د استاد رباني وصيت

وايي، چې کله استاد رباني قدرت خوشې کاوه نو حامد کرزي ته يې دوه ليکونه پرېښودل او وصيت يې ورته وکړ، چې هرکله د ملک وضعيت  خراب شي، نو لومړی پاکټ خلاص کړه او عمل پرې وکړه ، او که چېرې وضعيت نور هم خراب شو  بيا دويم پاکټ پرانيزه او عمل پرې وکړه!
کله چې څو کاله تېر شول او وضعيت خراب شو  کرزي لومړی پاکټ پرانيست، په ليک کې راغلي و، چې د وضعيت د خرابوالي ټوله پړه پر پخواني نظام واچوه.
تبليغات پيل شول او  ټوله ګناه پر پخواني نظام واچول شوه او خلکو ته ډاډ ورکړل شو چې تردې وروسته به هرڅه سم شي، خوکله چې وضعيت نوره هم خراب شو، کرزي دويم پاکټ پرانيست ، په هغې کې ليکل شوي و:« اوس ته هم دوه ليکونه وليکه. »