جاپان د توغنديو پر ضد خپل پاټريوت سېستم تيار کړو او پرون يې د دفاع وزارت ماڼۍ مخې ته خبريالانو ته ښکاره کړ. د وزارت مخې ته درې توغندي چې مخونه يې د اسمان پر لوري متوجه وو، نښلول شوي دي. جاپان غواړي دشمالي کوريا د احتمالي ګواښونو پر وړاندې چمتووالی ولري. جاپان همداراز په تېرو څو ورځو کې په سمندر کې هم د توغنديو پر ضد دوې کشتۍ ځای پرځای کړي دي. ټاکل شوې ، چې د اپرېل په پيل کې شمالي کوريا خپله سپوږمکۍ فضا ته وتوغوي، چې د جاپان او امريکې په اند د تايپو ډونګ 2 د لرې واټن دتوغندي ازموينه ده.
وروستي