
ساده حيدرخېل
د/ځانواکي/ کلمه مې د دري /آزادګي/ تصوفي اصلطلاح لپاره خوښه کړه. ياده اصطلاح د عامې /آزادي/ کلمې مانا نه ورکوي. آزادي او آزادګي جلا، جلا ماناوې لري. د آزادي مانا څرګنده ده خو آزادګي له خپل نفسه د خلاصون او پر نفس د ولکې لرولو اصطلاحي ماناوې ورکوي. يو کس ممکن آزاد وي خو آزادګي به نه لري. يعنې آزاد به وي او آزاد به ګرځي خو د خپل نفس په مقابل کې به داسې وي لکه بندي، نفس يې چې چيرې بيايي ورسره ځي به، چې چېرته يې کېنوي، کېنه به او چې څه ورنه غواړي لکه غلام غوښتنې به يې پوره کوي. يو بل کس ممکن آزاد نه وي خو ځانواکي به لري يعنې د نفس تابع به نه وي، خپلې ناوړه نفسي غوښتنې به ردوي او د عقل تابع به يې ګرځوي. بس دی په آزادګانو کې راځي.
په دې برخه کې ځينې کسان لويه تېروتنه کوي. آزادګي د ځاني ګټو او غوښتنو لپاره ناسمه کاروي. ځانونه په آزادګانو کې شمېري او هر ډول نامشروع کار چې کوي په همدې ځان ته روا بولي.او ادعا کوي چې الله تعالی د ګناه او ثواب قيدونه ورنه پورته کړې. خو ځانواکي داسې نه ده.
بابا وايي:
د سړي په خاطر هرڅه هرڅه ګرځي
هسې نه چې واړه وګڼي روا.
آزادګان د الله تعالی نېک بندګان دي. هېڅ نامشروع کار نه کوي. ځان د الله تعالی په وړاندې داسې ګڼي لکه مړی د ژوندي پر وړاندې. خو دا ګڼل دا مانا نه لري چې هرڅه کوي الله تعالی يې ورباندې کوي ځکه چې دی خو داسې دی لکه مړی د ژوندي پر وړاندې. نا داسې نه ده. مړ، مړ وي او ژوندی، ژوندی. ځانواکی هڅه کوي چې دم او قدم دواړه د شرعې سره سم تېر کړي. د شرعې په داخل کې چې څه ورپېښېږي زړه يې مطمين وي، نفس يې د ناوړه غوښتنو په پوره کولو سره نه شي خطا کولی. زړه يې په ګټه تاوان پورې د نورو غوندې نه وي تړلی. حتی د جنت او دوزخ په کېسه کې هم نه وي. يعنې د الله تعالی د رضا په خاطر هر څه مني.
سود و زيان د دنيا واړه سهل کار دی
خدای دې نه کا څوک په سهل کار رسوا.
يعنې ځان يې تقريباً په بشپړه مانا د نفس له قيده خلاص کړی او د خپل ځان واک يې ترلاسه کړی وي. دغه واک يې د الله تعالی پر وړاندې د خپلې انساني بې وسۍ د زړه له کومي منلو، څرګندولو او الله تعالی ته د خپل ځان د سپارلو په لړ کې ترلاسه کړی وي.
ته وا بابا دغې مقام ته رسيدلی:
لکه وروسته مقتديان وړاندې امام وي
ما په تا پسې ده کړې اقتدا.
++++++++++
زه رحمان به څه ځواب کوم و يار ته
و ژونديو ته د مړيو څه ځواب وي.
+++++++++++
خو کله که څوک په آزادګۍ کې عقل له لاسه ورکړي او معذور شي نو بيا شرع هم غرض ورباندې نه لري:
په مجنون باندې قلم راغلی نه دی
که حلال يې په مخ ورشي که حرام.
څوک چې ځانواکی شي نو د هستۍ څښتن شي. خو پوښتنه دا ده چې څوک څنګه ځانواکی کېدی شي ترڅو د هستۍ څښتن شي؟؟
دا به هم له بابا زده کړو:
له اوله بندګي بيا آزادي وي
که مقصود دې آزادۍ لرې غلام شه.
بندګي د غلامۍ مانا لري. پخوا به چې کفار د مسلمانانو سره په جنګ کې ژوندي ونيول شول، نرينه به يې د مسلمانانو غلامان او ښځې به يې وينځې شوې. خو که چا به غلام د اسلام له منلو وروسته آزاد کړ د الله تعالی لخوا به يې بې شمېره اجرونه وګټل.
غلام د خپل بادار هر يو امر بايد ومني. که يې ونه مني نو د ده خوراک، څښاک او پوښاک ټول د بادار په لاس کې وي که وغواړي نو کولی شي چې هرڅه ورباندې بند کړي، ولې د دې اپوټه چې غلام په غلامۍ کې صادق وي نو بيا داسې وي لکه د سلطان محمود غلام (اياز) چې سلطان ته له وزيرانو هم نېږدې او محبوب و.
موږ مسلمانان د الله تعالی بندګان يعنې غلامان يوو او الله تعالی زموږ بادار. که د خپل بادار (الله) لارښونې عملي او د ده ښايسته غلامي وکړو نو دا مو له آزادۍ وړاندې غلامي شوه، کومه چې رحمان بابا ښيي. بيا چې د دې غلامۍ په وسيله موږ ته د الله تعالی کوم نېږدوالی حاصلېږي د هغې نېږدې والي په سبب د کايناتو او مخلوقاتو له بدو اثاراتو، د خپل نفس له بدو امرونو او اغېزو خوندي کېږو او که وغواړو د کايناتو تسخير هم کولی شو چې دا آزادګي شوه. بابا همدا خبره کوي چې د نفس له تسليمۍ او غلامۍ وروسته به مو داسې ځانواکي په برخه شي چې په ټکو کې يې روښان بيان ګران دی. خو په يوه بل شعر کې همدا موضوع په بل ډول را اخلي:
په نيستۍ کې د هستۍ مرتبه ګوره
نندارچي په ويرانه کې د خپل بام شه.
دا شعر د همهغه پاسني شعر خبره کوي خو په دومره توپير سره چې پاسنی شعر که د تصوف له نظره وکتل شي، ته به وايې چې هنر پکې ډېر نشته. يعنې يواځي دا وايي چې ځان د الله تعالی بنده کړه چې وروسته بيا پوره انسان درڅخه جوړ شي. دا د تصوف يو اصل دی چې بابا نېغ په نېغه يواځې په رديف قافيه کې بيان کړی. خو دا شعر داسې نه دی چې يواځې رديف قافيه لري او بس. د بابا د ځينو نورو شعرونو په څېر د ډېر ټېنګار او معنوي تاکيد په موخه د دغې شعر دواړه مسرې يوه خبره کوي چې همدغې ټکي پکې هنر هم پيدا کړی.
د شعر په لومړۍ او دويمه مسره کې د يوې مانا لپاره کارول شوې کلمې لاندې باندې ليکو ترڅو په اسانۍ سره د دواړو مسرو د مانا يووالی وپېژنو او بيا به يې په هنري برخه هم وغږېږو:
نيستي، هستي او مرتبه، ــــــــــــــــ ګوره.
ويرانه، ــــــــــــــــ خپل بام، نندارچي شه.
د نيستۍ لپاره د ويرانۍ، د هستۍ يا مرتبې لپاره د بام سمبولونه او د /ګوره/ يعنې د لټوونکي فاعل لپار د/نندارچي/ فاعلي نوم رواړل شوی، په دې ډول په لومړۍ مسره کې وايي چې په نيستۍ يا د ځان په غلامۍ کې چې بشپړه تسلمي ده د هستۍ رتبه ولټوه. دلته /ګوره/ د /ولټوه/ په مانا راغلی. نندارچي د کتونکي په مانا، چې کتل د لټولو په مانا هم راځي. مثلا موږ وايو چې ومې کتلو ( مې ولټول ) خو پيدا مې نه کړو، او په دويمه مسره کې د همدغو ماناګانو لپاره سمبولونه کارول شوي چې شعر ته يې هنري او خوندر ارزښت ورکړی.
آزادي او کاروبار دي سره لرې
لاس له کاروباره وکاږه که کار کړې.
نفس په ولکه کې راوستل يو لړ تمرينونه او رياضت غواړي. پر دين عقيده لرل د باطن خبره ده چې څرګندونه يې په ظاهر کې کېږي خو دا څرګنده خبره ده چې د دين اصل او بنياد تر ډېره له باطن سره اړيکه لري. بله مهمه خبره دا ده چې د انسان ظاهر د انسان د باطن په لاس کې دی. يا که ووايو چې انسان د خپلو باطني غوښتنو پر اساس کار او ژوند کوي. يعنې د انسان نفس چې څه وغواړي انسان هڅه کوي چې هغه ورته پوره کړي. بس نو تصوف هڅه کوي چې د انسان بنياد سم کړي. د انسان نفس د شرعې په رڼا کې داخل کړي. خو نفس په انسانۍ سره دغې کار ته غاړه نه ږدي.که غاړه کېږدي په ځينو مواردو کې بې آرام او بې خوند کېږي. خو دغه بې خوندي په حقيقت کې د نفس نجات دی. په لومړيو کې نفس دا فکر کوي چې دی له هر څه لرې کېږي خو داسې نه ده.
په مادي نړۍ کې اوسېدل او د مادي نړۍ د پرتونو له سببه نفس له خپله اصليته ډېر لرې کېږي. د نفس اصليت مطلق د الله تعالی بندګي ده. لکه څنګه د ارواګانو په عالم کې ورڅخه وپوښتل شول چې ايا زه ستاسو رب نه يم، ټولو وويل؛ هو! ته زموږ رب يې! خو نفس چې کله مادي نړۍ ته راشي د دې نړۍ د تاثيراتو له وجې يې په ظاهر کې خپل اصل يو څه تغيير وخوري. همدا وجه ده چې د خپل بادار امرونه نه مني. خو د دې لپاره چې د نړۍ دغه تاثيرات ورو ورو کم او نفس خپلې اصلې بڼې ته بېرته ستون شي يو لړ تمرينونو او رياضتونو ته اړتيا لري چې د سلوک په لاره کې ترسره کېږي خو دا تمرينونه په دې مانا هېڅکله هم نه دي چې يو څوک دې دنيا ترکه کړي. نه داسې هېڅکله هم نه ده. د دې لپاره موږ يو ډېرښه مثال لرو. کله چې د ازلي وعدې په اړه چې زه ستاسو رب نه يم بحث کېدو حضرت علي(رض) وفرمايل: هغه وعده مې داسې په ياد ده لکه پرون مې چې کړې وي. اوس دا وعده خو ټولو کړې ده خو د نورو ولې نه ده ياده؟ بس نورو دومره رواني رياضت نه دی کړی څومره چې اسدلله کړی و. دې ته وايي ځانواکي، هستي يا آزادګي. حضرت علي(رض) هم دنياوي کارونه کړې او هم يې ديني رياضت پرلپسې ساتلی او دې مقام ته رسيدلی.
له کاروباره لاس وکښل د خپل نفس پاکۍ او د نفس اصلې بڼې ستنولو ته کنايه ده. هو دا خبره ناممکنه ده چې يو څوک ځانواکي هم غواړي او ځان د مادي پرتونو له اثراتو هم نه خلاصوي! په يوه لوښي کې شودې او اوبه دواړه ګډوډي جوړوي خو که لوښی د اور پر نغري کېږدې بوره، تور چای، اوبه او شودې ټول ورواچوي نو يو بل ډول خوندر شی يعنې د شودو چای به ترې جوړ شي!