تاوتريخوالی: خاطره

 لیکواله: نعیمه غني
زموږ د کلي په مینځ کې د توتو ولاړې ونې د کلې د ښځو د دمې ځای وو. کله به چې مازدیګر ښځې له پټیو نه راغلې نوهمدلته به یې دمه کوله. هم به دمه شوه او هم به ښځو د زړه خواله سره کول. د کلي نجونې به هم د خپلو میندو د مرستې لپاره د همدې توتانو د ونو لاندې راټولې شوې او د ماښام مخې ته به یې د هغوی راوړې د شفتلو او وښو پنډې له ځان سره یوړې.
په هغه ورځ هم ښځې د همدې توتانو د ونو لاندې ټولې وې، نجونې هم یوه یوه د خپلو میندو سره د مرستې لپاره راتلې او مجلس ښه ګرم و، چې په دې وخت کې زرکه په سرو سترګو د خپلې مور د مرستې لپاره راغله. موریې چې د هغې په سترګو کې اوښکې ولیدې نو یې ترې وپوښتل: سترګې دې ولې سرې دي؟ څنګه دې ژړلي؟
د زرکې  ستونی له ژړا ډک شو او په ژړوغوني غږ یې چې په ډير زور یې له ستوني نه را ایستلو وویل:
لالک(لالا) ووهلم.
موریې چې د کلی د ښځو په مخ کې د خپل زوی بد نه شو اوریدی نو یې ورغبرګه کړه:  تا به هم خوله ورسره کړې وي. هسې خو یې په خدای که وهلې وې.
زرکې په ژړا وویل: ما هلته له نجونو سره ګاټي کول دی راغئ او ویل یې چې کورته لاړه شه ماته چاي دم کړه ما هیڅ هم نه وو ویلي خو څو چې لټیدم ده په لغته ووهلم او ویې غورځولم، ټیکری یې سترګو ته ونیو او سلګی یې په زوره شوې.
موریې بیا هم ځواب ورکړ: ښه ورکړه ډيره مه بونګیږه مړه نه شوې!
 

زرکې لا هم ژړل او اوس یې نو چې له مور نه هم تمه پرې شوه، چې ننګه یې نه کوي نو یې وویل: خدای دې درته مړ کړي.
له دې سره یې مور کلوشه له پښې راویستله او زرکه یې پرې وویشته خو کلوشه په زرکه نه د هغې تر څنګ  په یوه ونه ولګیده. او د مور قهر یې کم نه شو، په زرکه یې ور چیغه کړه: خدای دې خوله ماته کړه، ته خوشاله نه یې چې ورور دې دومره شو، بلا یې درواړوې. وایم لاس یې جار شم، ښه ده چې په لار دې کړي.
دکلي ښځو هم د زرکې د مور د خبرو پخلی وکړ، یوې ویل:
- خورې شکر چې خدای دې کونډتون ته وکتل، دا دي زوی دې اوس شکر ځوان شو .
بلې وویل: - که دې هر څومره خوارۍ وکړې دا دي اوس یې خدای اجر درکړ.
بلې بیا دا لنډۍ وویله ( کونډې کونډتون دې مبارک شه/// زوی دې په بریتو لاس وهي چې میړه شومه)
د زرکې مور او نورو ښځو سره همداسې شکرانې ایستلې. او  زرکې په ژړا د مور راوړې پنډه په سرکړه او کورته روانه شوه.
((اوس چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي خبرې ته لږ پام ډير شوی، نو ماته دا پوښتنه پیدا شي چې ښځې د نارینو له خوا له ډیر تاوتریخوالي سره مخ دي که د (خپل همجنسو) یعنې ښځو له خوا ، ځکه هغه لغته چې زرکه يې ورور وهلې وه د هغې درد به د زرکې هم اوس هیر وي، خو هغه توپير یې چې مور د دې او ورور په مینځ کې وکړ اوس هم چې کله ماته را په زړه شي نو زړه مې سخت درد کوي.))