
څو کاله مخکې زموږ په کلي کې یوې ښځې چې اقتصادي وضعیت یې ډير خراب وو، له خپل شتمن ورور نه په خپله پلارنۍ ځمکه کې د خپلې برخې غوښتنه کړې وه او د ورور د انکار له امله یې خبره تر قضأ پورې ورسیده. له دې سره خبره له کوره ووته او د خلکو خولو ته ولویده، هر چا په خپل نوبت او له خپله نظره تبصره کوله.
لوستو نارینوو چې شمیر یې دومره ډیر نه وو دا موضوع د قانون او شریعت په رڼا کې ځیړله او ویل به یې چې دا حق لري چې د خپل ورور په څیر د پلار له خوا په پاتې مال کې خپله برخه واخلي او دا د هغې قانوني او شرعي حق دی. نالوستو نارینو به بیا د جومات د مولوي خبرې تکرارولې او د هغه له قوله به یې خپله خبره پخوله او ویل به یې: مولوي صاحب وايي چې دا یې شرعي حق دی، چې په قرآن کې ورته ثابت دی او د پلار په مال کې شرعاً شریکه ده هیڅوک یې نه شي ترې منعه کولی. خو خبره به چې د ښځو مجالسو ته راورسیده دلته به ګډوډه شوه یعنې اصلي ستونزه د میرمنو له خوا وه. میرمنو به چې کله د نوموړې ښځه به هکله تبصره کوله نو دا به يې یوه سرکښه ښځه بلله او ویل به یې: ( دا کار له دې سره نه ښایدو، که یې د پلار په ځمکه کې خپله برخه غواړي نو بیا دې د پلارپه کور کې د ناستې ولاړې او په خپله پلارنۍ هدیره کې د خښیدو دعوه هم نه کوي او په هغه کې هیڅ حق نه لري، پس له مرګه دې هملته د خسرخیلو په هدیره کې خښه شي ځکه هغې نور د پلار له کوره خپل میراث وړی او خپل حق یي اخیستی.) زما سر هغه وخت په دې خبرو نه خلاصیدو. اوس چې کله فکر کوم نو یوه خبره مې ډيره ځوروي او هغه دا چې میرمنې دومره په ناپوهۍ کې پاتې شوې چې حتي په دې نه پوهیږي چې حق یې څه دی او د دې پر ځای چې نور د دوی حق ورنه واخلي دوی په خپله خپل حق نوروته ورسپاري او که کومه یوه په کې داسې پیدا شي چې خپل حق وغواړي نو ښځې خپله هغې ته د یوې بدې ګستاخې او آن د یوې ګنهکارې ښځې په سترګه ګوري. او هغه د خپل پلارنۍ هدیرې د خښیدلو له حق نه هم محروموي( په ډیرو پښتنو سیمو کې د پلار له هدیرې څخه محرومیدل د یوې سختې سزا په توګه هغو ښځو ته په پام کې نیول کیږي چې په ژوند یې د خپل پلار او پلار ګنۍ نوم سپک کړي وی او کوم ناوړه او شرمونکی کار یې کړي وي)او خبره دلته هم نه ختموي، تر څو یې چې وس رسي، د نوموړې ښځې غیبت کوي او بد یې وایي. تر څو د هغې موقف په ټولنه کې دومره راټيټ کړي چې نور یې نوهیڅوک په ښه نامه نه پيژني او هغه په خپله خوښه له ټولنې نه ځان ګوښه کړي او له خپل تصمیم نه تیره شي. د ښځو سره د شویو بدو چلندونو په سروې کې تل دې ټکي ته په زغرده اشاره کیږي چې ډيری زورزیاتی د ښځو په وړاندې خپله د ښځو له خوا تر سره کیږي. موږ ټول په دې پوهیږو چې ښځه ذاتاً حسوده ده. د هغې په ذات کې د حسادت عادت نغښتی دی. که څه هم دا په خپل ځای یو ښه عادت دی او ښځه د یوه سوکاله ژوند د جوړولو لپاره هڅوي هغې ته توان ورکوي چې له نورو ښځو سره د سیالۍ لپاره خپل ټول آرامش قربان کړي او خپل ژوند ته د خپلې سیالې په څیر پرمختګ ورکړي. خو حسادت د دې په مانا نه دی چې ښځه دې د نورو خوښي ونه شي زغملی او تر ټولو زیات زیان دې د ځان په څیر یوې بلې عاجزې او مظلومې ښځې ته ورورسوي، چې همدا ډول حسادت د دې عادت بد اړخ دی او دا عادت په یوه ناوړه او ناروا عادت بدلوي. هغه پښتو متل دی چې( ونه وایي که مې لاستی له ځانه نه وی نو نه به وهل کیدم) د ښځو د ژوند په برخه کې هم دا متل ښه اړخ لګوي. ښځې هم کله د حسادت او کله د خپلې نا پوهۍ نه د یو بل په حقونو باندې له نارینو نه هم ډير تیری کوي. دوی یو په بل باندې د ښې او بدې ښځې حکم کوي او بیا په همدې توګه یوه او بله د ټولنې په وړاندې پړه کوي، چې په پای کې زیان یوازې هغې ښځې ته نه بلکې ټولو ښځو ته رسیږي. یوه ښځه په خپله خوښه له خپل حق نه تیریږی ځکه له یوې خوا یې د خپلې ناخبرۍ له کبله په دې خبره سرنه خلاصیږي چې د دې حق څه دی له بلې خوا که بل څوک هغې ته دا حق ورښيي نو له ټولو ډیره خپله ښځه په دې خبره خفه وي او د دې خبرې مخالفت کوي، که نه نو هغه یو متل دی چې وايي: میړونه غرونه، ښځې اړمونه. که یوه ښځه وغواړي نو په لږ کوښښ سره د خپل میړه او د کور د نورو نارینوو پریکړې ته تغیر ورکولی شي، او خپل حق ته لږ او ډیر ځان رسولی شي. بلکې د ښځو یوه کلک هود خو ټولنې او تاریخونه بدل کړي دي. که یوه ښځه د خپل کلي له ملا امام نه هم پوښتنه وکړي نو هغه به ورته د هغې د حق په اړوند کوم چې دا یې د خپل( پلار او میړه په مال) کې لري دومره ډیرې نوې خبرې چې دا ترې نا خبره ده وکړي چې د هغې ژوند به له یوه اړخه بدل کړي. خو موږ ښځې په اصطلاح له خپله ځانه مخ پټوو او په پای کې تر ټولو لوی زیان هم موږ کوو. د هر انسان د ژوند بدلون د هغه انسان په خپل زیار او کوښښ پورې اړه لري د ښخو د ژوند بدلون هم تر ډیره په دوی پورې اړه لري یوې ښځې کله هم له خپله درده چاته ونه ژړل او د ا پوښتنه یې ونه کړه چې دا سزا چې دې ته ورکول کیږي لامل یې څه دی. بس کله کله یې که زړه ډک شي نو یو بل ته ژاړي او بیا یو بل ته دا ډاډ ورکوي چې (خورې همدا مو قسمت دی ښځه خو همدې غمونو ته پیدا ده.) هیڅ کله یوې ښځې له بلې ښځې نه دا پوښتنه ونه کړه، چې دا غمونه زموږ په قسمت کې چا لیکلي؟ ولې به تل موږ دا غمونه په پټه خوله زغمو؟ د حل لار څه ده؟ که دې سوالونو ته له چا سره پوره ځواب وي نو یو بل ته دې ووایي که نه نو هسې د خپلو حقونو نه نا خبري دې خپل تقدیر نه ګڼي او ځان دې په لوی لاس د بدبختیو کندې ته نه غورځوي.
زما مطلب له دې لیکنې څخه یوازې د ښځې د میراث د ګټلو حق نه دی، بلکې دا یوه هغه ستونزه ده چې ښځې د خپلې ناپوهۍ له وجې ورسره مخ دي او داسې نورې ډیرې ستونزې هم شته چې په یادولو ارزي او ته سو یې په خپل شواو خوا کې وینئ.
یادوونه: په دې لیکنه کې د ناپوهې کلمه دښځو د ناخبرې په مانا راغلې ده هیله ده غلطه تعبیر نه شي.
لیکواله: نعیمه غني