
د انقلاب په پيل کې د شپې په لسو بجوګرځبنديز لګېدلی و او امر شوی و ، چې که کوم شکمن کس تر لسو بجو وروسته وليدل شي نو سمدستي دې وويشتل شي.
ښاغلی توپان د شپې په نهو بجو د کابل په ميرويس ميدان کې په ګزمه بوخت و ، چې يو سړی يې وليده او د درېژ غږ يې ورباندې وکړ.
سړی ونه درېده او توپان هم سمدستي ډزې ورباندې وکړې او ځای پر ځای يې وواژه.
د حوزې آمر نيوکه ورباندې وکړه، چې لا خو لس بجې نه وې، ولې دې وويشت؟
ښاغلي توپان ځواب ورکړ: زه داسړی ښه پېژنم، کور يې په خيرخانه کې دی ، هېڅ امکان يې نه درلود چې تر لسو بجو پورې کورته رسېدلی وای.