د نارنج بهار( لومړۍ برخه)


سريزه
          نژدې اوه څلويښت کاله وشوو چه په هر پسرلي کښې د نارنج گل مشاعرې کيږي او خوندور شعرونه او رو، او که له ټولو څخه نه وي هم،  له ډېرو څخه يې خونداوپنداخلو .
          له نن څخه ، پوره اته دېرش کاله د مخه ، له  ما څخه وغوښتل شوو، چه داسې يو محفل ته ، يو څه په نثر وليکم . نو ( د خونداو ژوند منبع ) مې وړاندې کړه او حاضرينو په چکچکو ومنله .
          دولس کاله مخکښې ، ددغو مشاعرو په خپلو ليکنو مې څوکرښې وليکلې . په کيفيت يې نه پوهيږم خو د کميت له مخه ، راته کم ښکاره شو ، نو (( د نارنج بهار )) نوم مې ورکړ او پخپله کتابخونه کښې مې خوندي کړه .
          اته کاله د مخه  مې ( غونډ، ژيړ ، تريو ) ليکنه په (( ننگرهار ، مجله )) کښې خپره شوه . لوستونکو خوښۀ کړه او ځينو راڅخه ديوې بلې ليکنې غوښتنه وکړه . ددې لپاره مې . سبز کال اوړى ، په کابل کښې ، يو څه مواد را ټول کړل او ايله بيله ، اوس اوس وتوانيدم چه د پخواني طب د کتابونوپه زړوپاڼو کښې ، د  مرباگانو ، معجونونو جوارشونو او . . . لټه وکړم – د ډېرو ښاغلو په نظر دا متروکې زړې پاڼې ، د چاخبره د (( عصر حجر )) د ډبرين چاپ ( ليتوگرافئ ) پيدا وار او
يادگارونه دي او د کمپيوټر په دې زمانه کښې ، يوازې د زړو آثارو په
موزيم کښې د ايښو دو حق لري ، چه له بده مرغه زمونږ په هېواد کښې ، ددې حق پوښتنه لا مطرح نه ده ، مگر ، ماغوندې زاړه سپين ږيري
د خپل ستړي زړه اود خپلو زړو مغزو په حکم ، دغو چاپي نسخوته ، چه يو شمېر يې له سل کلنئ څخه اووښتي دي ، د خطي نسخو غوندې
د تاريخي اسنادو په ارزښت قايل دي او يوازې د (( عبرت )) نه ، بلکه
د کاراخيستو ښايسته ډير عناصر هم پکښې ويني.
          ما خو په دې شړ گلبڼ کښې د ښايست ډېر گلونه وکتل او يو څه مې ترې پخپله تنگه ځولئ کښې سره را ټول کړل .
          ما غوښټل چه د نارنج د ښکلي بوټي ، غوټيو ، گلونو او مېوې انعکاس په کلاسيکو رواياتو او پښتو او دري ادبياتو کښې وپلټم ، يو څه پرې وليکم او دا اثر پرې رنگين او خوندور کړم ، خو د کارونو د گڼلوالي او د وجود د ناتوانئ لامله ورته ونه رسېدم او دغه کار مې تار سا پاته شو . اوس چه له کاره پاته يم دا کار ځوانو څېړنکارانو ته پاته شو او ما سره څه چه تيار دي (( پرگ سبز تحفۀ درويش )) په نامه يارانو ته وړاندې کوم .
          په پاى کښې دا هر څه : د نارنج د گل ، غوټئ ، پاڼې ، مېوې ، دانې او په دې لړ کښې د مشاعرو په ارتباط ، د خپلو تېرو پنځه څلويښت  پسرليو ، يعنې د خپلې څلويښت کلنئ څخه تر د خپل ژوند د تېرو پسرليو د رنگيو خاطرو او يا د گارونو کلنئ پورې ، نظم او نثر سره يو ځاى ، د يو داسې ځوان د موندلو په تکل کښې شوم چه ددې گلگېډئ  په خپرولو ما و نازوي او ځوانان پرې خبر کړي .
                                                                           والسلام
                                                                           ١٣٨٠ هـ ش .
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
د عطرو وږمه 
          ژمى تېر ، کنگلونه مات او واورې ويلې شوې .
          ويالې وبهـيدې او خوړونه راووتل
                                    
          شننيليو له تورو خاورو سـرونـه پورته کړل .
          فـصلونه تاند او تازه شوو .
          باغ و راغ گل وگلزار او ننگرهار همېش بهار د نارينج د گلو هارشو . . .
                          
          پېغلې ترې اميلونه  جوړوي . 
          ځوانان يې په بوى مستيږي .
          ماليا رانو يې ثمرې ته سترگې نيولي دي .
          شاعران پرې مشاعرې او مېلې کوي . . .
                               
          او يا کلن بزگر شاعر  (( د زړه  الهام )) ته غوږږ دي .
          د سرو گلونو بوډا ماليار ، د خپل شړ خزان زپلي ځنگل وزمه گلبڼ يو څو تار په تار شوي مړاوي گلونه را ټولوي .
          د رنگ وبوى د قافلو ستړو لارويو ته ، د گلو د خپلې گېډئ له وړاندې کولو سره په ريږدېدلي غږ تر شو نډولا ندې زمزمه کوي :
          د شاعر پسرلى .
          د نارنج بهار .
          د عطرو وږمه .
          د خوند او ژوند منبع .
          نارنج .
          نو – ورته گوره ! ! !
                                                                      د زړه په مينه .
                                                                     ستاسو خدمتگار بختانى .
                                                                      د ١٣٧٥ د حمل ١٢ مه .
                                                                   ننگرهار ، سورود _ بختان کلى
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
د
خوند او ژوند
منبع
          د نارنج شين بوټى کال دولس مياشتې سمسور او ښيرازه وي او د پسرلي زيرى کوي . په تاوده اهاړ کښې يې  يخ او گڼ سيورى د ستړو ددمې ځاى وي او د ژمي په سپينه څله کښې يې شنه منظره ستړو زړونو ته دمه ورکوي او خواشيني يې کموي .
          په خپله خزان نه لري . مگر د زمانې د خزان زپلو سره همدر دي او همرنگي ښيي . کله چه ژمى نژدې او د خوارانو غريبانو رنگونه زيړ شي نو د نارنج زيړه ميوه هغه ته د زړه ډاډ شي .
          کله چه د مني تبې د خلکو رنگونه زيړ کړي او له ډير درد او رنځ
نه يې زړونه شنه وي نو د نارنج د ښکلي شنه بوټي زيړه مېوه د رنځونو او درد ونو سره مبارزه پيل کړي .
          دې تروې مېوې ته ټنډه تر يوول نه دي په کار ، ځکه چه همدغه تريو والى  دى چه ستاسو په وجود کښې نور تريووالى نه پريږدي . کله چه د خېټې دگډو وډ و غوښتنو په اثر ، د چا ارږمى تر يو شي او يايي
د ناوړو خوراکونو په وجه وينه تروه شي ، نو دا د نارنج تر يووالى دى چه خپل ارزښت يو په دوه کوي . او د گيډې او وينې بې  ځايه تر يووالى ورک کوي .
          د نارنج تر يووالى دوجود تر يووالى او د هغه تر يخوالى له منځه وړي . تاسې به کله خوږ نارنج خوړلى وي . له خوراک نه يې وروسته ژبه يو تريخ شان خوند احساسوي . دا تر يخوالى د نارنج په پوټکي کښې نغښتل شوى دى او د هغه په برکت د خواږه نارنج دا يخ اوخوږ شربت مو د سړه ليرې له تاو تر يخوالي څخه ژغوري .
          د طبيعت د اسوله گر د هندي لرغونو حکيمانو په شان دى چه له ناروغئ او ناسازئ سره ضد او ځېل نه کوي ، بلکه په آرامئ او قرارئ ياغي طبيعت د لاساکوي او له رنځ او فساد نه يې خلاصوي .
          ددې تروې او ترخې ميوې ظاهري ښايست هم ډير کيف لري او په ډيرو ستاينو ارزي ، که زمونږ زلمي شاعران يوازې له دې خبر شي چه په اولس کښې پيغلوټې جينکئ د  نارنج له غوټيونه د غاړې اميلونه جوړوي نو دوى به هر څه پريږدي او ددغه ساده ښکلا د ستاينو مشاعرې به وکړي او د يوانونه به پرې ډک کړي .
          د نارنج دبوټي ، مېوې ، غوټئ ، گل ، عطر او بهار ستاينه زلمو شاعرانو ته پريږدم چه خوندور غزل ، چهار بيتې او داستانونه پرې ووايي . د شاعرئ خوند او د خوند شاعري د نارنج د گل په خوږ و اوخوندورو وږمو و نغاړي او د دردمند اولس خوزيدلي ماغزه پرې آرام کړي . . .
          په دغه خوشبويه ، خوندوره ، رنگينه ، ښکلې او رومانتيکه فضا کښې ، زه به ستاسو په اجازه ، دومره ووايم :
          د نارنج بوټى ، گل او ميوه خو د خوند لپاره ډير خوند لري ، مگر پام لرئ چه د ژوند لپاره هم ډير ارزښتمن دي . زما په نظر : ددغه ښايسته بوټي خوند د ژوند لپاره او ژوند يې د خوند لپاره دى . له ژوند سره د خوند د تړون دا ارزښت ددغه بوټي ، د گل او مېوې غذايي اوطبي خواصو پورې ارتباط لري . چه لږ څه په ساده ژبه او علمي محتوا سره ،په لنډه توگه به يې وړاندې کړم :
نارنج څه شى دى ؟
          د طب او بيالوژئ له نظره هغه ټول بوټي او مېوې يو ځاى تر څيړنې لاندې راځي چه واړه ، سپين ، توييدونکي او پاته کيدونکي 
( نراوښځې ) گلان لري ، ميوه يې د اوډل شويو پليو په صورت د يو زيړ او گردي پوستکي په منځ کښې ځاى لري او تخمونه يې ترخه او دوړو پليو په شان په کلکو پوټکو کښې دي. لکه : نارنج ، ترنج ، ليمو ، نارنگي ، مټه ،  چکو تره ، مالټه ، سنتره کېنواو نور چه عمومي خواص يې يو راز دي خو هر يو ځانله خصوصيات هم لري او د اجزاء و او محتوماتو د ترکيب اندازه يى فرق کوي . دغو تولو ته ( مرکبات ) هم وايي چه په انگرېزئ کښې يې ( سيتروس ) او په فارسي او پښتو کښې يې  ( نارنج باب ) بولي . په دې ليکنه کښې د ( نارنج ) د کلمې نه مطلب ، ټول ( نارنج باب دي . ځکه چه موضوع په عام ډول تر نظر لاندې ده او د هريو ځانله بيل خصوصيتونه او خاصيتونه څيړل په دې لږ وخت کښې ميسرنه دي .
نارنج په پخواني طب کښې :
          يوناني طب په اسلامي دوره کښـې په عربي ترجمه شوه او ترقي يې وکړه . د عجمي ( فارس ، افغان ، ترک ) ملتونو او عربو تجربې پرې زياتې شوې . په پاى کښې د هندي طب له تجربو  سره يې گډون وموند . اوس د اصالت په بناء دې ټولو ته ( يوناني طب ) وايي . او د نورو  ملتونو
په رعايت زه يې ( پخوانى طب ) بولم .
          دغه طبابت د اشياء و په (( مزاج )) قايل دى او د ناروغيو علت
د مزاج او اخلاطو په گډوډئ کښې لټوي . په همدې اساس د نارنج تريووالى (( سوړ )) بولي او د (( گرمو )) مزاجونو او ناروغيو دوا يې گڼي ، په دغه طب کښې د نارنج اوبه  له ايشيدلو اوبو او شکرو سره د گرم ټوخي اوزکام درمل دى . په دغه طب کښې ، چه په پرله پسې تجربو بنادى ، د نارنج او به د صفرا مسهل او د گرمو صفرايي ناروغيو دارودي . همدارنگه د اوريو دلويدلو علاج دى .
          د نارنج پوټکى د مربا او خلال په صورت مفرح او د زړه او معدې مقوي دى ، او په ميده کړي توگه د گيډې چينجي غور ځوي . د نارنج د پوټکي د لوگي او د گل بوى د هوا زهر ورک کوي او وړې مضرې خځندې ( چه په اوسني طب کښې ورته (( ميکروب )) وايي ) وژني .
          د نارنج د گل عرق ( چه ((د نارنج بهار )) يې هم بولي   د مغزو او اعصابو کمزورتيا ليرې کوي . سدې خلاصوي ، نزلې او د سينې درد ښه کوي ، خپگان ، بې هوشي او بادي قولنج  رغوي ، اشتهازياتوي ، ارږى او د نس بادونه ليرې کوي ، نس دروي ، او د ( کرفس ) له اوبو سره د پښتورگي او مثانې تيږې غورځوي .
          لنډه دا چه په پخواني طب کښې د نارنج او به ، د نارنج شربت ، د نارنج مربا ، د نارنج د پوټکي سفوف ( پوډر ) ، د نارنج د تخم سفوف ، د نارنج د گل عرق ، او د نارنج د گل غوړي د راز راز ناروغيو د درمل په صورت عام رواج لري . ددغه طب د تجربو لاندې د نارنج مربا ، خلال او عرق په غذا کښې استعماليږي .
          نارنج په نوي طب کښې :
          نوى طب د فيزيک ، کيميا اوبيالوژئ او د ساينس او تکنالوژئ د نورو څانگو د پرمخ تگ په برکت زيات انکشاف کړى دى او د نوو علمي او عملي تجربو او مشاهدو د اصولو له مخه د انسان د ژوند او روغتيا د دوام لپاره داسې خواړه ضروري بولي چه په يو متناسب او متوازنه  ډول پروتين ، کالوري ، معدني مواد، ويټامينونه ، غوړي او او به ولري . کله چه دغه شيان په وجود کښې زيات يا کم يا نابود شي ، ناروغي پيدا کيږي او علاج يې د وجود د هماغه کمبود پوره کول دي .
          له بلې خوا نه ، د خوراکي شيانو مطالعه ، د هغو د محتوياتو له مخه کيږي چه څه شى په څه اندازه لري  ؟ څومره او څنگه اود څه دپاره ضرور دي ؟
          نارنج څه لري ؟
          د نارنج ډيره برخه ( په سلوکښې اتيا  په شاوخوا ) او به دي . يو څه قندء معدني مواد او ويتامين هم لري . 
          او به د ژوند يوه مهمه ماده ده او د هر شي ، هر بوټي او ژوي ژوند په اوبو دى . د نارنج په شمول د ټولو تازه ميوو او به ژوندئ او به ، يا د ژوند او به دي چه په آسانئ په وجود کښې جذبيږي او د ژوند ضرورتونه تر سره کوي .
          د ميوو قند هم وجود ته جذبيږي ، او حتى هغو کسانو ته هم چه د شکرې ناروغي ولري ، د وجود د قند دپوره کولوسره  مرسته کوي .
          سربيره پر معدني مالگو او موادو ، چه د بنيادم وجود هر وخت ورته ضرورت لري  . کوم شى چه د نارنج ارزښت بيخي لوړوي دادى چه نارنج په زياته اندازه ويتامين سي لري . کله چه د طب او تغذيې
د څيړنو په يو چاپيريال کښې څوک د نارنج نوم واخلى نو سمدستي
د سړي ذهن ته ويتامين سي راځي او که څوک ويتامين سي ياد کړي  نو فوراً د سړې مخې ته نارنج ودريږي . نو ځکه د ويتامين سي د پيژندلو په ذريعه د نارنج په ارزښت او اهميت ښه پوهيدى شوو .
      
   ويتامين سي :
          ويتامين سي په اوبو کښې حل شوى او حل کيدونکى ويتامين دى . له تودوخي او د هواله اکسيژن سره د تماس په صورت او په قليايي چاپيريال کښې ټينگار نه لري او خرابيږي .
          تريووالى ددې ويتامين ساتونکى دى او دا د خداى د قدرتونو يوه کرشمه ده چه دغه ويتامين په تروو ميوو کښې ډير دى .
          ويتامين سي د وجود دوينې تينگوالى او نرموالى په يو متعادل او متناسب صورت ساتي او وينه دې ته نه پريږدي چه نرئ ،او بلنه او يا ډيره ټينگه شي . قندي او نشايسته اي مواد ، چه وجود ته کالوري ورکوي ، وجود ته رسوي او سوزوي يې ، له دغه سوون نه په وجود کښې تودوخه پيدا کيږي ، زاړه سلولونه سوزي او ځوان سلولو نه يې ځاى نيسي او په دې صورت هم ژوند پرمخ ځي او هم ځواني دوام کوي.
          دا دويتامين سي مهم وظايف دي . که دا نه وي نو څه کيږي ؟
          که ويتامين سي وجود ته ونه رسيږي نو وينه نرئ او اوبلنه شي . دغې ناروغئ ته ( سکور بوټ ) وايي . له هغې سره اورئ نرميږي ، شړيږي او وينه کيږي . غاښونه سستيږي او توييږي . هډوکي نرميږي . دوينې فشار ټيټيږي . د ناروغيو په مقابل کښې د وجود مقاومت کميږي . د ښځو د بې لماځئ او زيږونې په وخت ديره وينه ضايع کيږي او که بنيادم زخمي شي هم ډيره وينه ترې ځي او پرهارونه يې
زرنه رغيږي .
          د ويتامين سي د نه رسيدو په صورت په وجود کښې قنداو نشايسته اي مواد نه هضميږي او په يو زهرجن ډول ذخيره کيږي . نو نوي سلولو نه قدرت نه مومي چه د زړو ځاى ونيسي او زاړه نه شي کولى چه د ژوند ماشين وچلوي . په دې صورت زاړه ، بې ارزښته ، بې کاره او مړ ژواندي سلولونه هم په وجود کښې امبارشي ، نو بنيادم دروند ، لټ او تنبل شي . پوټکى ، غړي او خوځنده رگونه ( شريانونه ) يې کلک شي . په وجود باندې يې د ميکروبونو يرغل ته لار جوړه شي . او له يوې ناروغئ نه بله او له بلې نه بله وزيږي .
          دا هسې خو شې خبره نه ده چه ويل شوي دي چه ويتامين سي
د ميکروب ضد دى . ميکروبي ناروغئ او پرهرونه زر رغوي . دوجود دودې او دغاښونو او هډوکو د جوړيدو ، ودې او ساتنې سره پوره مرسته کوي . وينه پاکوي . د غوښې انساج او دوينې واړه رگونه ( عروق  شعريه ) پيونتدوي . له جسمې کار ، لوبو او گرځيدونه پيدا شوې ستومانتيا وباسي . د وجود دردونه ښه کوي . خوب آراموى او تنظيموي او له اشتها او هضم سره مرسته کوي . . . . .
          دويتامين سي منابع :
          ويتامين سي په انار ، الوبالو ، گيلاس ، آلوچې ، شفتالو ، زردالو ، لوکاټ ، الوبخارا ، شاهتوت ، تورو توتانو،زمکنيوتوتانو ، بادرنگ ، خټکي ، رومې بانجان ، رواش ، پياز ، مولئ ، کاهو ، شوتله ، شنه مرچ ، پالک ، ټيپر ، تراتيزک ، د ڼيا او تقريباً ټولو تازه ميوو اوسبو کښې شته چه اندازه يې په هر يوه کښې فرق کوي . مگر دويتامين سي ډيره غوره منبع نارنج دى چه د هغه په سل گرامو اوبو کښې اتياميلي گرامه ويتامين سي شته . دغه اندازه د يو عادي ، روغ او بالغ بنيادم د ٢٤ ساعتو لپاره کفايت کوي او له يوه دانه تازه او غټ نارنج نه تر لاسه کيدى شي .
          د ويتامين سي ځينې نورخصوصيات :
          - ويتامين سي په وجود کښې نه ذخيره کيږي او تر ٢٤  ساعتو پورې يو څه يې مصر فېږي او زياتي څه ترې خار جيږي .
          _ دغه ويتامين په عادي حالت کښې د کولمو په ذريعه ښه جذبيدلى شي . که له اندازې نه لږ څه زيات شي څه ضرر نه لري او له ادرار سره د فع کيږي ، نو په پښتورگو او د ادرار په مجرا کښې د يو څه تخريش د پيدا کيدو احتمال شته . هغه هم پخپله د ويتامين سي لامله نه ، بلکه د هغو تر وو موادو په ذريعه چه زياتره ددغه ويتامين سره ملگرتيا لري . که د نارنج او ليمو او به نرئ  شي او ورسره زياتې اوبه واچولى شي چه تر يووالى يې کم کړي ، نو دغه خطر نور هم کميږي .
          _ د تمباکولوگى ويتامين سي ته ضرر لري او د سگرټي او چلمي خلکو په وجود کښې دا ويتامين زر خرابيږي او له منځه ځي نو ځکه دغه کسان  ډير ناروغه کيږي او زر زر زړيږي .
          ويتامين سي د ځينو د اروگانو له استعمال سره هم له وجود څخه دفع کيږي . لکه : اسپېرين ، ادرنالين ، کلوروفورم ، اتروپين ، سولفاميد او نور . . . په دغه وخت کښې ډاکټران موضوع ته توجه کوي او دويتامين سي مقدار له عادي حالت نه زياتوي . د همدې ډول پرابلمونو له مخه ، په خپل سر د داروگانو له استعمال نه بايد ډډه وشي ، که څه هم دغه د اروگان زمونږ په نظر کښې عادي معمولي شيان وي .
          _ د ميکروبي ناروغيو ، د پرهرونو او جراحي عملياتو ، د ښځو د اميدوارئ او شودو ورکولو په وخت کښې هم ، په وجود کښې دويتامين سي مصرف له عادي حال نه زياتيږي . خامو ، تر خو او تروو ميوو او سبوته د اميدوارو او تى درکوونکو مېرمنو ډېره هڅه ددغه علمي حقيقت طبيعي معنا ده .
          څو يادونې :
          اوس چه زمونږ څيړنه پاى ته رسيږي . دگرانو وطنوالو لپاره څــــو
ضروري توضيحي او عملي يادونې وړاندې کوو :
          _ هره ورځ بايد دوه درې نارنجان يا نورې ميوې او خام سايه وخورو چه دويتامين سي ضرورت مورفع شي . بهتره ده چه د ډوډئ په ټولو وختونو يې وويشو .
          _ په تازه خامو ميوو اوسبو کښې ويتامين سي شته او په وچواوپخو کښې نه . نو ځکه ميوه او سابه بايد خام او تازه وخورو . که ميوې او سابه په سيوري کښې وچ شي نو ډير لږ ويتامين سي پکښې پاته کيږي . له خام نه مطلب هغه څيزدى چه په اور نه وي پوخ شوى . په بوټي کښى پخيدل په هر صورت ضرور دي .
          _ ځينې کسان ، خصوصاً د زکام په وخت  کښې ، لېمو يا نارنج په تودو چايو کښې زبيښي . په دې صورت ويتامين سي يې ضايع کيږي او ارزښت يى کميږي . د پخواني طب د تجربو له مخه ، د زکام په پاى کښې ، د خوږو تورو چايو يا اوبو سره د نارنج خوړل د ستوني اوسينې خراشکي کموي او سينه صافوي .
          _ تر دې چه سړى په يوه ورځ کښې ، يو پنډ نارنجان ، ميوه او سابه وخوري ، دا غوره او گټوره ده چه لږ لږ ، هره ورځ او په هر وخت کښې يې وخوري. کلوا واشربو ا ولاتسر فوا ، ان الله لايحب المسرفين . يعنى : (( وخورئ او وڅښئ او له اندازې مه تيريږئ بې شکه چه خداى پاک هغه کسان چه اندازه نه ساتي ، نه خوښوي )) د قرآن کريم ارشاد دى . په دې برخه کښې په عادي حالاتو کښې دغه اندازه ، تاسو او ستاسو طبيعت ټاکلى او اټکلولى شي او د ناروغئ په وخت ډاکټر خپله وظيفه اجرا کوي .
          _ توجه ولرئ چه د نارنج پوټکى ايسته و نه غور زوئ ، بلکه مربا يا خلال ترې جوړ کړئ .
          ددې څيړنې نه دا نتيجه اخلو چه ويتامين سي د بنيادم دوجود لپاره له ډيرو ضروري شيانو څخه دى . که هغه وي ژوند او ځواني دوام  کوي او دوجود وظايف په ښه شان اجرا کيږي او که نه سړي ته ډېرې ناروغئ پيښيږى او بنيادم کمزورى شي .
          ويتامين سي د ژوند لپاره مهمه ماده ده او دا ژوند پالونکې ماده په نارنج کښې زښته ډيره ده . په همدغه و جه يو حکيم ويلي دي . (( چېرته چه نارنج  نشته هلته ژوند نشته . ))
          مونږ دا خبره د مثبتې جملې په توگه تکراروو او يو ځل بيا وايو:
          ((چيرته چه نارنج شته هلته ژوند شته . ))
          او دا زياتوو چه د ننگرهار آب و هوا د نارنجانو د پالنې ډېر ښه استعداد لري او په دې صورت د انساني ژوند او روغتيا د ساتنې په لار کښې د قدر وړ برخه اخستى شي نو ځکه ډېر خوند کوي چه زمونږ ژوند پالونکي شاعران او اديبان د نارنج گل ، عطر او بهار ستايي . پرې مشاعره کوي او پر باغوانانو يې آفرين وايي . .
                                                                                  آفرين ! !
                                                                  کابل _ ١٣٥٠ هـ ش کال .