
سږ کال به بیا د تیرو کالونو په څير د مارچ اتمه نیټه( د ښځو د حقونو نړیواله ورځ) په افغانستان کې د یو لړ تشریفاتي غونډو په لړ کې ولمانځل شي، بیا به څو شعاري او احساساتي خبرې او ویناوې د څو تنو نامتو ښاغلو او آغلو له خوا وړاندې شي. یو څو ټیکري به په میرمنو وویشل شي، ځو اعلامیې او پریکړې په خپرې شي او بس.
له دې خبرو ورهخوا مو فکر کړئ چې ایا د تیرو کلونو په پرتله د افغان میرمنو په ژوند او حقوقو کې څه بدلون راغلی؟
زه چې کله د بدلون خبره کوم نو یوازې د دندو اخیستل مې مطلب نه دی، د ښځو د حقونو په وړاندې د عامه ذهنیت بدلون مې موخه ده او که افغان ښځې وایم یوازې د کابل او څو نورو لویو ښارونو میرمنې مې مطلب نه دي، د ټول افغانستان میرمنې یادوم.
که دې نوې دورې( تیرو دولسو کلونو) ته یو نظر وکړو نو په وضاحت سره به د یوه ځواب سره مخ شو، چې په دې ورستیو کلونو کې د هیواد د میرمنو په حالت کې کوم د پام وړ بدلون نه دی راغلی!
کیدای شي زما دا خبره په دې دلیل رد کړئ چې په اوسني حکومت کې میرمنې په لوړو پوستونو کې کار کوي، د سیاسي، ټولنیزو او حقوقي برخې په نیږدې ټولو ساحو کې میرمنې فعالیت کوي او حضور یې له هیچا څخه پټ نه دی.
خو زه هم د خپل (نه) د ثابتولو لپاره ځینې واقعیتونه ستاسو په مخ کې ایږدم.
تاسو څه فکر کوئ هغه پرمختګ چې موږ یې بیلګه راوړو د کومو ښځو په ژوند کې راغلی؟ ایا هغه میرمنې چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې له تعلیم، ډاکتر، قضأ او داسې نورو ضرورتونه څخه لیرې وې اوس یې ورته لاس رسی پیدا کړئ؟ زه بیا هم وایم چې نه! لا تر اوسه هم زموږ د هیواد غوڅ اکثریت نارینه او ښځې په دې باور دي چې د ښځه د انسانیت په دوهمه درجه کې راځي، د زده کړې، کار، او حقوقي، اجتماعي فعالیتونو خبره خو په ځای پریږده، د روغتیایي اسانتیا، خپلې خوښې واده، د کور او اولاد د راتلونکي په هکله د پریکړې، په لوړ غږ د خبرې کولو آن له نارینه سره په یوه دستر خوان د ډوډۍ خوړلو حق نه لري.
کومې میرمنې چې نن د ژوند په بیلابیلو ډګرونو کې فعالیت کوي دا هغه میرمنې دي چې له دې ادارې وړاندې هم دوی او د دوی کورنۍ د پرمختګ په حال کې وې، دوی یا د هیواد د ننه یا له هیواد څخه بهر په منظم یا غیر منظم ډول خپلو لومړنیو حقونو ته لاس رسی لرلو. د هغوی د کورنیو ذهنیت لا د مخه د ښځو د تعلیم، تحصیل، کار او داسې نورو حقونو په برخه کې روښانه وو، یوازې د حالاتو ترینګلتیا له پرمختګ نه لرې ساتل.
دلته ښایي تاسو زما په خبره رسیدلي وی! هغه دا چې که موږ وایو چې د افغانستان د میرمنو حالت ته تغیر ورکړو هغوی د نړۍ د نورو میرمنو په څیر خپله آزادي ولري او د ټولنې د یو آزاد وګړي په توګه ژوند وکړي نو لومړی کار به مو د خلکو د ذهنیت بدلول وي او بیا به مو د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د ښځو اولیه حقونه لکه ډاکتر، تعلیم، او قضأ ته لاس رسی وي .
په تیرو ورځو کې مې د ولایتي شورا له یوه وکیل نه وپوښتل چې د ښځو او تعلیم په برخه کې د عوامو د ذهنیت د بدلون لپاره څه پروګرامونه لرئ؟!
په حق په جانبه لهجه یې راته وویل: له اولیه تعلیماتو ورهخوا زه هم نه غواړو چې د میرمنو تعلیم عام شي او کومه تګ لاره نه ورته لرم.
که زموږ یو وکیل چې د دولت له یو مهم پوست او د هغه له امتیازاتو څخه ګټه پورته کوي، د دولت د پالیسۍ په خلاف د همدې دولت د اهدافو په اړه منفي نظر لري، نو د دلته به د بدلون څه تمه ولرو؟!
زما په اند که د دې تشریفاتي غونډو او احساساتي ویناوو پر ځای د میرمنو د تعلیم، تحصیل د کار حق، او په ټولنه کې د مشارکت په اړه د خلکو د ذهنیتونو د روښانه کوولو لپاره بنسټیز کار تر سره شي، خلک په دې پوه کړی شي چې زده کړې د میرمنو د بې لارۍ نه بلکې د ژوند د لارې د موندول سبب کیږي، که زوی د خدای نعمت دی نو لور هم د خدای رحمت ده، ښخه هم حق لري چې د یوه انسان په توګه په خپله خوښه ژوند وکړي، د خپل راتلونکي په اړه پریکړه وکړي او له نارینه سره اوږه پر وږه د خپل راتلونکي لپاره پرمخ لاړه شي. نو له یوې خوا به مو افغان میرمنو ته د مارچ د اتمې په ځای یوه د آزادۍ نوې ورځ ډالۍ کړې وي او له بلې خوا به مو د یوه سوکاله او سیال افغانستان د جوړولو په لور یو نوی، مظبوط، او هوډمن ګام اخیستی وي، د همداسې یوه اقدام په هیله!