ډاکترعبدالله (عبدالله).

 پرون د وري ۱۳ نېټه د ټاکنيزو سياليو وروستۍ ورځ وه او نن او سبا ورځ څوک د کمپاين حق نه لري، خو د ولسمشرۍ نوماند ډاکتر عبدالله لا هم خپل تبليغاتي کمپاين ته دوام ورکوي او د موبايل پيغامونو له لارې له خلکو غوښتنه کوي، چې ده ته رايه ورکړي. د ده موبايل پيغام په دې ډول دی: هموطن عزيز برای تامين صلح ورفاه در کشور به من رای دهيد. داکتر عبدالله
دا پيغامونه پخوا هم راتلل، خو د ټاکنيزو سياليو د قانون له مخې دا دوې ورځې څوک د کمپاين حق نه لري. پوښتنه دا ده، يو څوک چې د کمپاين په اړه قانون مراعات نه کړي ايا د هغه په واکمنۍ کې د قانون د واکمنۍ تمه کېدای شي. د عبدالله د دې تخلف په بدل کې به اړينه ده، چې د ده رښتينې څېره ګرانو هېوادوالو ته ورپېژندل شي.
متحدې ! ملي جبهې ( شمالي ټلوالې) تير ځل هم تر ډېر انتظار او ګونګوسو وروسته ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره دخپل کانديد په توګه اعلان کړ، خو له اعلان سره سم يې زور معلوم شو. خدای ځپلي فهيم خان يې مخالفت وکړ، ضيا مسعود او قانوني ځانونه تېر کړل او دوستم او محقق بيا د جلا کانديد د اعلانولو خبر ورکړ. داسې ښکاري ، چې نامتحدې شمالي جبهې له ډېرې ناچارۍ غوښتل هسې خپل وار تېر کړي، ځکه په خپله هم پوهېدل ، چې په دوی کې سړی نشته خو څه يې کړي وای خلکو ته يې ډېرې لاپې پټاقې کړې وې، بايد يو څوک خو يې اعلان کړی وای. که څه هم خوارکي ډاکتر عبدالله هم ځان ډېر دېخوا او ها خوا تېر کړ او منتظر و، چې کوم څوک د مرستيالۍ ست ورته وکړي او يا هم بهرني باداران څه اشاره ورته ورسوي او د همدې لپاره يې ډېر اوږده اوږده سفرونه هم وکړل، خو ظالمانو سړی ناهيلی بېرته راولېږلو. دا چې شمالي جبهې ولې تير ځل دی کانديد کړ زما په ګومان اصلي لامل يې دا و، چې مشرانو يې هر يوه غوښتل د اصلي ګټونکي سره دامتيازاتو لپاره دچنې لار خلاصه پرېږدي. دوهمه خبره دا ده، چې د دوی په اند ډاکتر عبدالله د فيل مرغ کمال لري . وايي چې کله له فيل مرغ نه پوښتنه وشي ، چې ولې بار نه وړې نو وايي، چې زه خو مارغه يم او کله چې پوښتنه ترې وشي ولې نه الوزې ، نو وايي چې زه خو فيل يم .ډاکتر عبدالله چې د شورای نظار په شوونيستي او سکټارېستي ښوونځي کې د احمدشاه مسعود ممتاز شاګرد و، شورای نظار ته وايي چې تاسې خو پوهېږیء زه اصلي پنجشېری يم او کله چې د قوم پر بنسټ د امتيازاتو خبره راشي بيا نو وايي ، چې زما پلا ر پختون دی. د ډاکتر عبدالله سلف ببرک کارمل به هم همدا کانې کولې . ببرک کارمل په خپلو سوانحو کې ځان پښتون ليکلی و او ورور يې محمود بريالي بيا ځان تاجېک ليکلی و. په يوه مجلس کې چا پوښتنه وکړه، چې دا څنګه کېدای شي يو ورور يې پښتون او بل يې تاجېک وي، يوه مشر په ځواب کې ويلي و، چې ښايي مور به يې رښتيا ورته ويلي وي. دا خلک چې د هېواد په قومي تفرقه اونفاق کې خپلې ګټې او بقا ويني ، تل د همداسې دسيسو او چل ول په فکر کې وي. شورای نظار تير ځل هم غوښتل په همدې منظور لومړی د پخواني پاچا لمسی مصطفی ظاهر راوړاندې کړي ، خو چې ويې ليدل هغه خپلې خبرې هم نه دي زده، له ناچاره يې همدا خپل عبدالله غوره وګاڼه. که نه دوی غوښتل د پښتنو رايې د ده له لارې ترلاسه کړي او بيا به يې د يوه نانځکې په توګه استعمالوي . ډاکتر عبدالله چې پښتنو ته ځان بښتون معرفي کوي، هغه څوک دی چې د شورای نظار د وياند په توګه يې د ډېرو پښتنو وژنه توجيه کوله او افتخار سره به يې د دوی د وژلو له امله د برياليتوب ادعا کوله. داچې ده د بن په کنفرانس کې د پښتنو فيصدي 23 ښودله ، ښايي ده به فکر کاوه ، چې تر دومره ډېرو وژنو وروسته به اوس پښتانه نيم هم نه وي پاتې .
دا دی شمال ټلوالې بيا عبداالله عبدالله د خپل کانديد په توګه وړاندې کړی، دا ځل د پخوا پرتله پر زړه ګوړې ډيرې ماتوي، ځکه واکمن حامد کرزی د کانديدلو حق نلري؛ خو په ټاکنيز کمپاين کې ورته پته ولګيده، چې ولس ډير بيدار شوی او د دوی د ټولو امکاناتو او پانګو سره سره، د ډاکتر اشرف غني جوګه نه دی. د افغانستان په شمال، ختيځ او سويل کې د خلکو لخوا د عبدالله عبدالله هرکلی ونشو او د ده په غوڼده کې به خلکو د اشرف غني زنده باد شعارونه ورکول، يوازې د هېواد په لويديځ کې يې يو څه پلويان شته. احصاييې هم دا په ډاګه کوي، چې دی په داسې يو موقف کې نه دی، چې د نړۍ د دوهم مفکر سيال وي او دا د حيرانتيا خبره نه ده، چې اوس له مناظرو هم په شا کيږي.
ولس د افغانستان په کورنيو جګړو کې، د عبدالله عبدالله منفي رول نه دی هير کړی او د ده ټلواله د لاسه د خلکو د زړونو له پرهرونو لا هم وينې بهيږي. ده د بهرنيو چارو د وزير په توګه، په وزارت او سفارتونو کې يوازې پنجشيريان وګمارل، چې نه يوازې د پښتنو بلکې د غيرو پښتنو حقوق يې تر پښو لاندې کړل او په دغه وزارت کې يې کوم ګټور او د يادونې کار يې نه دی کړی.
وروسته له هغې، چې په تيرو ټاکنو کې يې د تېښتې لاره غوره کړه، په تيرو پنځه کلونو کې د اپوزيسيون په توګه يې د کرزي پر دولت باندې له احساساتو ډکې نيوکې کولې، بې له دې چې کومه د حل لاره او چاره په ګوته کړي.


د ټاکنو لپاره د نوماند په توګه د رادنګلو له پيله يې د تيروتنو لړۍ پيل شوې؛ لومړۍ تيروتنه خو يې دا وه، چې د لومړي مرستيال په توګه يې د حزب اسلامي يو غړی محمدخان يې غوره کړ، په داسې حال کې، چې حزب اسلامي خپل کانديد درلود او له قطب الدين هلال نه د حزب ملاتړ اعلان هم وشو. عبدالله پر دې ونه توانيدو، چې په تيرو دوه مياشتو کې د خپل ټاکنيز مديريت په سمه توګه تر سره کړي او دفترونو او پلويان يې د نظم له دايرې وتلي وو؛ د عبدالله عبدالله او د ده د نږدې کسانو لخوا داسې کړنې تر سره شوې، چې د يوه نوماند لپاره د پيغور په توګه ګڼل کيدی شي. نوموړي د غونډو په مهال د ټولنې له دود او د معاشرت له ادابو بهر حرکتونه تر سره کول، چې د بهرنيو چارو د وزير په توګه هم د ده وړتيا او ديپلوماسۍ زده کړه تر پوښتنو لاندې راولي.
وايي، چې اسونه يې نعلول چنډخوهم پښې پورته کړې. اوس په افغانستان کې دولسمشريزو ټاکنو کېسه همداسې ده. داسې کسانو هم ځانونه کانديد کړي ، چې څوک يې په درې منه لټۍ کې هم نه حسابوي . له دغو خبرو چې تېرشو ، راځیء يوڅه خود شمالي ټلوالې دکانديد له سوانحو څخه خبر شو.
ډاکتر عبدالله عبدالله دغلام محي الدين زمريالي زوی دی، پلار يې د ولسي جرګې په وروستۍ دوره کې انتصابي وکيل و. عبدالله د1939 لمرېز(د1960 ز) د تلې پر 15 مه نېټه په کندهار، کابل او پنجشېر کې نړۍ ته سترګې پرانېستي دي.٭ ما ځکه درې واړه ولايتونه ياد کړل ، ځکه چې په بېلا بېلو اسنادو کې مې دا درې ولايتونه د ده د زوکړې دځای په توګه وليدل. لکه مخکې ، چې وويل شول دی وايی ،چې پلار يې پښتون دی ،خو بيا د همدې پلار په تخلص( زمريالی) باندې شرميږی او له شرمه يې له خپل ځان نه پلار هم جوړ کړی يعنی تخلص يا کورنی نوم يې هم عبدالله کړی دی.
د کندهار د بڅرکي اونیزه کې د ډاکتر عبداله د اصلیت په اړه ډېر په زړه پوری مالومات ليکل شوي دي، چې دا مالومات یې د ارواښاد لوی استاد عبدالشکور (رشاد) صاحب له قوله نقل کړي او رشاد صاحب یوه فوق العاده پياوړي حافظه درلودله. په ياده اونيزه کې کښل شوي:
((عبدالله عبدالله په خپله پیژندپاڼه کی د خپل پلار نوم محی الدین ننګیالی توخی معرفی کړی، حال دا چې حقیقت بل ډول دی.
عبدالشکور رشاد صاحب دی خدای وبخښی هغه په دې موضوع خبر و. هغه ویل چې محی الدین ننګیالی یو ډېر شریف سړی و. دی اصلاً د زابل د سیوری ولسوالۍ اوسېدونکی او په خټه توخی و چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې اوسېده.
کله چې ارواښاد محمد هاشم میوندوال د میوند ولسوال و نو هلته یې له ده سره وپېژندل. بیا چې کله میوندوال صاحب کابل ته ولاړ نو دی یې هم له ځانه سره کابل ته بوت او د کابل په ښاروالۍ کې یې مقرر کړ. ښاغلی ننګیالی یو ډېر پاک او متقی سړی و. ده له ارواښاد عبدالروف بینوا سره هم انډیوالی درلوده. عبدالله عبدالله د یو نیم کال و چې پنجشیری پلار یې د هغه پنجشیرۍ مور طلاقه کړه. د طلاقولو په جریان کې یوه ورځ د عبدالله عبدالله پلار د هغه له مور سره کابل ښاروالۍ ته ورغلل چې د جایداد مسئله حل وفصل کړی. په هغه ورځ محی الدین ننګیالی د عبدالله عبدالله مور ولیده او خوښه یې شوه. د عبدالله عبدالله نیکه (املايي سهوه ده) بینوا صاحب ته وویل چې ماته دغه ښځه راوغواړه. هغه و چې بینوا صاحب د خپله جېبه پیسې پکی ورکړې او د عبدالله عبدالله مور یې محی الدین ننګیالی ته وروغوښتل چې د نکاح پر مهال د عبدالله عبدالله پالنه او روزنه هم د محی الدین پر غاړه واچول شوه. نو په همدې اساس ډاکټر عبدالله عبدالله د محی الدین ننګیالی په کور کې رالوی او ظاهراً د هغه زوی وبلل شو. کله چې ارواښاد میوندوال د کودتا په تور بندی شو نو د ده په ملګرو کې محی الدین ننګیالی هم د یو څه وخت لپاره بندی شو. کله چې له بند څخه راخوشی شو کندهار ته راغلی او دلته د یو څه مودې لپاره په ښاروالۍ کې مامور و. تر یو څه مودې وروسته بیرته کابل ته ولاړ او تر اخره پوری بیا په کابل کې پاته سو.))
عبدالله عبدالله خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل ښار په غازي محمد ايوب خان ښوونځي کې تر لاسه کړي دي ، او په 1976 ز کې په کابل کې له نادريې لېسې څخه فارغ شوی دی او په 1978 ز کې دکابل پوهنتون دطب پوهنځي ته شامل شو او په 1984 ز کې له طب پوهنځي څخه فارغ شو .په 1985 ز کې په نور روغتون کې پر دنده وګومارل شو په روغتون کې يې خپله دنده په نيمايي کې پرېښوده او په همدغه کال پېښور ته ولېږدېده . ډاکتر عبدالله پر کال 1986 ز د پېښور دسيدجمال الدين افغان په روغتون کې د ډاکتر په توګه دنده تر لاسه کړه او دپنجشېر دجبهې سرپرست په توګه يې هم کار کاوه له دې وروسته بيا له قومندان احمد شاه مسعود سره د وياند اوسلاکار په توګه ګرځيده .
عبدالله د ډاکتر نجيب الله دحکومت له ړنګېدو وروسته د 1996-1992 ز تر منځ د دفاع وزارت دوياند او دمسعود د دفتر درئيس دنده تر سره کړه او په 1997 ز کې دبرهان الدين رباني دکوڅه واکۍ پر مهال دبهرنيو چارو په وزارت کې مرستيال شو . دطالبانو دواکمنۍ پر مهال ، چې دبرهان الدين رباني حکومت په پنجشېر او خواجه بهاء الدين کې رايسار شوی و، ډاکتر عبدالله دبهرنيو چارو سرپرست و زير و. په 2001 ز کې دسپټمبر له يولسمې وروسته ، چې امريکا پر افغانستان بريد وکړ نو ورسره جوخت د شمال ټلوالې په مړ ژوانده بدن کې هم سېک راپيدا شو او نوموړی دبون په نيمګړې او قاچاقي تړون کې دبهرنيو چارو دوزير په توګه پر دنده وګومارل شو . او په انتقالي حکومت کې هم دبهرنيو چارو وزير و ، چې له ټاکنو وروسته يې دغه څوکۍ، چې دڅو لسيزو رادېخوا دتاجکو په ګروت کې ده سپنتا ته د يوې مودې لپاره په ميراث کې ورپاتې شوه .
ډاکتر عبدالله درې لوڼې او يو زوی لري او پر دري سربېره له انګريزي او پښتو سره هم بلديت لري او ویل کيږي ، چې يو څه فرانسوي يې هم ياده ده.


عبدالله عبدالله له اخلاقي پلوه کمزوری شخص دی، په پټه يې له مريم نجفي سره په پاريس کې واده وکړ او بيا يې خپل حق نه ورکولو. نوموړي کابل ته راغله او خپل حقوق يې غوښتل او دې ته اړ شوه، چې د بشر د حقوقو له خپلواک کميسيون نه مرسته وغواړي، خو عبدالله عبدالله هغه مهال هند ته وتښتيده او د مريم نجفي په مرګ ګواښلو دنده يې امرالله صالح ته پرېښوده.
د کندهار بڅرکي اونیزه د عبدالله د اخلاقي ضعف په اړه وایی: ((بشپړ اسناد او شواهد شته چی ښاغلی عبدالله له اخلاقی اړخه خورا ډیرې نیمګړتیاوې لري . کره اسناد ښیي چی عبدالله عبدالله له نجونو سره هم زیاته علاقه لري او د خپلو بهرنیو سفرونو په لړ کې ورسره نامشروع اړیکې هم ټینګوی د ښاغلی عبدالله سترګې همیشه سرې وي او د نشې نښې له ورایه پکې څرګندیږی. عبدالله عبدالله ښکلې جامې اغوندي او د یوې جوړه دریشۍ بیه یې یوازې ۵۰۰۰ پنځه زره امریکایی ډالره کیږی. )) دعبدالله د عیاشیو په اړه امریکايي لیکوال سټیوکول هم اشاره کړي ده وايي: عبدالله یو شیک پوشه سړی دی او په اروپایي هیوادونو او امریکایي ښارونو کې ګرځي ... (پ ص۷۵۳-۸۱۱)
ښاغلی عبدالله عبدالله لکه د خپل مشر قوماندان مسعود په شان د روسیې د استخباراتو( کې، جې، بې) د امریکا ( سي، آی، ای) د انګریزانو (ایم، ای، ۶) د فرانسې، هندوستان، چین، د جاسوسی ادارو لپاره کار کوي او په بدل کې یې ډېرې پېسې ترلاسه کړي دي چې د همدغو پېسو له درکه یې، په کابل او دوبۍ کې يې ډېر کورونه، بلندمنزلونه، منقولې او غیر منقولې دارایۍ لری. همدارنګه په خپل آبایی هستوګنځی پنجشیر کې یې د سیند پر غاړه یوه ښکلې ودانۍ یا کوټۍ هم د ځان لپاره جوړه کړې ده. پر دې سربیره داسې هم ویل کیږی چې نوموړی په امریکا، فرانسه او ایران کې هم ګڼ شمیر شخصی هستوګنځي، دوکانونه او میله ځایونه لری. په همدې توګه په بهرنیو بانکونو کې یې هم د خپل وس مطابق نغدي پانګه ځای پر ځای کړې ده او څه چې پیدا کوی نو په منډه منډه یې خپلو حسابونو ته انتقالوی او همیشه د خپلو شخصی ګټو د حصول په هڅو بوخت دی.بڅرکۍ)
د امریکا متحده ایالاتو د (C. I. A) لوړپوړو کارمندانو ل خوا ډاکټرعبدالله او فهیم ته په پنجشېر دره کې (۱۰۷) ملیونه ډالر ورکړل شول او د افغان سپیڅلي خاوره یې خرڅه کړه د (سیا) جنرال وایي: تور بکس مې خلاص پریښود، ما او ریک یوسل اووه ملیونه ډالر وګڼل څو جنرال فهیم او ډاکټر عبدالله ته یې د همغه سهار د لیدنې په مهال ورکړو. (سي، آی، اې په پنجشېر کې ص۲۰۱)
د شمالي ټلوالې په اجنټانو کې ډاکټر عبدالله له ټولو څخه صادقانه او له اخلاصه ډکه دنده تر سره کوله چې د ده باب په خپله د امریکا د(سیا) جنرال ګیري شرون داسې وایي: موږ چې په پنجشېر کې کوز شوو نو د ډاکټرعبدالله، فهیم او انجینرعارف سره مو ولیدل، ما له ډاکټر عبدالله سره پخوا څو ځله لیدلي ؤ، په لومړي ځل مې په (۱۹۹۷م) کال کې د مسعود سره د لیدنې پر محال په تالقانو کې وپېژاند ... په زړه پورې لیدنه وه او په دره کې د دومره لنډ وخت چې ما له هغه سره لیدلې او کتلي وو زما هغه ډېر خوښ شو (سي، آی، اې په پنجشېر کې ص۱۰۰- ۲۸۰)
انګریزي استخباراتو د خپلې جاسوسۍ کړنلارې سره سم خپلو اجنټانو ته د انګریزۍ او نورې د اړتیا وړ ژبې ورزدکوي او دا چې نن ډاکټرعبدالله په انګریزي خبرې کوي دا د انګریزانو دڅارګرو لخوا ورزدکړل شوي ده، سټیوکول د عبدالله (عبدالله) د انګریزۍ ژبې د زدکړې په اړه وایي: برتانوي څارګرو اکثراً دمسعود اتباري مرستیالانو، لکه د بهرنیو اړیکو مسؤل عبدالله ته انګریزي ژبه ورزده کوله.
د عبدالله عبدالله د پيژندګلوۍ يوه موخه دا ده، چې تر ټاکنو مخکې يو ځل بيا هغه هېوادول، چې غواړي ده ته رايه ورکړي په دې هکله سوچ وکړي او يوازې د فوم پر بنسټ د رايو ورکولو نه ډډه وکړه، تر څو په راتلونکي کې خپل خدای، خلکو او وجدان ته مسوول نه اوسي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
٭ د بېلګې په توګه په دريو مأخذونو کې د ډاکتر عبدالله د زېږېدو ځای کابل ، پنجشېر او کندهار ښودل شوی. کېدای شي دهر وخت او ځای له مصلحت سره سم يې د زېږېدو ځای تغيير کړی وي.
http://www.afghan-web.com/bios/today/aabdullah.html
http://en.wikipedia.org/wiki/Abdullah_(Afghanistan)
http://aksana.blogspot.com/2009/03/blog-post_05.html