روسيه به تر 2011 پورې نوې اتومي بحريې جوړې کړي

د روسيې د دفاع وزارت خبر ورکوي، چې روسيه به تر 2011 کال پورې داسې بحريې چې پر نويو اتومي تو کروز توغنديو سمبال وي جوړې کړي او په کار به يې واچوي. د خبر له مخې دا ډول شپږ پرمختللې بحريې به تر 2011 او پنځه نورې به تر 2017 پورې د روسيې په سمندري ځواکونو کې شاملې کړی شي.