چې دمسعودله مړينې وروسته فهيم ؤچې دواك واګې يې په لاس كې واخيستل اودشمالي ټلوالې مشرتوب يې يوموټى وساتۀ ،دوى دواړووويل چې هغوی اودمسعودخواوشاټول ددغه ناورين له امله په لړزه او ويريدلي وو اوفهيم دواك واګي په لاس كې واخيستل اوپه ټلواله باندې د واك د ټينګولو لپاره يې دمسعود دمړينې اعلان ترهغې چې په شمال کې نورو قوماندانانو ته د ټلوالې دثبات ډاډوركړل شوى نه وي ،وځنډاوۀ .
په ماسپښين يې هغه چورلكه چې مسعوداوخليلي يې تاجكستان ته ليږدول ،له ځان سره كړه او د ټلوالې ټولولوړپوړوقوماندانانوته شخصاٌ ورغى ،كه چېرې فهيم دغه پياوړې او اړينه پرېكړه نه وای كړې ښايي چې شمالي ټلواله دمسعودله مړينې وروسته په لومړيوڅو ورځوكې له منځه تللې واى .
ماله ډاكټرعبدالله سره پخواهم څوځلې ليدلي و، په لومړي ځل پر كال ۱۹۹۷ كې مې له مسعودسره دليدنې پرمهال په تالقانوكې هغه وپيژاند او بيامې د ۲۰۰۱ د اپرېل په مياشت کې پاريس ته دمسعود د سياسي سفرپه ترڅ كې، چې غوښتل يې په اروپايي ټولنه كې خپل ملاتړزيات كړي، وليدل . ډاکټر عبدالله يوازينی هغه بل کس ؤ چې له مسعود سره يې زما د ليدنو پرمهال په خبروکې فعاله ونډه لرله.
هغه هم منځنۍ ونه ،ډنګروجود اولنډۍ پاكه ږيره لري ، هروخت فيشني غربي ډوله جامې په تن كوي ،خړ رنګه پتلون اوسپورتي ډوله جاكټ اغوندي.
په انګليسي ژبه کې پوره مهارت لري اودۀ په ټولوغونډوكې دمسلكي ژباړن په توګه له دري څخه انګليسي ته په مؤدبانه ډول دژباړن غلطۍ اصلاح كولې (ممتازبه دژباړن په توګه كاريدۀ .ليكوال ) اوله هغه سره يې داصلي كليمې په پيداكولوكي مرسته كوله .
ډاكټرعبدالله يو ارامه غږيدونكى،مودب اودښه خوى خاونددى ،هغه ته داصلي پنجشېري په سترګه نه كتل كيدل ،ځكه چې يوازې مور يې دپنجشېروه اودغه حقيقت مسعود له ډاکټر عبدالله سره د ښو اړيکو او پر هغه باندې د باور له کولو څخه منع نه کړ.
دكلونوپه تېريدوسره مسعودهغه دمشاور ډاكترله چوكۍ څخه دلوړپوړي سياسي مشاورپه توګه ومانۀ ،زه نه پوهېدم چې فهيم به په غونډه كې له څه شي پيل كوي خوزه ډاډه وم چې عارف بۀ هغه ته زموږدګروپ داهدافواوغوښتنوپه هكله مالومات وركړي وي. ماله فهيم څخه دمثبت غبرګون اوهركلي هيله درلوده خوځينې داسې مؤضوعات وو، چې موږيې له عارف سره ذكركړی و، او هغه زموږافغاني كوربه (فهيم ، ژباړن ) ته له ستونزو ډك برېښيدل اوهغه داو ، چې په پنجشېركې به په پوځي يونيفورم کې په لويه کچه د امريکايي پوځيانو شتون دافغانانوله نيوكوسره مخ شي . د شمالي ټلوالې له نورجګپوړوقوماندانانوسره زموږدګروپ د خپلواكو او نېغو اړيکو درلودل د يوبل ممکنه مخالفت ټکی ؤ.
ما د ليدنوپرمهال له مناقشو او بحثونو سره کومه ستونزه نه درلوده، موږهم اړ ووچې له ډېروموضوعاتوسره مخالفت وكړو،ځكه موږغوښتل چې دامرېكا لويې ګټې خوندي كړواوشمالي ټلوالې غوښتل چې دواك په نازكه كړۍ باندې خپل موټی ټينګ کړي.
ماغوښتل چې ټول مخالفتونه دنرم چلند اوصادقانه معاملې له لارې حل اوپاى ته ورسيږي . نوددې لپاره ماپلان درلود، چې له فهيم سره به دهغو سرېښناکه مؤضوعاتويادونه وکړم، چې دی يې له يادولوسره بې ميلي ښيي ، زموږګروپ له شمال ټلوالې سره په خپلواكه ډول داړيكولرلودپرېكړې له بدلون سره مخالف و.
سي ،آی ،اې دشمالي ټلوالې له مهموقوماندانانوسره يوازې داړيكيولرل بلكې له هغوى سره په ډېره بيړه اوخوندي ډول دخپلو ګروپونو ځاى پرځاى كول غوښتل،دنورومؤضوعاتوپه اړه هم زموږدريځ دغه ډول ؤ.
دسپټمبرله يولسمې څخه شپاړس ورځې وروسته دامريكادولت له القاعدې سره دجنګ كولودپلان باطلول نه غوښتل ، دشمالي ټلوالې له قوماندانانوسره دسي ،آی،اې د خپلواکه اړيکو نيولوپه اړه دفهيم مخالفت ته واشنګټن دكوچنۍ شخړې په توګه، چې غواړي خپلې محدودې سياسي ګټې وساتي، کتل .
دپاكستانيانواودواشنګټن غړمبهارخولا له پخواپيل ؤ، دوى ويل چې په جنوب كې دپښتنوقومونه هم مخكې له دې چې دشمالي ټلوالې سره په پوره ډول بوخت شوبايددجنګ ډګرته راوړل شي.
پښتانۀ په عنعنوي ډول دافغانستان واكمن تېرشوي دي . پاكستانيانوهم په لوړاوښكاره ډول د تاجكيانواونورولږكيودواكمنېدوله امله دبدبختۍ خبر وركاوۀ ، مانه غوښتل چې روان اورته نورهم تېل ورګډكړم اوماته دغه مهم حالت ښه او واضح ښكاريده .
د طالبانواودهغوى عرب ملاتړودجنګي ځواك زياته برخه په شمال كې په دوه عمده كرښووېشل شوې وه . يومخكينی ديوال يې له لوېديځ څخه ختيځ ته له كابل څخه جلال اباد ته،دپاكستان سرحدته نېږدې غزېدلى ؤ، بل يې له شمال څخه سهيل ته يانې له تاجېك مېشتو سيمو څخه ښكته دكابل په سرله كرښوسره وصل كيده ،په نقشه كې داسې ښكارېده لكه غټ (L) حرف چې رسم شوى وي او دهېواد شمالي برخه يې دپنجشېرله سيمې څخه چې ددوى لپاره خنډ ؤ، بېلوله.
دشمالي ټلوالې اتۀ زره جنګياليودطالبانوپر وړاندې مخالفې ساكنې كرښې جوړې كړې وې ، ددواړو لوريو په مساوي ډول زورور درلود اود يوبل کرښې يې نشوې ماتولى ، اوله يوكال څخه زيات وخت لپاره حالت په ساكن ډول پاتې ؤ.
دهېوادپه جنوب كې طالبان په دې توانيدلي و، چې ټول پښتانۀ قومي مخالفين له ماتې سره مخ اوپه موثره توګه يې بې وسلې كړي (له درنو وسلوڅخه . ليكوال ) په جنوب كې له ټوټه شوي قبيلوي پښتنوڅخه دطالبانوپروړاندې ديوۀ منظم نظامي مقاومت جوړول بۀ دامرېكاله هرڅومره هڅوسره سره په مياشتومياشتو وخت ونيسي .
دطالبانولومړۍ كرښې دامرېكاد هوايي ځواكونولپاره بې له شكه غوره اهداف و، زه پدې ډاډه وم چې دبمونودغورځولويومتمركزكمپاين به دطالبانواودعرب ځواكونودروحيې وژونكي وي ، طالبانوزياتې كاميابۍ دسختې جګړې له لارې نه بلكې درشوت وركولواوپه نتېجه كې دمحاصرې له لارې لاسته راوړې وې اوزياتوجنګي عملياتو يې ډېرې لنډې اوكمې مرګ ژوبلې درلودې .
طالبان له هغه ډول سزا اوبمبارۍ سره تراوسه نه وو مخ شوي، چې دامرېكادهوايي ځواكونوله خوا په راتلونكي جګړه كې دوی ورسره مخامخ كيدل .
ددرنې مرګ ژوبلې اود ورځو ورځوپر له پسې بمبارۍ به طالبان په پاى كې له ماتې سره مخامخ كړي .
عرب جنګيالي امكان لري تريوه حده زيات پاتې شي او خنډ جوړ کړي، خوشمالي ټلواله به دهغوى مقاومت مات كړي .
كه چېرې موږاسماعيل خان، چې په هرات كې ؤ اودوستم اوعطاچې په جنوبي مزاركې وو ، مجهزاوسمبال كړو،دوى به په هغو سيموكې طالبان مات کړي. دپنجشېرله سمو سره دطالبانوماتې به په اطمېنان سره طالبان په ټول شمال کې راوغورځوي.
دامريكادهوايي ځواكونوپه مرسته اود ځايی قوماندانانوله خوا دهغوسړكونوبندول چې جنوب ته تللي وو ، په شمال كې د طالبانوزياته برخه تسليميدوته اړاويابه ووژل شي. دكابل اوشمال لوى ښارونه به دشمالي ټلوالې لاسته ولويږي ، له دې امله به په جنوب كې پښتانۀ قومي مشران دطالبانوپروړاندې دحملې لپاره زړور او د هغوی پر وړاندې خوځښت پيل کړي.
ښايي چې په سهېل كې جګړه يوڅه وخت وغزيږي، ځكه چې پښتانۀ ټوټې ټوتې وو (كوم منظم پوځي ځواك يې نه درلود، ژباړن ) اودچټكې كاميابۍ لپاره يې وړ او ځواکمنه وسله نه لرله ، خودامرېكا دهوايي ځواك په مرسته به بېلانس او تعادل دطالبانوپر ضد واوړي. دكاميابۍ لپاره مهمه لارپه شمال كې وه اودغه كاميابي دفهيم ترامرلاندې دشمالي ټلوالې په ځواكونوپورې تړلې وه .
ماغوښتل چې له دغه مهم حقيقت څخه د تمركزدبدلولومخنيوى وكړم، مافكركاوه چې حقيقت واضح ؤاوپه واشنګټن كې دجګړې پلان كووونكي به زماپه ډول فكركوي ، زه نه پوهېدم چې په واشنګټن كې دامريكادپوځي جګپوړوچارواكوپه شمال كې دفكرتمركزكولولپاره مې مخې ته څومره لويه مبارزه پرته ده .
له جنرال فهيم سره زموږ ليدنې نږدې دوه ساعته دوام وكړاودليدنې زياته برخه هغه موضوعات وو، چې مااوريك له انجينرعارف سره تېرماښام څيړلي وو .
ولې موږدرې تنه راغلي يو؟ دهمكارۍ لپاره زموږ څه پلان دى ؟دامرېكامتحده ايالات به په راتلونكو څواونيو كې څه وكړي ؟ عارف ته ورته وينامې دۀ ته هم وكړه اوهغه موضوعات مې تشريح كړل چې اړين وو .
فهيم له تشريحاتوڅخه خوښ ؤ، ريک غوښتنه وكړه چې جنرال فهيم دامكان په صورت كې دېرش سرتيري زموږ په واك كې راكړي څوزموږدګروپ په واسطه دنجات اود پلټلوقطعې په توګه وروزل او وكارول شي.
دامرېكادځانګړوقطعاتوتررارسيدلوپورې به زموږ روسي چورلكه يوازينى چورلكه وي، چې دطالبانو دكرښوهاخوا احتمالي لويدلی امريكايي پيلوټ وژغوري اوله سيمې څخه يې راوباسي .
فهيم د دېرشوسرتېروله وركولوسره هوکړه وکړه اودكسانودروزلو لپاره دهغوى دهرڅومره ژرغونډيدلو په صورت كې لومړني تدابير ونيول شول .
ريک دشمالي ټلوالې له لومړيو كرښوڅخه دGPS د كورديناتوپه اخيستلوسره بياهم ټينګاروكړ،ځكه موږد بمبارۍ دپيل كيدو له نېټې څخه ناخبره ؤ، نوپه دې اساس دGPS كورديناتواخيستلوته لومړنۍ اړتياوه .
فهيم زموږله ګروپ سره دكابل لومړۍ كرښې ته دسفرلپاره دتياري نيولوهوكړه وكړه اوويې ويل چې دكابل دلومړۍ كرښې آمٍرجنرال بسم الله خان ته به دنده وركړي څوله ګروپ سره شخصاٌ كار وكړي ، دشمالي ټلوالې له نوروقوماندانانوسره، چې له درې څخه بهروو، د سي،آی،اې د اړيکو موضوع مې راپورته کړه او ومې ويل چې له دوستم او اسماعيل خان سره خو لا له وړاندې په تماس کې يو او د څو راتلونکو ورځوپه بهير کې مې له عبدالرسول سياف سره پخپله د ليدنې لپاره پلان جوړ کړی دی.
فهيم په دغه نظرباندې نيوكې وكړې، خوپه خپل بحث كې مؤدب ؤ او ويې ويل چې د سي،آی،اې لپاره له دغوكسانوسره نېغې اړيكيولرلوته كومه اړتيانشته ،ځكه چې شمالي ټلواله پر دغو قوماندانانو باندې ښه كنترول لري ، نوله دوى سره يواړخيزې اړيكې به دآمركړۍ كمزورې او ګډوډه كړي اوپه هغوځايونوكې به ستونزې جوړې كړي چې اوسمهال پكې نشته .
ما له قوماندانانوسره ديواړخيزواړيكيولپاره خپل دلايل وړاندې كړل اوومې ويل چې واشنګټن به دغه اړيكيوته دوام وركړي ،د فهيم له هوکړې يا نه هوکړې سربېره به دوام ورکړي.
ماله دۀ سره ژمنه وكړه، چې زه به له نوموړو قوماندانانوسره له اړيكيواوله هغوى سره دمرستې په اړه هغه خبروم . هغه ته پيغام ورسيد،كه څه هم دئ په دې اړيكيوخوښ نه ؤ، خوله قوماندانانوسره دنيغو اړيكيوحقيقت يې ومانۀ .
دليدلوپرمهال يوه جالبه خبره دفهيم پروړاندې دډاكټرعبدالله اودعارف غبرګون ؤ، دنظامي موضوعاتو په وخت كې فهيم غږېدۀ او په څرګند ډول فهيم مشرؤ، خو دسياسي بحث پرمهال به عبدالله اوعارف خپل نظريات تبادله كول ، دممتازد ژباړې په پاي كې به عبدالله په انګليسي ژبه يا د فهيم تبصرې پراخولې اويابه يې د فهيم په تبصروكې سمون راوست .
په يوه برخه كې ډاكټرعبدالله يوڅه وويل ، څرنګه چې له موضوع څخه فهيم خبر نه و موږ غوښتل په هغه ټکي باندې د فهيم له پوهيدلو سره مرسته وكړو ، خوكله چې عبدالله هغه تبصرې چې په انګليسي ژبه يې كړې وې په دري كې دفهيم لپاره ژباړلې ، په خوله كې يې وژولې (داسې چې هغه پرې پوره پوه نشي ،ژباړن ) زما باور خو دا ؤ چې كه څه هم عبدالله اوعارف فهيم ته دنظامي موضوعاتوپه اړخ كې درناوى درلودخوپه سياسي ډګركې دفهيم له مشرۍ سره هېڅ يو هم خوښ نه ؤ.
په همغه ليدنه او وروسته په نوروغونډو كې ما د فهيم پروړاندې دعارف اوعبدالله په ګډسلوك ګومان وكړ، چې دوى غواړي فهيم په نظامي برخه كې دبري اخيستلولپاره وكاروي اوبيايې له طالبانوڅخه وروسته په سياسي مبارزه كې څنډې او له صحنې وباسي.
ماهغه بكس چې يوميليون ډالرپكې ؤدوى ته وركړاوفهيم ته مې وويل، چې دغه بوديجه بايد دراتلونكي جګړې لپاره دخپل نظامي ځواك دتيارولولپاره وكاروي، ماورته ووې چې عارف ته مې يوه شپه وړاندې ۵۰۰،۰۰۰ ډالر وركړل اوهيله لرم چې هغه بودېجه به دعارف دسازمان (څارګرسازمان ،ژ) دځواکمن کولو لپاره وكارول شي .
ماتټينګار وكړچې د ځانګړې اړتيا د ګوتو کولو پروخت کې نورې پيسې هم شته. پيسې مې دكوچني مېزپرسرچې زموږمخې ته اېښودل شوى ؤكېښودې ،خوهېڅ يوۀ دبكس داخيستلولپاره حركت ونه وكړ، دليدنې په پاى كې كله چې دلاسونووركولولپاره ټول ولاړشو، بياهم هېچابكس اوچت نه كړ،حتى ترهغې پورې چې موږکوټه پرېښوده، بياهم چا اوچت نه كړ.ديوې شيبې لپاره مې فكروكړچې ښايي دوى پيسې ونه غواړي ،عارف ممتازته دخبروپه وخت كې دبكس داوچتولولپاره اشاره وكړه ،ممتازبكس په يولاس اوچتولوخود ډېروزن دلرلوله امله نږدې ؤ، چې ويې غورځوي ماته يې وكتل اوموسكی شو. ماوويل، چې هو يوميليون ډالر له هغې اندازې څخه چې ته فکر کوې ، ډير وزن لري!
زه ډېرستومانه وم اوپه دروازه كې مو الله په اماني سره كړه ، زه د دفتربرخې ته لاړم څودليدنې په اړه تلګراف وليکم،كله چې زه راغلم كريس دهغ پرمختګونوپه اړه چې دۀ اوعارف دګډڅارګردفترلپاره لاسته راوړي ؤخبركړم ،كوټه تياره شوې وه ، نقشې يې هم په ديوالونوپورې نښلولې وې اودټلوالې مخابروي آلات هم ځاى پر ځاى شوي وو، عارف څلورو ځوانوافسرانوته دنده وركړې وه چې دممتازترامرلاندې نوبتي دندې ترسره كړي اولږترلږه بايد دوه كسان له دغوافسرانوڅخه په كوټه كې ويده شي ،څوپه كوټه كې ۲۴/۷ (څلورويشت ساعته او په اوونۍ کې اووه ورځې) کسان شته والی ولري.
ددغه ګروپ لپاره بل ګومارل شوى افغان حفيظ نومېدۀ ، هغه يوتجربه لرونكى جنګيالى ؤاودندې ته په رښتياسره وفاداراوهڅاندافسرؤ.
په هغه ماسپښين حفيظ ؤ، چې هرڅه يې سرته ورسول، كريس اوحفيظ سمدستي كارپيل كړاودحفيظ په مرسته يې په هغه ورځ درې ياڅلورڅارګرراپورونه برابركړل اوكريس په راتلونكيوڅوساعتونوكې هغه واشنګټن ته ليږدول ، ماله افغانانوڅخه تردوويادريوورځوپورې دكارپيل كيدلوهيله نه لرله ، نوله دې امله دا زمالپاره يواغيزناك پيل ؤ،او د عارف د هڅوونکې مرستې نښه وه.
کمپيوټر ته کيناستلو او له فهيم سره د ليدنې پايلې مې د ټېلګراف په واسطه ورولېږلې. ريك ته مې وويل چې زه به يې وليكم اودى به يې وروسته تر لېږلو وړاندې د بدلون اوبڼې وركولولپاره وګوري ، د ناروغۍ احساس مې کاوه او سر مې ګرځيده، زه پوهېدم چې ډېركم وخت به وپايېږم ،كله چې ماپه راپورباندې كاركاوۀ ،دګروپ نوروغړود ورځې په پېښوباندې بحث كاوۀ.
هوايي كاركوونكي دچورلكې درنګولوله امله خوښ وو،اودمازيګرپر مهال يې دنده سرته رسولې وه ، بك له كلك كاغذڅخه دچورلكې دراجسټرنمبرلپاره نمبرونه جوړول څودچورلكې په لكۍ نمبروليكي ، مافكروكړچې دغه كاربې اغيزې دى ،ځكه دغه نمبر ډير اضافه اوجعلي ښکارېده خودومره ناروغ وم چې تبصره مې هم نشوای کولای.مادراپورليكل پاى ته ورسول خوله پايلو يې هومره خوښ نه وم او په هغه شيبه کې دومره پسې ونه ګرځيدلم.
ريك راغى چې تلګراف بشپړکړي ، پوهيدم چې د اسهال بله څپه راروانه ده، د سيپرو( يوډول دارو) بل دوز(خوراك ) مې له ډاكټرڅخه واخيست اودخپلې كوټې په لوري وخوځيدم.
ټوله ورځ به کله ويده او کله ويښ وم، خو وروسته په همهغه شپه بيادفتر ته له قرارګاه سره داړيکو د څارلو لپاره راغلم . د لسنيمو ساعتونو دوخت د توپيرله امله په هغو شيبوكې چې واشنګټن كارپيل كاوۀ ، موږكارپاى ته رساوۀ ، نيمه شپه خوب ته لاړم ، سټان اوكريس مې دڅارګروراپورونودپاى ته رسولولپاره په دفتركې پداسې حال كې پرېښودل چې پاپي په ډېركوښښ سره سامان الات فعال ساتل اوپريکړي بوتلونه مې په همغه شپه بيا هم وکارول.