(( خوږه خوږه هوا ده ))
ښايسته مسته فضا ده
وطن رڼا رڼا ده د نارنج د گل بهار دى
څه ښکلى ننگرهار دى ؟
٭ ٭ ٭
خوره خوږه وږه ده
مغز ولره دمه ده
دحسن هنگامه ده
د عطرو مغازه ده که راغه دى او که ښار دى
څه ښکلى ننگرهارى دى ؟
٭ ٭ ٭
موسم د محبت دى
د کار و حرکت دى
په دې کښې برکت دى
له خوبه را او چت دى نن بزگراو که ماليار دى
څه ښکلى ننگرهار دى ؟
٭ ٭ ٭
دا پېغلې او زلميان
ددې ملک مينان
ښاغلي افغانان
په سمه لار روان دي چه هم دا يې وخت د کار دى
څه ښکلى ننگرهار دى ؟
٭ ٭ ٭
کابل او که پکتيا ده
زابل او که تيرا ده
بغلان او که بغرا ده
ښه سيمه د ښکلاده که فراه او که فرخار دى
که ښکلى ننگرهار دى
٭ ٭ ٭
که بلخ او بدخشان دى
که غور او که باميان دى
غزني او که پروان دى
د گلوگلستان دى کندهار که گلبهار دى
که ښکلى ننګرهار دى
٭ ٭ ٭
خيبر او که شيبر دى
که سوات که اشنغر دى
هرات که پيښور دى
که لردى او که بر دى معطر گل و گلزار دى
که ښکلى ننگرهار دى
دا گران افغانستان
مدام دې وي ودان
سر لوړى په جهان
ژوندي دې افغانان وي چه مين پرې خدمتگار دى
څه ښکلى ننگرهار دى ؟
٭ ٭ ٭
خوږه مسته هوا ده
رنګينه شان فضا ده
وطن رڼا رڼا ده
له هسک نه عطر او ري د نارنج د گل بهار دى
څه ښکلى ننگرهار دى ؟
نغلو – درونټه .
د ١٣٥٣ حمل .
وروستي