
د
دې لپاره چې ډېر ژر مو د بدن چاغښت نورمال حالت غوره کړي، د سهار له خوړو د مخه د
ډنګرېدو مخصوص تیار شوی شربت وڅښئ.
دغه شربت چې د څېړنو په پایله کې د ډنګرېدو لپاره مناسب ګڼل شوی، هر څوک کولای شي
چې د اړتیا په وخت کې ترې استفاده وکړي. د دې شربت جوړل اسان دي او هر تن کولای شي
چې په خپله یې ځان ته جوړ او د سهار له خوړو مخکې یې وڅښي.
دغه شربت نه یوازې د بدن د ښکلا سبب ګرځي ورسره ستاسې په بدن کې د غوړ او همدا راز
د اصافه وازدې د زیاتېدو مخنیوی کوي او حتا له منځه یې وړي چې په مقابل کې یې
ستاسې د بدن انرژي زیاتوي.
دا
چې یاد شربت ستاسې د بدن په نورمالېدو ښه اثرات وکړي؛ نو پهکار ده چې د دغې شربت
د استعمال په لارښود سر خلاص کړئ.
سهار چې کله له خو به را پاسېدئ، نو لومړئ
یو څو دانې تریو لیمو په یو ګيلاس ګرمو اوبو کې وزبېښئ او ښه یې پهکې حل کړئ.
د تریو لیمو او ګرمو اوبو یو ځای خوړل په دې وخت کې ستاسې د بدن ستړيا او تمبلي له
منځه وړي، له دې وروسته ستاسې بدن تیار او د وزن په نورمال حالات پاتې کېږي.
که غواړئ چې د دې شربت اثرات نور هم په تاسې ښه اغېز وکړي، نو اوبه د ګرمولو په
ماشين او یا هم په یو سخت ګرم لوښي کې واچوئ که یو څه ځنډ په اور کېښودل شي بهتره
ده خو مخکې تر دې چې اېشېدلو ته نېږدې شي باید له اوره ښکته شي.
وروسته لېمو پهکې ور وزبېښئ تر هغې یې پرېږدی چې ګرمې اوبه سړې شي او د چای په
شان یې وڅښئ.
څېړنې وایي که لیمو غټ وي یو، دوه او ان تر درې دانو پورې باید په یوه ګیلاس کې
وزبېښل شي او که واړه وي نو کېدای شي د زبېښېدونکو لیموانو شمېر زیات شي.
په یاد دې وي چې باید له زبېښلو وروسته د لېمو پوستکی هم باید په اوبو کې واچول
شي.
همدا راز د لیمو ګټې پرته له اوبو په چای، سرکه، لوبیا او ډېرو نورو خوړو کې هم
کارول کېږي چې د خوړو د خوند برابرولو سره سره د روغتیا لپاره هم خورا ډېر ګټور
تمامېږي.
که
په تور او شین چای کې لېمو وزبېښل شي کېدای شي دا هم د وزن د کمښت لپاره موثر تمام
شي.
نو په کار ده چې د دې ګټورې مېوې څخه ګټه واخلو او د زیاتېدو لپاره یې د نورو
نیالونو په کېښنولو کې زیاته ونډه واخلو.