د بلخ د خلكو استازې حميرا د خپل واده د مراسمو لپاره يوازې هوټل ته ۲۰ زره ډالره لګښت وركړ
حبيب وقار
په بېنوا وېبپاڼه كې مې په ولسي جرګه كې د بلخ د خلكو د استازې حميرا اكاخېل د واده خبر ولوست، د اغلې واده مراسم چې په ډېرو لوړو لګښتونو ترسره شوى و. د كابل په يوه هوټل كې ولمانځل شول. په خبر كې زيات شوي و، چې د واده لګښتونه د خلكو استازې په خپله وركړي و چې د دې لګښتونو له ټولګې څخه يوازې هوټل ته ۲۰ زره امريكايي ډالره وركړل شوي و، چې له ۱۰ لكه او شل زره افغانيو سره برابرېږي. كېداى شي د واده نور لګښتونه هم په دې كچه شوي وي چې ټول لګښتونه به ۲۰ لكه افغانيو ته ورسېږي. زموږ د هېواد اوسنى حالت او د دې هېواد د خلكو د يوې استازې په واده په دې كچه لګښت سړي ته دا پوښتنه پيداكوي: آيا اغلې حميرا په اوس وخت كې نور هېواد خو پر ځاى پرېږده د هېواد په پلازمېنه كابل كې خپل وږى ملت نه وينې؟ په اوس وخت كې ډېرى هېوادوال له لوږې مري په سوونو كډوال اوس هم په خېمو كې ژوند كوي، او د سهار او ماښام لپاره د ډوډۍ پيداكولو لپاره حيران دي. د اغلې اكاخېل د واده له خبر سره سم مې دا عنوان ((يوه کورنۍ د قرضدارۍ له کبله خپله ۵ کلنه لور خرڅوې)) هم په برېښناپاڼه وليد نو ځكه مې وغوښتل چې په دې اړه يو څه ووايم. تېر كال هم د پلورولو يوه ورته پېښه په كندوز كې رامنځ ته شوه چې ماشومه وحيده يې د ۵۰۰ افغانيوپه بدل كې وپلورله، په دې اړه مې يوه كيسه ولوسته چې د ماشومې وحيدې مورته يې په خطاب كې ليكلي و: ((هغه به خوب کې تاسره خبرې نه کوي، بد بد به درته ګوري، مروره به وي ته به ورته د يوې بې وفا مور په بڼه ښکارې.
هغې ته ډاډ ورکړه، د لوږې او سړې هوا له امله ورته د وژل شويو وروڼو او خويندو کيسه وکړه.
هغې ته ووايه چې، ته يوازې نه يې په دې بې رحمه چاپېريال کې به ډېر واړه ماشومان نور هم در سره يو ځاى شي، خپلې وړې وحېدې ته ووايه چې، په دې نيت يې له ځانه جلا کړې چې د مرګ ميلمنه نشې او دا ځکه چې د غريبو په جونګړو کې ژوند نه شته.)) د كيسې په يوه بل ځاى كې بيا هم د ماشومې مور ته وايي: ((تا ته به د شتمنو نازولي بچي هم در ياد شوي وي چې حتىٰ په موټرونو کې ورته تودې بخارۍ چالانې دي او دومره يې زړونه ګرم دي چې په واورو کې لوبې کوي.
خورې! ته به په دې هم ډېره ځورېدلې يې، چې په دې ملک کې دومره زړه خوږي پيدا نشول چې ستا لور په تن پټه کړي او له پلورلو يې وژغوري.)) اوس ته خپله ووايه چې په دې ملك كې څه په كار دي له خلكو سره همدردي كه په يوه ورځ ۲۰ لكه افغانۍ بې ځايه لګښت هغه هم د همدې بې وزله خلكو د يوې استازې لخوا چې خلكو ته د خدمت دعوه هم كوي. هره ورځ دې ته ورته په لسګونو نورې كيسې هم په دې هېواد كې پېښېږي ما يې دا دوه پېښې يوازې د بېلګې لپاره راوړې.
حميرا خورې! آيا ته دا ويلاى شې چې تا د خپل كمپاين په وخت كې له ملت څخه د كومو شعارونو په اړه رايې غوښتې، هغوى دې په كوم ډول ژمنو وغولول، د ښوونځيو، پلونو او سړكونو د جوړولو او بې كاره كسانو ته د كار د پيداكولو ژمنې دې تر كومه ځايه ورسولې. آيا د دوى د غولولو لپاره دې لس سلنه هم عملي كړې. زه دا نه وايم چې تا ولې خپلې پيسې ولګولې تاته به هم زما د ليكنې په اړه پوښتنه پيدا شي چې په كابل كې خو هره ورځ په لسګونو ودونه په همداسې مجللو مراسمو او لوړو لګښتونو سره ترسره كېږي، زه ولې د هغوى په اړه څه نه وايم، دا سمه ده چې په لسګونو ودونه په همداسې مراسمو سره ترسره كېږي. خو د هغې خلكو او ستا ډېر توپير دى، ته له هغوى سره په هره مانا توپير لرې، هغوى د ټولنې عادي وګړي دي خو ته بيا د دې بې وزله او له دوو لويو ځواكونو (طالبان او بهرنۍ ړندې بمبارۍ) سره په جګړې بوخت ملت استازې يې تا له دوى سره ژمنې كړې دوى ته دې ويلي چې د دوى د سوكالۍ لپاره به كار كوې، خو تا د كوچنيو ماشومانو (كندوزۍ وحيدې، هلمندۍ صبرې او ميراجان او اروزګانۍ جمالې) د د ژوندي پاتې كېدو او خوړو لپاره څه مرسته وكړه، د دوى له ډلې څخه يې ډېرې د يوې مړۍ ډوډۍ د پيداكېدو لپاره وپلورل شوې.
آيا دغه افغانان به وروسته له دې هم په خپلو مشرانو يا خپلو استازو باور وكړي او هغوى ته به د خپل استازي په توګه رايه وركړي. كه زموږ د استازو داسې حال وي فكر نه كوم چې له دې وروسته دې هېوادوال په تشو ژمنو پسې لاړ شي. او باور دې پرې وكړي. خو له څېرې د يوه انسان پېژندل ستونزمنه خبره ده، انسان هر وخت د عمل په نړۍ كې پېژندل كېږي. يو شاعر وايي:
ډېرمشكل ده له څېرې چې زړه معلوم شي
ژور خلك آسان نه پېژندل كېږي
درنو لوستونكو! د حميرا اكاخېل د واده د مراسمو خبر دلته ولولئ. http://www.benawa.com/details.php?id=24466