درېيمه نړيواله جګړه


يوه ورځ جورج بوش او توني بلير رستورانت ته تللي وو او په خپلو کې يې خبرې کولې. يو سړی د دوی څنګ ته کښېناست او پوښتنه يې وکړه: تاسو د څه شي په اړه خبرې کویء؟
بوش ورته وويل: موږ د درېيمې نړيوالې جګړې پلان جوړوو او په پام کې لرو چې 15 ميليونه مسلمانان او يو د غاښو ډاکتر ووژنو.
سړي سمدستي وپوښتل ، چې د غاښو ډاکتر ولې وژنیء؟
بوش توني بلير پر اوږه وټپولو او ورته ويې ويل:  ما نه درته ويل، چې هېڅوک به هم د مسلمانانو پوښتنه ونه کړي!